نوی کال او یوه پخوانۍ لیکنه
ګل اوبلبل:
د سپرلي د موسم یو ښکلی سهار وو. بڼ و چمن له ډول ډول ګلونو څخه رنګینې جامې اغوستې وې. د سهار وږمو د ګلانو معطر بویونه پر کلي او مالت ګرځول. په دې وږمین او رنګین سهار کې یو بلبل، د ګل پر ډنډر ناست او د خپلې مینې او سوزداستان په لوړ غږ اوچیغو چیغو خپل میین، ګل ته ترغوږه تېروي.
ګل هم د ګران میین، د مینې داستان ته خپل ښی غوږ نېولی او بلبل چې له نغمو څه قدرې وزګار شو، په خندا کې يي ورته وویل:
ګرانه یارانه په پرده او نزاکت کې مزه کوي، د چیغو یارانه لذت او پایښت نه لري.
نوره دې خوښه!
بلبل هم ګل ته په ځواب کې وویل، زه په دې فکر وم چې زما او ستا یارانه به هم د نورو خلکو د یارانې غوندې وي، د چیغو او د پولې په سر یارانه به وي؛ نو ځکه مې تا ته په چیغو چیغو او سویو نارو غږ وکړ او د زمانې د نورو عاشقانو سره مې سیالي وکړه!
ګل چې تر دې وخته، د خلکو د دې ډول یارانې ناخبره وو، د دې خبرې د اورېدو سره سم يي له غمه سر ځوړ شو، له اوښکو يي سترګې ډکې شوې، په ترمې ترمې کېدو او زړه چاودو کې يي وویل، خدایه له داسې یارانې امان راکړې او عمر مې لنډ کړي!
خوږیاڼي، کږه (نوی ښار)
د ۱۳۴۷ کال د وري لومړۍ نیټه
سرلوڅ مرادزی