ننداره د ګلو وکړه چې بهار ځي
هر شېبه يي دېدن وکړه درنه یار ځي
د دېدن وخت تر ابده پورې نشته
دېدن وکړه که نه وخت دې د دېدار ځي
ژوند بیا نشته دا یو څو شېبې فرصت دی
دا شېبې هم ډېرې کمې دي په شمار ځي
هیڅ باور په سرخوړلي عمر نه شي
د بریښنا غوندې په بېړه په تلوار ځي
د فلک د بېرحمۍ په وژلتون کې
د مرګي په لور یاران قطار قطار ځي
هغه ولس د نیکمرغۍ ادعا بایللې
چې يي اوښکې د نجونو په رخسار ځي
برخلیک د هغه خلکو جهنم دی
چې په ژوند د ملایانو په ګفتار ځي
مرګي هسې ککرۍ کړې خاورو لاندې
چې تر ډېره به يي ولسونه په مدار ځي
چې په مینه د وطن کې وي وتلی
په سرونو کې همغه سر په دار ځي
چې د ښو ملګرو یاد مې را په زړه شي
هم له زړه نه، هم له سترګو مې خونبار ځي
د یارانو په بنډار مې زړه تړلی
زړه مې کله د یارانو له بنډار ځي
ساقي بله پیاله ډکه کړه تر مورګو
چې په بېړه مې له سترګو نه خمار ځي
د ۲۰۲۲ کال د مۍ ۳۱ مه
سرلوڅ مرادزی