په ۱۹۴۷ کال کې د جولاې په ۱۹ نېټه د برتانوي هند د جګړې ډیپارټمنټ له خوا د برتانوي هند اجیر مذور پوځ وویشل شو. د یوه پوځی پلان له مخې د برتانوي هند شاوخوا ۴۰۰ زره کسیزه وسله وال امپریال ځواک وویشل شو. 
له دې شمیرې څخه ۲۶۰ زرو پوځیانو د هند نوی وسله وال جوړ شو او د پاتې نورو ځواکونو د نوی پاکستان نوی وسله وال ځواک یا د پنجاب پوځي رجمنټ جوړ شو. د انګریزي استعمارګرو پوځي افسرانو لخوا په همدې برتانوي اجیر پوځ باندې د څه باندې ۲۵ کلونو راهیسې د هندويزم مفکورې یا هندو کولو پروګرام پلې کړي او ترسره شوي و. د همدې اجیر پوځ په ۲۲۰۰۰ مسلکي پیاوړو افسرانو قول اردو کې ۱۳۵۰۰ برتانوي افسران هم شامل وو. د دغو انګرېزي افسرانو څخه ځېنې په داوطلبانه توګه د هند او پاکستان په وسله وال پوځ کې خپل خدمت ته دوام ورکړ. 
د پاکستان پوځ تر ۱۹۵۱ کال پورې د برتانوي جنرالانو تر قوماندې رهبري او اداره کیده. تر ۱۹۵۷ مو کلونو پورې د پاکستان هوایې ځواک د برتانوي پوځیانو لخوا په مستقیم ډول قومانده او اداره کیده. په داسي حال کې پاکستانيانو او سیاستوالو د ازادۍ جشنونه لمانځل.
په ۱۹۷۱ کال کې د ختیځ پاکستان بنګله دیش له جلاکیدو ورسته یو نوی پاکستانی نسل رامنځته شو، چې دوی په خپلو ښوونیزو او روزنېزو کمپونو او ښوونځیو کې پوځي زده کړې پیل کړي. کله چې د دوی ستراتیجۍ له مخې په خپلو روزنیزو پوځي ښوونځیو کې نوی افسران وروزل شول او فارغ شول، دوی بیا د بهرنیو افسرانو ځایونه دک کړل. 
په ۱۹۵۰ او ۱۹۶۰ کلونو کې پاکستان د امریکا متحده ایالاتو سره د همکارۍ  تړون له لارې د امریکا تر سر مشرۍ او اغېز لاندې د پاکستاني پوځ نوی مشرتابه بنسټ رامنځ ته شو. 
د ۱۹۴۸ کال په پسرلي کې د پاکستان دولت هیڅ ډول ضربتي مهاربوي عملیاتي پیاوړي پوځ نه درولود. پاکستاني پوځیانو د وزیرستان قبایلي وګړي د اسلام په نامه وهڅول، څو د پاکستان په شمال ختیځ کې په ګډه پوله کې د کشمیر پاچاهۍ اشغال کړي. د همدې برید په ترڅ کې د هند او پاکستان لومړۍ جګړه پیل شوه. د پاکستان پښتون ضد ستراتیجې له پیله داسي جوړه شوی ده، چې دوی تر نننه پورې د اړتیا په صورت کې قبایلي پښتانه د خپلو موخو لپاره د یوې سیاسي وسیلې په توګه کاروي او ورته ګوري. پنجابي پوځي جنرالان، سیاستوال او واکمنان د انګرېزانو په څېر او په پل د فاټا یا قبایلي وګړي د ټولنیزو او پرمختیایې پروګرامونو څخه بې برخې کړي دي او په انزوا کې ساتلي دي. په ټولیزه توګه پاکستاني واکمنان د خپلې استعماري حکومتوالۍ د ساتلو لپاره د برتانوي استعمار ادارې ښکیلاکي میتودونو کاروي او د ایف سي ار تور قانون ته دوام ورکړي دی. تر نن ورځې پورې له انګرېزي استعمار څخه د خپلواکۍ ترلاسه کولو اووه لسیزو ورسته بیا هم پاکستان په دې نه دې توانیدلي، چې د استعماري دولت نوم او نښان له ځانه لیرې کړي. 
