ارواپوهنه په کړکیچ کې زموږ مرستی ته راځي
ارواپوهنه هغه علم دی چې تر اوسه یې د انسان د روانی تعادل، د دوی د ناخوالو په کمښت، ښوونه او روزنه، دعاداتو په مثبت بدلون او ټولنیز چلند کی مهم رول ترسره کړی دی. څومره چې اوسنیو څو ورځو کې خلکو سره مخامخ کیږم، د دوی حالت ته چې ګورم، ټول راته (وارخطا)، ویریدلی او آن دا چې زیاتره ډیر ناهیلی ښکاري. ځوانانو د سبا ورځې لپاره خپلی هیلی له لاسه وکړی دی او مشران ستومانه او مظطرف ښکاری، سره له دی چې زه هم چندان جوړ نه یم ! نو ځکه مې د اروا پوهنې مطالعه شروع او یو څه ډاډ او روحی سکون مې موندلی ، نو ځکه درنو هیوادوالو ته هم د یوې مشورې او تسلا یا ډاډګیرنې په دود لیکم:
ارواپوهنه د انسان د چلند د څیړنې او مطالعې علم، موضوع یی د انسان دذهنی کړو – وړو او د انسانی عاداتو څیړنهده. نن ورځ په ارواپوهنه کې د لیدو وړ چلند او ذهني فعالیت (نه لیدونکی) دواړه تر کتنې لاندې دي. د بیلګی په توګه فکر کول چې یو ذهني فعالیت دی، په سیده او مخامخ ډول باندې نشی لیدل کیدای، خو د فکر کولو آثار د څیړنې او کتنې وړتیا لری. د سلوک(چلند behavior)دڅیړنی له مخی یو ارواپوه کولای شی چی د یو وګړی ذهن مطالعه کړي د پام وړ شخص د فکر کولو په حال کی دی، خو دا چی ایا نوموړی وګړی د څه په هکله فکر کوی، کومو موضوعاتو باندی په خپل فکر کی اخته دی، په خپل ذهن کی په کومو ذهنی شخړو اخته دی، د دغو شخړو موضوع څه ده؟ او دا چی دا ذهنی شخړی کله او څه وخت راهیسی راپیل شوی دی، ګټی او زیانونه یی څه دی او دا چی په څه ډول باید یو څوک د هغو مثبت اړخونه پیاوړی کړی او له زیانونو یی په څه ډول ځان وساتی او داسی نور مسایل هغه څه دی چی د ارواپوهنی د څیړنی اصلی ټکی جوړوی. په دې باندې پوهیدل چی آیا د پام وړ شخص ذهن کی څه ګرځی راګرځي، د ځانګړو لارو – چارو او تخصصي پوهی په واسطه کیدای شی. په دغه ډول تخصص سره ارواپوه ستونزه باندی پوهیږی او د له منځه وړلو لپاره یی لاره لټوی او خپل مراجعه کوونکی (اروایی ناروغ) ته مشوره ورکوی چی په څه ډول خپله ستونزه حل کړی او خپل روحی صحت، تعادل او روغتیا بیرته په څه ډول ترلاسه کړی.
له سلوک او چلند څخه موخه هغه فعالیتونه دی چی د یوه بل وګړی یا د آزمایلو د وسیلو او آزمایښتی دستګاه په واسطه د لیدلو وړ وی او له ذهنی کړو – وړو څخه موخه هغه ډول فعالیتونه دی چی په سیده او مخامخ ډول د مشاهدې او کتنی وړ نه وی، خو ارواپوه کولای شی هغه د وګړی د چلند د آثارو او نښو له مخی استنباط کړی او یوه پایله ورڅخه ترلاسه کړی. په نوره نړۍ کې په ستونزمنو حالاتو کې وګړی ارواپوه او روانی مشاورته مراجعه کوی، خو متاسفانه موږ دا ډول خدمات نلرو، نو ښه لاره یی خودي مطالعه ده. دا چې اوس په افغانستان کې موږ د ارواپوهنې مشاوره نه لرو، ډیره به غوره وی چی ګران هیوادوال؛ په تیره ځوانان د ارواپوهنې مطالعه وکړي. له نیکه مرغه اوس موږ پوره اندازه اخځ لرو( انترنیت، کتاب پلورنځي او کتابتونونه). ارواپوهنه یو په زړه پوری بحث دی چې هرڅوک باید څه ناڅه په دې برخه کې مطالعه ولري.
د ارواپوهنی علم موږ ته څه خدمت کوی؟ زمونږ په ژوند کی کومی ستونزی هواروی؟ او په ژوندکی د ښه تصمیم نیولو او غوره پریکړو په برخه کی موږ ته کومی هیلی پیدا کوی؟ دغه پورتنی پوښتنی هغه څه ډی چی مونږ یی ځواب له ارواپوهنی څخه ترلاسه کولای شو. د همدغو موضوعاتو په پوهیدو سره مونږ نسبتاً آرام او ښه ژوند پرمخ بیولای شو. د ارواپوهنی علم مونږ سره مرسته کوی چی د خپل چلند او کړو وړو اصلی ریښی په ښه ډول سره وپيژنو او د خپل چلند په لامل او اصلی علت باندی وپوهیږو او په دغی پوهی سره د ځان او خپل سازمان او ټولنی چلند په ښه ډول کنترول او اصلاح او مدیریت کړو. مونږ پخپل ژوند کی معمولاً دوه ډوله رول ترسره کوو، یا په بله وینا زمونږ ژوند دوه اړخونه لری، یو یی فردی بل یی ټولیز. په دی دواړو کی له ارواپوهنی څخه کار اخیستل کیږی. هم له خپل ځان سره او هم له نورو سره په تعامل کی له ارواپوهنی ګټه اخلو. هر سړی غواړی خپل ځان سره آرام وی، یو وګړی غواړی چی صادق او ریښتنی وی او خپل د قوت او ضعف ټکی وپيژنی او تل هیله مند او د نشاط لرونکی وی. مونږ ټول غواړو چی پرمختګ وکړو او هر څوک غواړی چی په خپل ټولنیز نقش او رول کی ډیر غوره او بریالی وی. انسان غواړی چی خپل کلی – کور، ښار او سیمه هیواد او آن د نړۍ په کچه ډیر ښه ښایسته، هوسا او د نیک نوم لرونکی وی. د ارواپوهنی علم مونږ ته د همدغو هیلو او غوښتنو وسایل او لاری راښیی او همدا سوالونه تجزیه او تحلیل کوی، که خدای ناخواسته لږ ناکامی سره مخ شو، د بیرته پاڅیدو او بیا روانیدو چل راښيي، انګیزه او قوت راکوي. د چلند او کړو- وړو، انګیزو او انګیرنو پيژندنه هغه ستونزمن کار دی چی په دی برخه کی د ارواپوهنی علم مونږ سره مرسته کوی. د ارواپوهنی له دغه سوغات څخه په ګټه اخیستو سره مونږ کولای شو چی ډیر ښه هوسا، پتمن او خوشحاله ژوند ولرو. البته مونږ د خپل ژوند بیلابیلو برخو کی له هغو تجاربو څخه کار اخلو چی ترلاسه کړی مو دی، خو غواړ چی خپلی تجربی د ارواپوهنی د پوهی له علمی لاسته راوړنو سره پرتله کړو او هغه نوری هم د عمل ډګر کی په ښه ډول پلی کړو او په آګاهانه او ارادی ډول سره عمل وکړو او په ځان خبري(شعوري) توګه ګام اوچت کړو. همدارنګه به له خپلو تجربو څخه یوه ښه ارزونه ولرو او د ارواپوهنی د علمی پایلو کارولو سره به په خپل فردی او ټولنیز ژوند کی خوشحالی ترلاسه کړو.
که چیری مونږ د آزموینی په ورځ سوالونه ښه ځواب نکړای شو، خپه کیږو، که چیری د خپل ګډ ژوند لپاره ښه ملګری پیدا نکړو ستونزو سره مخامخ کیږو، له خپلو ماشومانو سره په چلند او د دوی په روزنه کی هم خنډونه مخی ته راځي. که چیری زده کوونکی په ټولګی کی د ښوونکی له لوست څخه خوښ نه وی نو آیا د دی ریښه به څه وی؟ په دی ډول حالت کی طبیعی خبره ده چی د روزنیز او ښوونیز بهیر پایله به ښه نه وی. کله چی یو څوک نشی کولای چی خپلی تحصیلی څانګی څخه خوښ وی، نو ورځ په ورځ یی ناخوښی زیاتیږی او خپلی چاری په پوره شوق نشی ترسره کولای چی په پای کی یی د ناکامی لامل کیږی، د وګړی په ناکامی سره ټوله اداره او سازمان ناکامیږی. کورنۍ کی هم همداسې.
آیا په رښتیا مونږ کله هم له ځان څخه پوښتنه کړیده چی آیا کوم چلند، تفکر، انګیرنه اوسبک او طرز د دې ډول ناوړه پایلی لامل کیږی؟ کله چی د دغه ډول ناروغیو سمه درملنه وشی، دا ناروغی له منځه ځي. نو آیا د دې وخت نه دی رارسیدلی چی د یوه طبیب په توګه د دغی ذهنی او روحی ناروغی علاج وکړو؟ د ارواپوهنی علم او علمی لاسته راوړنې او هغو پورې اړوند معلومات چې په بیلابیلو وګړو باندی آزمایل شوی دی، مونږ سره په دې برخه کی ډیره زیاته مرسته کولای شی، دا ځکه چی د وګړو تر منځ ورته والی شته او د توپيرونو تر منځ یی یو بلی سره ورته والی زیات دی. د دغو ازمایل شویو پایلو په کار وړل زمونږ د ژوند په ښه کولو کې مونږ سره ډیره مرسته کوی. په دې توګه مونږ د خپل ژوند په فردی او ټولنیزو اړخونو کې او د خپل کار او شغل بیلابیلو برخو کې دغه علم ته اړتیا لرو. د ارواپوهنې د علم لاسته راوړنې مونږ سره مرسته کوي چې هیلوته مو ورسیږو او تل تازه او خوښ اوسو او هره ورځ مسایلو ته نوې کتنه وکړو. روتین او د هرې ورځې تکراری چارې سړی ستومانه کوی، خو نوښت او بدلونونه ستومانی لمنځه وړی. نویوالی راوستل د ګټورتوب احساس لري. آیا تکراری او بې نوښته ژوند زمونږ کورنی او رسمی ژوند کی څومره ستونزی پيدا کړی دی؟ ممکن ډیرې زیاتې وي. په دې توګه زمونږ ډیره انرژي د دغو ستونزو په هوارولو کې لګیږي او پایله یې د کارونو د وروسته پاتیوالی لامل کیږی او د پرمختګ پر ځای شاته ځو. دا چی په څه ډول سره کولای شو چی ژوند ته په ښه نظر وګورو او خپله مینه او لیوالتیا زیاته کړو او نوی نوی نوښتونه ولرو او په هغه څه چی لرو یی خوښ اوسو، د ارواپوهنی علم ته اړتیا لرو.
زمونږ ټولنه کی چی د علمی پوهی تولید او د علمی پایلو دود کول او پرمختیا ډیر لږ لیدل کیږی، د ارواپوهنی علم ډیر لږ پيژندل شوی او ډیر لږ کار پکی شوی دی. آن دا چی د لوړو زده کړو په پروګرام کی ورته ډیره پاملرنه نشته. زمونږ ټولنه د خپل چلند له مخی خپله ځانګړتیا لری. څلور لسیزی موږ په شخړو او جګړو اخته وو، اوس یوه بل ګونګ حالت ته ولویدو. دغه حالت هره کورنۍ اغیزمنه کړی ده. راتلونکو اقتصادی ستونزو، د کار او زده کړو امکاناتو، فردی آزادی او نورو مسایلو ته چُرت کی یاستو. په دی توګه ویلای شو چی زمونږ ځوانان په رښتیا سره چی مشاورې او لارښوونې ته اړتیا لري. کله چی زمونږ ذهن پر یو مهال په څو څو ستونزو ښکیل کې وی، طبیعی خبره ده چی زمونږ ذهنی تمرکز له منځه ځي. دا ددې مثال لري لکه په فزیک کې چې یوه محصله قوه په څو نورو قوو باندې تجزیه شي، یا په ریاضي کې چې یوه افاده په څو افادو وویشل شي. له همدې امله ده چې زمونږ ذهن پر یوه مهال څو موضوعاتو باندې بوخت شي نو اغیزمنتیا یې کمیږي او په اصلي ځایونو، نومونو او ستونزو ډیر لږ تمرکز کولای شي. په دې مهال چې څومره په ځان فشار راوړو، چې د پام وړ موضوع یا نوم راپیاد کړو، نه بریالي کیږو. که څومره خواري کوو پرته له ستوماني څخه بل څه په لاس نه راځي. په پایله کې مو زړه تور او یو بد احساس راته پیدا کیږي.
مونږ کولای شو چې د اروا پوهنې له تخنیکونو څخه په خپل شخصي ژوند کې کار واخلو او د خپل ځان مدیریت کول زده کړو او نه یواځې دا چې خپله ستونزه حل کړو، بلکې خپلو ډیرو اوچتو انسانی ظرفیتونو ته هم ورسیږو او پخپل فردی او ټولنیز ژوند کې ډیر غوره تصامیم او عالی پریکړې ولرو.
ولی ځینی خلک خپل شاوخوا په سم ډول نشی لیدلای، یا ډیر خوشبین وی او یا هم ډیر بدبین وی، ولی دوی یا هر څه تور او تیاره ګوری یا یی له حده زیات روښانه ګوری؟ آیا ټول شیان بد یا ډیر ښه دی؟ آیا دغه ډول کتنه سمه ده؟ دا چی یو څه ته په څو ډوله کتنه کوو، ددی لامل څه دی؟ آیا ارواپوهنه په دی برخه کی مونږ سره څه مرسته کولای شی چی یوه موضوع یواځې له خپله آنده تحلیل نکړو، بلکی د عمومو خلکو او مقابل لوری له نظره یی تحلیل کړو، آیا داسی څه کیدای شی؟ ولی دکورنۍ جګړې څخه مخکې مو عواطف، ترحم، تساند، وطن سره مینه، ملی احساس، ایمانداری او تقوا، یوپر بل پیرزوینه، دمشارنو درناوی، میلمه پالنه، جود اوسخا او داسې ډیر نور انسانی او افغانی میزات لرل، ورته وفادار وواو ورباندی فخر مو کاو ، خو نن د کورنیو جګړو او ناوړه حالاتو دغه نیک اوصاف او سجایا راڅخه هیر یا ورته وفادار نه یو، دخپل یو مظلوم هیوادوال په لیدو خپګان او زړه سوی راته نه پیدا کیږی؟ زمونږ د پرونی احساس ریښه څه وه او د نن ورځې د بی احساسۍ لامل څه دی؟ په څه ډول سره کولای شو چی د انسانپالنی او خواخوږی ځانګړتیاوې زیاتې کړو؟ آیا کولای شو چی له هغو کمو یا زیاتو شیانو څخه چی لرو یې خوښ اوسو او ورباندې رضایت ولرو؟ آیا کیدای شی له خپل دغه حالت څخه چی لرو یی راضی او خوشحاله اوسو؟ ولی تر پرون پوری درواغ ویل او په حقایقو باندی سترګی پټول راته ډیر بد ښکاریدل، خو نن ورځ دا یوه عادی پيښه راته ښکاری (اوسنی بد وضیعت له امله چی یو شمیر خلک له ډیره ناوړه پيښو سره معتاد شوی دی او معافیت یی موندلی خو که شرایط او وضیعت ښه شی بیرته به ارزښتونه ژوندی او قضاوتونه به سم شی) . بل مرض چې پریدو راکې پیدا کړ هغه قوم پالنه سیمه پالنه او ګډوډی اچونه ده. د دغو منفی چلندونو ریښتیانۍ ریښه چیرته ده او آیا کیدای شي چې انسانی او عالمانه چلند ولرو؟ پرون مو له کورنی او نورو خلکو سره ډیر له ادب څخه ډک چلند درلود، خو نن ناوړه کلمات کاروو او سپکو الفاظو او د تاوتریخوالی ژبی څخه کار اخلو. آیا د ارواپوهنی علم به مرسته وکړی چی یو انساندوست او د غوره اخلاقو لرونکی وګړی راڅخه جوړ شی او خپل ذهن او کړه وړه سم کړو؟
دا ارواپوهنی ته زمونږ د نن ورځې د اړتیا یو څو بیلګی وی. آیا موږ څومره خپل ځان پيژنو؟ آیا د خپلو احساساتو په هکله پوهیږو؟ دغه احساسات له کومه راپيدا کیږی؟ آیا په دی ورځو کی مو زغم له لاسه ورکړی او د هغو لامل درڅخه ورک دی؟ په څه ډول سره خپله ذهنی ستومانی او ناهیلی له منځه یوسو؟ آیا کولای شو چی د خپل چاپیریال او شاوخوا خلکو په اړه خوشبین او لیوال اوسو؟ په څه ډول کولای شو چی له یوه بد پخوانی عادت څخه ځان وژغورو. تاسې فکر کولای شئ چې د تکرار کیدونکو خوبونو معنا څه ده؟ دا چې یا کم یا زیات خوراک کوو، خو بیا هم زمونږ د بدن وزن کی بدلون نه راځي، لامل یې څه دی؟ آیا ښځې او نارینه یو بل سره په توپير فکر، احساس او چلند لری؟ ولی نشو کولای خپلی کورنۍ، خپلوانو، دوستانو او د کار د چاپيریال دوستانو سره ښې اړیکې وساتو؟ آیا دخپلو ماشومانو روزنه کې موپوره توجه کړی او دهغوی عالی او رغنده مهارتونه مواوچت کړی؟ په څه ډول خپلو ماشومانو سره سم چلند وکړو؟ آیا ستاسې په کورنۍ کې یا ستاسې شاوخوا عصبانی او نارامه څوک شته؟ عصبانی ستومانه او خپه خلک تاسی ته کوم ډول احساس درکوی؟ دغو وګړو سره په څه ډول یو سم چلند کولای شو؟
دا ټولی هغه پوښتنی او د یو شمیر ستونزو بیلګی وی چی ممکن نن ورځ هر افغان سره وی. آیا تر نن ورځې تاسې دغو پوښتنو ته د ځواب پيدا کولو په لټه شوی یاست؟ تاسی د خپلو پوښتنو د ځواب موندلو لپاره کومی لاری چاری څخه کار اخلئ؟ آیا کومه لاره – چاره مو چې غوره کړی ښه پایله یی درلودله؟ ممکن زمونږ د هریوه په ژوند کی به داسی وختونه راغلی وی چې په دې باندې پوهیدلي یاستو چې یوه ستونزه په یواځیتوب نشو حل کولای او یوه باوری مشوره ورکوونکی ته اړ یاستو، نو ځینی وخت په داسې حالاتو کې خپل د باور وړ دوست ته چې په ارواپوهنه پوهیږی، تیلیفون کوو او خپله ستونزه ورته وایو او د زړه خواله ورسره کوو. دغه ډول پوښتنې او د دې ډول ستونزو له هواري سره د ارواپوهنې علم ډیره مرسته کوي او د ارواپوهنې متخصص او یا هم د ارواپوهنې دکتابونو، مقالو او مشورو لوستل، مونږ ته ښه مشوره راکولای شی. پورتنی ټول ډګرونه او حالات هغه څه دي چې ارواپوهنې ته اړتیا لري.

