ټکنده غرمه وه یتیمه نجلئ چې د مور سر ته ناسته وه په چیغو چیغو یې ژړل ،
طلایې ویښتان یې په سپیره مخ پراته وو ، له پوري کوره د سرو شویو پیازو بوۍ به حرکت راوسته ،
له سترګو یې ویښتان ایسته کړل راولاړه شوه دالان ته ننوته،
د دیګ کړپ شو ،
مور یې راویښه شوه سوړ اسویلی یې وکیښ مرجانو دیګ کې هیڅ شی نشته،
راشه ما هم په چایو پسي ډوډۍ وخوړه مرجاني په وړه ژبه په چیغو چیغو وویل ،
تریخ چای پسي تر څو ډوډۍ وخورم هره ورځ راته وایې چې هګۍ درپخوم ،
ته درواغ راته وایې ،
مور یې خپل څنګل له سره راویوست راولاړه شوه حک حیرانه کیناسته،
د غولي په منځ ویده ماشوم ته یې وکتل،
په سترګو کې یې اوښکو ډنډ جوړ کړ ووته شیبه وروسته بیرته راننوته ،
مرجاني له هیلو ډکي اوبلني سترګي ورته نیولې وی ،
بدنۍ (کوزه) یې ورکړه ورشه د سلیم کاکا میرمن به لیږ شلومبۍ درکړي ،
مرجاني بدنۍ واخیسته له خوشحالي یې د مور شلیدلې څپلۍ په پښو کړې په منډه ووته،
مور یې ویده ماشوم چې په لاس کې یې د ډوډۍ یوه ټوټه ټینګه نیولې وه هغه هم په ژړا ویده شوی وو په دې هیله یې راویښ کړ چې مرجاني سره به په شلومبي پسي ډوډئ وخوري،
مراجاني لویه لرګینه دروازه به ډیري سختئ خلاسه کړه ،
د کلا په منځ کې سلیم چې په غاښونو کې یې خلی واهه مرجانه یئ مخ ته ودریده ،
په وړه ژبه یې ورته وویل مور مي ویل لیږ شلومبی راکړئ ،
سلیم میرمني ته غږ وروکړ ،
دا نجلۍ ته لیږ شلومبی ورکړۍ ،
میرمني یې ورسئ خلاصه کړه سر یې ترې راویوست شلومبی نشته یو ستل پاتي وو لیږ مو کور ته راګرځولی نور مو طالبانو ته ورکړ،
سلیم له جیبه د نسوارو دبلی راویوست مخ یې مرجاني ته ورواړوی نجلۍ شلومبی نشته ،
د یتیمي مرجاني په مړاو سترګو کې له ورایه ښکاریده چې د تشي ګیدې مړولو ته یې په اوم اسمان کې د ټولي نړۍ څښن پاتي راغلی ده!