(د سياسي علومو  د دوکتورا د څانګې د وروستي کال محصل)

سعودي عربستان کم له کمه دمګړۍ نه غواړي تر دې زيات د امریکا او په ځانګړي ډول د بايډن ادارې ته د چاپلوسي په اراده تر دې لا نور ټيټ او په خاپوړو شي او په خپل وروستي اقدام یې چې د OPIC+ هېوادونو په چوکاټ کې یې ترسره کړ نړيوال بازار ته د تېلو د عرضه کولو اندازه يې په ورځني ډول ۲ میليونه بوشکې راکمه کړه چې دې تصميم په نړيوال بازار او په ځانګړي ډول د امريکا په متحده ايالاتو کې د نفتو د بيو د لا نورو لوړېدلو لامل شول او دا چاره د بايډن په ادارې باندې د خپلو خلکو لخوا د لا ډېر فشار لامل شوې ، نو متقابلاً د امريکا ولسمشر بايډن يې غوسه کړ او د سپينې ماڼۍ وياند جان کربي (سي اين اين ) تلويزيوني شبکې ته وویل : بايډن به د حقوقي چارو له څېړونکو سره وګوري او د امريکا او سعودي عربستان د اړيکو په برخه کې به له سره غور وکړي او زياته یې کړه چې په دې کار سره سعودي ځان د روسيې په لورې ورکوږ کړی دی.

که څه هم د نفتو د کمو صادرولو  پلان لا تر اوسه عملي شوی نه دی خو د امريکا په بازارونو کې د تېلو بيې  لا له وړاندې لوړې شوې او د بايډن په اداره باندې د خلکو باور ورځ تر بلې کمېږي ، د پراخې قيمتي لامل شوی دی او د بايډن او دده د ګوند لپاره د راتلونکي نومبر په مياشت کې د کانګرېس په ټاکنو کې د خطر زنګ کېدلای شي.

نو چې  پلان د اعلان او د چمتووالي په مرحله کې د امریکا په پلازمینه کې د سختې ناخوښۍ لامل شوې، وروسته به څه پېښېږي ، معلومداره خبره ده چې واشنګټن پوهیږي چې د نفتو د تولید کمښت به یقینا د نړۍ د تیلو نرخونه ډېر اغیزمن کړي.  همدا لامل و چې بايډن نور د خبرو او منطق له کارولو لاس واخيست او په ډېره تونده لهجه یې د سعودي عربستان پر وړاندې غبرګون وښود.

د دې پر ځای چې د خبرو اترو مېز ته کښېني او پر متقابلو ګټو او ډیپلوماټيکه ژبه خبرې وکړي ، سپینې ماڼۍ د ګواښونو او دیکتاتوري ژبې ته مخه کړه.  د سعودي عربستان، کویټ او متحده عربي اماراتو دولتونه د امریکايي چارواکو تر سخت فشار او الټيميټمونو لاندې راغلي دي.

د امريکا د سنا ديموکرات مشر باب منندز وويل چې له سعودي سره دې په اړيکو دې له سره غور وشي، وسلې پلورل دې پرې ودرول شي او سعودي یې په دې تورن کړ چې د روسيې په طرفداري د اوکراين د جګړې ملاتړ کوي.

د کانګرس غړي رو کنا غوښتنه وکړه چې بایډن دې د سعودي عربستان پاچا ته پنځه ورځې وخت ورکړي چې د تولید کمولو خبره بیرته واخلي. که داسې ونه شي، نو امریکا دې  په سعودي  د الوتکو لپاره د پرزو پر اکمالاتو بندیز ولګوي.

خو ریاض وايي چې دا تصميم یې د خپل هېواد د اقتصادي ګټو په چوکاټ کې نيولی دی او هيڅ سياسي اړخ نه لري او نه هم ددې مانا لري چې سعودي عربستان دې له روسيې سره همغاړی شوی وي ، خو امريکا وايي چې د تېلو په کمبود سره به روسيه وکړای شي په اقتصادي ډول په پښو ولاړه پاتې شي او د ناټو او امريکا هغه هدف چې د روسيې په اقتصادي ډول ماتول دي عملي نشي.