اروادرملنه او مشاوره(Counseling)
تیر بحث کې مو ولوستل چې ارواپوهنه د انسان د چلند د څیړنې او مطالعې علم دی. نن ورځ اروا پوهنې پوره پرمختګ کړی او د انسان د سلوک او چلند پیژندنه کوی، په ستونزو کې موږ سره مرسته کوی، د انسان د خوشبینی او بد بینی مسایل را برسیره کوی، مثبت عادات پیاوړی کوي، دستونزو په وړاندی انسان ته دمقاومت لار ښيي، دخپلو کړو وړو په علت مو پوهوی او د یوبل چا دعمل او اعکس العمل په لاملونو مو خبروي، د عاداتو او چلندمنفی اړخونه اصلاح کوی او دا چې بد چلند او عادت څه دی، علت یی کوم دی او له زیانونو یی په څه ډول ځان وساتو او داسی نور مسایل هغه څه دی چی د ارواپوهنی د څیړنی اصلی ټکی جوړوی. نن ورځ له دغه علم څخه د ژوند په ټولو ډګرونو کې کار اخیستل کیږي، لکه اقتصاد کې د کار دانګیزی پیاوړی کول، په ښوونه او زرزونه کې د زده کړی دمهارت اوچتول، په سیاست کې د لیډر شیپ د رول تقویه، ډله، ټولنه او سازمان کې همغږی جوړول او د اخلاقو رعایت ته وګړو هڅونه او داسې نور.
په دې باندې پوهیدل چی آیا د پام وړ شخص ذهن کی څه ګرځی راګرځي، دا ټول د ځانګړو لارو – چارو او تخصصي پوهې په واسطه ترلاسه کیدای شی. هغه کسان چی په روحی اختلالاتو، له ټولنې سره په توافق کولو او دژوند په یو ډګر کې په ستونزو اخته وي، د ارواپوهننې متخصص یا دروانی درملنې مشورتی ګروپ ته مراجعه کوي. په نوره نړۍ کې د دغې څانګې متخصصین شته چې د ناورغ د فزیکی درملنی تر څنګ روحی درملنه هم مهم رول لري اود یو طبیب ترڅنګ خامخا یو ارواپوه ناست وي چې نیمه درملنه د ده په غاړه وي. په دغه ډول تخصص سره ارواپوه ستونزه باندی پوهیږی او د له منځه وړلو لپاره یی لاره لټوی او خپل مراجعه کوونکی (اروایی ناروغ) ته مشوره ورکوي، ناروغ ته د مشورې ورکولو ته اروا درملنه ویل کیږی. نو اروا درملنه څه ده؟