د پاکستان پوځي اشتبلیشمنټ او اې اس آې په افغانستان او کشمیر کې جهادي افراطي ډلې د خپل بهرني سیاست موخو ترلاسه کولو لپاره کارولي دي. د هند او پاکستان ترمنځ څلور واړه جګړې د جهادي اجیرو ملیشو په ملاتړ پیل کړي او بایللي دي. د هند او پاکستان ترمنځ درې جګړې په ۱۹۶۵، ۱۹۷۱ او ۱۹۹۹ کالونو کې ترسره شوي دي. د دې جګړو سره سره د کشمیر په لاین افکنټرول سیمه کې یو میلي متر بدلون هم نه دی راغلي.
په ۱۹۶۳ کال کې پاکستان د قراقروم غرنیزې سیمې شمالي برخه کومه چې د هند او پاکستان ترمنځ لانجمنه سیمه وه، د چین دولت ته په مفته کې ور ډالۍ کړه. 
د پاکستان په سیاسي نظام کې څو ځله د حکومتونو په بدلولو کې د پوځ اغېزمن رول داښیې، چې پوځ په سیاست کې خپل برلاسۍ فعال رول لري. د مشرف د لیرې کیدو راورسته یو ځل بیا دا پوښتنه راپورته کیږي، چې پوځ به تر کومه حده په سیاسي پریکړو کې خپل اغیز ته دوام ورکوي. د پاکستان وسله وال ځواکونه د برتانوي ښکېلاکګر اجیر پوځ څخه زیږیدلي دي. د یو ښکېلاکګر پوځ په تعلیماتنامه یا پوځي تفکر او ډیسپلین کې داسي څه نه شته، چې په سیاسي مسایلو او چارو کې مداخله وکړي، بلکې د پوځ دنده د هیواد دفاعي چارې او د ملکې ادارې حکمونو پلې کول دي. لکه څنګه چې د پاکستاني دولت بنسټ ایښودونکي محمد علي جناح په پوځي تعلیماتنامه کې او په نظامي حلف کې په روښانه توګه بیان کړي دي. د پاکستان په پوځ کې پوځي لوړه ترسره کیږي خو عمل نه پرې کیږي. پوځ له سیاست څخه د لیرې کولو لپاره د پاکستان په سیاسي نظام کې د څو پوځي مشرانو د ژمنو بر خلاف د څلور کودتاوې او په حکومتي بدلونونو کې په مستقیم او غیر مستقیم ډول د پوځ د فعال رول درلودلو او اغېز لرلو شاهدان یو. د پاکستان پوځ د وخت په تیرېدو سره په اقتصادي او سیاسي برخو کې په یوه ستر پیاوړي انحصاري ځواک بدل شوي دی. 
 
د پاکستان په ۷۵ کلن تاریخ کې هیڅ یوه لومړي وزیر خپله پینځه کلنه دوره نه بشپړه کړي. دا لړۍ د عمران خان تر ګوښه کیدو پورې غزیدلي. نوموړي د پاکستان په تاریخ کې د یکشنبې په ورځ د عدم اعتمار رائیه له لاسه ورکړه. 
د ۱۹۴۷ کلونو راهیسې په ټولیزه توګه ۲۲ لومړي وزیران تیر شوي دي. چې یوه یې په یو کال کې دوه ځله دنده ترسره کړي‌ ده. همدارنګه د ۱۹۴۷ کال راهیسې درې ځلې پوځي دیکټاتورې واکمنۍ تېرې شوي دي. دوی تل د خپل اسبتدادي ظالمې واکمنې څرنګوالي ماهیت د پټولو لپاره د اساسي قانون مادې په عجیبه غریبه توګه کارولي دي. څو خپلي پوځي دیکټاتورۍ ته په کې مشروعیت ورکړي. 
د پاکستان پر لومړي وزېرانو باندې په ۱۸ موادردو کې بېلابېل د اداري فساد او د غدارې تورونه لګیدلي دي. په دوی کې ځینې د مستقیمو پوځي کودتاو له لورې له واکه لیري کړل شوي دي او یا د واکمنو ډلو یا ګونډونو د خپلمنځي اختلافاتو له امله جبرآ استعفا ته مجبور کړل شوي‌ دي. 
د پاکستان لومړنی لومړی وزېر یا صدراعظم لیاقت علي خان د یوه غیرتمن هیوادپال افغان لخوا وژلي شوي دی. 
