دا دي لس مياشتې پوره کېږي چې امريکا چريانو ته واک وسپاره، د افغانستان په ټوله خاوره بشپړ واکمن دي، خو نه يې کورنۍ مشروعيت تر لاسه کړ، نه بهرنيان په رسميت پېژني او نه هم چريان د دې لېواله دي چې يا د هېواد د ننه څوک ورسره بعيت وکړي يا هم له هېواد څخه د باندې يې څوک په رسميت وپېژني. 

هو، چريان هېڅ لېواله نه دي، ځکه چې دوی د انډوخر لپاره ګومارل شوي دي. په انډوخر کې نه يوازې د دوی ګټه ده، بلکې همداسې يې د بادار پنجاب. او چريان د همدې پنجاب د ګټو د ساتلو لپاره زيږېدلي، روزل شوي، لوی شوي او په واک را وستل شوي دي.  دا د الهي نصرت، د خدای په لار کې جهاد او شهادت، د اندلس او بخارا فتحې هغه سپېڅلي شعارونه دي چې د تکو شنو، بې عقلو او بې واکه چړيانو پر خولو کښته پور ته کېږي، کنه مشران يې نه له يهودو سره ستونځه لري، نه له نصاراوو او نه هم له کفارو سره. له پنجاب سره خو ګرد سره ستونځه نه لري، که يې درلودای، خپلې چټې پټې سپورتي پېغلې لوڼې او پستې مستې مېرمنې به يې په وياړ نه ورګرو کولې. 

 

څوک چې د چړيانو قتل او قتال ته د جهاد په سترګو ګوري، کيدای شي چې زښته ډېر ګمراه وي، ځکه چې د چړيانو قتل او قتال له فساد څخه پرته بل هېڅ شی هم نه وو. که جهاد وای، نو ولې يې په ليکلې بڼه فتوا نه درلوده؟ 

که چېرې چريانو د نړۍ يا هم په هېواد کې د ننه له اسلامي علماوو څخه فتوا غوښتې وای، په دې فتوا کې به کفار ياد شوي وای، غليم به تعريف شوی وای، د جهاد موخې به تعريف شوې وای او هر نظامي عمليات به د همدې فتوا پر بنسټ سر ته رسېدل. 

له بده مرغه چې د چريانو د جهاد بنسټ دا وو چې پل، پلچک، سړک، او لارې بايد و نړول شي، افغان مسلمان ډاکتر، اينجينر، ښوونکی، زده کوونکی بايد ووژل شي، کلينيک، جومات، مدرسه، پوهنتون او نور عملي بنسټونه بايد وسېځل شي. د شلو کلونو په اوږدو کې يې دوه زره امريکايان وويشتل، حال دا چې  په سلګونو زره بې ګناه مؤمن افغانان يې په سخترينو جزاوو سره ووژل. د ټولې کفري نړۍ ستر او اتل قومندان جنرال سکات مېلر يې مړ نه کړ، خو د ټوپک خوله يې په يوه مؤمن مسلمان جنرال عبدالرازق ور واړوله. که يې سکات مېلر وژلی وای، حماسې به يې ژوندۍ کړې وای، خو نن يې دا دي پر مخ لعنت پروت دی. نو چريانو جهاد نه دی کړی، دوی يوازې افغانان وژلي دي او د پنجابيانو ماموريت يې سرته رسولی دی. همدا نن د افغانستان د حکومت واک ټول د پنجابيانو د سفير په لاس کې دی. د جهاد ثمره همداسې وي چې له کافر څخه خلاص شي، خو د کافر د کرايي قاتل او غلام  غلام شي؟

يا به جهاد د انساني وقار او د مؤمن ملت د پت، عزت او خپلواکۍ د دفاع وسيله نه وي، يا به د چړيانو جهاد فاسد وي. دواړه نه شي کېدای چې هم د جهاد د انساني وقار، عزت او پت د دفاع وسيله وي او هم دې د چړيانو فساد جهاد وي. په تېرو شلو کلونو کې، په ځانګړې توګه په تېرو نهه مياشتو کې چې افغانان څومره سپک، ذليل او بې پته شول، ساری نه لري. نو اوس بايد دا پوښتنه ځواب شي چې کومه خبره دروغ ده؟ جهاد د دفاع وسيله نه ده که د چړيانو جهاد ګردسره فساد وو او دی؟

الله تعالې د النحل په سورت کې وايي :

فَاسْأَلُوا أَهْلَ الذِّكْرِ إِن كُنتُمْ لَا تَعْلَمُونَ (43) 

که چېرې نه پوهېږئ، له اهل ذکر څخه پوښتنه وکړئ.