اروادرملنه
دا چی آیا دغه دواړه، یعنې اروا درملنه او مشوره یو شی دی که نه، پوهان په دی هکله بیلابیل نظریات ورکوي، خو زیاتره د اروادرملنې له اصطلاح څخه کار اخیستل کیږي، خو په مجموع کی د ارواپوهنی ټول پوهان د مشورې او اروادرملنې هدف او موخه یوه بولي. له دواړو څخه موخه دا ده چی وګړی، آرام ژوند ولري، شخړې له منځه ولاړې شي، تساندو او مهربانی تقویه او عواطف نرم او خواږه شي، بشری نیک اخلاق ښه وده وکړي، له نوروسره مو چلند او تعاملات ډیر انسانی او عالی وی او په ورځنیو چارو کې مثبت اغیزمنتوب ولرو.
اروا درملنه او مشوره ورکول یو بل سره توپیر لري: البته هغه څه چی له تجربی څخه ترلاسه شوی دی دا دی چی په روحی مشوری ورکولو سره وګړی وقایه کیږی، یعنی یو وګړی اصلاً د پېښو او ناوړه حالت څخه د بچ پاتی کیدو په خاطر، د قبلی چمتو والی؛ وقایې او زده کولو په موخه مشورې ته مراجعه کوی، خو اروادرملنه بیا اصلاً د توافق موندنې او بیرته رغاونې په موخه وي. مشوره (Counseling) په واقعیت کې د وګړو د روحی روغتیا، ودې او د لارې موندنې په خاطر د وګړو ملاتړ او پیاوړی کول دی.
کله چی وګړي د مشورې لپاره روانشانس ته مراجعه کوي، دوی غواړي چی ځان کې بدلون او ښه والی راولی او په ژوند کی له اوسنی حالت څخه ښه حالت ته ورشی، نو ځکه په لومړی ګام کې په مشوره کې هڅه کیږي چې احساسات کشف شی او لیوالتیا، هیلې او د مشوره غوښتونکی آرمان وپيژندل شی او هغه څه چی باید بدلون ومومی درک شي، تر څو د پام وړ وګړی په ځانخبری(شعوري) توګه تصمیم ونیسی او آګاهانه اقدام وکړی.
مشاوره د ارواپوهنی د علم پربنسټ یو حمایتی یا ملاتړ کوونکی اقدام دی چې د هغه چا ملاتړ وکړی چې یا زیانمن شوی دی یا د زیانمن کیدو او ناروغه کیدو په حال کی وی. مشاوره یوه مشورتی مرسته ده. مشوره ورکول یو فکری او معلوماتی لاره ده چی مشوره اخیستونکی د غوره کولو آزادي لري تر څو پخپله خوښه په درناوي سره هغه غوره کړي، یعنې د خپلې ستونزې د حل لاره وپيژني او ځان له خپل چاپېریال سره برابر کړای شی.
مشاوران د مشورې او ارواپوهنې له بیلابیلو مهارتونو څخه په کار اخیستلو سره هڅه کوی چی خپلو روانی ناروغانو ته په هیجاناتو باندی د لاسبری، د ګُرومونو(عُقدو) د تشولو او منفی احساساتو باندی د تفوق او چاپېریال سره د توافق موندلو په هکله مرسته وکړي. مشاوران او د اروادرملنې متخصصین د کلامی او ارواپوهنې له مهارتونو څخه په استفادی سره د خپل ناروغ عزت نفس او مثبت تفکر لوړوی او د دوی روانی سلامتیا پیاوړی کوی او د روحی قدرت د ښه کولو په هکله یې پوهوی او غواړی چې پخپله د دوی په واسطه ستونزه حل کړی. مشاوره او د اروادرملنې متخصص د وګړی ځانګړی شرایط او فردی توپيرونه په پام کی نیسی او مرسته ورسره کوی.

