سرېزه:
دلته بشریت لیونی شوي دی، دلته څه یو عام قتل ترسره شوي دی، دې وحشتونو، وژنو او دې خونړیو جنایتونو بیانولو لپاره اصلاً سړی کلمات نه شي موندلي، حتی ښایې دورخ دومره خطرناکه نه وي. دا هغه کلمات یا ټکې دي، چې یوه ځوان فرانسوي ډګرمن الفرید جوبیر د لومړۍ نړېوالې جګړې د تشریح کولو لپاره کارولي دي. له دې وینا ورسته نوموړي ډګرمن په یوه اوونۍ کې د شاوخوا سلګونو زرو سرتیرو په څېر کوم، چې په دغه د انسان وژنې قصابخونه کې په ډیره بې رحمۍ سره ووژلي شوي دي، نوموړي هم خپل ژوند له لاسه ورکړ. د لومړۍ نړیوالې جګړې تر ټولو شدیده جګړه د جرمنيانو او فرانسویانو ترمنځ د فرانسي د وېرډون په سېمه کې پېښه شوي ده.
د وېرډون سېمه د پاریس ختیځ لوري ته په 260 کیلو متري کې پرته ده. لومړۍ نړیواله جګړه کې د فرانسې په دغه سېمه کې د جرمنیانو او فرانسویانو ترمنخ سختې درې سوه ورځې خونړۍ جګړې ترسره شوي دي. د ویردون جګړې یو ژوندی پاتې شوي ویټران سرتیری لیکي: که څوک ویرډون ته نه وی تللي، هغه په جګړې کې نه و. 
ما لیکوال په خپله له دغې تاریخي سېمې، د وېرډون له وینو پمپ او د جګړې له وینو ‌ډک ډګر څخه 107 کاله ورسته له نږدې لیدنه کړي ده. حتی نن هم د سیمې بزګرانو په کروندو کې هډوکې او د وسلو اوسپېنېزې ټوټې مومي. ما د دې وحشي خونړۍ جګړې او د ویرډون دوزخ په اړه له ټولو تاریخي موزیمونو او اثارو څخه لیدنه او کتنه کړي او په دې اړه دغه څیړنېزه لیکنه لیکلي شوي ده. 
د 1914 کال په اوړي کې لومړي نړیواله جګړه پیل شوه او څلور کله یې دوام وکړ. په لومړي نړیواله جګړه کې شاوخوا 70میلیونو سرتېرو برخه اخیستلي ده. د نړۍ په تاریخ کې دا جګړه لومړنۍ جګړه ځکه یادیږي، چې په لومړي ځل دومره لوی شمېر مجهز پوځونه او هیوادونه د یو بل په وړاندې جنګیدلي. نږدې ټوله نړۍ د دې بېرحمه وحشي جګړې له امله اغیزمنه شوي وه. له همدې امله دې جګړې ته ٬٬ نړیواله جګړه٬٬ ویل کیږي. د لومړي ځل لپاره دومره ډیرو سرتېرو په پرمختلي درنو وسلو لکه ټوپونو، ماشېنګڼېو، زهرجنو ګازو، هوایې بریدونو، بم غورځولو، اوبټلونو او نورو پوځي وسایلو سره د یو بل د محوه کولو لپاره په دغه له وینو ډکه تخته کې جګړې کړي دي. لومړۍ نړیوالې جګړې نړۍ ته ډیر سخت ټکانونه او ستر زیانونه واړولي دي او میلیونونه ملکیان په کې وژلي شوي.
په 1916 کال کې د فبرورۍ په 21 مه نېټه د جرمني وسله وال پوځ برید د جرمني امپراتورۍ وسله والو ځواکونو د پېنځم نمبر لښکر قوماندان د امپراتور دویم ویلیهم زوی او ولیهد لخوا پیل شو. د جرمني پینځم نمبر پوځ د 1500 توپونه او له درنو وسلو سره په فرانسوې پوځیانو خپل طوفاني برید پيل کړ. په دې موخه چې د فرانسې وسله وال پوځ دفاعي کرښې ورماتې کړي او د خپلو پلې ځواکونو په مټ ورمارش شي، څو ځانونه پاریس ښار ته ورسوي او په څو اوونیو کې د ټولې فرانسي فوري نیولو ورسته ځان تزاري روسیي په وړاندې بلې سترې جګړې ته چمتو کړي. 
