دا جګړه یو ستر بد خیانت دی او د هیڅ شی په لوري یو ګام 
موږ د روسېې ساینسپوهان او د ساینس ژونالستان د اوکرایین په خاوره کې زموږ د هیواد وسله والو ځواکونو لخوا د پیل شوي جګړې په وړاندې سخت احتجاج کوو او په وړاندې دریزو. ٬٬ په اروپا کې د نوې جګړې مسوولیت یوازې د روسیې پر غاړه دی٬٬.
دا یو وژونکی ګام او اقدام دی، چې د سترو انساني قربانیو پایله او لامل ګرځي او د نړیوال امنیت د تاسیس شوي سیسټم بنسټونه کمزوري کوي. په اروپا کې د نوې جګړې پیلولو مسوولیت په بشپړه توګه د روسېې پر غاړه دی. 
د دې جګړې لپاره هیڅ ډول معقول او منطقي توجیه نشته. د ډونباس په سیمه کې وضیعت د پوځي عملیاتو پیل کولو لپاره د فرصت په توګه کارول او کار اخیستلو هڅې په هیڅ ډول باور نه هڅوي او برخلاف بې اعتمادي هڅوي. دا په ښکاره توګه یوه څرګنده خبره ده، چې او کرایین زموږ د هیواد امنیت ته هیڅ ډول ګواښ نه دی پیښ کړي. د دوی پر ضد جګړه بې بنسټه او په ښکاره ډول بې مانا ده.
موږ ته اوکرایین و او وي به یو نږدې هیواد او نږدې به پاتې شي. زموږ څخه ډېری په اوکرایین کې خپلوان لري، همدارنګه نږدې ملګري او د ساینس په برخه کې همکارانو لرو. زموږ پلرونو، نیکونو او غورو نیکونو په ګډه د نازي جرمني ملي سوسیالیږم پر ضد جنګیدلي دي. د روسېې د فډراسیون د مشرتابه د جیوپولټیک هیلو په اړه د جګړې پیلول، د شکمنو تاریخي فنټزیو یا تصوراتو لخوا هدایت کیږي، دا د دوی د حافظې سره یو ستر بد خیانت دی. 
موږ د اوکرایین دولت ته درناوی کوو، کوم چې په ریښتینې مانا سره د فعالو ډیموکراتیکو ادارو پربنسټ ولاړ دی. موږ اروپا ته د خپلو ګاونډیانو انتخاب په درک سره ګورو. موږ باروي یو چې زموږ د هیواد ترمنځ په اړیکو کې ټولې ستونزې په سوله ییزه توګه حل کیدای شي. 
د جګړې د پیلولو سره روسېې ځان پر نړیوال کچ انزوا ته محکوم کړ، یو رټلي شوي یا مطرود هیواد وګرځید. دا پدې مانا ده، چې وسمهال موږ ساینسپوهان نشو کولي خپل کار په نورمال ډول پرمخ یوسو، ځکه عملي څیړنې د نورو هیوادونو د ساینسي همکارانو له بشپړې همکارۍ پرته د تصور وړ نه دي. پر نړیوال کچ د روسېې انزوا زموږ د هیواد د کولتوري او تخنیکي ارزښتونو د لا زیاتو کمښت په مانا ده، چې په بشپړه توګه د مثبتو شونتیاو د نشتوالي سره مخ یو، د اوکرایین په وړاندې جګړه د هیڅ شي په لور یو ګام دی. 
دا زموږ لپاره یوه ستونزمنه خبره ده او ګورو، چې زموږ هیواد د جرمني نازییزم پر وړاندې په بریا کې یوه پرېکړه کونکي ونډه درلودلي ده، اوس زموږ هیواد په اروپا کې د یوې نوې جګړې محرک یا هڅوونکی په توګه بدل شوي دی. موږ د اوکرایین پر ضد د ټولو پوځي افداماتو د سمدستي بندولو غوښتنه کوو. موږ د اوکرایین د دولت حاکمیت او ځمکنۍ بشپرتیا ته د درناوي غوښتنه کوو. موږ په خپلو هیوادونو کې سوله غواړو. 
 
یادونه : د روسېې علومو اکاډېمۍ د ۶۵ غړو په ګډون د څه باندې ۳۸۰ ساینس پوهانو په ۲۴ ساعتونو کې دغه پرانیستي لیک لاسلیک کړي دی، چې پر انټرنیټ هم خپور شوي دی. په ۱۷۲۴ کال کې د دې اکاډېمۍ بنسټ د لوی پیټر لخوا ایښودل شوي دی او په ماسکو کې مېشته ده. د روسېې ملي اکاډېمۍ د روسېې په فډراسیون کې تر ټولو لوړ رتبه څېړنېزه اداره ده. 
 
پای