د مشوری ډولونه:
مشوری بیلابیل اړخونه او ډولونه لري او په حقیقت کی د انسانانو د شمیر په اندازه دي(هر انسان خپل روحی خصوصیات لري). دلته به یې د مثال په ډول یو څو تشریح کړو :
الف) روزنیزه مشاوره: په روزنیزه مشاوره کې د تحصیل د دوام موضوعات، د زده کړی د خنډونو لری کول، آزموینه، تحصیلی استعداد، د حافظی او ذکاوت وضیعت، د تحصیلی څانګی غوره کول، د صنف دوستانو سره توافق او دی ته ورته مسایل تر بحث لاندی وی.
ب) د کورنۍ مشاوره: د کورنۍ د مشاورې موضوع هم ډیره پراخه ده. په دې کې د میرمن او خاوند اړیکې، د کورنۍ کلکوالی او دوام، د ماشوم روزنه، دوستان پالل، کورنۍ نشم ښه ساتل، د کورنۍ د اقتصاد سمون او داسې نور مسایل شامل دی.
ج ) شغلی مشاوره: په شغلی مشاوره کې لکه څرنګه چی له نوم څخه یی ښکاری، د شغل او کار د غوره کولو، دکار موندل، له کارفرما سره اړیکی، د کار او جسمی فعالیت اوذهنی وړتیا، ذکاوت، علاقی، جسمی مهارت او د ژوند د شرایطو له مخې د دندې موندل تر بحث لاندی وی.
د ) د وړیتا اوچتولو مشاوره: په دې کې زیاتره هغه وړتیاوی تر بحث لاندې راوستل کیږی چې لا وګړی هغو ته ځیر نه وی، یعنی د پټو وړتیاوو وده او رابرسیره کول او په دنده کې لازیات پرمختګ ته پاملرنه کیږی.
هـ ) فزیولوژیکی مشاوره: په دې مشوره کې جنیتیکی موضوعات شامل دی، د بیلګی په توګه د واده کولو لپاره ارثی خواص باید تحلیل شی چی راتلونکی کی روغ رمټ ماشومان ولری، آیا یوه ناروغی چی پخوا په چا کی لیدل شوی آیا ماشومان به یی هم ورباندی اخته وی، آیا ارثی ناروغی څه دی؟ او دی ته ورته مسایل.

د مشوری موخی
هغه ډیر مهم کار چی یو مشوره ورکوونکی یی کولای شی دا دی چی خپلو ناروغانو ته داسی شرایط چمتو کړی چی هغوی وکولای شی خپل چلند کې مناسب بدلون راولي، نو په دې توګه د مشورې ورکولو موخی په لاندی ډول دي:
۱. د چلند د بدلون آسانه کول؛
۲. د وګړو تر منځ د اړیکو د وړتیا اوچتول؛
۳. د سمې پریکړې او غوره تصمیم د لارو ښودنه؛
۴. د نه کارول شویو وړتیاوو غوړول او رابرسیره کول؛
۵.له پېښې یتونزې سره مقابله، دستونزې پیژندنه او د حل لاری یی او د دی امید چی ستونزه حل کیدونکی ده.

یو څوک څه وخت مشاوری ته اړتیا احساسوی؟
کله چې یو وګړی په دی پوه شی چی په یو ناوړه وضعیت کی دواقع کیدو، یوې ستونزی سره د مخامخ کیدو، دجسمی توان دبدلون یا نورو له امله یی عادی چلند کې بدلون راغلی، ناهیلی شوی، د نورو خلکو چلند دپخوا په پرتله ورسره بدل شوی، چاپیریال او ټولنه کی داسې بدلون راغلی چی د ده لپاره نوی او نااشنا دی او دی احساس کوی چی ده ته ګواښ متوجه دی یا ممکن نوی حالت سره توافق ونشی کولای او داسی ډیرو نورو ټولنیزو او جمعی حالاتو کې.
هغه کسان هم مشاوری ته ضرورت احساسوی چی ګوری په چلند او عاداتو کی له نور عادی خلکو سره توپیر لری، ځان ورته ناکام، خپه، منزوي، قهرجن یا دې ته ورته ښکاری، د یوڅه کمښت احساسوی، له ډلې او ټولنی د مرور کیدو په حال کی دی، بی جراته دی، خبرو کی ستونزی لری، په یوه آسانه موضوع ژر نشی پوهیدای او داسی نور فردی حالات .

