په تېر پسى . . . .

په دی بحث کې لاندی دوه مبارک ایاتونه څېړل شوي دي :
۱- { وَمِنْهُمْ مَنْ يُؤْمِنُ بِهِ وَمِنْهُمْ مَنْ لَا يُؤْمِنُ بِهِ وَرَبُّكَ أَعْلَمُ بِالْمُفْسِدِينَ } يونس : ۴۰ .

۲- { فَإِنْ تَوَلَّوْا فَإِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ بِالْمُفْسِدِينَ } ال عمران : ۶۳ .

په دغو دواړو مبارکو ایاتونو کې تقریبا یو شان مضمون پروت دی ، هغه چې په قران ایمان نه راوړي او سر غړونه تری کوي هغه مفسد دی ، او الله پاک ورباندی ښه عالم دی ، حتما به د دغه فساد سزا ورکوي ، په دنیا کې به رسوا شي ، الله پاک به د دوی خلاف ستا نصرت کوي او او په اخرت کې به هم د دوی د فساد سزا ورکړ شي .
مفسرین نظر لري چې دا یو ایت د یهودو د فساد او دوهم ایت بیا د نصرانیانو د فساد او سرغړونې په مورد کې نزول کړی دی ، چې دواړه مبارک ایتونه به په جلا جلا ډول بحث کړو :

{ وَمِنْهُمْ مَنْ يُؤْمِنُ بِهِ وَمِنْهُمْ مَنْ لَا يُؤْمِنُ بِهِ وَرَبُّكَ أَعْلَمُ بِالْمُفْسِدِينَ } يونس : ۴۰ .

ژباړه : له دوی څخه به ځینی خلک ورباندی ایمان راوړي او ځینی به یې ورباندی نه راوړي ، او ستا رب هغه مفسدان ښه پیژني .
امام الرازي د ابن عباس رضی الله عنهما نه په نقل قول سره وايې چې : سورت یونس مکي صورت دی ، مګر دغه یو ایت شریف { وَمِنْهُمْ مَنْ يُؤْمِنُ بِهِ وَمِنْهُمْ مَنْ لَا يُؤْمِنُ بِهِ وَرَبُّكَ أَعْلَمُ بِالْمُفْسِدِينَ } يونس : ۴۰ .
دا ایت شریف په مدینه منوره کې د یهودو په مورد کې نازل شوی دی .
تفسیر زاد المسیر بیا لیکلي دي چې :
د دغه مبارک ایت په اړه چې د چا په مورد کې نازل شوی دی ، دوه نظرونه دي :
ـــ ابو صالح د ابن عباس رضي الله عنه نه په روایت سره وایې چې ، دا مبارک ایت د یهودو په باره کې نازل شویدی .
ـــ د مقاتل بن سلیمان نه په روایت سره وايې چې ، دغه مبارک ایت د قریشو په مورد کې نازل شویدی .
په هر صورت ، قرانکریم که په کوم خاص مورد کې هم نازل شوی وي حکم یې عام دی ، ځکه چې دا یو اسماني جامع ، مؤثر ، فصیح او بلیغ کتاب دی چې د الله جل جلاله په اراده په رسول الله صلي علیه وسلم نازل شوی او هیڅ ډول شک او شبهه پکې نشته ، هم د یهودو او هم د قریشو د مشرکینو یو ستر فساد دا وو چې ، په قرانکریم یې اعتراضونه کول اوهغه یې تکذیباوه.
علماء او مفسرین وايې چې د دوی د تکذیب او شک علت دا وو چې ، دوی په علمي لحاظ په قرانکریم احاطه و نکړای شوه ، او د قران معنی او حقیقت لا دوی ته نه وو ښکاره شوی ، که چیرته دوی په قرانکریم علمي احاطه کړې وې او سم ورباندی پوه شوي وای نو حتما به یې تصدیق کړی وی نه تکذیب .
په همدی ډول خو له دوی څخه مخکې خلکو هم د درواغو نسبتونه کړي دي ، نو وګوره د هغو ظالمانو څه عاقبت شو .
قرانکریم دوی ته په لوړ اواز دا اعلان هم وکړ چې تاسو د الله جل جلاله نه پرته ، خپل ټول مشران د مرستې لپاره را وغواړي او حد اقل یو سورت خو تصنیف کړئ ، حقیقت هم دا دی چې که د ټولې نړۍ انس او جن ، د قرانکریم په شان د یو سورت جوړولو ته را جمع شي بیا هم دا کار نشي کولای ، ځکه چې قرانکریم د اخرې زمانې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم معجزه ده او نور مخلوقات یې د مثل د جوړولو نه عاجز دي .
دا کوم له ځانه جوړ شوی او افتراء شوی کتاب نه دی ، بلکی د کائناتو د رب له لورې راغلی او د پخوانیو کتابونو تصدیق کونکی او د اللهي حکمونو بیانونکی دی ، څوک چې په قران ایمان نه راوړي ، نسبت د دروغو ورته کوي ، نو هغوی په حقیقت کې د یو ستر فساد په لټه کې دي او الله جل جلاله به هغوی ته د دغه فساد سزا ورکوي .

