د ظاهر هویدا نوم او هنر به زموږ د اماتور موسیقی له پاڼو هېر نشي. د ده نوم لا په څلوېښتمه لمریزه لسیزه کې وځلېد. دا هغه وخت و چې جلیل ځلاند په موسیقي کې د اماتورانو یو بریالی غورځنګ را پیل کړی و. په دوی کې یو مخکښ ظاهر هویدا و. ظاهر هویدا د سندرو له ویلو پرته؛ د راډیو افغانستان تفریحي پروګرامو کې هم دخلکو، په تېره د ځوانانو زړونو ته لار وموندله. د راډیو افغانستان د هغو کلونو د جمعی د ورځو پروګرامونو جلا کیف او خوند درلود، داځکه: یو خو رخصتی وه، بل داچې په دې ورځ به راډیو له سهاره د شپې تر ۱۲بجو وه. یو پروګرام پکې (پروګرام تفریحی شما) یو ساعته د طنز، ټوکو او تمثیل روزونیز- ټولنیز-اصلاحی او خندوونکی پروګرام و. د دې پروګرام ویونکی ظاهر هویدا و، ډیره برخه یی د "مستر فلاور" وه. ډیرو نورو پروګرامو کې هویدا د هغه وخت نامتو هنرمندانو سره مرکې کړې وې. کله چې د افغانستان تلویزیون په خپرونو پیل وکړ؛ په تېره بیا شپیتمو کلونو کې تلویزونی تفریحی برنامو لکه (کوکو دا دا) او نورو کې یې برخه لرله. له میلادي شپیتمو کلو څخه د مهاجرت(۱۹۹۰) تروخت پورې له سندرو ویلو پرته، بیلابیلو فرهنګي چارو(تیاتر، فلم، دوبلې او نطاقی) کی فعال و. راډیو کې یې نږدې ۳۰۰ ، خو تلویزیون کې یې تقریباً اته سندری ثبت دي.
دغه پردېس هنرمند په ۱۳۲۴ل.(=۱۹۴۵م.) کال کې دهغه وخت د دایزنګی کلی کې نړۍ ته سترګې پرانیستې. وروسته بیا د کابل ښارد چنداولواو کتاب فروشی سیمی ته راغلل. پلار یې د سوداګرۍ د خونې مامور شو، بیا بلخ ته ولاړل. خپل ورور کبیر هویداسره یې پنځه کلنۍ کې په موسیقی غږولو پیل وکړ، کله یې چې پلار ومړ، کابل ته راغلل، اقتصادی وضعیت یې ښه نه و. مور یې د اردو خیاطی دستګاه(اعملاتخانه) کې د ګنډلو کار پیل کړ. نهه کلنۍ کې د استقلال ښوونځي کې شامل شو. ترنهم ټولګي یې د لوست ترڅنګ، د اقتصادی ستونزو له امله کسبه کاری او سینما کې د ټکټ خرڅولو کارهم کاو. لا دولسم څخه فارغ نه و چې د موسیقی د زده کړو لپاره شوروی اتحاد ته واستول شو. دچایکوفسکی دهنرونو پوهنځي کې له زده کړو وروسته په ۱۹۷۱=۱۳۵۰ل. کې د کورنۍ داقتصادی ستونزو له امله بیرته هیواد ته راغی، حال دا چې د ده ځینو نورو ټولګیوالو د نورولوړوکورسونو لوست ته دوام ورکړ. له ۱۳۵۰ ل. وروسته یې راډیو افغانستان کې رسمی ماموریت پیل کړ. د اماتورانو د ډلې نوښتګر غړی و، پیانو یې ډیره ښه زده وه او هم یې اکاردیون او آرګن غږاو(دپاپ موسیقی وسایل همدوی رواج کړل). کنسرتونو کې یې هم برخه اخیسته، د راقم السطور په یادښت یوه جشن کې یې د سپین زر شرکت کمپ کې کنسرت و. هغه وخت د افغانستان او ایران ترمنځ فرهنګی اړیکې تودې وې، نو هویدا په یو هنری سفر تهران ته ولاړ او هلته یې ایرانی هنرمندانو سره د(کمرباریک) سندره ثبت کړه. د دغو سندرو کسټونه چې پر پوښ یی ظاهر هویدا، شهلا، مهرداد اوکوروش (ایرانی هنرمندانو سره) عکس کې ښکاریدل زښت ډیر وپلورل شول.

