نژدې۴۴ کاله وړاندې، شوروي اتحاد په افغانستان باندې خونړې یرغل وکړ چې د غمونو، بمونو، ویرونو او سلګیو تر اړخه یې یو ویجاړ او په درویزې روږدې ملت ترشا پریښود. څوارلس ورځې وړاندې، د روسیې فدراسیون د اوکراین په خپلواک هیواد باندې چې۴۴ ملیونه نفوس لري،‌ پوځي یرغل وکړ. د فبرورۍ په څلور ویشتمې نیټې ولسمشر، ولادیمیر پوتین د رسنیو له لارې چې نیغ په نیغه خپریدلې، یوه اوږده وینا وکړه. ما پخپله د دغې وینا ډیره برخه د آر ټي د ټلویزیون په پردې وکتله؛ نوموړي د خپلې جګړې د مشروعیت لپاره درې ټکي بیا بیا تکرار کړل او داسې یې وویل: (موږ له اوکراین څخه د خطر احساس کوو ځکه چې هلته خطرناکې وسلې دي؛ هلته د روس نژادو ډله ایزه وژنه روانه ده. په اوکراین کې نوي نازیان ځموږ لپاره یو ستر ګواښ او د ارتوډوکس مذهب له وجودي خطر سره مخ دی. بیا یې وویل: اوکراین د شوروي اتحاد لعنتي کمونستانو او په ځانکړي ډول لینن رامنځ ته کړ ترڅو د خپلې اقلیتي واکمنۍ پښې ټینګې کړي،‌ کنه نو اوکراین خو زموږ د هیواد برخه ده).
مګر د پاتې نړۍ له نظره، دغه تاړاک یو بربنډ پوځي تیرې دی چې د برائت لپاره یې کارول شوی دلایل مازې د ځان د خوشحالولو او نورو د غولولو یوه ناچله هڅه ده. نیویارک ټایمز پخپل یو څیړنیز راپور کې چې د فبرورۍ په دوه ویشتمې نیټې خپور شوې، لیکلي چې دیرش کاله وړاندې د اوکراین حکومت د امریکا، روسیې او اروپا په غوښتنې او ډاډ خپلې ټولې اټومي او نورې مهمې وسلې روسانو ته وسپارلې. دغو هیوادونو له اوکرانیانو سره ژمنه وکړه چې د دوئ سیاسي خپلواکي او د هیواد سرحدونه به یې خوندي وي.
د نوو نازیانو د اصطلاح په اړه د اوکراین ځوان یهودي ولسمشر،‌ ولادیمیر زیلنسکي چې د سټیج او فلم پخوانې ټوکمار هنرمند دی، د کرملین په ځواب کې وویل‌: زه نازي نه یم، بلکې زما نیکه او د هغه دوه ورونه د هټلر د نازیانو لخوا اعدام شويدي؛ نو څرنګه کیداې شي چې زه دې نازي شم؟ د دریمې پلمې په هکله نومیالۍ هندۍ ژورنالسته، پالکي شرما وایي: که چیرې د پوټین دغه دعوه ومنل شي چې اوکراین یو مهال د شوروي اتحاد برخه وه او باید چې بیرته د خپلې مور غیږې ته راستون شي، نو بیا خو پیرنګیان د هندوستان او فرانسویان هم د الجزایر د بیرته نیولو حق لري.
په ۲۰۰۸م کال کې، د جورجیا بیلتون خوښو جګړه مارو د روسیې په مرسته، د اپخازیا او اوستیا سیمې جلا او بیا موسکو په رسميت وپیژندلې. روسانو همدارنګه په ۲۰۱۴م کې د اوکراین په جنوب کې د کریمیا / قرم ساحلي مهمه سیمه د خیټې لاندې او د خپل قلمرو برخه وګرځوله. په ۲۰۱۵م کې یې د سوريې د مجرم رژیم د ملاتړ او داعش سره د جنګ په بهانه، په زرګونو وسله وال ځواکونه هلته واستول. بشار الاسد د ایران او روسانو په همکارۍ د خپل ولس یوملیون سنیان ووژل او لس ملیونه سنیان یې هجرت ته اړ کړل. دا ټول هغه څه وو چې د کرملین قیصر یې نور هم زړور او دیته وهڅولو چې د اوکراین په ختیزې څنډې کې د دونباس د اقلیم اړوند د دونیتسک او لوګانسک سیمې له اوکراین څخه بیلې او په رسمیت وپيژني.