 
لومړۍ نړیوالې جګړه ولې پېښه شوه.؟
هغمهال د نړۍ نقشه له نننې نفشې سره لږ توپیر درلود، ځکه په اروپا کې د نن ورځې په پرتله دومره ډیر هیوادونه او خپلواک دولتونو شتون نه درلود، خو لوی لوی هیوادونو شتون درلود. د اروپا لوی هیوادونه لکه د جرمني امپراتورۍ، لویه بریتانیا، فرانسه، اتریش - هنګري امپراتورۍ غوښتلو، څو د نورو هیوادونو او دولتونو په پرتله لا نوره ډیر ځواکمن، شتمن او په نړیوال سیاست کې له ډیر اغېزه برخمن واوسي. هغمهال په اروپا کې په رښتېنې مانا سره د ډېر واک او ځواک ترلاسه کولو لپاره یوه توده امپریالیستي مبارزه روانه وه. په ځانګړې توګه جرمنیانو د خپلو ګاونډیانو له لورې محاصره شوي ول. د نیول کیدلو او د ګاونډیانو لخوا د پوځي برید ګواښ یې محسوسوه. دا مهال په ټوله نړۍ کې سیاسي وضعیت د باروټو یو انبار یا ګدام ته ورته ښکاریده. په داسي یو خورا ګواښمن کړکیچن سیاسي پیچلي حالت کې یوه مهمه سیاسي وژنې ترسره شوه. 
په 1914 کال د جون په 28 مه نېټه د اتریش ولیعد فرانس فرډیناند او میرمن یې سوفي د بوسنیا پلازمېنې سراجیوو په ښار کې د یوه نولس کلن ملتپال صربې محصل ګاوریلو پرینسپ لخوا ووژل شول. دا مهال دغه ښار د اتریش-هنګري امپراتورۍ یوه برخه و. دغه وژنه د اور هغه یوه سپرغۍ وه، چې په اروپا کې د باروټو ګدام چاودنۍ لامل وګرځیدله. دې وژنې د اتریش او هنګري مشرانو ته یوه ‌ډېره ښه پلمه جوړه کړه، څو د صربستان په وړاندې د جګړې اعلان وکړي. همدارنګه د جرمني امپراتورۍ پوځي مشرتابه اتریش او هنګري مشران دې ته وهڅول، څو د صربستان په وړاندې په پوځي اقدام لاس پوري کړي. په ویانا کې د اتریش وسله وال پوځ د صربستان په وړاندې د چټګ غچ اخیستلو برید لپاره پر اتریشي مشرانو فشار راوړي وو. د جرمني امپراتورۍ امپراتور دویم ویلیم د اتریش او هنګري سلطنت سره د نامحدودو مرستو، اتحاد، وفادارۍ ډاډ اعلان ورکړ. 
په 28 د جولاې اتریش- هنګري د صربستان په وړاندې جګړه اعلان کړه. هممهال ترازي روسیه هم خپل وسله وال پوځ ته د تیار شئ امر ورکړ او تزاري روسیې خپل سلاویک ورور ولس مرستې ته وروډانګل، له دې سره د جګړې برخلیک او مسیر خپله لاره ونیوله. د جولاې په30  مه نېټه روسیه د اتریش- هنګري په وړاندې د جګړې اعلان وکړ. په 1914 کال د اګېسټ په لومړۍ نېټه د جرمني امپراتورۍ د ترازي روسیې په وړاندې د جګړې اعلان وکړ. د جرمنیانو له لورې لومړۍ نړیواله جګړه د اګېست په دویمه نېټه پر لوکزامبورګ او د اګېست په دریمه نېټه پر بلجیم باندې د جرمني سرتېرو له لورۍ یرغلیزه برید پیل شو. د لومړۍ نړیوالې جګړې لپاره چمتووالی د 1914 کال د جون میاشتې مخکې په بشپړ ډول نیولي شوي و. ډیرو هیوادونو مخکې له مخکې له یو بل سره خبرې او معاملې کړي وې او اتحادونه یې جوړ کړي وو، څو د جګړې په صورت کې د یو بل سره د متقابلي پوځي مرستې او همکاري وکړي. په 1914 کال کې اروپا په دوو متضادو بلاکونو ویشلي شوې وه.

لومړي نړیواله جګړه کې چا له چا سره جګړه کوله. ؟.
نړیواله جګړه د 1914 څخه تر 1918 کلونو پورې دوام وکړ. د لومړۍ نړیوالې جګړې په پیل کې یوازې اروپایې هیوادونه د یو بل په وړانډې جنګیدل. د دې جګړې اصلي لامل د اتریش -هنګري سلطنت د ولیعد وژل کیدل ګڼل کیږي. په 1914 کال کې د اګېسټ په لومړۍ نېټه د جرمني امپراتورۍ د تزاري روسي امپراتورۍ پر وړاندې د جګړې اعلان وکړ. په دې جګړه کې د مرکزي ځواک په نامه د جرمني امپراتوري، د اتریش- هنګري سلطنت شامل وو، چې ورسته له دوی سره عثماني امپراتوري او د بلغاریا شاهي دولت هم یو ځای شول. د دوی په مقابله کې فرانسه، بریتانیا او روسیه ودریدل، نور هیوادونه لکه ایټالیه، جاپان، امریکا او د بریتانیا امپراتورۍ او د فرانسې کولوني هیوادونه یو په بل پسې ورو ورو ورسره یو ځای شول. 
