له هیواده وتل او مهاجر کیدل، د دغو ورځو ډیرمعمول شوي اصطلاحات دي. داچې اوسني مهاجر اکثریت جبري، سیاسی او اقتصادی مهاجر دي، نو ورته تبعیدیان هم ویل کیدای شی. لومړی به د دې په اصلی مفهوم باندې پوه شو:
مهاجر(Migrant ) هغه څوک دى چې خپل هېواد يې پريښى وي يا له يوه بل هېواد څخه چې هلته يې ډېر کلونه ژوند کړى وي، غواړي موقت یا دایم يو بل هېواد ته ولاړشي.
په دیموګرافی او د نفوسو تحلیل( Demography & Population Studies)کې مهاجرت د نفوسو د حرکاتو(مړینواو تولداتو) ترڅنګ یو حرکت دی، چی وګړشمیرنې کې په پام کې نیول کیږي او په یوه سیمه کې دوګړو په شمیر سیده اغیز لري. دا حرکات له پخوا څخه په نفوسو کې لیدل کیدل، خو نن ورځ یې سیاسی او ټولنیز مفهوم ترلاسه او د نن ورځې یوه لویه ستونزه ګرځیدلې ده. هغه کسان چې له خپل اصلي ټاټوبي څخه د یوه مجبوریت له مخې وځي او یوبل هیواد کې د اوسیدو غوښتنه کوی، هغه ته seeker Asylum پناه غوښتونکى وایي. مهاجرمنونکی دولتونه هغه مهال د پناه ورکولو پرېکړه کوي، چې مهاجر دخپلې ستونزې حقيقت ووایي. کله چې يو مهاجر د پناه اخيستونکي په توګه منل کېږي، تر یووخت پورې د کار اجازه او د مسافرت حق نه لري، خو کله چې قانوني مراحل بشپړ شي ، بيا نو دکار، سفر او نوروحقونو څخه برخمن کېږي. پنا اخیستنه له ۲۰۰۰م. کال راوروسته ستونزمنه شوه، ځکه چې د مهاجرتونو بهیر، خصوصاً اروپآ، استرلیا او امریکاته ډیر زیات شو. باید هیره نه کړو چی یوه بله اصطلاح هم معموله ده چی هغی ته بی کوره(Refugee) وایی، نو دا څه ده؟
Refugee هغه څوک دى چې په زور سره له خپل هېواد څخه ايستل شوى وي، يا هم د ځانګړو شرايطو له مخې اړ شوى وي، چې له خپل هېواد څخه ووځي. يوه نړيوال قانون د بې کوره مهاجر ( اواره ) تعريف داسې کړى دى: اواره /بې کوره هغه څوک دی چی دډیر فشار او مجبوریت له مخې له خپل هیواده وتلی وي. دغه قانون ته د جينوا کنوانسيون وايي، چې د نړۍ ١٩٤ هېوادونو هغه لاسليک کړى دى، دغه قانون ليکي چې :
( مهاجر/ بی کوره /آواره هغه څوک دی چې د يوې څرګندې ويرې او ګواښ له مخې تاوتريخوالي سره مخامخ وي او د يوه ځانګړي قوم او نژاد، ځانګړي دين يا مليت له مخې يا په يوه ټولنيزه- سیاسی ډله او ګوند کې د غړيتوب له کبله يا د يوې ځانګړې سياسي عقېدې له کبله اړ شوي وي چې له خپل هېواد څخه بهر بل هېواد کې ژوند وکړي، يعنې هغه ونشي کولاى د پورتنيو شرايطو په لرلو سره په خپل اصلي هېواد کې ژوند وکړي او خپل امنيت څخه ډاډمن نه وي. يا هغه څوک چې دمربوطه هیوادتابعيت نه لري،خو بهر کې اوسېږي او نه غواړي خپل هېواد ته ستون شي ( د آوره اوبې کوره مهاجر و د قانون ١١٩٥١ ماده ).