د یوه مشاور او اروادرملونکی ځانګړتیاوې
مشاور هغه چاته ویلای شو چې له تخصصي زده کړو برسیره کافی تجربه ولری او فردی لاندنی ځانګړتیاوی هم ولری:
۱. هغه څوک چې مشورې ته ورته راځي د هغه انسانی کرامت ته درناوی وکړی او هغه خپل همنوع وبولی.
۲. باید پراخه حوصله، زغم او پرانیستی فکر ولری.
۳. له هغه چاپیریال څخه ځان ښه خبر کړي چې د ده ناروغ پکې ژوند کوی.
۴. د اخلاقی او انسانی ارزښتونو په وړاندی ژمن وی.
۵. د خپل شخصیت ټول اړخونه ورته څرګند اوسی او د خپلې تخصصی دندې په وړاندې ځان مسئول وبولی او خپلی دندې ته په درنه سترګه وګوري.
۶.مشوره ورکول یی مسلک وی او دی برخه کې تحصیلی سرتیفکیت، تجربه او د کار قانونی اجازه ولری.
باید هیره نشی چې نن ورځ د ارواپوهنې اساسات او عمومی مسایل د زده کړو پر مهال په نصاب کې شامل دی او هر څوک څه ناڅه په پورته مسایلو پوهیږی او آن داچې د خپلې مطالعی له امله کولای شی په خپله ځانته مشاور وي. یعنی ضرور نده چې مشاور ولرو، زموږ خپله مطالعه او پوهه موږ سره لازیاته مرسته کوي.

کوم کسان مشاورې ته اړتیا لري؟
مونږ ټول مشاوری ته اړتیا لرو. د تحصیل د څانګې په غوره کولو کې، د کار او شغل په غوره کولو کې، د ژوند د ښه دوام، د ژوند د ملګري په غوره کولو، ورځنیو خپګانونو، د ماشوم د روزنې، د دوستانو انتخاب، د دندې د بدلون، ناروغیو، له تشویش څخه د خلاصون، د یوه خپلوان د له لاسه ورکولو په حالت کې، له یو چا سره د پېښې شخړی په هوارولوکې، د کار د چاپېریال د ستونزو، بازار او اداره کی او لنډه دا چی د ژوند ټولو چارو کې مشورې ته ضرورت لرو. دا به ډیره غوره وی چی د یوه ښه مشاور په غوره کولو سره، کافی او لازمه مشوره ترلاسه شی او په پرانیستو سترګو سره یو ډیر د عملی کولو وړ او مطلوب انتخاب وپيژندل شی او د وګړی لپاره په ژوند کی د پرمختګ، هوساینې او اغیزمنتوب لاره پرانیستل شي.

د مشاورې وسایل او لارې چارې
د خپلو مراجعینو لپاره د مشورې ورکولو کوم وسایل او لارې لرو؟ په مجموع کې هغه ټول تخنیکونه چې په مشوره ورکولو کې په کار ځي، هغه د هیلو راژوندی کول، د ژوند کولو د مهارت زده کړه، نورو خلکو او چاپیرایل سره توافق، د تصمیم نیولو په طرز پوهیدل او په ځان باندی د ویساوالی لاری – چاری دی.
له بده مرغه افغانان دی وروستیو کې ډیرو ستونزو سره مخامخ دی، خو د مشاوری امکانات ورته نشته یا ډیر کم دي، یا دوی ورڅخه خبر ندی اوپه اهمیت یې نه پوهیږی. نوره نړۍ کې له فردی مشاورینو پرته، د راډیو، مجلو او تلویزیونو له لاری د ژوند د هری برخی ستونزوته مشوره ورکول کیږی. داسې فکر کیږی چې تقریباً زیاته سلنه افغانان به د جګړې په سایکوز(روانی بد اغیز) اخته وي، فردی او ټولنیز اختلافات، تعصبات، تاوتریخوالی او د کسات اخیستو تنده او داسې نور هم د روانی ناروغی نښې دي، بُخل، د نورو دپرمختګ د مخې نیول، نورو ته خنډونه جوړل او د نورو په تکلیف خوښی، د یو چا بیځایه سپکول او بیا د خوښی احساس کول، د نورو په چاور کی ځانته د مداخلی دحق ورکول، چُغلی او شیطانی کول، نور بیځایه تحریکول ترڅو ورانی وکړی، عامه ملیکت زیانمنول او داسې بی شمیره ستونزی چی هره ورځ یی ګورو د رواني مشکلاتو له امله دي.

ارواپوهنه په کړکیچ کې زموږ مرستی ته راځي
(درېیمه برخه)
لومړی یوه خاطره
له بده مرغه په افغاننستان داسې بده ورځ راغله چی تل د تیرو په ارمان یاستو. هرې موضوع کې چی خبره راځي، پخواني ښه وختونه رایاد شی. د نن ورځې کومې ناولې- ناشولتې چې ګورو، پخوانی نیک وخت ته ستنیږو او حسرت یې کوو، بی اختیاره مو په زړه راګرځي( Old is good). له دې برعلاوه؛ پخوانی دوستان، پخوانی استادان ،پخوانی پوهنتون اوکتابونه او پخوانی ډیر څه تل را سره په ذهن کې وي او بیا مو هم په زړه راګرځي(یاد قدیم- یار ندیم ). البته نورې نړۍ ډیر پرمختک وکړ او تغییر د ورځې منل شوی خبره ده، ټول له زړو خوبونو را ویښ شوي، خو موږ د تیرو ارمان کوو!
خبره مې د خاطری کوله:
له نن څخه څلویښت کاله مخکې ارواپوهنه ډاکتر صاحب میرآقا درس راکاو، هغه د ښوونې او روزنی او ارواپوهنې څانګه کې د امریکی متحده ایالاتو کې ماستری او دوکتوار(Ph D ) کړی وه، یوه موده یې هلته تدریس هم کړی و(اوس مو ټولو ۱۳۰پوهنتونو کی ډیر کم هغسې عالم شته). ما تراوسه بیلابیلو هیوادو کی ۲۷ پوهنتونونه لیدلي، که ريښتیا ووایم د ډاکتر صاحب میرآقا په شان می غښتلی، پوه، دقیق او ټیپیک پروفیسور پکې کم ولید. موږ ته یې ارواپوهنه را زده کړه او د هغې اهمیت یې راوښود، بیا مې چې بهر کی نور پوهنتونونه او د پوهنتونو کتابتونونه ولیدل، نور هم د ارواپوهنی( Psychology) د علم اهمیت او دا چې نوره نړۍ کې څومره ورڅخه ګټه اخیستل کیږي، راته ثابت شول.
په نوره نړۍ؛ په تیره امریکا کی له اروپوهنې ډیره ګټه اوچته شوه، د عامه اذهانو په سمون، د تولید په چارو کې انګیزه ورکولو، سیاست،مدیریت، تجارت او لنډه دا چی ټولو برخو کی ورڅخه کار اخلي. افراد هم په ستونزمنو ټولنیزوحالاتو کې له ارواپوهنې ګټه پورته کوی، هم په فردی او هم په اجتماعی لحاظ. داچې افغانستان او زموږ مظلوم ملت په ستونزمنو حالاتو کی دی، نو دغه بحث را ته یو ضرورت ښکاره شو او له ارواپوهنی او ارواپوه څخه مو د مشورې موضوع یاده کړه. دا دی د تیر بحث دوام:

د اروادرملنې او مشاورې په هکله نظریات
تیره برخه کی د اروادرملنی او مشاوری موضوع باندی خبرې وشوې، د دغه بحث په دوام راځي چې:
د مشورې په هکله نظریات لکه څرنګه چی هارپر (۱۹۵۹ م.) او پاولوف (۱۹۷۶ م.) کې ارائه کړي وو؛ ډیر زیات دي. دغه نظریات د پخوانیو ارواپوهانو د نظریاتو بشپړ شوي، تجربه شوي او مدون نظریات دی. د اروادرملنې او مشورې ورکولو متخصص ته دغه لاندې نظریات په لاندې ډول ضروری دي:

۱. ارواڅیړنیزه نظریه
په دغه نظریه کې د فروئيد د کتنو له مخی د انسان د کړو- وړو او چلند ډیره برخه د هغو ځواکونو له خوا کنترول کیږي چی د انسان په تحت الشعور یا ځان ناخبری ذهن کی وي او مونږ ورباندې خبر نه یاستو لکه غریزه، هیلې او امیدونه او زمونږ غوښتنې. دا د انسان خاصیت دی چې تل د دغو ځواکونو ترمنځ کشمکش کې وی. د مشاورې دنده په واقعیت کې د همدغو کشمکشونو او روحی ناکراریو راکمول دی. د دغې نظریې له مخی د شخصیت تعارض په ټولو خلکو کې لیدل کیږي، نو په همدې خاطر مونږ ټول اړ یاستو چې له د ارواپوهنې مشاور څخه مشوره وغواړو تر څو دغه ناکراري، کشمکشونه او تعارضات خپل ژوند کې اقل حد او د منلو وړ اندازې ته راټيټ کړو.