په دې مانا چې له هغو خلکو څخه پوښتنه وکړئ چې پوهه ولري. 

په جهاد کې وژل او ړنګول وي، وينې تويېږي او ولسونه تر پښو لاندې کېږي. له همدې امله بايد د جهاد فتوا د يوه مفسد، جاهل او د کافر د غلام په خوله ور نه کړل شي. مفتي بايد مؤمن مسلمان او عالم کس وي. له همدې امله افغانانو د نړۍ اسلامي علماوو ته مخ کړ چې د چړيانو جګړې ته يو نوم ورکړي. له همدې امله اهل ذکر يا د پوهې خاوندانو له الازهر څخه نيولې تر اندونيزيا پورې ټولو د چړيانو روحاني مشران را وغوښتل چې  راشئ د جهاد دلايل مو موږ ته تشريح کړئ، خو دوی حاضر نه شول. د چړيانو مشران پوهېدل چې د دوی جهاد له فساد څخه بل هېڅ شی نه شي کېدای، له همدې امله به يې هر ځل د اسلامي علماوو بلنې رد کړې. 

دوی په اصل کې د اسلامي علماوو بلنې نه دي رد کړي، بلکې د الله ج احکام يې رد کړي دي او دا دي لا لګيا دي په پوره سپين سترګۍ سره د الله ج په حدودو تېری کوي، حلال حرام ګڼي، حرام حلال. هره ورځ د شرعيت په  نامه د الله ج مظلوم مخلوق د خپل وحشي طبعيت او ابليسي توطئو ښکار ګرځوي، نه د چا د سر پروا لري، نه د ناموس او نه هم د مال. بيت المال خو داسې خپل حق ګڼي لکه له پلار څخه يې چې په ميراث پاتې وي. تېره اوونۍ يې ناوې د واده په ورځ شهيده کړه چې په موټر کې يې سندې روښانه کړې وې، حال دا چې دوی تکفيريان او خوارج په جوماتونو کې اتڼې کوي.

نو اسلامي نړۍ يې له همدې امله په رسميت نه پېژني چې چړيان په ټوله مانا تکفيري او خوارج دي او غربي نړۍ يې ځکه په رسميت نه پېژني ځکه چې پنجاب يې په رسميت پېژندلی دی او چريان هسې هم د پنجاب ملېشه ده. نو رسميت ته هېڅ اړتيا نشته. 

ښه غور وکړئ:

د هېواد لوی ترينه سرمايه چې اوبه دي، ايران ته يې ورپرېښودلې، ځنګلونه او معادن پنجاب وړي. امنيت يې هم چړيانو نيولی دی. چړيانو د څلوراتيا ميليياردو ډالرو وسلې او نور نظامي وسايل کابو ټول پنجاب ته وسپارل. دا ټول د دې لپاره چې چريان په واک کې پاتې شي او کوم ګاونډۍ هېواد ورباندې يرغل و نه کړي. ان خپل ناموسونه يې په ګاونډيو هېوادونو کې اچولي دي چې د پايڅې د رګونو د سياست په وخت کې ترې کار واخلي. دا که ذلت او اشغال نه وي، نو بيا خو مرګ هېڅ مانا نه لري!

ولس د لوږې په وروستي خط کې ولاړ دی، د سر، ناموس، پت او مال امنيت يې هر ثانيه کېدای شي چې د يوه ګړنګن چړي لخوا له منځه يووړل شي. دولتي ادارې په ټپه ولاړې دي، نه کار شته، نه ډوډۍ، پوهنتونونه او ښوونځي يې تړلي دي، هر وخت يې چې زړه شي، که ښځه وي که نر، له ځان سره يې يوسي. ټولې نړۍ ته بغارې ووهي چې دا کار چړيانو نه دی کړی، خو له يو څو اوونيو وروسته يې يا خوشی کړي او اعلان وکړي چې خوشی مو کړ، يا يې مړی چېرې په غره کي واچوي او کورنۍ ته يې خبر ورکړي چې مړی مو درواخلئ. 

ډاډه يم چې دا د جهاد ثمره او ميوه  نه ده. ډاډه يم چې دا د چړيانو وحشت او د خپل نجس، پليد او غلام طبعيت کړه وړه دي چې د جهاد او اسلام په نامه يې په خلکو نازل کړي دي.