نورو لومړي وزېرانو د محدود وخت لپاره د سر پرست یا موقت لومړي وزیرانو په توګه دندې تر سره کړي دي، تر څو د نویو ټاکنو څارنه وکړي یا د ګوښه شوي لومړي وزیر پاتې دوره ورپوره کړي. 
په ۱۹۹۳ کال کې کله چې د ډېورنډ لعنتی کرښې تړون سل کاله پوره کیږي، دا کالونه په ځانګړي توګه د پېنځو لومړی وزېرانو د بدلونونو سره مل و. په دې کالونو کې د روسي اشغال ورسته د افغانستان په کورنی جګړو کې د پاکستاني پوځیانو ستراتیجکي ژورې پالیسې موخې ډیرې ښې لیدل کیږي. د یوه پاکستانی لومړي وزېر تر ټولو لنډه دوره دوه اوونۍ وه او تر ټولو اوږده موده څلور کاله او دوه میاشتي وې.لومړی وزېر میا نواز شریف درې وارې په ۱۹۹۰، ۱۹۹۷و او په ۲۰۱۳ کې لومړي وزېر ټاکل شوي دی. 
 
بنګله دېش د بشري پرمختګ په شاخیصتونو کې له پاکستان څخه په مراتب یو پر مختللي هیواد دی. په عین حال کې په پاکستان کې پوځ او پوځي تجهزاتو د هند په پرتله ځښت ډیر لږ دي، خو د بنګله دېش په پرتله ډیر پیاوړي دي. د پاکستان پوځ له انګریزي استعماري کولونیالیستي پوځ څخه تر اټومي ځواک پورې رسیدلي دی. د پاکستان د اټومي بلیک میل ډوکتورین یا د پاکستان د اټومي بلیک میلولو ټګلاره یوازې تر هند پورې محدوده نه ده، دغه هیواد له نړیوالي ټولنې څخه د خپلو امنیتي اټومي تجهزاتو او وسایلو د خوندي ساتنې لپاره ډېرې مرستې ترلاسه کوي او استدلال کوي، چې د بېلابېلواسلامپالو سختدریځه وسله والې ډلې کومي چې په خپله روزې د ځواکمنیدو له امله کیداې شي اټومي ځواک پاکستان له ستر ګواښ سره مخامخ شي. 
که پاکستان اټومي ځواک نه واې، نن به ډېر لږ شمېر دولتونو له دغه هیواد سره لیوالتیا درلودلي. خو اسلام اباد د اټوم بم لري، نړیوال ورته د اندېښنې په سترګه ګوري، چې کیداې شي پاکستان ناکام شي. که څه هم پاکستان د سقوط او ناکامي په لور روان دی. که دا اټومې وسلې د سختدریځو بنسټپالو لاسه ورولویږي. 
نن اټومي ځواک پاکستان د کورنۍ جګړې، پوځي اضطراري حالت، د سترو سیاسي کړکیچونو او ګډوډۍ کندې په څنډه کې ولاړ دی. پاکستان د نړې تر ټولو یو خطرناکترینه هیواد دی. د نړیوالي سولې او امنیت لپاره یو ستر ګواښ دی. 
پاکستان د ترهګري ضد جګړه کې د نړیوالې ټولنې لخوا د ترهګرۍ ملاتړي هیواد په توګه پیژندل شوي هیواد دی. پاکستان کې د ډیموکراسي پرمختګ مخه همدې پوځي اشتبلیشمنټ، فاسدې ادارې او کوچنۍ سیاسي اشرافي کورنیو چې دوی په خپلو کې اتحادونه سره بدلوي او د یو بل پر ضد عمل کوي او کله هم په ګډه کار کوي، څو د خپلو ګټو ساتنه وکړي. په ټولو کې د پوځ خودمختاره او خپلواکه عمل داسي ښکاري، لکه د دولت په د ننه کې یو دولت جوړوي. د پاکستان پوځي استخبارات اداره اې اس اې له بهره بلکول یوه پټه، پیچلي او مبهم اداره ده، چې له هر ډول کنټرول او تفتیش څخه ډډه کوي. پاکستان د خپلي دوه ملتونو تیوري لخوا بند یا بلاک شوي هیواد دی. د کشمیر کړکیچ د ددو ملتونو د تیوري میراث دی. هند او پاکستان په بنسټېز ډول د خپلو مذهبې نظریاتو له مخې توپیر لري، خو په کولتوري او ژبنې برخه کې دوی اختلاف نه لري، بلکې ورته ډیر والي لري. همدې پاکستان نظرېې د هند سره د بیړنۍ اړتیا نږدیوالي اړیکو مخه نیولئ ده. پاکستان د افغانستان سره د دیورنډ کرښې کړکیچ ستونزه لري، د هند سره په کشمیر کې د لاین افکنترول شخړه او د ایران سره هم سرحدی ستونزې لري. پاکستان له دې امله له ګاونډیانو هیوادونو سره په جنګ، جګړو او جبهو کې ایسار یو ډیر زر ماتیدونکی هیواد دی. 
