نجیب عامر

 

که تړلی په زنځیر نه یم ملګرو

خو بې ځایه هواګیر نه یم ملګرو

فیض لرم خو نه یې وېشم مه رادرومئ

رسېدلی یم ، خو پیر نه یم ملګرو

سل ار مانه مې نیمګړی نیمه خوا دي

لاس مې تش دی خو فقیر نه یم ملګرو

چې واکدار د سرو او سپینو د و‌طن وي

د پاچا هاغه وزیر نه یم  ملګرو

د بنګړو غوندې نازک یمه ما تېږم

زه مضبوط لکه شاهتیر نه یم ملګرو

غم خو دادی چې مې غم د خلکو وژني

زه د ځان په غم زهیر نه یم ملګرو

بیا نو ولې درست و‌طن را باندې تنګ دی

ددښمن هیواد سفیر نه یم ملګرو

څوک به ولې فالنامې راپسې ګوري

زه د چا د خوب تعبیر نه یم ملګرو

۲۰۰۹/فبروري/۲۳

          پېښور