د جېنو کنوانسيون دملګرو ملتونود حمایت لرونکی دی. يو شمېر هغو هېوادونو چې دغه تړون نه دى لاسليک کړى، هم مهاجر مني. مثلاًايران، ماليزيا او ترکيه. که چېرې کوم هېواد د مهاجرينو لپاره کوم قانون ونه لري، نو دوى نړيوالو بنسټونو ته دفعالیت اجازه ورکوي، په دې ډله کې يو هم د مهاجرينو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنري ده. دې برخه کې د اروپایي هیوادو بله قانونی مرجع او سند(convention Dublin د دوبلين کنفوانسيون) دی چې ليکي: هر هغه څوک چې لومړني اروپايي هېواد ته ننوت، بايد دپناه اخيستو غوښتنليک ورکړي، که د اروپا بل غړي هېواد ته ننوت، لومړني هېواد ته به ولېږل شي. دپنا اخیستو مراحل او شرایط هر هیواد کې فرق کوي. اوسني وخت کې کاناډا او المان مهاجرمني، خواسترلیا د زیاتو مهاجر منونکی هیواد په توګه شرایط سخت کړی دي.
پخوا حکومتونود Asylum لپاره د ملاتړ او حمايت پروګرامونه لرل، په تېره بيا هغو کسانو ته چې ځانونه يې اصلی وطن کې په خطر کې وو، يا به یې په ډېروبدو شرايطو کې ژوند کاو، خو اوس دپنا اخیستو تقاضا ډیره زیاته شوې ده، قوانینو تغییر کړی او سخت شوي دي. پخواخطرناک حالت کې د پناه اخيستو لپاره ويزه هم نه وه، اوس چی مهاجر زیات شول، مهاجر منونکی لازم اسناد غواړي. مهاجروروسته تر داخلیدو د یوې مودې لپاره "کمپ" کې انتظارکوي ترڅو چې "هایم" ته انتقال او بیا یی د اقامی کارت، بانکی کارت، د بیمی کارت او نور اسناد تکمیل شی، وروسته تر دې پروسې کور او کار ورکول کیږي. په غیر قانوني او قاچاقي ډول راغلو خلکو سره سخت قانوني چلند کیږي او ممکن دا یو سهولت هم ورته برابر نشي. مهاجر ته پناه هغه وخت ورکول کېږي، چې ژوند ته يې ګواښ وي، که هسې د ښه ژوند په موخه وتلي وي، نو پناه به ورنه کړل شي. پردي وطن ته تګ ستونزې لري.مهاجر باید ځانته د مهاجرت کیس( case Asylum )جوړ کړي، نو دا کیس څه دی؟
case Asylum ته د پنا غوښتونکي دوسيه هم وایی. کله چې يو مهاجر د پناه اخيستو غوښتنليک سپاري، بايد مربوطه مقاماتو ته قانع کوونکي دلايل ووايي، يعنې ستونزه ثابته کړي. دوى بايد شواهد او سند ولري، خو دا دومره ساده نه ده لکه چې فکر کیږي. کله چې دوى د کيس يا دوسيې خبره کوي، نو معنا يې داده ، چې لازم راپورونه او شواهد هم له ځان سره لري. هغه کسان چې په غیرقانوني لارو قاچاقي بل هیوادته دمهاجر په توګه ځي، هغه ته Migrant Irregular ناقانونه مهاجر وایي. دوی بې ويزې، بې سنده او بې پاسپورته دي، ځنې وخت ورته پټ شوي مهاجر هم وايي، چې ممکن ډیر سرګردانه شي. په دې توګه باید موږ د مهاجرت قوانینوسره آشناشو.
تقریباً ټول هیوادونه د مهاجرت اړوند قوانين Migration laws لري، دغه قوانين کېداى شي، له يوه هېواد څخه تر بل پورې توپيرولري. قانونی مهاجرپه معمولي ډول کومې ستونزې سره نه مخامخ کېږي، خو که قاچاقي او غیر قانوني مهاجر پوليس ونيسي، ممکن وايستل(دیپورت) یا ممکن بنديان یا هم جريمه شي. اوسني وخت کې زیات مهاجر په ترتیب سره؛ د سوریې، عراق، پاکستان، افغانستان او فلسطین دي. ترټولو زیات جعلی او غیر قانوني مهاجر پاکستانیان دي. ډیر مهاجر د ترکیې، ایران او پاکستان له لارې اروپا او امریکا ته تللي دي.