 
د ۱۹۴۷ کال راهیسې د پاکستان د لومړي وزېرانو لیسټ کوم چې د دندې موده یې مخکې له ټاکل شوي دورې څخه پای ته رسیدلي دی. دا د پاکستان په ماته ګوډه ډیموکراسي کې د غیر دیموکراتو حکومتونو  یو لسټ هم دی. 


1.  په ۱۹۴۷ کال کې د اګسټ په میاشت کې لیاقت علي خان د پاکستان لومړنۍ لومړی وزېر دنده په غاړه واخیسته. په ۱۹۵۱ کال کې د اکتوبر په ۱۶ مه نېټه نوموړي د یوه هیواد پال میړنی افغان سید اکبر خان ببرک زی ځدراڼ له خوا د ډیورنډ کرښې په سر د راولپنډی په ستره   سیاسي غونډه کې، چې تر ۱۲۰ زرو کسانو پورې په کې ګډون کړي وه. مخامخ د تومانچې په ډزو ووژل شو. د نوموړي صدراعظم د دندې موده څلور کاله او دوه میاشتې وې.
2.  ۱۹۵۱ کال د اکتوبر په ۱۷ نېټه خواجه ناظم الدین د پاکستان د لومړي وزېر دنده پیل کړه. نوموړی په ۱۹۵۱ کال د اکتوبر په ۱۷ نېټه د پاکستان د هغې مهال پیاوړي جنرال ګورنر لخوا له د مذهبې فسادونو او د ناسم مدیریت په تور له دندې لیری کړل شو. جنرال ګورنر د برتانوي هند د استعماري واکمنۍ څخه په میراث کې پاتې شوي یو پیاوړي مهم دولتي مقام و. د نوموړي د دندې موده یو کال او شپږ میاشتې وې. 
3.  په ۱۹۵۳ کال کې د اپریل پر ۱۷ نېټه محمد علي بوګرا د لومړي وزېر دنده په غاړه واخیسته. نوموړي په ۱۹۵۵ کال کې د اګسټ په ۱۱ مه نېټه استعفا وکړه. د نوموړي د دندې موده دوه کاله او درې میاشتې وې.
4.  په ۱۹۵۵ کال کې د اګسټ په میاشت کې چوهداري محمد علي د لومړي وزېر دنده په غاړه واخیسته. د نوموړي د دندې موده یو کال او یوه میاشت وه. 
5.  په ۱۹۵۶ کال کې د سپټمبر په ۱۲ مه نېټه حسین شهید سهروردي دنده پیل کړه. نوموړي په ۱۹۵۷ کال کې د اکتوبر په ۱۸ نېټه د سیاسي واک له نورو مرکزونو سره په ځانګړي توګه د پوځ سره د اختلافاتو له امله له دندې څخه استعفا ورکړه. د نوموړي د دندې موده یو کال او یوه میاشت وه. 
6.  په ۱۹۵۸ کال محمد ایوب خان د پوځي کودتا له لارې واک تر لاسه کړو. د پاکستان اساسي قانون تازه دوه کاله وړاندې تصویب شوي و، د هغه له خوا وځندول شو. ایوب خان تر ۱۹۶۹ کال حکومت وکړ، د امریکا متحده ایالاتو سره یې پوځي اتحاد جوړ کړ او د کشمیر په سر یې له هند سره جګړه پیل کړه. دا جګړه د مسکو په منځګړتوب د اوربند په پایله کې پاې ته ورسیده. 