۲. د فردی او ټولنیز چلند مشاوره
دغه نظریه د آدلر الفرد( Adler Alfred) په نوم یوه عالم پورې اړه لري. دغه عالم په ۱۸۷۰ – ۱۹۳۷ م. کلونو کی ژوند کاو. په دغه نظریه کې هر څه د انسان د ژوند په سبک پورې مربوط بلل شوي وو. نوموړی ارواپوه په دی عقیده و چی د انسان ټول کړه وړه چی د هغه د ژوند په څرنګوالی کی ریښه لری او هر انسان ځانته ځانته خپله ځانګړتیا لری، یعنی هر وګړی پخپل چلند کې د ځانګړو ښیګڼو او نیمګړتیاوو لرونکی دی. د وګړی(فرد) دغه ځانګړي کړه- وړه د ده له ټولنیز وضیعت سره ډیر همغږي نه وي، نو له همدې امله په وګړی کې دننه کشمکش پیل کیږي او د ده د فردی کړو- وړو او ټولنیز چاپیریال ترمنځ یو ډول تضاد واقع کیږي. په مشاوره کې د دې بنسټ دې خبرې ته راګرځي چی د آډلر له نظر سره سم، هر انسان پخپل ژوند کی لوړه انګیزه لری او تل د (کیدلو) په حال کی وی. د دغه نظر له مخی انسان تل د نوښت لرونکی او د هستوونکی ځواک خاوند بلل شوی دی چی د مسئولیت منل د ده ټولنیز ماهیت جوړوی او د ده بشپړتیا پخپله ده ته د واقعیت وربخښل دی. آډلر وایی هغه وګړی چی دی برخه کی ستونزې لري، دوی ناروغان نه دی، بلکې دوی ناهیلی (مایوس) دی. د مشورې دنده د دوی په هکله دا ده چی دوی سره مرسته وکړئ، تر څو خپلی ټولنیزی اړیکې په ښه ډول ترلاسه او ټینګې کړي او د خپل ژوند د بدلون لپاره یوه غوره لاره ومومی. آډلر ډاډه و چی د کار – ټولنی او مینی په شتون او درلودلو کې یو وګړی کولای شی د خپل ژوند لوری – لودن ډیر ښه ومومی. داځکه یو څوک چی ګټور کار کوی او په یوه انسانی ټولنه کې د خپلو خلکو او ټولنی د پرمختیا لپاره مرسته کوی، نو د کار او شغل غوره کول د ده د ژوند د سبک د ښودلو یوه لاره ده. آډلر په دی باور و چی د انسان د ژوند سبک د ماشومتوب له دوران څخه راجوړیږی هغه د ژوند په څلورو ډولونو تاکید کاو:
 د ژوند ګټور ټولنیز سبک؛
 د واک غوښتنی سبک؛
 نورو ته په تمه اوسیدل؛
 د زغم لرونکی او پرځان ویسا د ژوند سبک.
آډلر ټول هغه کسان چی د حقارت عُقده (ګروم) لری، داسی وګړی بلل چی د ګټور کار د ترسره کولو توان نلری.

۳. انسان محوره مشاوره
دغه نظریه یوه امریکایی ارواپوه (کارل رانسوم راجرز) ورکړی وه، هغه د مشورې او ښوونی او روزنې په ډګر کی ډیر کار کړی و. نوموړی په انسانی ټولنه کې د سولې او د بیعدالتی په وړاندی د مبارزې په برخه کی ډیری هلی – ځلی کړي دي. راجرز ته د ارواپوهنی د علم پلار ویل کیږی. هغه په یوه مذهبی کورنۍ کې نړۍ ته سترګی پرانیستی او ډیر ګټور، مهم، ژور او په زړه پوری آثار یی ولیکل لکه: د انسانی کیدو هنر، مراجع محوره، اروادرملنه، د ژوند کولو لاره او د مشاوری اود اروادرملنی کتابونه. هغه ویل چی بنیادم یو کمال غوښتونکی موجود دی او ویل به یی هغسی اوسه لکه هغسی چی یی. انسان هم ښه دی او هم د عقل ځواک لری، نو له همدی امله پرمختګ او په ژوند کی ترقی پخپله د انسان په دننه کی ده او هر انسان د ښه کیدو او پرمختګ لپاره لازمه انګیزه او استعداد لری. راجرز به ویل چی د ژوند بهیر پرمخ ځی او تل د بدلون په حالت کی دی او هیڅ شی پکی ثابت نه پاتی کیږی. ژوند به هغه وخت ښکلی او د رضایت وړ وګرځي، چی هغه په خوځنده بڼه وګورو او پخپل فطرت باندی باور ولرو. په دغه ډول سره به ژوند له خوږو ډک او معنا لرونکی وی. یو د بل زغمل، یو بل ته درناوی، همغږی او تساند د انسان محوره مشورې اساسی نظریه ده.

۴. د ګشتالت د مشاوری نظریه
دغه نظریه فریدریک پرس مطرح کړی ده. هغه د هیتلری جګړو ډیرې بدې اغیزې لیدلې وې. د امریکې متحده ایالاتو کې یې پناه واخیسته، هلته یې د ګشتالت د بنسټ ډبره کیښوده. هغه د ګشتالت اروادرملنی، ټکی په ټکی، راپاریدنه، انسانی شخصیت کې وده او د ځان غوسه په نومونو کتابونه ولیکل.
د ګشتالت د اروادرملنې د نظریې بنسټ دا دی چی که د یو وګړی روحی اړتیا پوره نشی، نو روحی ستونزې ورته پیدا کیږي. دا مهال باید مشاور د هغه د موجود وضیعت په کتنی سره د هغه د ښې راتلونکی په خاطر د هغه په شخصیت کې یووالی راولی، د بیلګې په توګه که چیرې مونږ دا مهال ، دهغه راتلونکی باندې ډیر تمرکز وکړو، دا به یوه تیروتنه وي، نو غوره ده چې مشاور د هغه په اوسني وضیعت باندې تمرکز وکړي. هغه زده کوونکی چی د ښوونځی په دوره کې د کانکور په هکله ډیر سودایی وي، نو اندیښنه یې لازیاتیږي چې په پای کې په روحی اضطراب اخته کیږي. که مشاور د هغه په اوسنی وضیعت؛ چی هغه درس ویل دی، تمرکز وکړی او زده کوونکی په دی موضوع باندی ښه پوه کړي، نو د هغه شخصیت به بیرته همغږی او توازن ترلاسه کړی او د درس د ښه لوستلو په واسطه به مسئولیت په غاړه واخلی او راتلونکی به یی ډاډمنه شی.