یو شمېر نور هغه اصطلاحات چی مهاجر او مهاجرت سره اړه لري:
Assisted Voluntary Return داوطلبانه راستنېدل : کله چې مهاجر او بې کوره شوې ونشي کولاى چې يوه بهرني هېواد کې ژوند وکړي( له دې امله چې کوربه هېواد غواړي دوى بېرته خپل هېواد ته ورستانه کړي يا دا چې مهاجر هلته ځانته ښه کار پيدا کړى نه وي)، نوغواړي چې بېرته خپل هېواد ته ستون شي، دغه ډول داوطلبان کولاى شي چې له کوربه هېواد څخه يا د مهاجرت له نړيوال سازمان څخه د مرستې غوښتنه وکړي، ممکن دوى ته د ټکټ لګښت هم ورکړي، يا یې ممکن ورنه کړي. ځينې وخت مهاجرينو ته د مهارتونو د زده کړې شپږ مياشتنى حرفوي کوروسونه دايريږي، ترڅو خپل هېواد ته ترستنېدا وروسته ځانته يو کوچنى کاروبار پيل کړي.
Deportation / forced Return اخراج: له يوه هېواد څخه د مهاجرجبري ايستل دي. دا وضعيت هغه مهال پېښېږي، چې يو څوک له کوربه هېواد څخه وتلو ته اړ شي، کله چې د کوربه هېواد حکومت ډاډه نه وي او باور ونه کړي چې د مهاجر ژوند په خطر کې دى، نو داوسيدو اجازه نه ورکوي، يا هم که چپرې مهاجر هلته کوم جرم ترسره کړي او د تابعيت حالت يې هم لا معلوم نه وي ، نو په داسې حالت کې مهاجر په راتلونکي کې خپل د پناه هنده ګۍ غوښتنليک ورکړى وي، هغه هم ايستل کېداى شي، آن دا چې که د غه ډول کسان له يوه هېواد څخه بل ته ځي هم ايستل کېداى شي، مثلاً ډېر خلک له ايتاليا څخه يونان ته يا له يونان څخه ترکيې ته دتګ پرمهال ايستل شوي دي.
Detention نيول کېدل : د ناقانونه مهاجر پوليسو ته په لاس ورتلل دي چې کټ مټ لکه د بندي کېدو په شان دي. هغه څوک نيول کېږي، چې غواړي پرته د داخلېدو له اجازې څخه يوه هېواد ته ننوځي، يا هغه چا چې د اوسېدو لپاره غوښتنليک ورکړى وي، خو غوښتنليک يې منل شوى نه وي، نو په دې ډول حالت کې پوليس دغه ډول کسان بېرته راشړي. په استرليا کې د نيول شويو لپاره د اوسېدو کمپ په لرې سيمه کې داسې ټاپوګان دى، چې د سمندر په منځ کې واقع دي، چې غير قانوني مهاجر ٣-٤ کلونه هلته ساتل کېږي. اروپا يي هېوادونه د نيول شويو لپاره مرکزونه لري، چې د همدغې موخې لپاره دي. د اروپا په قوانینو کې راغلي دي چې ١٨ مياشتې تر ټولو هغه اوږده موده ده چې د هغې په ترڅ کې يو څوک په دغه ډول مرکزکې ساتل کېږي، دلته خوراک او روغتيايي شرايط نا سم وي، يو څو نور سخت شرايط لري، د بېلګې په توګه مهاجر نه شي کولاى پايواز ولري او چاته تېلفون نشي کولاى، غربي هېوادونو د ديرش – څلوېښتو پخوا کلونو په پرتله اوسني وخت کې له پناه غوښتونکو سره چلند سخت کړى او يو شمېر هېوادو د مهاجرتونو قانون هم بدل کړى دى.