جرمني امپراتورۍ، اتریش-هنګري او عثماني امپراتورۍ یا اوسني ترکیه د مرکزي‌ ځواک یا متحدینو په نامه یاد شول. د متفقینو په وړاندې یې په ګډه جګړه پیل کړه. متفقین فرانسه، لویه بریتانیا، روسیه، ایټالیا او ورسته د امریکا متحده ایالات هم ورګډ شول. د لومړي جګړې په بهیر او پرمختګ کې ورو ورو ډیر نور هیوادونه د متفقینو سره یو ځای شول. د لومړي نړیوالې جګړې په ځانګړي توګه په ختیځ او لویدیځ جبهو کې ډیرې سختې جګړې او نښتې ونښتلي. په جبهي جګړو کې د جبهې کرښه یا د جنګ محاذ کرښه د مخالفینو ترمنځ سرحدي پولې وې. په همدې پولو کې مخالف سرتېرې د یو بل پر وړاندې مخامخ کیدل او جنګیدل. د روسیې سره پولې ته نږدې ختېځه جبهه د بالټیک سمندرګۍ څخه تر تورې بهیرې پورې غځیدلي وه. همدلته جرمنیان او روسان یو بل په وړاندې مخامخ جنګیدل. د لویدیځې جبهې کرښه د بلجیم او د فرانسې په خاوره کې تیریدله. دلته هم جرمني سرتیرو د متفقینو د ګډو ځواکونو په وړاندې جنګیدل، د متفقینو ډیرۍ سرتېري فرانسويان او برتانويان ول.  
جرمني پوځیانو د ستر جنرال هیریک فالکنهین تر قوماندې لاندې غوښتلو، د فرانسویانو وینه ښه ډیره وبهیږي او ښه یې کمزوری کړي. څو فرانسویان خپل ټول جنګې توان او وسایل د ویرډون سېمې په دفاع کې وکاروي. د 1916 کال په 21 نېټه جرمنیانو د خپل پینځم نمبر لښکر او د جرمني برنډنبورګ پلې ځواک او لښکر لخوا په فرانسويانو باندې د وېرډون په ستراتیجکه سېمه کې په سمېټي کانکریټي مستحکمي جنګي کلا باندې یرغلېزه برید پیل کړ.
په 1916 کال کې په لومړې نړیواله جګړه کې د وېرډون جګړه د جرمني امپراتورۍ او د فرانسې ترمنځ جګړه چې څومره سخته خونړۍ او ظالمانه وه. هغومره په شددت سره یوه پوښتنه راولایږي، چې دا جګړه څنګه رامنځته شوه او ولې د جرمني د وسله وال پوځ سر قوماندان د فرانسې په وېرډون سېمه کې د داسي یو طوفاني برید پرېکړه وکړه.؟ ولې په دې لس میاشتېنې جګړه کې ډېر لږ پرمختګ وشو او په پای کې بیا هم هیڅ یو لورۍ ګټونکي اعلان نه شو.؟
په1916  کال کې د فبرورۍ په میاشت کې د فرانسې په وېرډون سیمه کې د جرمني یرغلېزه برید پیل شو. څو د فرانسویانو د جګړې اراده ماته کړي، فرانسویان په پوځي ډګر کې په ګونډو کړي او د لومړۍ نړیوالې جګړې برخلیک همدلته وټاکل شي. د ویرډون جګړې ډګر شاوخوا شل کیلومتره مساحت لري. دلته پنځوس میلیونه بمونه او د ټوپ ګولي وویشتلې شوې دي. یوازې د جرمني وسله والو ځواکونو لخوا 26 میلیونه لاسې بمونه او د ټوپ ګولې ډزولي شوي دي،100 000  زهرجن بمونه او اور شیندونکي وسلې په دې وړه کوشنۍ سېمه یا د وینو ډکه تخته کې کارول شوی دي. فرانسویانو 23 میلیونه توغندي ویشتلي او ټوپچي ډزې کړي دي. د شمیرو له مخکې په یوه دقیقه کې له پنځوس ډیرې ډزې شوي دي. دا په دې مانا چې په هر متر مربع کې له دوو ډیر د ټوپ کولیو ډزې لګیدلي دي. دلته د اسمانه د فولادو او باروټو یو تندر لګیدلي و. د ویرډون شاوخوا ټوله سېمه د قمري میاشت سیارې په منظره بدله شوي و. ټول کلې یې په ځمکه کېنولي شوي او له خاور ایرې سره برابر کړل شوي وو. شاوخوا 50 ټنه فولادې ټوټې لاهم د جګړې په هر هکتار کې پرې دي. دا په هر متر مربع کې پېنځه کیلو ګرامه سره سمون خوري. جرمنیانو او فرانسویانو دلته ځښت دیر سرتېرې ځای پر ځای کړي وو. 75 