۵. د معنا درملنی نظریه
د دغې نظریې بنسټګر ویکتور فرانکل (۱۹۰۵ – ۱۹۹۷م.) خپل نامتو کتاب (انسان د معنا په لټون کی) لیکلی دی او د نړۍ په ۲۴ ژبو باندې ۷۳ ځله چاپ شوی دی. په دغه کتاب کې یې د انسان د شخصیت اصلی تومنه، معنا پالنه ښودلی ده. نوموړی په دی عقیده دی چی انسان باید تر هر څه مخکی د ژوند په دلیل باندی وپوهیږی. تر څو چی د ژوند فلسفي دلیل ورته روښانه نه شی، ژوند ورته کومه معنا نه پيدا کوی. پخپله انسان دی چی خپل ژوند ته مفهوم او معنا ورکوی. هغه د اروادرملونکی او مشاور دنده بولی چی ناروغ ته د ژوند معنا وروښیی. په دغه نظریه کی د ژوند کولو په هنر باندی پوهیدل د هیلو او خوښیو لامل ګرځي. په دې توګه فرد(وګړی) د روغتیا خواته ځي.

۶. په مشوره کی عقلانی – هیجانی نظریه
د دغې نظریې بنسټ ایښودونکی البرت الیس و چی په امریکا کی یی په ۱۹۵۹ م. کال کی دغه نظریه وړاندی کړی ده. د نوموړی نامتو عالم ۷۰۰ مقالی او پنځوس کتابونه چاپ شوی دی. د ده نامتو خپاره شوی آثار دا دی: په انسان پاله اروادرملنه او مشوره کی عقل او هیجان، په ژوند کی هیجانی – عقلانی ښکارنده، د مینی هنر او علم، عاقلانه ژوند، هیڅ شی ما ناآرامه کولای نشی، د ښه کیدو احساس، ښه ژوند کول او له خوښۍ ډک ژوند او یو شمیر نور. د دغی نظریی بنسټ په دې ټکی باندې ایښودل شوی دی چی انسان یو عقل لرونکی او منطقی موجود دی، خو په عین وخت کی غیر عقلانی او غیر منطقی هم دی. کله چی د انسان فکر عقلانی وی، خوښ او ګټور وی او له منطقی پلوه د انتخاب قدرت لری چی خپله ګټه او تاوان سنجولای شی او څه یی چی په ګټه وي، هغه ځانته غوره کوی، خو د دغې وړتیا او توانمندۍ سره سره یو شمیر نیمګړتیاوې هم لري. الیس وایی: بیلابیلی پيښې د انسان عقلانی او غیر عقلانی باورونه فعاله کوی او د ده په باور او عقیده یوه پایله رامنځته کوی. که چیرې د وګړي(فرد) باور او اعتقاد منطقی او د عقلمندی پر بنسټ ولاړ و، ژوند یی ډیر ښه دی، خو که چیرې یې اعتقادات په عقلمندی او عقلانی باورونو ولاړ نه و، نو له ستونزو سره مخامخ کیږي. الیس په دې باور و چی عقلانی پریکړه کول څلور ځانګړتیاوې لري:
۱. بدلون منونکی وي؛
۲. له واقعیتونو سره برابر وي؛
۳. منطقی وي؛
۴. د روحی روغتیا اوچتوونکی وي.
د الیس په نظر غیر منطقی باورونه او غیر منطقی پریکړې د انسان لپاره د ستونزو ریښه جوړوی. په دې توګه د مشاور او اروادرملونکی دنده دا ده چی د غیر منطقی عقایدو بدلون او سمون ته پام وکړي، تر څو د درملنی او دمشوری ورکولو پرمهال ناروغ کسان وکولای شی خپل هیجانی اختلالات او د احساساتو ګډوډی تر ټولو ټيټ برید ته راولی او هغه چلند او سلوک چی دی پخپله له ویجاړی سره مخامخ کوی اصلاح کړی او واضح او د عقل له مخی فکر وکړی او د یوه ښه او خوشحاله ژوند لرونکی شی.

۷. د واقعیت درملنی نظریه
دغه نظریه په ۱۹۶۵ م. کال کې د ویلیام ګلسبر لخوا ورکړل شوی ده. نوموړی وایی چی مونږ دوه نړۍ لرو: هغه نړۍ چی زمونږ شاوخوا ده او بله هغه نړۍ چی زمونږ دننه ده. زمونږ شاوخوا نړۍ همدا واقعی نړۍ ده چی له مونږ څخه په بهر واقعیتونو ولاړه ده، خو زمونږ دننه نړۍ هغه څه دی چی مونږ له بهر څخه درک کړې او له بهر څخه یې په خپل ذهن کی پيژنو او له خپل ځان څخه بهر مو ترلاسه کړی ده. پرمونږ باندې همدا زموږ دننه نړۍ ډیره اغیزه لری. څومره چی دغه دوه نړۍ یو بل څخه لری وی، هومره به زموږ اختلالات او ستونزې زیاتې وي. د مشاور او اروادرملونکی اصلی دنده همدا ده چی د واقعیتونو له مخی دغه دوه نړۍ ګانی سره نژدی کړي او روحی ناروغانو ته بیلابیل امکانات مخی ته کیږدی، تر څو هغه تر ټولو غوره امکان باندې غور وکړی او په سمه لاره روان شی. د دغې نظریی رغوونکی اړخ دا دی چی ستونزی لرونکی وګړی باید د دوی له واقعی نړۍ سره مخامخ کړو او دوی ته بهرنی واقعیتونه وروښیو او د سم او نا سم چلند توپير وکولای شی. نوموړی عالم لیکلی دی چی له دی امله چی انسان د انتخاب او غوره کولو آزادی لري، نو منطقی خبره ده چی انتخاب یې باید آګاهانه وي او کله چې د آګاهانه غوره کولو خبره وي، نو د مسئولیت د منلو موضوع هم رامنځته کیږي.
د دغې لیکنې اصلی ټکی همدا دی چی یو وګړی هغه وخت د خپل اوس او پخوا وخت قربانی دی چی ده خپله غوښتی وي. د واقعیتونو له مخی مشاوره او درملنه یو ډول ځانګړې، خو د لنډی مودی ښوونه او روزنه ده. په دغه دوره کې هڅه کیږي چی یو وګړی هغه څه چی د خپلی طبیعی ودی په موده کی یې باید زده کړي وای، خو له بده مرغه نه یی دی زده کړی، باید اوس ورزده شی. ګلسر دا هم ویلی و چی د واقعیت درملنی نظریه د ټولو خلکو لپاره او د هر ډول روحی ناروغیو لپاره ګټوره ده او هر روحی ناروغ او وګړی ورڅخه کار اخیستلای شی. دغه طریقه له عادی اختلالاتو، پریشانیو او عاطفی ناکراریو څخه نیولی تر ګوښه توب او لیونتوب پوری ټولو حالاتو کی اغیزمنتوب او وړتیا لری. دغه لاره د ځوانانو او پاخه عمر لرونکو لپاره چی په مخدره توکو اخته وی، هم اغیزمنه او ګټوره ده. دغه نظریه په پراخه توګه په ښوونځیو، د اصلاح او سمون مرکزونو، روغتونونو او د روانی صحت په مرکزونو او سوداګریزو مدیریتونو کی تجربه شویده. د دغی نظریی تمرکز په اوسنی وخت باندې ده او موخه دا ده چی دغه ټکی ناروغ ته روښانه کړی تر څو دوی د خپلو دغو هیلو د ترلاسه کولو په خاطر خپلی غوښتنی غوره کړي. که چیرې دوی په دې باندی بریالی نشي، نو بیا ځوریږی او نورو ته هم د رنځ او عذاب لامل کیږی. د مشاور دنده ده چی دوی د غوره انتخاب لوری ته رهنمایی کړی. د واقعیت درملنی نظریه وایی چی مونږ دوه مهمی غوښتنی او اړتیاوی لرو که چیری دا دواړه ترلاسه نشی، نو زمونږ د کړاو لامل کیږی. هغه دا دی:
• نورو ته ګران اوسیدل او نور ځان سره د دوست په توګه لرل؛
• د ځان او نورو مهموالی.

