په دې ورځو کې په افغاتستان کې ځمکنیو خامو موادو او کاني سرچینو د هیواد دننه او بهر خبرې تودې کړی دي.
دا موضوع یوازی اقتصادي اړخ نلري او له لسګونو کلونو را دیخوا یې افغانستان د سیاسي کړکیچ او د زبرځواکو له سیالۍ سره مخ کړی دی.
مخکې له دې چې د افغانستان پر ځمکنیو خامو زیرمو او کانونو پر یوه بله لیکنه کې خبرې وکړم، راځۍ له تاسی سره د هالنډ  د یوې مشهورې وګړنۍ ورځپاڼې( فولکس کرانت،  de Volkskrant) د یوې تحلیلي مقالې ځنې مهم تکي شریک کړم:
   
دا مقاله (د راتلونکو فلزاتو لپاره چټله مبارزه) نومیږي.  په دې لیکنه کې په  نړي کې د خامو موادو د تر لاسه کولو پر  نړیواله سیالۍ یو تحلیلي او علمي عمومي بحث شوی دې. خو په  ځانګړی توګه  په کې د هغو فلزاتو پر ارزښت په زړه پورې تحلیل او ارزونه وړاندې شوی ده، کوم چې په راتلونکې کې ورته زبرځواکو سترګې برندې نیولی دي او د لټون او ترلاسه کولو لپاره یې له هرې پلمې او وسیلې کار اخلې.
په نوموړی لیکنه کې،  د دې نړیوالې سوداګریزې  لوبې ستر لوبغاړي چین، د امریکې متحده آیالات، روسیه، اروپا او افریقا نومول شوی دي.
د ورځپاڼې په دې اوږده تحلیلي مقاله کې کوښښ شوی چې،  په یویشتمه پیړي کې ځمکنیو خامو توکیو ته لاسرسې راوسپړي. پوښتنې یې مطرح کړي چې دا لوبه به د دوی تر منځ څومره صادقانه وي، څوک به یې ګټونکې او څوک به یې بایلونکې وي؟
دا پوښتنې به د وخت په راتلونکو لسیزو کې پر داسی نړیواله  سوداګرۍ را څرخي چې پایله به یې نړیوال شنه او تکنالوژیک انقلابونه وي.
پرمختللي نړۍ په ځانګړې توګه لویدیځ هیوادونه په دی کار کوي چې تر 2050 کاله هوا ته د کاربن دای اکساید د خوشې کولو کچه صفر ته راټیټه کړي.
همدا اوس په ټوله اروپا، له دې جملې په هالنډ یا نیدیرلند کې د چاپیریالي اغیزو د مخنیوي لپاره پر دی سخت کار روان دی چې د ژوند ټول وسایل او سستمونه پاکې انرژۍ ته واړوي، پر فوسیلي انرژي په ځانګړی توګه پر ګاز خپله تکیه را کمه کړي.
   د سترګو راتلونکې لید پر دی ورټول دی چې پاکه انرژي له نه تمامیدونکو سرچینو لکه باد، لمر او اوبو ترلاسه شي.
د بادي ژرندو، لمریزو دړو یا تختو او داسی نورو پاکو انرژي ترلاسه کوونکو وسیلو کار چټک شوی او زیات شوی دی. همدارنګه پر بریښنا د چلوونکو ګاډو یا موټرو شمیر ورځ تر بلې زیاتیږي.
خو د بریښنایې موټرو د چارجولو بطرۍ او نور ټول پورتنې وسایل، د ځیرکو تلیفونو او د نورو کمپیوتري تکنالوجیکي وسیالو په شمول ځنو غوره او نادرو کاني توکو ته اړتیا لري.
هغه هیوادونه چې غواړي د دی نویو پرمختګونو او بدلونونو سرلارې شي، باید د نیودیمیم، کوبالت او لیتیم خام مواد او کاني توکي په لاس کې ولري.
نو ځکه د دې حیاتي فلزاتو د ترلاسه کولو لپاره  سخته مبارزه روانه ده.
د دی فلزاتو دیرش سلنه په افریقا کې ده، افریقا  لا وار دمخه د لویدیځوالو لپاره یوه لنګه غوا وه. ښکاره ده چې د ګټو د ترلاسه کولو دا لوبه به چې،   اوبه خړې کړه او کبان ونیسه، په یوه ډول نه یو ډول دوام مومي.
په 2018 کال کې د کوبالت Cobalt( Co)
د لس زره ملیاردو ډالرو په ارزښت غټ
صادروونکي هیوادونه د کانګو دموکراتیک جمهوریت، چین او فنلنډ و او غټ واردوونکي هیوادونه یې چین، جنوبی کوریا او د جاپان هیوادونه وو.
په بله لیکنه کې به همدا موضوع د لعلونو تر خزانې او د اسیا تر زړه افغانستانه وغزوو.
نور بیا

پوهنمل دکتوراندوس رحمت ځواکمن
هالنډ/ ۲- ۹- ۲۰۲۳