فرانسوي فرقې، چې ټول 377 000 نارینه سرتېرې ول، د جرمني 50 فرقې چې ټول 337 000 جرمني سرتېرو سره مخامخ شول. فرانسویانو په چټکۍ سره خپل سرتېرې بدلول، دوی د بدلو سیسټم له لېارې د تولو سرتېرو 70 سلنه څخه ډیر لږ تر لږه یو ځل د اتو څخه تر لسو ورځو پورې د ورېرډون په جګړه کې بدلول. د فرانسوي سرتیرو جګړیز مورال تر جرمني سرتیرو ډیر لوړ و، ځکه جرمني سرتېرو ډیرې وختونه باید د جګړې په لومړیو کرښو کې د بشپړې ستړي ستومانتیا ته انتظار یستلو. په 1916 کال د مۍ میاشتې په پیل کې د ویرډون په جګړه کې د ګمارل شویو جرمني سرتیرو اوسط عمر یوازې څوارلس ورځې و. جرمني برید د جولای تر یوولسمې پورې دوام وکړ، ورسته له هغې د اکتوبر په میاشت کې فرانسویانو خپل ځوابي برید پیل کړ. په پایله کې فرانسوي پوځیانو ته سخته فزیکي او د روانې ټپونو سره ستره مرګ ژوبله واړول شوه. له همدې امله جرمني او فرانسوي سرتېرې دغه سېمه د وینو ژرنده یا د وېرډون جګړې دوزخ په نامه یادوي. د دې ښار څخه دفاع د فرانسې په تاریخ کې لکه موږ افغانانو ته په ملي تاریخ کې د میوند جګړې د بریا په څیر یو تاریخي سېمبولیک ارزښت او اهمیت لري. فرانسویانو ته د وېرډون سېمه د ملي مقاومت سېمبول ګرځیدلي و.
جرمني د شلیفین پلان له مخې غوښتل په شپږ اوونیو کې د فرانسې لویدیځ کې فرانسوي ځواکونه مات کړي او بیا ختیځه جبهه کې روسیې ته ماتې ورکړي. الفرید فون شلیفین د جرمني پرویشیا ارشد پوځي افسر و، نوموړي بیا ورسته فیلډ مارشال او د جرمني وسله وال ځواکونو د لوی درستېز په توګه هم وګمارل شو.
د جرمني برېد پاریس ته په نږدې کیدو، خو د جرمني د دوو برېدګرو پوځي لښکرو ترمنځ یو واټن یا یو درز راښکاره شو، کوم چې فرانسوي او برتانوي سرتیرو په پېنځم د سپټمبر له همدې پیدا شوي درز څخه ګټه واخیستله او دوی د مارن په سیمې کې د جرمني پوځیانو پرمختک ودرولو. فرانسویانو نور اضاقي سرتېرې مارن ته انتقال کړل. په داسي حال کې چې جرمنيان د روسیې د ناڅاپې چټک پرمختګ څخه ویره لرله، د سپټمبر په نهمه نېټه دفعتآ د جرمني سرتیرو 80 کیلومتره تکتیکي شاتګ وکړ. دغه شاتګ د فرانسويانو لپاره د مارن په جګړه کې یوه معجزه وه. د دې تکتیکي شاتګ سره د شلقین پلان ناکام شو. د جرمنی لوی درستېز هیلموټ فون مولټکی د پلان ناکامیدو سره له عصبي رواني تکلیف سره مخامخ کیږي او په ځای ستر جنرال هېریک فون فالکنهین ټاکل کیږي.  
د ویرډون په جګړه کې د ژوندي پاتې شویو په پرتله وژل شوي ډېر ول. دلته ځمکه د مړو سرتیر په جسدونو پوښلي شوي وه، کوم چې په یوه شیبه کې د توغول شوي توغندېو له خوا بیا ښخ کړل شوي پراته وو. ټپیانو ټوله ورځ د بیړنیو مرستو غوښتنه کوله یا د جراحي درملنې غوښتنې نارې سورې وهلي یا د سختو دردونو څخه د خلاصون د یو ورستې مرګونې ډز غوښتنه کوله.  
 
د وېرډون د وینو ژرنده او دورخ
د لومړي نړیوالې جګړې تر ټولو خونړۍ جګړه د فرانسي په وېرډون سېمه کې پېښه شوه. شاوخوا 800 000 انسانان د څو سوو مترو ځمکې د نیولو لپاره په سخته بې مانا جګړه کې ووژل شول. تر نن ورځې پورې دا نړیواله جګړه او د وېرډون جګړه د بشریت ضد یوه غیر انساني نښه او سېمبول بلل کیږي. په لومړی نړیواله جګړه کې د وېرډون جبهې جګړه د یو بیساري خونړۍ ناورین بې مانا، بې پایلې سېمبول ګرځیدلي ده.
