وږمه سبا عامر
بېګا شپه مې کړه تېره په سوچونو کې دلداره
ته نه وې سوزېدمه په اورونو کې دلداره
احسان مې نه منې څومره ناجاڼه يې مغروريې
ځواني مې کړله پاڼې ستا لاسونو کې دلداره
ازغي مې په لاسونو کې تڼاکې مې په ښپوکې
ماڅومره لټولې په ګلونو کې دلداره
دازمکه خويوکور دى زه او ته پکې اوسيږو
رشتې خوتړل کيږي اسمانونو کې دلداره
ته راغلې راته ښکاري چې سوالونه مې قبول شو
الله نه مې غوښتلې بارانونو کې دلداره
همزولوبه ستانوم باندې چېړله څومره ډېره
وږمې به يادولې په ټالونو کې دلداره
17.10.2007
- zarpana
نجيب عامر
دهيلواباسين يې په غورځنګ دى که يې ګورېولاړدرته کوڅه کې يو ملنګ دى که يې ګورېيوڅوک لکه موسى خبر دطورله کرشمودىدوخت دهرفرعون سره په جنګ دى که يې ګورېشغادسپينوتوروله ازله دلته برېښيهم دلته شرمېدلى هراورنګ دى که يې ګورېخبره که دجنګ وي جنګيالى هريوافغان دىپه سرداننګويې سورکى رنګ دى که يې ګورېدادښته به داوښکوپه باران اوبه کومهکرلى مې په زړه فصل دننګ دى که يې ګورېيوداسې لېونى دى عين ترداره درسره...
16.11.2007
- zarpana
غزل
که اننګي دې کلۍ وګڼم ګلاب وګڼمخامخا ژوند به ستا په مينه کې غرقاب وګڼمچې پاڼه پاڼه يې ښکلاده، خوچانه ده لوستېدګلولښتې ! ځان به داسې يو کتاب وګڼمهغه وخت نه...