نجيب عامر
دهيلواباسين يې په غورځنګ دى که يې ګورې
ولاړدرته کوڅه کې يو ملنګ دى که يې ګورې
يوڅوک لکه موسى خبر دطورله کرشمودى
دوخت دهرفرعون سره په جنګ دى که يې ګورې
شغادسپينوتوروله ازله دلته برېښي
هم دلته شرمېدلى هراورنګ دى که يې ګورې
خبره که دجنګ وي جنګيالى هريوافغان دى
په سرداننګويې سورکى رنګ دى که يې ګورې
دادښته به داوښکوپه باران اوبه کومه
کرلى مې په زړه فصل دننګ دى که يې ګورې
يوداسې لېونى دى عين ترداره درسره ځي
پرېکړى سر ولاړداستاپه ننګ دى که يې ګورې
دروايې خله ځونډى يې کړه سينې ته دې نزدې کړه
عامر له رنګه توردى خولونګ دى که يې ګورې
٢٠٠١ فبروري٢١
ننګرهار-جلال اباد
(دنرګسو غاړکۍڅخه ............. )
16.10.2007
- zarpana
په شپو کې تر سهاره کېناستل غزل ليکلعادت مې شو د پېغلو په اوربل غزل ليکليوه پاڼه که بله وای چارګل مې دجانان وڅه نوې تجربه ده په شوتل غزل ليکلای شېخه راته وايه عبادت که رياضت دیله سترګومرغلرې تويول غزل ليکلدا څه عادت دې واخېستو عامره بې روزګارهبې واره په جامونو پرېوتل غزل ليکل۱مارچ،۲۰۰۲ننګرهار...
17.10.2007
- zarpana
وږمه سبا عامر
بېګا شپه مې کړه تېره په سوچونو کې دلدارهته نه وې سوزېدمه په اورونو کې دلدارهاحسان مې نه منې څومره ناجاڼه يې مغروريېځواني مې کړله پاڼې ستا لاسونو کې دلدارهازغي مې په لاسونو کې تڼاکې مې په ښپوکېماڅومره لټولې په ګلونو کې دلدارهدازمکه خويوکور دى زه او ته پکې اوسيږورشتې خوتړل کيږي اسمانونو کې دلدارهته راغلې راته ښکاري چې سوالونه مې قبول شوالله نه مې غوښتلې بارانونو کې دلدارههمزولوبه ستانوم...