په 1914 کال کې د لومړۍ نړیوالې جګړې په پیل کې د جرمني وسله والو ځواکونو یوه هڅه وکړه، چې په لویدیځ جبهه کې په یوه چټګ پرمختګ کې فرانسوي ‌پوځونه محاصره کړي او سخت وځپې. دغه هڅه ناکامه شوه، د متحدینو او جرمني پوځونه د بلجیم له سواحلو څخه تر سویس پورې 700 کیلومترو په اوږدو کې یو بل ته مخامخ په سنګرونو کې دریدلي وو. د 75 میلي مېتري درنو ټوپچې ډزو په کارولو سره مخالفینو پر یو بل د طوفاني بریدونو هڅې کولې، تر څو د پلې ځواکونو په مرسته دفاعي کرښې ورماتې کړي. خو د برید هره یوه هڅه د لویو لویو زیانونو سره ناکامیدله. دواړه برید ګرې خواوې د یو بل د دفاعي وژونکي ماشینګڼو او توپونو ډزو ته نه شولي تمیدلي.
د وېرډون ښار او شاوخوا سیمو منظره یوې کندې کپرې سیارې ته ورته شوې وه. په دغه ښکلي سیمه کې چې کوم کورونه، کوڅې، او زرغون ځنګلونه اباد ول، په ریښتېنې مانا سره له خاورو سره خاروې ایرې شول. جرمني پوځیانو له دوه میلیونو ډېرو توپچي ډزو یا ګولیو ویشتلو ورسته د فرانسویانو پر دفاعي مورچو د پلې ځواکونو طوفاني یرغلیزه برید پیل کړ. دغه سیمه کې کورونه، ښارونه او د طبعیت ښکلې منظرې بیا چا ونه پیژندلي.  
د فرانسي د وېرډون ښار جګړه د لومړۍ نړیوالۍ جګړې تر ټولو مهمه خونړۍ اوږده جګړه وه. د 1916 کال د فبرورۍ په21 مه نېټه د سهار په اوو بجو او پېنځلسو دقیقو باندې جرمني د فرانسي پر لویدیځه جبهه کې یو شدید برید پیل کړ. 1500 سترو ټوپونو په منظم ډول له سهاره تر ماښام پېنځو بجو پورې د فرانسویانو په دفاعي کرښو باندې ګولې اورولې. لس میاشتې ورسته 162 000فرانسوي سرتیرې او 143 000 جرمني سرتېرې ووژل شول، خو د جګړې لومړۍ کرښه هیڅ بدله نه شوه او هیڅ ډول پرمختګ او یا شاتګ په کې رامنځته نه شو. فرانسویان په دې وتوانیدل، چې په وېرډون سیمه کې د جرمنیانو مخه د پاریس په لور ونیسي. تاریخپوهان په دې اند دي، چې د وېرډون جګړه یوه غیر ضروري جګړه وه، تر نن ورځې پورې دا جګړه یوه تاریخي نه بښونکی خطا ګڼل کیږي.
تر 1916 کال د ډسمبر میاشتې پورې هیڅ یوه اړخ پوځي بریا ترلاسه نه کړه. د پوځي جګړو محاسبو له مخي د وېرډون جګړه کې انسانان د سوون توکي په څیر وکارول شول. په 1916 کال په پسرلي کې د جرمني وسله وال پوځ لوی درستېز هیریک فون فلکنهاین تر قوماندې لاندې د فرانسي په خاوره کې د وېرډون په سیمه کې چې فرانسویانو ته یو ځانګړي سېمبولیک ارزښت درلود، د ټینګو پوځي کانکریټي استحکاماتو، د ځمکو لاندې سمیټي سمڅو او ټونلو باندې برید پیل کړ.
د جرمني برید ګر سرتېري د وېرډون په سیمه کې د فرانسویانو تر ټولو پیاوړي پوځي اډه کې له یو شمیر دفاعي کمربندونو او له سخت وسله وال مقاومت سره مخامخ شول. د ویرډون ستراتیجکه سیمه 45 کیلو متره مساحت لري. د جرمني برید ګر وسله وال چټک ځواکونه د قوي توپچي ځواک په ملاتړ د تمې خلاف خورا ورو او پڅ کړل شول. د جګړې له پیلیدو څو ورځې ورسته دا څرګنده شوه، چې په دې جګړه کې د بریدګرو سرتیرو او مدافعینو ترمنځ د قربانیانو کچه برابر ده. هره ورځ په دواړو خواوو کې په زرګونه سرتیرې وژل کیدل، د دې بېرحمه سختې جګړې د سرتیرو مرګ ژوبلې سربیره وژل شوي او ټپې شوي سرتېرې په خندقونو کې په غټو، چټلیو اوبو او ډندونو کې پراته وو، د تندې، لوږې، د موږګانو او نورو حشراتو خوراک ګرځیدلي وو. 