Family reunion کورنۍ سره يوځاى کېدل : هغه دکورنۍ مشرچې ومنل شي، د کورنۍ غړي یې کولاى شي ورسره يو ځاى شي، کولای شي مېرمن، اولادونه او کوژدنه ځانته وغواړي. په ځانګړو شرايطو کې پلار، مور، ورور، خور او وراره چې خپل هېواد کې کوم بل خپلوان ونه لري، چې د دوى ساتنه وکړي، ډېر زاړه یاماشوم خپلوان هم دې ډله کې راتلاى شي، دوی به اول وکیل نیسی.هغه منل شوی مهاجر چې لوى کور او پوره اندازه معاش ولري، آسانه دکورنی غړی راغوښتلای شی.هغوی چې صرف يو کلنه ويزه ولري يا د اوسېدو هيڅ اجازه ونه لري نشي کولاى چې د خپلې کورنۍ غړي راوغواړي، که د چا په اروپايي هېوادو کې خپلوان وي او ده د پناه هنده ګۍ غوښتنلک ورکړى وي، په تېره بيا که چېرې د زيانمن کېدو وړ اقليتونو څخه وي، نو هغه کولاى شي چې د اسې يوه هېواد ته ولاړ شي چې د کورنۍ غړي يې هلته وي، خو معمولاً اروپايي هېوادونه دغه ډول غوښتنليکونه نه مني او ورته پاملرنه نه کوي.
Foster Family کوربه کورنۍ : په دې وروستيو کې ګڼ شمېر ستونزو ماشومان هم کډوالي او مهاجرت ته اړ کړل. که يو ماشوم چې ١٦ کلنۍ څخه کم عمر ولري او په يوازيتوب ځان اروپا يا استرليا ته ورسوي، ممکن هغه داسې يوه ځاى ته بوتلل شي، چې هلته د کوربه هېواد له کورنيو سره يوځاى ژوند وکړي، حکومت هغو کورنيو ته يوه اندازه پيسې ورکوي چې غواړي دغه ډول ماشومان وساتی، دې ته کور به کورنۍ ويل کېږي.
Labor migrant کارګر مهاجر : هغه کسان چې د کار لپاره نورو هېوادو ته ځي. يوشمېر هېوادونه چې بشری ځواک ته اړتيا لري، کارګرو مهاجرو ته ويزه او د کار جواز ورکوي، د خليج هېوادونه هر ډول کارګرو مهاجرو ته اړتيا لري، خو اروپا او استرليا يوازې هغوپنا غوښتونکو ته ويزه ورکوي، چې دکار لپاره ستندرد او لازم مهارتونه ولري، لکه داکتر، انجنير د معلوماتي تکنالوژۍ متخصص او نور.د استرليا حکومت په خپل رسمي ويبسايټ کې يو لېست درلود چې دپام وړ کارګران یې ښودل، په دې توګه دغو هېوادو ته دا مهمه ده چې د لوړ کيفيت لرونکي بهرنيان قبول کړي.
Passport پاسپورت : هغه سند چې دهغه په لرلو سره يوڅوک کولاى شي چې له يو هېواد څخه بل ته ولاړ شي، له بلې خوا د پاسپورت لرونکي شخص پېژندنه هم کوي اودا څرګندوي چې ايا د پاسپورت لرونکى د کوم هېواد تابيعت لري. هر سوداګر، سیاح، محصل یا بل هر مسافر د دې حق لري چې هغه هېواد ته بېرته راستون شي چې د هغه پاسپورت لري. پاسپورت په رسميت پېژندل شوى سند دى. دا هغه سند او مدرک دى، چې د پاسپورت لرونکى خپل مليت او د تابيعت لرونکى هېواد پورې تړي.