دا موضوع قرانکریم په لاندی تفصیل بیان کړې ده :

{ وَمَا كَانَ هَذَا الْقُرْآَنُ أَنْ يُفْتَرَى مِنْ دُونِ اللَّهِ وَلَكِنْ تَصْدِيقَ الَّذِي بَيْنَ يَدَيْهِ وَتَفْصِيلَ الْكِتَابِ لَا رَيْبَ فِيهِ مِنْ رَبِّ الْعَالَمِينَ } يونس : ۳۷ .
ژباړه : او دا قران هغه شی نه دی چې د الله له وحې او ښوونې څخه پرته په درواغو جوړ کړای شي ، بلکې دا خو د هغه څه چې پخوا راغلي وو تصدیق کونکي او د الکتاب تفصیل دی .
په دی کې هیڅ شک نشته چې دا د کائناتو د حکم چلونکي له لورې څخه دی .

{أَمْ يَقُولُونَ افْتَرَاهُ قُلْ فَأْتُوا بِسُورَةٍ مِثْلِهِ وَادْعُوا مَنِ اسْتَطَعْتُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ } يونس : ۳۸ .
ژباړه : بلکې ایا دوی وایې چې پیغمبر دا پخپله د ځانه جوړ کړی دی ؟
ورته ووایه ! که تاسی په خپل دغه تور لګولو کې رښتینی یاست ، نو د ده په څېر یو سورت تصنیف کړی راوړئ ، او له یوه خدایه پرته چې نور هر څوک راغوښتلای شئ ، د مرستې لپاره یې راوغواړئ . !
{ بَلْ كَذَّبُوا بِمَا لَمْ يُحِيطُوا بِعِلْمِهِ وَلَمَّا يَأْتِهِمْ تَأْوِيلُهُ كَذَلِكَ كَذَّبَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ فَانْظُرْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الظَّالِمِينَ } يونس : ۳۹ .
ژباړه : اصل خبره دا ده ، کوم شی چې د دوی د علم په احاطه کې نه دی راغلی ، هغه او د کوم شی راتلونکی چې د دوی تر نظر لاندی نه دی راغلی ، هغه یې ( هرو مرو په اټکلي ډول ) درواغ و ګاڼه ، په همدی ډول خو له دوی څخه مخکې خلکو هم د درواغو نسبتونه کړي دي ، نو وګوره د هغو ظالمانو څه عاقبت شو .

القرطبی وایې چې : د قرانکریم تکذیب یې وکړ ، ځکه چې په معنی او تفسیر یې پوه نه شول او د تکذیب د عاقبت حقیقت ، چې د اللهی عذاب نزول دی ، لا دوی ته نه دی راغلی .
او یا دا چې دوی تکذیب وکړ ، د هغه څه چې په قران کې یې یادونه شوې وه لکه د مرګ نه وروسته بیرته ژوندي کیدل ، جنت او دوزخ { وَلَمْ يَأْتِهِمْ تَأْوِيلُهُ } یعنی حقیقت د هغه څه چې په کتاب کې یې د دوی سره وعده شوې وه ، لا دوی ته نه وو راغلی ، دا د ضحاک له قوله وایې .
دا تفسیر شریف زیاتوي چې ، حسين بن الفضل ته چا دا وويل چې:
په قران کې داسی څه پیدا کولای شی چې ، یو څوک په یو شی پوه شوی نه دی ، له دی کبله یې د هغه شی سره دشمني کړې ده ؟ نو حسین ورته وویل چې هو !
په دوه ځایونو کې :

- { بَلْ كَذَّبُوا بِما لَمْ يُحِيطُوا بِعِلْمِهِ }

- وَقَوْلِهِ : { وَإِذْ لَمْ يَهْتَدُوا بِهِ فَسَيَقُولُونَ هَذَا إِفْكٌ قَدِيمٌ } الأحقاف : ۱۱ .