ایران کې تقریباً دوه کاله پاتې شوی و. د افغانستان راډیو کې دفرمایشی سندرو کې زیات فرمایشونه دهمدې سندرې وو. ده د سندرو لپاره ښه شعرونه غوره کول. د افغانی او ایرانی شاعرانو څخه نیولی تر تاجیکی. شعر به یی چې خوښ شو دشاعر نوم پسې نه ګرځېد. یووخت یې د شاشجاع ( صبح شد صحر دمید) شهر خوښ شو، هغه یی هم ثبت کړ، بیا یی د ایرانی شاعر شفیع کدکنی "موج موج خزر از سوگ سیه پوشانند "، باقی قایل زاده او د واصف باختری(ای کاش ای...)شعر سندره کړ . له نامتوشاعرانو، هنرمندانو او فرهنګیانولکه رازق فانی، بشیررویګر،ببرک وسا،فکرت، باختری، امان اشکریز، رفیق صادق او ناصر طهوری سره یی نږدی اړیکې ساتلې او د هغوی انتحاب ته یې اهمیت ورکاو. ده ځانګړی ذوق درلود، د راډیو تر ټولو غوره پروګرامونو( ازهرچمن سمنی، رادیویی مجله) کې به یوه یا دوه (دګوتو په شمار) ډیرې ټاپ سندرې وې لکه یوه نیمه هندی، غربی، ناشناس، ګوګوش، استادایوب، ساربان، ځلاند، قمرکل، احمدولی، استا اول میر او ظاهر هویدا. د دغه فوق العاده پروګرامو دعالی ذوق لرونکو پرودیسرانو( مثلاً فارانی) هره سندره په ذوق برابره نه وه. د دې علت داو چی لږشمیر هنرمندانود شعر او طرز له پلوه ښه سندره لرله، په دوی کې یو یې هویدا و. آن کله چې مهاجر شو، هامبورګ کې یې داکتر اسدالله حبیب، بارق، وسا او نورو ادیبانو او هنرمندانو سره له نږدې اړیکې وې او لکه د ادب د یو شاګرد په شان به یې د نامتو لیکوالو خبرو ته غوږ نیو. دبیعدالتی ضد فکر یې درلود، نوځکه یې یوشمیر اشعار لکه:(نازم ان مشتی که فرق زورمندان بشکند- بشکند دستی که بازوی ضعیفان بشکند...) یاغي او مبارزاتي دي. میرمن یې (وحیده هویدا) روڼاندې او هنردوسته ښځه وه. دوی پنځه اولادونه لری. اوس یی آلمان کې لمسیان هم د ښوونځی عمر ته رسیدلي دي. راقم الحروف ۲۰۱۰م. کال کې یو شمیر دوستانو سره له بوخم ښار څخه د یوې خصوصی فرهنګی ناستې لپاره هامبورګ ته تللی وو. هلته مو وروسته تر یوولسو کلونو هویدا ولید، ډېر بدل شوی و. له هغه وخته چې داتیایمو کلونو وروستیو کې مو پولیتخنیک کې تاجکستاني هنرمندانو سره لیدلی و، له هغه وخته یې ډیر بدلون موندلی و، روغتیا یی ښه نه وه ملا او لوړ قد یی لږ څه کړوپ او رنګ یې ژیړ برېښېد، خو غږ یې هماغه پخوانی راښکون درلود. لا یې هم اکاردیون ورسره و، خو د۲۰۱۲م. کال د مارچ لومړیوکې یې چې کابل کې وم، له مړینې یې خبر شوم، یو ځل بیا رایاد شو. دغه پردېس هنرمند همالته آلمان کې خاورو ته وسپارل شو. ویل کیږي چې ډېر موده یې غاړه یا غوږ لاندې برخه کې د سرطان دانه لرله، مرینه یې د همدې ناروغي له امله وه.
ظاهر هویدا د بیلابیلومناسبتو له امله ولایاتو او بهرنیو هیوادو ته هنری سفرونه کړي وو. د ژوندون، انیس او آواز مجلو کې مرکې لري. خپله یې هم ملی تلویزیون کې نورو هنرمندانو سره مرکې کړي دي.