د پوځي څارونکو له نظره، سره د دې چې روسي پوځیانو د سوریې د حلب او د چیچن د ګروزني د جنګونو په څیر، دمګړۍ د سوځولې مځکې عملیات نه دي پیل کړي،‌ خو په رسنیو کې د خارکوف، ماریو پول او سومي ښارونو انځورونو ته په کتلو سره، داسې بریښي چې جګړه ډیره خونړۍ او ویجاړونکې ده. ولې په عین حال کې د اوکراین د ولسمشر زړورتیا او د اوکرانیانو ملي روحیه د شنونکو له انګیرنو او اټکلونو څخه ډیره اوچته ده.
د مارچ په دوهمې نیټې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په فوق العاده غونډې کې۱۴۱هیوادونو د روسي پوځي تاړاک د کلک مخالفت ترڅنګه غوښتنه وشوه چې یرغلګر ځواکونه دې پرته له ځنډ او شرطه له اوکراین څخه ووځي؛ د چین په مشرۍ ۳۵ هیوادونو مستنکفه رایه ورکړه او یواځې سپینې روسې، سوریې، شمالي کوریا او اریتریا د روسانو د یرغل ملا تړ وکړ. ولې تر ټولو حیرانونکې دریځ د مرکزي آسیا د هیوادونو دی چې د کرملین د قیصر ملا یې ونه تړله.
د امریکا ولسمشر، جو بایډن وویل: ( پوټین کولاې شی چې په ټانکونو باندې د کییف ښار محاصره کړي، خو هیڅکله نه شي کولاې چې د اوکراین د خلکو زوړنه او ارواوې خپلې کړي). په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو پخوانې قومندان، جنرال ډیویډ پيټرییس وايي: ( روسان د چیچن په ګروزني او د سوریې په حلب کې د بیدریغې ویجاړۍ او وژنو پراخه تجربه لري او غواړي چې په اوکراین کې همدغه تراژيدي تکرار کړي، خو دا به ورته په لویه بیه تمامه شي).
له بله پلوه، امریکا، کاناډا، د اروپا اتحادیې، استرالیا، نیوزیلنډ او چاپان خپل هوایي حریم د ایروفلوټ په وړاندې بند کړ او روسیه یې د سویفټ SWIFT د نړیوال بانکي سیستم څخه وویستله. همدا شان دغو هیوادونو نه یواځې له روسانو سره هر ډول سپورتي لوبې بایکاټ کړې، بلکې د پيشوګانو نړیوال فدراسیون اعلان وکړ چې روسۍ پیشکې هم نه شي کولاې چې د دوئ په سیالیو کې برخه واخلي او د فرانسې له یو موزیم څخه د پوټین مجسمه لیرې کړل شوه. کرار کرار، ګوګل او انټرنټ خپل خدمات په روسې باندې پري کوي او ښکاري چې له روسيې سره د شمالي کوریا په څیر چلند وکړي؛ ولی د یو بالمثل ګام په توګه، د روسيې حکومت فیسبوک، ټویټر او نیټفلکس بند کړل.
لندن میشتې یمینې یوټیوبر، سعد الشرعي وايي: ( د پوټین غټه غلطي همدا ده چې اوکرانیانو ته یې د سوريانو ګمان وکړ. د سوریې خلک مسلمانان او ويښتان یې تور دي، خو د اوکراین خلک مسیحیان، ویښتان یې سره او سترګې یې شنې دي. نامتو مصرې لیکوال، صابر مشهور وايي چې دغه جنګ یواځې د اوکراین د نیولو لپاره نه دی بلکې د ارتودکسی قیصري امپراطورۍ د بیا را ژوندي کولو جنګ دی. زما په آند، د دې جګړې سپرغۍ به ډیر ژر آذربایجان، مالودفیا او جورجیا ته هم ورسیږي. کله چې تیره اونۍ یو اوکراني ځوان د روسي ټانک په وړاندې ځان وژنه وکړه نو هغه اوس اتل ګڼل کیږي، خو که د سوریې د خپلواکۍ کوم جنګیالې دغه کار وکړي نو هغه به هم ترهګر وبلل شي؛ یو بام او دوه هوا).