7.  په ۱۹۵۷ کال کې د اکتوبر په میاشت کې ابراهیم اسماعیل چندریګر دنده پیل کړه. په ۱۹۵۷ کال کې د ډسمبر په ۱۶ مه نېټه استعفا ورکړه، ځکه هغه په ولسي جرګه کې د نه باور د رائیې سره مخامخ شو. د نوموړي د دندې موده د دوو میاشتو څخه لږ وه. 
8.  په ۱۹۷۵ کال کې د ډسمبر په ۱۶ مه نېټه ملک فیروز خان نون دنده پیل کړه. په ۱۹۵۸ کال کې د اکتوبر په اوومه نېټه په پاکستان کې د مارشل لا د پلې کیدو له امله ګوښه کړل شو. د دندې موده د لسو میاشتو څخه لږ وه.
9.  په ۱۹۷۱ کال کې د ډسمبر په اوومه نېټه نورالامین دنده په غاړه واخیسته. په ۱۹۷۱ کال کې د ډسمبر په ۲۰ مه نېټه له پاکستان څخه بنګله دیش له جلا کېدو لږ موده ورسته له دندې ګوښه شو. د نوموړي د دندې موده له دوه اوونیو څخه لږ وه. 
10.    په ۱۹۷۳ کال کې د اګسټ په ۱۴ نېټه ذوالفقار علي بوټو دنده پیل کړه. د ۱۹۷۷ کال د جولاې په پېنځمه نېټه د یوې پوځي کودتا له لارې له واکه وغورځول شو او بندي او اعدام  کړل شو. د نوموړي د دندې موده درې کال او یوولس میاشتې وې. 
11.    په ۱۹۷۷ کال کې جنرال ضیا الحق د پوځي کودتا له لارې واک ترلاسه کړو. دوه کاله یې له واکه د لیرې کړل شوي صدراعظم ذوالفقار علي بوټو د مرګ په سزا محکوم او شو. ضیاالحق د پاکستان د ستراتیجکې ژورې پالیسېو له مخې په افغانستان کې د سرو لښکرو په وړاندې جګړه کې افغان مجاهدینو ملاتړ وکړ. هممهال یې د مسلمانانو لږکیو په وړاندې لکه شیعه ګان او احمدیانو پر ضد سیاست خپل پیل کړ. هغه پاکستان له متحده ایالاتو سره ډیر نږدې کړ. خو په ورته وخت کې خپل اټوم پروګرام پرمخ یوو، چې په ۱۹۹۸ کال کې د اټومې وسلو بریالي ازموینه ترسره کړه. په ۱۹۸۸ کال کې ضیا الحق د الوتکې د غوریدو له امله مړ شو. 
12.    په ۱۹۸۵ کال کې د مارچ په میاشت کې محمد خان جونیجو دنده په غاړه واخیستله او د ۱۹۸۸ کال د می په ۲۹ نېټه د پوځ مشر له خوا چې خپله ولسمشر هم و، له دندې ګوښه کړل شو. د نوموړي د ندې موده درې کاله او دوه میاشتي وې. 
13.    په ۱۹۸۸ کال کې د ډسمبر په دویمه نېټه بې نظېر بوټو د وژل شوي لومړی وزېر ذوالفقار علي بوټو لور دنده په غاړه واخیسته. د هغې حکومت هم په ۱۹۹۰ کال کې د اګسټ په شپږمه نېټه د فساد په تور د پوځیانو لخوا پای ته ورسول شو. په ۲۰۰۷ کال کې د ډسمبر په ۲۷ مه نېټه پخوانۍ لومړۍ وزېره په یوه ځوانیمرګې برید کې ووژلي شوه. د نوموړي د ندې موده یو کال او اته میاشتې وې.
14.    په ۱۹۹۰ کال کې د نوامبر په شپږمه نېټه  میا نواز شریف واک ترلاسه کړو. د هغه حکومت هم په ۱۹۹۳ کال  کې د اپریل په ۱۸ مه نېټه پر بوټو باندې د ورته تورونو له امله د ولسمشر له خوا له کاره ګوښه کړل شو. هغه څو اوونۍ ورسته په دې وتوانید، چې د محاکمو لخوا پریکړه بیرته واخیستل شي او بیرته خپل دفتر ته ستون شو، خو د پوځ سره د اختلافاتو ورسته بیرته استعفا ورکړه. د نواز شریف ټوله موده دوه کاله او اووه میاشتۍ وې. 