حیرانوونکې ده چې دې وروستیو کې یواځې د یو څو هنرمندانو نوم ډېر یادیږي، خو واقعیت دا دی چې له څلویښتمو تر شپیتمو لمریزکلونو پورې زموږ ټول هنرمندان علی السویه محبوب او خپل هنر او ځانګړي سبک کې وتلی- پېژندل شوي وو( هم اماتور، هم محلی هم کلاسیک). هغه وخت ځوانانو کې د ظاهر هویدا، ناشناس،ځلاند، حبیب شریف، احمد ظاهر، رخشانې، احمد ولی، نعیم پوپل، رحیم غمزده، جوادغازی یار، رحیم مهریار، رحیم جهانی،... ډېر فرق نه و. د دې لیکنې موخه همدا ده چې اوسني وخت کې د یو یا دوو هنرمندانو دنوم ډیر یادېدل باید په دې مانا نه وي، چې نور هېر کړو. په دې کې یو یې ظاهر هویدا دی. دبیلګې په توګه ظاهرهویدا او احمد ظاهر دواړه په یووخت کې مشهور شول. د افغانستان موسیقی ته د ده یو خدمت دا و چی فولکلور سندرې یې د لویدیزې موسیقی وسایلو سره ثبت او ضبط کړي دي.
خاطره: دهلکتوب دوره هم عجیبه دوره وي. موږ دحبیبې هلکانو د احمد ظاهر هنر خوښاو، هغه زموږ د مکتب بلبل و، خو همدومره ظاهر هویدا هم ګرانښت درلود. زموږ ټولګیوال، لطیف جان، یاد یې په خیر ، اوس د امریکا متحده ایالاتو کې یو سپن ږیر بوډا دی. د ده غږ یوڅه ظاهر هویدا ته ورته و. په تفریح کې به زموږ نیم صنف د حبیبې د لیسې له نعمتونو ډک کانتین او له ګلونو ډکو چمنونو ته نه وتلو، ټولګی کې به پاتې شولو لطیف جان به په یو چوکۍ کیناست بله به یې مخی ته کېښوده په دوو قلمونو به یی (جازاو درم!) پیل او سندره به یې زموږ په فرمایش ویله. دغو لس دقیقو تفریح بیل کیف درلود.(د دغه ښوونځی چوکۍ یو کسیزه او هرې یوې خپل میز او د کتابو ایښودو خای درلود. د میز مخ او د کتابو د ایښودو تختې یې د قلم په وهلو عجیب غږ کاو!) دا په تفریح کې زموږ کنسرت اوموسیقی وه! بیا مو په ژوند کې هغه خوښي ونه لیده.د حبیبې یو شاګرد هم بی هنر او بی کماله نه و: دوي په لوست کې د لیاقت ترڅنګ؛ خطاط، شاعر، انځورګر، لیکوال، دسپورت دډګر ...مخکښان هم وو(لطیف جان دې خدای ژوندی لري).
ظاهر هویدا یو بی مُدعا هنرمند و، ډېر فیشن یې نه کاو، لکه د هغه وخت د نورو هنرمندانو په شان یې ډېر عکسونه خواره نه وو، څومره مو چې یاد دي یواځې د پرکاش، رڼا او زینت د عکاسخانو ویترین کې یې عکس و، چې هغه هم د ده له خبرتیا پرته. د افغان موزیک او موزیک سنتر په کسټونو یې هماغه د څلویښتمو کلونو عکس و چې ډېرو کاپي کړی و. دټوکو او فی البدیهه ځواب ویلو ظرافت یې درلود. دمهاجرت په کلونو کې یې ویښتان تور رنګول، خو کله یې چې عینکې په سترګو کړې، د هنر دمینه والو زړونه یې وریږدېدل او د خپل دغه محبوب هنرمند د ژوند د لمر وړانګې یې د دېوالو په برو څنډو ولیدې. ارواښاد له سختیو سره د مبارزې او شجاعت بېلګه او دصمیمیت سمبول و. د اشرافو او خواصو په پرتله عوامو سره ډېر محشور و. دهنری برنامو، کنسرت او نورو غونډو په بهیر کې به یې دلومړیو کتارونو په پرتله دتالار وروستیو ته کتل. جوته ځانګړتیا یې دا وه چې د څو هنرونو لرونکی و، چې د فرهنګي کچې اوچتولو، تنویر، خوښي بخښلو، دعواطفوتلطیف، ذوق روزنې، په بهر کې د افغانی فوکلور او په مجموع کې د افغانی ثقافت معرفی کې یې ژور اغېز درلود. دا هغه وخت و چې راډیو افغانستان د افغانی کلتور او هڅوب بډای کور او د افکارو د تنویر ځلاند مشال و.