د نیویارک ټایمز مشر لیکوال، فرډ ټامس وايي: ( پوټین به دا جنګ ونه ګټي، ځکه اقتصادي بندیزونه د اټومي بمونو په څیر اغیزمن دي. البته زه اندیښمند یم او دا امکان وینم چې پوټین به په واقعي ډول د اټومي وسلې کارولو ته لاس واچوي. ځکه هغه پخپله ویلې دي که زه اړ شم نو داسې څه به وکړم چې هیڅ چا پخوا نه دی کړی). ولاډیمیر پوټین په دې وروستیوکې له بهرنیو ولسمشرانو او خپلو وزیرانو او مشاورینو سره د شپږ مترو د واټن په اندازه لیرې کښيني، خو تیره ورځ یې د ایروفلوټ د هوایي شرکت له دوه درجنه ښایستوکو میلمه پالو نجونو سره څنګ په څنګ ښه خوږ بنډار درلود. د نورو خبرو په ترڅ کې یې وویل: (په روسیې د اقتصادي بندیزونو لګول، د جنګ د اعلان په معنا دي او موږ ورته پوره چمتو والی لرو).
د دې جګړې یو مرموز او ناخوالي اړخ دا هم دی چې د لویدیځې نړۍ ځینو سیاسي مشرانو او خبریالانو ونه شو کولاې خپله غوصه او د زړه خبرې همداسې پټې وساتي. د بیلګې په توګه، د بلغاریا صدراعظم، د سي بي اس، ان بي سي امریکايي ټلویزیوني چینلونو او د الجزیرې د شبکې انګلیسي خبریالانو په جلا جلا ډول وویل چې اوکراین افغانستان او عراق نه دي. د اوکراین خلک متمدن او با فرهنګه دي؛ دوئ عام کډوال نه دي؛ دوئ زموږ د رنګ او مسیحي عقیدې خویندې او ورونه دي.
په ځواب کې د نورو ترڅنګ د طلوع ټلویزیون مالک، سعد محسني په خپل ټویټ کې او په لندن کې څیړونکې، فائزې ثاقب د انډیپنډنیټ په معتبرې ورځپاڼې کې ولیکل: د شورویانو له یرغل وړاندې افغانستان هم یو باکلتوره، سوله خوښې او د بډایې تاریخ لرونکی هیواد وو؛ خو شوروي یرغلګرو هرڅه په سیند لاهو کړل. فائزه وړاندې لیکي: ( کومه ستونزه چې لویدیځې نړۍ ته ګواښ نه وي، نو هغې ته چندانې توجه نه کوي او موږ ورته بې کلتوره او وروسته پاتې ښکارو. خو دوئ باید هیر نه کړي چې د هر انسان ژوند مهم دی؛ په کار نه ده چې یو څوک اول د رنګ او دین په تلې کې وتلل شي، بیا پرې یو اړخیز قضاوت وشي)
د یو څرګند توکمیز چلند په توګه، د پولینډ او اوکراین په ګډه پوله هغو افریقايي او اسیايي محصلینو ته د بندر څخه په آسانۍ د تیریدو اجازه نه ورکول کیږي؛ ځکه چې د مخونو رنګونه یې تور او سترګې یې شنې نه دي. د الجزیرې د فوق السلطه د پروګرام چلوونکې، نزيه الاحدب وایي: ( سپین والې ښکلا نه ده او تور رنګ بد رنګي نه ده. کفن تک سپین دی خو ډیر ډارونکی دی، ولې کعبه تکه توره ده، خو ډیره ښکلې او زړه راښکونکې ده).