Readmission agreement د بېرته منلو موافقه ليک: کله چې يو هېواد وغواړي چې مهاجر يوه بل هېواد ته واستوي ، نو تصميم نيوونکي هېواد بايد له هغه بل هېواد سره چې د غه مهاجر ور استوي، يو تړون لاسليک کړي. افغانستان نورو هېوادو ته دا اجازه ورکوي، چې مهاجرافغان بېرته راواستوي، ان دا چې که يو افغان په دغه بل هېواد کې زېږېدلى هم وي او همالته ستر شوى وي، لکه په ايران او پاکستان کې؛ دوى افغانستان ته بېرته راتلای شي، خو دنړیوالو قوانینو له مخې ايران او پاکستان نشي کولاى، په زور سره مهاجر له خپلو هېوادو څخه راواستوي، په تېره بيا په داسې حال کې چې د مهاجر ټوله کورنۍ په ايران يا پاکستان کې وي. يو شمېر نور هېوادونه کولاى شي مهاجر بېرته هغه هېواد ته ورستانه کړي چې له هغه څخه ورغلي وي.
Residence permit د اوسېدلو جواز : د اوسېدلو لپاره بېلابېل جوازونه شته ، مهاجر ځان سره داسې اسناد لري، چې د مهاجر منونکو هېوادونو له خوا دوى ته ورکړل شوي دي، او کوربه هېواد د دغو اسنادو په ورکولو سره دوى ته اجازه ورکوي چې د دوى په هېواد کې واوسېږي، دا د خلیج هیوادوکې ډیر لیدل کیږي.
Smuggler (people ) دانسان قاچاقچي: هغه کسان چې د پيسو په اخيستلو سره مهاجرت کوونکی غیرقانونی لیږدوي. دوى وګړي پرته له قانوني اسنادو د هېوادونو له پولو تېروي، ځينې وخت جعلي پاسپورتونه ورته جوړوي، ځينې وخت سم او قانوني اسناد له سره جوړوي او لاس پکې وهي. په دوى کې يو شمېر خپلو هيلو ته رسېږي، خو ممکن څو کاله وروسته بېرته راوشړل شي، يا هم ممکن اوبو کی ډوب شی، یا له رسیدو وروسته څو کلونه پرته له اجازه ليک څخه ژوند وکړي، يو شمېر نور ممکن له ډېر لګښت سره سره بيا هم ونه رسېږي، او زياتره دوى د قاچاقبرو له يوه لاس څخه بل ته او له بل څخه بل ته استول کېږي، ټول شته يې له لاسه وځي اوځينې وخت به ووژل شي.
Trafficker (people ) سړي تښتونه : د مهاجرت په بهیرکی یوه ډیره بده پېښه ده. قاچاقبران خلک تښتوي ، زياتره وختونه دوى خلک وهي ټکوي او له کورنيو سره يې اړيکې نيسي او پيسې ورڅخه غواړي، دوی زياتره نجونې، هلکان او ښځې په بدو خلکو پلوري او د بد اخلاقۍ په مرکزونو کې يې خرڅوي، ځينې وخت په خلکو باندې په زور کار کوي، دا د نا مشروع عوايدو سرچينه پېژندل شوې چې نړيوال پوليس يې په کلکه تعقيبوي.
(UNHCR) د مهاجرينو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کميشنري: ملګرو ملتونو پورې تړلې اجنسي ده چې د مهاجرو د ساتنې او څارنې چارې پرمخ بيايي. دغه اداره ډېر واک نه لري، خو له حکومتونو سره د ګډ کار لپاره اړيکې ساتي. کله چې حکومتونه د مهاجرو په هکله کوم قانون ونه لري او پناه اخيستونکى، بې کوره شوي خلک او مهاجرين مرستو ته اړتيا ولري، نو UNHCR د پنا غوښتونکي غوښتنې تر کتنې لاندې نيسي. کله چې ورانوونکي جګړې پېل کېږي، او ډېر خلک له خپلو سيمو څخه تښتي، دغه سازمان ورته کمپونه جوړ، خيمې اوروغتيايي چارې او خوراکي توکي ورته برابروي. یونچارد مهاجرو او پناه غوښتونکو او بې کوره شويو خلکو په چاروکې د حکومتونو په تدابيرو هم څارنه کوي.