یو جرمن سرتېرې جوزف میګنوس ویرنر لیکي: ٬٬موږ د یوې اوسپنېزې کلا د نیولو لپاره ډېره ډېره ګرانه بیه پرې کړه، موږ دواړه خواووې د څو ورځو لپاره قصابان وو او کله چې د جبهې قوماندان او د هغه سرتېرو په وړاندې کومې وسلې چې موږ راپورته کړې وې، زموږ تر څنګه تیر شول، ما ولیدل، چې فرانسویانو هم د دې اوسپنېزې کلا د دفاع لپاره خورا ګرانه، ډېره ګرانه بیه پرې کړي ده. د دوی په سنګرونو کې د نه زغملو وړ، وژنکی غیر انساني حالت شتون درلود. د لوګیو تور ډیوالونه، په هر کونج کې د مړو سرتیرو جسدونه پراته وو، د زخمیانو ډک وحشتناکه تیاره بیړنې روغتونونه چې په کې د کلورین دارو ګنډه بویونه خپاره ول٬٬. کله چې جرمنیانو د فرانسویانو د اوسپنېزې کلا یوه برخه ونیوله، کلا ته د ورننوتلو سره په تیاره کې په سمڅو او تونلونو کې فرانسویانو د ماشینګڼو په ډزو او لاسي بمونو مقاومت کولو، په تیارو کې په یوه دوزخي فضا کې د تن په تن وحشتناکه وژونکې جګړه پیل شوه. جرمنیانو غوښتل د کلا زړه ته چیرې چې په ژوره کنده کې د فرانسویانو د جبهې قوماندان قومانداني وه، ونیسي. په دریم او څلورم د جون میاشتې د ورځو په اوږدو کې د ځمکې لاندې تن په تن جګرې دوام درلود. جرمنیانو د خپلو اور شیندونکي وسلو وکارولو سره دغه جګړه په ریښتیا سره په دوزخ بدله کړي وه، چې اغېزې د ځمکې لاندې په کانکریټي ډیوالونو او تنګو دهلېزونو کې خورا ډېر ویرونکي او هیبتناکه محسوس کیدلو. د ځمکې لاندې د ډزو او د باروټو په لوګیو ککړه هوا او فضا کې او د اوبو له کمښت سره مخامخ جنګیالیو د څو پر له پیسې ورځو لپاره یو له بل سره تن په تن جګړه کړي. د جون په اوومه نېټه د سهار په شپږو بجو د فرانسويانو یو ګارنیزیون تسلیم شو. جرمني سرتیرو وکولي شول، د ځمکو لاندې په سمڅو کې 65 متره پرمختګ وکړي. 
د وېرډون سیمې اراضي ټېټه جګه اراضي وه، چې په کې ګڼ شمېر غونډې او کلي شتون درلود. دلته سختۍ جګړې شوي. د فبرورۍ په 25 مه نېټه د فورټ ډوومونټ سیمه د جرمني سرتیرو تر سختو بریدونو نښتو ورسته ونیوله. په 1916 کال د فبرورۍ په 25 مه نېټه د دې سیمې یوه برخه نیول د جرمني امپراتورۍ لخوا د یوې سترې بریا په توګه ولمانځل شوه، که څه هم دغه سیمه او دغه بریا په پوځې لحاظ بې ارزښته او بې مانا وه. خو د جرمنیانو د خوشالۍ موخه د ویرډون جګړې د برید موخې او بریا په اړه رامنځته شوي شکونه او اندېیښنې له منځه وړل وو. د فرانسې حکومت د فورټ ډوومونټ سیمه له لاسه وتلو ورسته د ویرډون سیمې دفاع لپاره یوه نامتو پوځي دفاعي تاکتیکې کارپوه ارکانحرب جنرال هتري فیلیپ پیټېن ته وسپارله. فرانسوي جنرال پیټین له خپلو سرتېرو سمدستي وغوښتل، چې د وېرډون سیمې څخه په کلکه دفاع وکړئ او سر سخت مقاومت وکړئ، ترڅو له ګواښ سره مخ شوي محاذ ته نوي تازه دمه سرتېرې رسیدو وخت ترلاسه کړي. د نویو تازه دمو سرتیرو په رسیدو او تقویت سره فرانسویانو د جرمني بریدونو په وړاندې خپله دفاعي جګړه لا نوره ټېنګه او پیاوړي کړه. په دې جګړه کې دواړو خواوو ته لوی لوی ځانې او مالي زیانونه واوښتل. 