ياده دې وي چې د نړۍ د انرژۍ بازار له څو میاشتو راهیسې  بيخې به بد حال او مخ په ځوړ روان  دی او دا هر څه د بايډن د ادارې او د هغې د اروپايي متحدینو بې غوري او سرتمبګي ده.

همدارنګه هغه لاملونه چې ولې سعودي د امريکا له ملګرتيا د اوس مهال لپاره يو څه لاس اخيستی دی ځينې یې په لاندې ډول هم په لنډ ډول تشريح کولای شو.
۱- د سعودي او امريکا د توافق اساس په دې دی چې نفت د امنيت په مقابل کې يانې سعودي به نفت ورته مهیا کوي او په مقابل کې به یې امريکا نظامي ملاتړ کوي. خو په وروستيو کې سعودي چارواکو په زغرده ویلي چې دا اتحاد نامتوازن شوی دی، له ايران سره د اتومي هوکړې پرسره خبرې، په یمن په جګړه کې د سعودي حضور، او د امريکا له سعودي څخه قوي نه ملاتړ ټول ددې مانا ورکوي چې نفت د امنيت په مقابل کې هوکړه بيخي نامتوازنه شوې ده.

۲-  د سعودي ځوان وليعهد محمد بن سلمان چې د تيلو له درکه یې په سلګونو میليارده ډالر ذخيره کړي او لا نور هم په پريمانه اندازه له همدې لارې عايد لري غواړي چې په سيمه او ټوله نړۍ کې د نفوذ خاوند او د شان وشوکت مهم واکمن واوسي له فرانسې، برتانيا او جرمني او همدارنګه په سيمه کې له لوی رقيب ترکیې سره وروستۍ نرمې اړيکې یې ددې ښکارونديي کوي چې غواړي مستقلانه عمل وکړي او ګويا په يو ډول ښيي چې هغه هېوادونه چې غواړي له سعودي سره ښکر اړم کړي دوی هم کولای شي خپل زور څه نا څه ور وښيي.

۳- له بل پلوه د سعودي عربستان خپل اقتصاد هم له دې څو مياشتو راهيسې هغسې نه ځلېږي لکه پخوا ، نو له دې لارې غواړي د تېلو په لوړه بيه پلور سره ډېره ګټه وکړي او خپل اقتصاد کمزورې شوې برخې پرې ورغوي.

۴-  څلورم دا چې د پارس خليج  د حوزې ټول هېوادونه غواړي چې په متوازن ډول د امريکا او روسیې تر منځ نږدې او مساوی اړيکې وساتي نو نه غواړي چې روسيه چې نړيوال ځواک، د تېلو يو بل ستر صادرونکی هېواد ، د اوپيک پلس غړی، د منځني ختيځ  په مسايلو کې ښکېل او د سعودي سره ارامه او نږدې اړيکې لري خپه شي. نو دا يو بل دليل کېدای شي چې سعودي ونه غوښتل خپل تېل لکه څنګه چې امريکا ویلي وو هغومره اضافه کړي.

خو په هر حال بالاخره دا به په راتلونکې  ورځو کې معلومه شي چې سعودي عربستان پر خپله هوکړه کلک درېږي او که د امريکا د فشار په نتيجه کې به له خپلې پرېکړې په شا او يا به یې تغيير کړي.

له بلې خوا پر امريکا سربېره  اروپا ورځ  په ورځ د انرژي د سخت بحران  په طرف روانه ده ، په زرګونو کمپنۍ او شرکتونه په برتانيا او جرمني کې دېوالي شول ، اروپايي دولتونه او خلک راتلونکي ژمي ته سخت وارخطا دي .شنه لويه وچه چې اروپا ته ویل کېږي راتلونکی تر ټولو سخت او سوړ ژمی په مخ کې لري چې د روسيې له ګازو پرته به یې څنګه پسرلی کړي ؟ دا به نو وخت فيصله کوي.