Visa ويزه : هغه مهر شوى کاغذ دى چې د پاسپورت په يوه پاڼه باندې لګول کېږي، دغه مهر او کاغذ معمولاً د يوه ټاکلي وخت لپاره اعتبار لري ( له څو ساعتونو څخه تر يوه کال پورې )وي. د بېلګې په توګه ممکن دغه مهر يو چاته اجازه ورکړي چې يوه مياشت يوه هېواد کې ميشت شي، خو تر دريو مياشتو پورې يوه بل درېيم هېواد ته د رسېدو پورې استفاده کولاى شي. اوس آنلاین ویزې هم شته. ممکن يوه ويزه د يو څو ساعتونو لپاره اعتبار ولري، ( مثلاً د هغه چا لپاره چې غواړي له يوه هېواد څخه بل ته ددغې مودې په ترڅ کې تېر شي) ځينې ويزې د يو ځل د خولي لپاره وي، يعنې کله چې يو څوک يو ځل په دغه ويزه يوه هېواد ته داخل شو اوبيا بېرته ووت، نو د بل ځل لپاره نشي کولاى چې بيا په همدغه ويزه ورشي، سره له دې که د ويزې د پوره کېدو لپاره څو ورځې پاتې هم وي، ځينې ويزې د څو څو ځله تګ راتګ لپاره وي، يعنې تر هغو چې ويزه اعتبار لري، د هغه لرونکى ورباندې مربوطه هېواد ته تګ راتګ لپاره وي، يعنې تر هغو چې ويزه اعتبار لري، د هغې لرونکى ورباندې مربوطه هېواد ته تګ راتګ کولاى شي، د بېلګې په توګه د محصلانو او زده کوونکو لپاره ويزه چې د تحصيل د يوې ټاکلې دورې لپاره وي او په دغه موده کې دغه محصل ور څخه استفاده کوي، سياحتي ويزې له يوې مياشتي نيولې تر درې مياشتو پورې وي، د سياحتي ويزې د اخيستو لپاره بايد د اوسېدو لپاره پوره پېسې ولري، اودا هم بايد ثابته شي چې وروسته له سياحت څخه له نوموړي هېواد څخه بېرته خپل هېواد ته ستنيږي. معمولاً د سياحتي ويزې لپاره بلنليک ته اړتيا ده، د يو خاص شخص لخوا او انفرادي بلنليک ډېر لږ اعتبار لري، خو له حکومت اوکوم انستيتيوت او موسسې څخه بلنه ډېر اعتبار لري.د عالی تحصیلاتو لرونکو، متخصصو او د سوداګرو لپاره هم جلا ويزه شته ، ددغه ډول کسانو دکورنۍ غړي هم کولاى شي د ويزې غوښتنه وکړي، خو د ډېرلګښت غوښتنه کوي. که ویزه کې لاسوهنه وشي، خاوند یې د پوليس له خوا زندان ته اچول کېږي،
Work permit د کار جواز : داسې يوه پاڼه ده چې يو چاته په يوه هېواد کې د کار کولو اجازه ورکوي، د کار د جواز په لرلو سره يو څوک د پوره حقوقو او امتيازاتو لرونکى پېژندل کېږي، په اسانه د يوه کار دترسره کولو قرارداد کولاى شي، او د حکومت له دغه کار اوعايد څخه يې ماليه اخلي، خو که دغه کار کوونکي ژوبل شي يا ناروغ شي نو بيمه هم لري، درسمي کار لرونکي دتقاعد پرمهال خپل د تقاعدي امتياز اخلي، که څوک پوره پيسې ونه لري حکومت له دغو مالياتو څخه د هغه لپاره دده د کور کرايه هم ورکوي او څه د اړتيا وړ مرستې هم ورسره کوي.
یادونه: الله پاک دې څوک نه مجبوروي چې مهاجر شي، مهاجرت سرګرداني ده. خدای دې افغانستان کې داسې حالت او ښه ورځ راولي چې ټول هیوادوال بیرته پلرني ګران وطن ته راشي. خپل وطن ګل وطن. وطن په خلکو ښه ښکاري، وطن په تعلیمیافته خلکو اباد وي. خدای دې افغانانو ته د اتفاق او خپل منځ کې د وروری ژوند ور په برخه کړي. (آمین).