ژباړه : کله چې دغو ( منکرانو) سمه صافه لاره بیا نه مونده ، په دغه قران سره ، نو ژر ده چې و به وایې دوی ، دغه ( قران ) دروغ پخواني دی.

تفسیر ابن کثیر په دی اړه فرمایې :

دا د قران د اعجاز بیان دی ، او د دی بیان دی چې بشر نشي کولای چې د هغه مثل راوړي ، ټول قران خو څه چې لس سورتونه هم نشي جوړولای ، د قران په مثل یو سورت هم نه شي جوړولای .
ځکه د قران فصاحت ، بلاغت ، وجازت ، حلاوت ، او د دنیا او اخرت په نافعه معانیو باندی اشتمال یې دا ښکاره کوي چې دا واقعا د الله له لورې راغلی دی ، د هغه الله له لورې چې په ذات ، صفاتو ، اقوالو او افعالو کې ور سره کوم شی مشابه نشته ، نو په دی بنسټ د الله کلام هم د مخلوق د کلام سره شباهت نلري ، لکه چې الله پاک فرمایې :
{ وَمَا كَانَ هَذَا الْقُرْآنُ أَنْ يُفْتَرَى مِنْ دُونِ اللَّهِ } .
دا قران په حقیقت کې د مخکنیو کتابونو تصدیق کونکي ، ساتونکی ، او کوم تبدیل ، تأویل او تحریف چې په دغو پخوانیو کتابونو کی واقع شویدی بیانونکی دی .
دا کتاب حکمونه بیانوي ، حلال او حرام بیانوي ، داسی بیان چې حق دی ، شافي دی او کافي دی او هيڅ شک پکې نشته چې ، د رب العالمین له لورې راغلی دی.
د دغو قراني حقيقتونو له
بيان نه روسته راځو اصل مطلب ته چې الله جل جلاله يې داسى بيان کړى دى :
{وَ مِنْهُمْ مَنْ يُؤْمِنُ بِهِ وَمِنْهُمْ مَنْ لَا يُؤْمِنُ بِهِ وَرَبُّكَ أَعْلَمُ بِالْمُفْسِدِينَ } يونس : ۴۰
د دی مبارک ایت په اړه فی ظلال القران لیکلي دي چې :
فساد کونکي همدغه دي چې ایمان نه راوړي ، دومره ډیر فساد په ځمکه کې ، د بل کوم شی څخه نه را پورته کيږي ، څومره چې د ګمراه خلکو ، په واحد او لاشریک خدای د عدم ایمان او عدم بندګۍ له کبله را پورته کیږي .
فساد په ځمکه د غیر الله د قانون نه را پورته کیږي ، ځکه د غیر الله د دین او قانون اتباع د خلکو د ژوند په ټولو اړخونو کې ناوړه اثر کوي او شرونه او فسادونه ایجادوي ، لکه د نفسی خواهشاتو د اتباع شر ، او په ځانګړي ډول د ځمکني د مصنوعې خدایانو د قیام شر تولیدوي .
او دغه ځمکنی خدایان بیا هر څه د دی لپاره په فساد اخته کوي چې ، د هغوی نا روا ربوبیت تداوم وکړي او له زیان نه باقي پاتی شي .
د خلکو اخلاق په فساد اخته کوي ، د خلکو ارواح په فساد اخته کوي ، د خلکو فکرونه او تصورات په فساد اخته کوي ، بیا یې مصالح او مالونه په فساد اخته کوي، او دا ځمکني خدایان دا ټول فسادونه د دی لپاره تر سره کوي چې ، د هغوی نا چله او مصنوعي ربوبیت باقي پاتی شي .
او د جاهلیت د تاریخ نه ښکاري ، هغه که پخواني جاهلیت دی او که نوی جاهليت ، چې د جاهلیت دغه دواړه ډولونه د همدغه فساد په مټ په خلکو تحمیل شوي دي ، د هغه مفسدینو فساد چې ایمان نلري.
فی ظلال القران زیاتوي چې :
الله جل جلاله د دی کتاب په نسبت ، د دوی د مواقفو د تقریر نه روسته ، خپل رسول صلی الله علیه وسلم ته خطاب توجیه کوي چې د مکذبینو د تکذیب نه دی نه متأثر کیږي ، خپل لاسونه دی د دوی نه راټول ، او د دوی د اعمالو څخه دی برائت اعلان کړي .
او سره له دی نه چې ښه پوره په حقه دی د هغوی نه دی فاصله ونیسي چې ، دا په حقیقت کې د بی ایمانه خلکو د وجدان لپاره یو ستر ويرونکى ټکان د ی ، چې د هغوی څخه او د هغوی د اعمالو نه څنګ او ډډه وکړی ، او هغوی خپل هغه ویرونکي او خطرناک مصیر ته یوازې پریږدی چې ور باندی روان دي .
د دی مثال داسی دی لکه ، خپل یو معاند او کینه ګر ماشوم ، هغه چې ستا سره په لاره د تللو نه انکار کوي ، د لاري په منځ کې یوازې پریږدی ، تر څو په یوازیتوب کې خپل مصیر تعیقب کړي او ستا نه کوم ملاتړ او مرسته تر لاسه نکړي ، او دا تهدید او تخویف یو بر لاسی اسلوب او روش دی . !
د پورته څرګندونو نه دا حقیقت ثابت شو چې ، یو شمیر خلک به په دی قران ایمان راوړي او له کفر او انکار کولو نه به توبه وباسي ، خو یو شمیر هغه چې د عقل په کمښت اخته دي بیا ایمان نه راوړي او تر مرګه پوری پخپل کفر اصرار کوي ، چې دا د فساد اخري پړاو دی او ستا رب په دغه مفسدینو او معاندینو ښه پوه دی او د دوی سره به حتما حساب کوي .
د معاصرې نړۍ بشریت هم د قران کریم په نسبت دوه ډوله موقفونه لري ، یو شمیر یې په قران ایمان راوړی او یو شمیر نور بیا د قران کریم نه اعراض کوي ، ځکه چې د قرانکریم په حقیقت نه دی پوه او علمي احاطه ور باندی نلري ، نو ایمان ورباندی نه راوړي او د درواغو نسبت ورته کوي ، چې دا د ځمکې پر مخ د فساد قبیحترین او بدترین ډول دی .