15.    په ۱۹۹۳ کال کې د اکتوبر په ۱۹ نېټه بې نظیر بوټو د دویمې دورې لپاره واک ته راستانه شوه. په ۱۹۹۶کال کې د نوامبر په پېنځمه نېټه یو خل بیا د ولسمشر لخوا د ناسمې حکومتوالۍ په تور له دندې ګوښه کړل شوه. د نوموړي د دندې موده یوازی درې کاله وو. 
16.    په ۱۹۹۷ کال کې د فبروري په ۱۷ نېټه نواز شریف د دویم ځل لپاره واک ته ورسید. په ۱۹۹۹ کال کې د اکتوبر په ۱۲ نېټه د هغه حکومت د پاکستان په لنډ تاریخ کې د دریمې پوځي کودتا له لورې نسکورکړل شو. د نوموړي د دندې موده دوه کاله او اته میاشتې وې. 
17.    په ۱۹۹۹ کال کې پروېز مشرف هغه مهال لومړی وزیر نواز شریف له واکه لرې کړ، چې نواز شریف غوښتل مشرف د کشمیر په کارکیل سیمه کې د ناکامې جګړې له امله هغه د لوی قوماندان په توګه لیري کړي. مشرف تر ۲۰۰۸ کال پورې ولسمشر و. مشرف د طالبانو پر ضد جګړه کې د امریکا متحده ایالاتو متحد او ملګري وه. 
18.    په ۲۰۰۲ کال کۍ د نوامبر په میاشت کې میر ظفرالله خان جمالي د پوځي واکمنۍ پر مهال لومړی وزېر وټاکل شو او په ۲۰۰۴ حکال کې د جون په ۲۶ نېټه له پوځ سره تر اختلافاتو ورسته استعفا ورکړه. د نوموړي د دندې موده یو کال او اووه میاشتې وې. 
19.    په ۲۰۰۸ کال کۍ د مارچ په ۲۵ نېټه یوسف رضا ګیلاني د لومړي وزېر په توګه وتاکل شو. هفه په ۲۰۱۲ کال کۍ د پاکستان د سترې محکمې لخوا  د محکمې د سپکاوي په تور نا اهله اعلان شو. د نوموړي د دندې موده څلور کاله او یوه میاشت وه. 
20.    په ۲۰۱۳ کال کې د جون په پېنځمه نېټه نواز شریف د دریم ځل لپاره لومړی وزېر وټاکل شو. هغه په ۲۰۱۷ کال کې د جولاې په ۲۸ مه نېټه د پاکستان د سترې محکمې لخوا د شتمنیو د غلا، پتولو په تور له دندې ګوشه کړل شو. د نوموړي دندې موده څلور کاله او دوه میاشتې وې. 
21.    په ۲۰۱۸ کال کې د اګسټ په ۱۸ مه نېټه عمران خان د لومړی وزېر په توګه وټاکل شو. هغه د اپوزیسیون ګونډونو لخوا په ۲۰۲۲ کال کې د اپریل په لسمه نېټه د څو ورځو سیاسي ډارماتیک کړکیچ ورسته د سترې محکمې د حکم له مخې په ولسي جرګه کې د عدم اعتماد  یا د باور رائیه له لاسه ورکړه او له واکه استعفا کولو ته مجبور کړل شو. د نوموړي دندې موده درې کاله او اووه میاشتې وې. 
22.    په ۲۰۲۲ کال کې د اپریل په یوولسمه نېټه د دوشنبې په ورځ د یوې اوونۍ ناڅرګندتیا ورسته شهباز شریف د ولسي جرګې لخوا د ۳۴۲ غړو په رایو کې ۱۷۴ رائیو په تر لاسه کولو سره د پاکستان درویشتم نوی لومړی وزېر په توګه وټاکل شو. د عمران خان ګونډ په ولسي جرګه کې د ۱۵۵ څوکیو سره تر ټولو لوی ګونډ د دغې غونډې سره بایکاټ وکړ او له اسبملۍ څخه یې استعفا پرېکړه وکړه. اوس به میا شهباز شریف  د نواز شریف کشر ورور نوی موقت حکومت جوړوي او په ۲۰۲۳ کال کې د اګسټ په میاشت کې ټولټاکنې ترسره کوي. 
 
 
پای