( 1 )

دازغیو په مالت کې زه او ګل
سر نه تېر یو محبت کې زه او ګل
د شبنم او د زمزم په اوداسه
د الله په عبادت کې زه او ګل
خاورې کیږو که نن دلته په یو ځای
را پا څیږو به جنت کې زه او ګل
اوربلونه مو ښائیست ته دي محتاج
سکه وروڼه نزاکت کې زه او ګل
نه دینار مو اخیستی شي نه مو زر
برابر یو په قیمت کې زه او ګل
له (حاتمه ) که یو کم په شتمنۍ
خو کم نه یو سخاوت کې زه او ګل
په جامه کې د یوبل نه مختلف
سره ورته حقیقت کې زه او ګل
د ښکلا قاتل استازی د اسمان ؟
یو تر ننه په حیرت کې زه او ګل

۲۰۰۸ /فبروري/۲۸
پېښور

               ( 2 )

که د ژوند د هنګامې غم راسره دی
داپه دې چې د هغې غم راسره دی
انقلاب ته خو یو رنګ هم پاتې نه شو
د وطن د ترانې غم راسره دی
هسې نه له کړکۍ پورې هیڅ هم نه وي
د آخرې خاتمې غم راسره دی
زړه لرم چې پکې نغښتی کاینات دی
جاګیردار یم د بنګلې غم راسره دی
سترګې څنګه د خالق سترګو کې ځای کړم
عین د هاغې مرحلې غم راسره دی
کیمیاګرو زهر وکرل په زمکه
د ګلابو د وږمې غم راسره دی
چینارونه څه ، چې غرونه پاتې نه شول
د مرغیو د دمې غم راسره دی
په جومات او په مندر کې بم الوزي
مسلمانه ! د کعبې غم را سره دی
د انګورو اوبه نشته تاته ګورم
بلانوش یم د نشې غم را سره دی
یو د خپل ځان پکار نه راځم عامره
نور د ټولې زمانې غم راسره دی

۲۰۰۹/فبروري /۲۸
پېښور