همدا اوس په دې ځمکه کې د ټولو فسادونو اساس ، بنیاد او بنسټ هم دا دی چې بشر دا قران شا ته غورځولی ، ایمان ور باندی نلري ، دین له سیاست نه جدا شوی دی او د کلیسا ګانو او جوماتونو په دیوالونو کې بند او محصور پاتی شوی دی .
بشریت د ځان لپاره د خپلې خوښې او د خپل هوا او هوس برابر قوانین جوړ کړي دي ، او په دی ډول د بشر فردي او ټولنیز ژوند ، د شر او فساد په خورا ژور ډنډ کې ډوب شوی دی .
دا نړۍ تر ټولو لومړی د سیاسي فسادونو په بحران اخته ده ، اعم له دی چې کفري ده که اسلامي ، چې د دی سیاسي فسادونو له کبله پراخ اقتصا دي فسادونه هم تولید شوی او په خپل اخري پړاو کې قرار لري ، سود ، قمار او نور ډول ډول رذالتونو او اخلاقي فسادونو د انساني ژوند ټول اړخونه احاطه کړي دي .
په قران باندی د ایمان د نه راوړلو له سببه ، بشري ټولنه په یو داسی وحشي ځنګل بدل شوې ده چې ، هر زورور پکی د کمزورو وینې څښي او غوښې خوري.
زورور د خپلې خوښې قوانین جوړوي او په نورو یې مني ، او له دی کبله نړۍ د مطلق وحشت په لور روانه ده ، په انساني ژوند کې انساني ارزښتونو وژل شوي دي ، د فن او هنر تر عنوان لاندی انسان د انسانیت د عالي مقام نه را ښکته شوی او د یو ذلیل او حقیر حیوان کچې ته يې تنزل کړی دی .
او د نفسي خواهشاتو او د جنسي غرایزو په بوی ناک ډنډ کې تر ستوني پورې ډوب شویدی ، تر دی چې د عورتونو کشف او لباس نه اغوستل یو ډول هنر ګڼي او افتخار هم ورباندی کوي.
د ازادۍ تر عنوان لاندی ، انسان په یو داسی سرکش مخلوق بدل شوی دی چې ، د الله جل جلاله سره یې تولې اړیکې غوڅې شوې دي ، د نورو حیواناتو او چارپایانو په شان خوراک او څښاک کوي ، او کوم ډول اخلاقي او انساني ارزښتونه نه پیژني ، د قران د نه منلو له کبله انسان په دغسی یو حیرانونکي فساد اخته شوی دی.
په دغه مبارک ایت کې الله پاک خپل محبوب پیغمبر او خپلو مؤمنو بندګانو ته تسلي ورکوي چې ، ستا رب د دوی د فسادونو او ناوړه اعمالو نه بی خبره نه دی او ښه پوره ورباندی پوهه دی ، د دوی سره به ، د دوی د اعمالو برابر حساب کوي او حتما به یې تعذیبوي ، داسی تعذیب چې دوی یې مستحق دي.
نعوذ بالله منه !!