د لومړي نړیوالي جګړې دغه شدیدترینه لس میاشتېنۍ جګړه ٬٬ د ویرډون د وینو ژرندې او دوزخ٬٬ په نامه د اروپا په تاریخ کې ثبته شوي ده. که څه هم جرمنیانو په 1916 کال د مۍ په میاشت کې یوه بله سیمه هم ونیوله، خو په دې دواړو محاذونو کې د جرمني سرتیرو د مرګ ژوبلو ابعاد د نورو جګړو په پرتله خورا لوړ ول. د همدې کال د جون په میاشت کې جرمني پوځیانو یو بل بریالی برید د فورټ ووکس په سیمه کې ترسره کړ، خو بیا هم دغه بریا یې ناکامه شوه. د جرمني پوځي مشرتابه او لوی درستېز مجبور شول، څو نور د جرمني پوځیانو ناکامو بریدونه ودروي. د جرمني پوځي مشرتابه د ویرډون په جګړه کې سخت تر فشار لاندې راغلي وو. په 1916 کال د ډسمبر په میاشت کې فرانسوي پوځي مشرتابه هم په وېرډون کې خپل بریدونه پرته له بریالیتوب پای ته ورسول.
په ویرډون کې د ډیرو مرګ ژوبلو او ډیرو وینو بهیدلو تجربې د لومړې نړیوالي جګړې یو انځور ښیې چې د څو مترو ساحې یا ځمکې نیولو لپاره په میاشتو میاشتو جګړه او په لسګونو زرو سرتیرو وژل کیدل، د اټکل لسو میاشتو جګړو ورسته د ویرډون ښار ته ټولې نږدې سیمې د جګړې ډګر، د سوځیدلو ځنګلونو، ویجاړو ځمکو او د خټو ډکو ژورو کنډو کپرو یوه سوځیدلي سیمه او یوه ویجاړه شوي منظره تر اوسه په سترګو لیدل کیږي. دا ټول د لومړۍ نړیوالې جګړې وحشت، بې ماناتوب او لیونتوب ښیې. 
د لومړي نړیوالي جګړې اقتصادي او سیاسي پایلې:
په لومړي نړیواله جګړه کې ښکېلو خواوو ته ستر ستر زیانونه واوښتل. په لومړي نړیواله جګړه کې شاوخوا نهه میلیونه پوځیانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. په دې شمېره کې دوه میلیونه جرمنیان، نږدې 1,5 میلیونه له اتریش او هنګري څخه، 1,8 میلیونو څخه ډیر له روسیې او 460 000 د ایټالیا سرتیرې شامل دي. نور تلفات 1,3 میلیونه فرانسوي او 750,000 برتانوي سرتیري دي. شاوخوا 117,000 امریکایې سرتېرې ووژل شول. د اکثرو ټپې شویو سرتېرو د مړینې لامل د زخمونو چرک یا ناو نیولو له امله وو. د لومړې جګړې په پاې کې یوازې په جرمني کې شاوخوا 2,7 میلیونو جرمنیانو فزیکي او روحي رواني یا ذهنې معلولیت درلوده. 
په ټولېزه توګه د لومړی نړیوالي جګړې ښکېلو اړخونو په جګړه956  مېلیارډه جرمني مارک پانګونه کړي وه. له دې شمېرې شاوخوا څلویښت سلنه یوازې جرمني امپراتورۍ او لوی بریتانیا لګولي وې. د فرانسي د ویجاړو شویو سیمو بیارغونه شاوخوا 100 مېلیارډه فرانسوي فرانګ لګښت درلود. د لومړي نړیوالې جګړې سیاسي پایلې په روسیه، جرمني اتریش او ترکیه کې د سلطنتونو یا د پاچاهۍ د سقوط لامل شول. په 1917 کال کې د تزاري روسيې مشرانو واکمنۍ یا پاچا له واکه لیرې شو. په1918  کال کې د جرمني امپراتورۍ دویم ویلهم هم له واکه ګوښه شو. له هغه ورسته په 1918 کال کې د اتریش امپراتور هم له واکه لیري شو. په 1922/1923 کلونو کې د ترکیې سلطنت د ترک ځوانانو انقلاب له لورې نسکور شو. په 1921 کال کې ایرلینډ له بریتانیا څخه جلا او یو خپلواک هیواد شو. سربیره پردې فنلینډ، پولینډ، استلینډ، لیټلنډ، او لیتونیا له روسیې جلا او خپلواک هیوادونه شول. هنګري او چکوسلواکیا له اتریش هنګري څخه خپلواک هیوادونه شول. د عثماني امپراتورۍ په خاوره کې اووه نوي هیوادونه راڅرګند شول. په1917  کال کې د لومړۍ نړیوالۍ جګړې پر مهال د امریکا متحده ایالاتو د لومړی ځل لپاره د اروپا په سیاسي چارو کې لاسوهنه وکړه. امریکا له یوه لنډ مهاله شاتګ ورسته د دویمې نړیوالي په ترڅ کې د نازي جرمني پر وړاندې په بریا کې بیا خپل نړیوال حضور ثابت او څرګند کړ او د نړۍ یو ځواکمن زبر ځواک هیواد وګرځید. همدارنګه په اروپا کې ټوټالېټر یا مستبد فاشیتي رژیمونو رامنځته شول. د لومړي نړیوالې جګړې له امله د مستبدو او استبدادي رژیمونو راڅرګندیدو سره په اروپا کې اقتصادي او سیاسي ګډوډي رامنځته شوه. په1917  کال کې د روسیې سور انقلاب سره راپورته کړ. په 1922 کال کې بیا ایټالیا کې د موسولیني په مشرۍ فاشیتي رژیم سر راپورته کړ. په1933  کال کې کله چې هیټلر په جرمني واک ترلاسه کړو، د جرمني عروج باندې مهر ولګول شوه، جرمني بیا د هیټلر په سر مشرۍ کې د دویمې نړیوالې جګړې لامل وګرځیدله.