{ فَإِنْ تَوَلَّوْا فَإِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ بِالْمُفْسِدِينَ } ال عمران : ۶۳
ژباړه : نو که وګرځيدل دوی ، ( ایمان ته یې شا کړه او اسلامي احکام یې و نه منل ) پس بیشکه الله ښه پوه دی په فساد کونکو ( نو جزا به ورکړي دوی ته ) .

دلته په دى مبارک ايت کې د یو بل ستر فساد قصه بیانیږي ، هغه عقیدوي فساد چې د نجران نصرانیان ور باندی اخته وو او عیسی علیه السلام يې نعوذ بالله د خدای ځوی ګاڼه ، یو وفد یې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی ، له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه يې پوښتنې کولې چې د عیسی علیه السلام پلار څوک دی ؟
قرانکریم موضوع روښانه کوي چې ادم علیه السلام د الله جل جلاله په حکم د پلار او مور نه په غیر پیدا شو ، نو الله پاک ته ګرانه نه ده چې عیسی یوازې له مور نه پیدا کړي ، ًقرانکریم فرمايې :

{إِنَّ مَثَلَ عِيسَى عِنْدَ اللَّهِ كَمَثَلِ آَدَمَ خَلَقَهُ مِنْ تُرَابٍ ثُمَّ قَالَ لَهُ كُنْ فَيَكُونُ } ال عمران : ۵۹ .

ژباړه : بیشکه مثل (صفت ) د عیسی په نزد د الله ، په شان د مثل ( صفت ) د ادم دی ، چې الله جوړ کړ هغه له خاورو څخه ، بیا يې وویل ده ته ، بشر شه ! پس (بشر) شو .
{الْحَقُّ مِنْ رَبِّكَ فَلَا تَكُنْ مِنَ الْمُمْتَرِينَ } ال عمران : ۶۰ .
ژباړه : حق ( هغه دی چې ) راغلی دی له جانبه د رب ستا ( د عیسی په شان کې ) نو مه کیږه له شک کونکو نه .
په دی اړه کابلي تفسیر داسی لیکلي دي :
نصرانیانو په دې خبره باندی زمونږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ډېره جګړه وکړه چې عیسی علیه السلام بنده نه دی ، بلکی د الله پاک ځوی دی نو بالاخره دوی وویل چې ، که عیسی د خدای ځوی نه دی نو ته ووایه چې پلار یې څوک دی ؟
نو د دوی په جواب کې دغه ایت شریف نازل شو ، چې ادم علیه السلام خو نه پلار درلود او نه مور ، نو که اوس عیسی علیه السلام پلار نلري نو دا د الله جل جلاله د قدرت په مقابل کې کومه عجیبه خبره خو نه ده ( موضح القران ) .
نو په دی حساب سره ښایې چې ادم علیه السلام ته د الله جل جلاله ځوی ووایه شي ځکه چې ستاسی په زعم دلته زورور دلایل شته ، حال دا چې د دې خبرې و یونکي هیڅوک نه دي .

د ډیرو دلایلو او بحث سره سره نصرانیان قانع نشول ، بالاخره د الله جل جلاله له لورې د دواړو طرفونو تر منځ د مباهلې حکم وشو او قرانکریم داسی صراحت وکړ :
{ فَمَنْ حَاجَّكَ فِيهِ مِنْ بَعْدِ مَا جَاءَكَ مِنَ الْعِلْمِ فَقُلْ تَعَالَوْا نَدْعُ أَبْنَاءَنَا وَأَبْنَاءَكُمْ وَنِسَاءَنَا وَنِسَاءَكُمْ وَأَنْفُسَنَا وَأَنْفُسَكُمْ ثُمَّ نَبْتَهِلْ فَنَجْعَلْ لَعْنَةَ اللَّهِ عَلَى الْكَاذِبِينَ } ال عمران : ۶۱ .

ژباړه : نو هرڅوک چې جګړه کوي له تا سره په ( باره ) د عیسی کې وروسته له هغه چې حاصل شو تا ته علم ( د عیسی په بندګۍ او نبوت ) نو ووایه ( ای محمده ! دوی ته ) راځئ ! چې را وبلو زامن زمونږ او زامن ستاسی ، او ښځې زمونږ او ښځې ستاسی ، او ځانونه خپل او ځانونه ستاسی ، بیا التجا عاجزي وکړو ( په دعا کې ) نو و به ګرځوو مونږ ، لعنت د الله په درواغجنانو باندی .
نصرانیانو د مشورې لپاره وخت وغوښت او په مشوره کې د مباهلې په نه کولو راضي شول ، د رسول الله صلی علیه وسلم سره یې روغه وکړه او بیرته خپلو کورونو ته ستانه شول .
تفسیر ابن کثیر لیکلي دي :
د دغې مباهلې د نزول سبب ، او د دی نه مخکې مبارکو ایاتونو ، د اول د سورت نه تر دغې مباهلې پورې د نزول سبب ، د نجران وفد وو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغلل او د عیسی علیه السلام په مورد کې یې جګړه شروع کړه ، چا به ویل چې عیسی نعوذ بالله د خدای ځوی دی او چا به ویل چې عیسی علیه السلام پخپله خدای دی او داسی نور .....
نو الله جل جلاله د دغه سورت لومړنۍ برخه په همدغه موضوع کې د دوی په رد کې نازله کړه.
کابلي تفسیر په دی اړه داسی لیکلي دي :
الله پاک حکم وکړ چې که د نجران نصرانیان سره د دومره پوهولو بیا هم و نه پوهیږي نو له دوی سره مباهله وکړه ، او د هغې لپاره یو داسی مؤثر او مکمل صورت تجویز شو چې دواړه ډلې دی له خپل اولاد سره را حاضرې شي ، او د زړه له کومي دی په ډیر اصرار او عاجزۍ سره داسی دعا وکړي :
هر یو له مونږ ځنې چې درواغ وایې ، په هغه باندی دی د الله تعالی لعنت او عذاب ولویږي .
د مباهلې د دعوت د اوریدلو نه روسته ، د نجران جرګې د مشورې لپاره مهلت واخیست .
په مشورو کې د دوی پوهانو او تجربه کارانو وویل چې :
ای د نصرانیانو ډلې !
تاسو پخپلو زړونو کې په یقین سره پوهیږئ چې دا محمد رښتینی مرسل او نبي دی ، او مسیح علیه السلام د ده په نسبت صافې فیصلۍ او ښکاره خبرې کړې دي ، او تاسی ته دا خبره څرګنده ده چې الله پاک د اسماعيل علیه السلام په اولاده کې د نبی د را لیږلو وعده کړې ده ، او هیڅ لری نه ده چې دا همغه نبي وي .
نو د نبی سره د کوم قوم ، د مباهلې او ملاعنی کولو ، همدا نتیجه کیدای شی چې د هغه هیڅ لوی او وړوکی د الله د عذاب څخه نه خلاصیږي ، او د نبی د لعنت اثر تر ډیرو نسلونو پور پاتی کیږي.
ښه به دا وي چې اوس مونږ له ده سره روغه وکړو او د خپلو کلو په لور بیرته ولاړ شو .
د نجران جرګې همدا تجویز ومانه او د رسول الله په لور راغلل ، په دی وخت کې رسول الله صلی الله علیه وسلم د حسن ، حسین ، فاطمې او علي رضی الله عنه سره یو ځای د باندی وتلي وو ، د نجرانیانو د لوی پادري سترګې په دوی ولګیدې او بی واکه یې وویل :
زه هسی پاک او نوراني صورتونه وینم چې ، د دوی په دعا به غرونه له خپلو ځایونو څخه وخوځولی شي ، نه چې د دوی له مباهلې ځنی مونږ هلاک شو ، او نه چې د دوی د ښیرا له امله یو نصراني هم په ځمکه کې ژوندی پاتی نشي .
بالاخره دوی مقابله پریښوده ، روغه یې وکړه او کلنۍ جزیه یې ومنله .
د رسول الله حدیث دی چې :
که نصرانیانو مباهله کړې وې ، نو دا ټوله وادۍ به اور ګرځیدلې وې او پر دوی باندی به وریده ، او الله پاک به نصرانیان په مجموعي ډول له منځه وړي وی ، او د یو کال په منځ کې به ټول نصرانیان مړه شوي وی .
یادونه : په ډیره عاجزۍ سره الله پاک ته دعا کول او په هغه چا چې د حق نه انکار کوي لعنت ویلو ته مباهله وایې .
کابلي تفسیر دا هم لیکلي دي چې :
د مباهلې له بلنې څخه دا را څرګنده شوه چې ، دا مباهله د دې لپاره وه چې هر هغه څه چې په قرانکریم کې د مسیح علیه السلام په باره کې ویل شویدي ، هغه حق او رښتیا دي او د الله تعالی دربار له هر ډول شرک ، پلار ، زویتوب او نورو تعلقاتو ځنی بیخي مبراء او پاک دی .
الله جل جلاله خپل پاک پیغمبر ته فرمایې چې ، قرانکریم دغسی حقې ، رښتینې او د عبرت نه ډکې قصې بیانوي ، شک او تردید نلري ، یوازې یو الله د عبادت او بندګۍ وړ دی ، داسی الله چې هم غالب دی ، هم عزیز دی او هم د حکمت والا دی .
{ إِنَّ هَذَا لَهُوَ الْقَصَصُ الْحَقُّ وَمَا مِنْ إِلَهٍ إِلَّا اللَّهُ وَإِنَّ اللَّهَ لَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ } ال عمران :۶۲ .