پرته له شکه لومړۍ نړیوالې جګړې د اروپا د عصري کولو لاره نوره ګړندۍ او را لنډه کړه. خو لومړني نړیواله جګړه د شلمې پیړۍ لومړنې خونړی ناروین و. دغه پیړۍ د سترو جګړو، د سترو وینو تویولو، د سترو تاوتریخوالو، د سترو بېسارو وحشتونو او د ملکي خلکو د سترو بې ځایه کیدولو پیړې وه. دې جګړې شاوخوا د 17 میلیونو سرتېرو او ملکی وګړو ژوند واخیست. د اروپا لویه برخه یې ویجاړه کړه او په پایله کې ناحل شوې ستونزې همداسي نا حل شوي په ځاې پاتې شوې، چې نورو تاوتریخواليو ته یې لاره هواره کړه او وده ورکړه. نه یوازې د دوېمې نړیوالې جګړې د و حشتناکو کړنو او جګړو لامل شوې، بلکې په شلمه پېرۍ کې فاشېږم او کمونېزم ایډیالوجي ته یې هم وده ورکړه او د ختیځ او لویدیځ ترمنځ د سیستماتیکي سیالۍ ډګر ته ورتګ د لومړۍ نړیوالې جګړې پرته په بل شي کې نشي تشریح او درک کیدلې. 
په 1919 کال کې د پاریس (Versailles) د ورسڅاۍ سولې تړون د پاریس د سولې په کنفرانس کې د متحدینو او متفقینو لخوا لاسلیک شو. په 1918 کال کې که څه هم جګړه په پراخه کچه درول شوي وه، خو رسمآً لومړي نړیوالې جګړې لا دوام درلود. په1919 کال د جون په 28 مه نېټه د ورسڅاۍ د کنفرانسونو په تالار کې د ورسڅاۍ تړون لاسلیک کړ. اکثرو جرمني سفیرانو او استازو دغه تړون د سختو شراېطو وضع کولو له امله جرمني ته یو تحقیرونکي او ذلیلونکي تړون وبللو. دوی دغه تړون د سختو اعتراضونو په حالت کې لاسلیک کړ. دغه تړون 1920 کال کې د جنوري په لسمه نېټه نافذ شو. 
په 1918 کال کې د نوامبر په یوولسمه نېټه لومړي نړیواله جګړه هغمعال پای ته ورسیده، کله چې د جرمني امپراتورۍ استازی ماتیاس هریڅبرګر په مشرۍ د اوبند کمیسیون کې د پاریس په شمال کې د کمپیګن په ځنګل کې د اوبند تړون لاسلیک کړ. 
په 1919 کال کې د جون په28  مه نېټه د ورسڅای تړون د 231 ارټېکل له مخې 26 هیوادونو یا متفقینو او نورو اړوندو دولتونو او قدرتونو د جرمني امپراتورۍ او د جرمني متحدین د لومړې نړیوالي نړېوالې جګړې مسوول وګڼل شول، ملامت ګڼل شول او د جګړې مسوولیت او خرامات یې په غاړه واخیستل.
د تاریخ په پاڼو کې ښایې داسي لیکلي شوي، چې جګړه پای ته ورسیده، پرته له دې چې د جګړو او جبهو په کرښو کوم بدلون رامنځ ته شوي وي. خو لومړۍ نړیواله جګړه پای ته ورسیده. د 1916  کال په پای کې د ویرډون د جګړې بیلاس دواړو خواو ته ټولټال 800 000 مړه او ټپیان پاتې شول. دا هغه څه چې د جرمني او فرانسي ترمنځ د میراثې دښمنې بنسټ ته لاره هواره کړه، خو بالاخره همدغه وژنې د پخلاینې سېمبول هغمعال وګرځیدلې، کله چې د 1984 کال د سپټمبر په22  مه نېټه د ویرډون په سیمه کې د فرانسې ولسمشر فرانسوا میټرا او د جرمني چانسلر هیلموټ کوهل ترمنځ یو بل ته د یوې تاریخي شیبې او سیمبولیکې نښې په توګه د روغې جوړې او د دوستۍ لاس اوږد کړ.
په لویدیځ کې هېڅ نوي بله کومه خبره نشته.
پاې