ژباړه : بيشكه دا ( حال د عیسی او د مریمی چې تا ته بیان شو ) خامخا دا بیان حق دی ، او نشته هیڅ برحق معبود مګر یوازی الله دی ، او بیشکه خامخا هم دی ډیر غالب دی ( د احکامو په انفاذ ) ښه حکمت والا ( چې هر کار په تدبیر او مصلحت تر سره کوي ) .
قرانکریم د عیسی علیه السلام په اړه حقیقتونه بیان کړل ، داسی حقیقتونه چې انکار تر نشي کیدای اوس نو د دی نه روسته ، که څوک ایمان نه راوړي او انکار کوي نو داسی خلک په فساد اخته دي او د اللهي عذاب مستحق دي او قرانکریم يې په اړه داسی فرمایې:

{ فَإِنْ تَوَلَّوْا فَإِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ بِالْمُفْسِدِينَ } ال عمران : ۶۳ .

ژباړه : نو که وګرځيدل دوی ، ( ایمان ته یې شا کړه او اسلامي احکام یې و نه منل ) پس بیشکه الله ښه پوه دی په فساد کونکو ( نو جزا به ورکړي دوی ته ) .
یعنی که دلایل نه مني ، او مباهلې ته هم تیار نه دي ، نو دوی په حقیقت کې د حق منلو ته تیار نه دي ، او د فساد د خپرولو په لټه کې دي ، نو بیا پوه شه چې مفسدین هر چیرته چې دي ، د اللهي مراقبت او نظارت لاندی دي او حتما به د خپلو اعمالو بدله ومومي .