ګرانوالی له کوچنیتوب څخه، د بیلګی په توګه موروپلار ته ګران والی او هغوی بیا ده ته ګران ایسیدل، ملګرو او دوستانو کی ګرانښت او همداسی بیا د عمر ترپایه ګرانښت یوه اړتیا ده. مونږ هر یو دا تنده لرو چی محبت احساس کړو او دا هم لازمه ده چی یو څوک راباندی ګران وی او دا هم باید احساس کړو چی په نورو باندی ګران یاستو. که چیری دغه هیله پوره نشی، مونږ په پریشانی، ستومانی، غوسی او تاوتریخوالی او په پای کی په ګوښه توب اخته کیږو او بیا به له همدغو ناروغیو په رنځ اخته شو.
واقعیت درملنه زمونږ پر اوسني چلند زور اچوي، خو په تیر وخت باندې ډیره ډډه نه لګوي. کله چی مشاور له همدې لاری څخه کار اخلی، نو په واقعیت کی د یوه ښوونکی او بیلګه ییز مشاور رول ترسره کوی. واقعیت درملنه دا هم روښانه کوی چی په ټول ژوند کی یوه روحی اړتیا شته او هغه هویت لرل دی. هویت په ځانګړی ډول د یو وګړی پيژندنه ده چی له نورو څخه په توپير باندی وپيژندل شی. هویت ته اړتیا د چلند د محرک په توګه په ټولو فرهنګونو کی لیدل کیږی.
واقعیت درملنه د روزنیزو مراکزو او ښوونی او روزنی لپاره سیده دلایل لری. ګلسر د لومړی ځل لپاره هغه مهال دی ته ځیر شو چی کله ده د کالفورنیا د ایالت د ځوانانو په سازمان کې چی د نچورا د نجونو ښوونځی پوری یی اړه لرله، کار کاو. ده د زده کړو په برخه کی ستونزو او د ماشومانو چلند ته پاملرنه واړوله. ده دی ته هم پام وکړ چی ولی دغه نجونی په خپلو روزنیزو چارو او تعلیمی فعالیتونو کی له ماتی اوناکامي سره مخامخ کیږي. د ده څیړنو نوموړی په یوه ښوونکی او د ښوونځی په عمومی لارښود باندی بدل کړ.
ګلسر (۱۹۶۵ م.کی) د ماشومانو له ستونزو سره د مرستی په خاطر یوه فرضیه چمتو کړه او دغه فرضیه يې پخپل کتاب (واقعیت درملنه) کی تشریح کړه. له نوموړی وغوښتل شول چې وروسته تر تقاعد هم په ښوونځیو کی اساسی تعلیماتو ته دوام ورکړي، او دولت یې کار او تجربې ته ډیر درناوی وکړ.
د دغه ډول ماشومانو ناکامی د نورو ښوونځیو په زده کوونکو هم ژوره اغیزه وکړه. د ښوونځیو له چاپیریال څخه د ناکامۍ له منځه وړل او له نقل، دوکه کولو او نورو ټګیو – برګیو څخه د ښوونځیو لری ساتل د ده موخه وګرځیده، چی ده په دی هکله دوه هیلی درلودی یوه یی د زده کوونکو نه ناکامول او بله یی د زده کوونکو صادقانه چلند.
ګلسر (۱۹۴۹) کی وویل چی معارف کولای شی یو اغیزمن انسانی عضو وګرځي، په دی شرط چی د ناکامۍ ټکی ورڅخه ورک شی، خو د هغه په ځای په تفکر باندی تمرکز وشی، نه دا چی په زده کوونکی باندی د توتی په شان الفاظ ظبط کړو او مطالب ورباندی یاد کړو. هغه دا طرح وړاندی کړه چی تدریسی مضامین یو بل سره اړیکی لری او د تنبیه ځای باید انضباط او دسپلین ونیسی. باید د ښوونځیو د زده کړی چاپیریال داسی مدیریت شی چی زده کوونکی په رښتیا هم په آسانۍ سره خپلو بریالیو تجربو ته وده پکی ورکړی او ځان هویت ته ورسوي. دا کار هله شونی دی چی دوی ته موضوعات وسپارو او د دوی کورنۍ هم د ښوونځی په موخه کی فعاله شی. ګلسر په ټولو فرهنګونو کی د ټولو انسانانو لپاره هویت یوه اړتیا بولی او دغه هویت له زیږیدو څخه تر مړینی پورې دوام لري. هغه هویت په دوو ډولونو ویشلی و: د بری هویت او د ماتی هویت.

۸. سلوکي مشورهBehavioral Consultant
دغه نظر په اروادرملنه او مشوره ورکولو کی د چلند او سلوک نظریه ده چی بنسټ یی د انسان د زده کړی ځواک دی. انسان هر څه زده کوی؛ خاپوړې، دریدل، په لاره تلل، خبری کول، کار کول، لیکل، لوستل او ډیر نور فعالیتونه. انسان مفاهیم پيژنی، مفاهیم جوړوی او یو بل ته یی لیږدوی. د شیانو او معناګانو تر منځ توپير زده کوی له مطالبو څخه یوه پایله ترلاسه کوی او په ورځنی ژوند کی د خپل ځان دننه او بهرنۍ نړۍ څخه خبریږی او په پای کی ځان ته بدلون او سمون هم ورکولای شی.( له زانګو ترګوره زده کړه). د ستر نابغه علامه سید جمال الدین افغان په وینا: انسان دی او روزنه.
روزنه په خپل اصل او ماهیت کی پرته له زده کړې نه ترلاسه کیږي. د دغه اصل په پام کې نیولو سره بنیادم خپلې فزیولوژي، فرهنګ، شرف او کرامت او ډیرو نورو اوصافوسره د زده کړی احسان مند او پوروړی دی.
اروادرملونکی او مشاور د خپل کار بنسټ د وګړي(فرد) د چلند په ارزونه باندې دروي، دا ځکه چی هغه کسان چی مشاور ته راځي، د خپل چلند بدلون او سمون ته اړتیا لری. مشاور د تقویت (پیاوړی کولو)، هڅونی او تنبیه کولو له لاری خپل ناروغان شرطی کوی او بیا په پای کی د دوی چلند سموی او یا له سره په دوی کی یو نوی چلند او سلوک رامنځته کوی. د چلند دمشاورې اصول او مفاهیم د چلند پالونکو یا سلوکی نظریاتو له مخی دی چی بنسټ یی زده کړه او روزنه ده. لکه څرنګه چی مخکی وویل شول واتسون، پاولوف، اسکینر، تورندیک او پاندورا د چلند پالونکو یا سلوکی مکتب نامتو پوهان وو.

۹. دینی درملنه
د دین پربنسټ درملنه په دې ټکی راڅرخی چې بنیادم له دننه د یواځیتوب احساس کوی. په دې هکله فرانکل ویلی و چی دغه تشیال او یواځیتوب یواځی خدای پوره کولای شی. همدارنګه دقرانکیم په یو آیت کی لولو: د خدای یادول انسان ته آرامی ورکوی. نو ځکه د دین ارزښت د انسان په ژوند کی حیاتی او له معنا څخه ډک دی. ټول انسانان په یو شکل نه په یو شکل په یو څه باندی عقیده لری او د خپل ځان له ژورو او له دننه څخه د یو څه عبادت او لمانځنه کوی، مینه ورسره لری او د هغه د رضا د ترلاسه کولو هلی – ځلی کوی، هغه یې دمربوطه مذهب خدای دی. د یوه دیندار سړی ژوند همدغه څه دی چی ومو ویل. کله چی مشاور دینی لارښوونو څخه چی د انسان په دننه کی ژوری ریښی لری استفاده کوی، په حقیقت کی له وګړو سره مرسته کوی چی دوی ته ژوند معنا پيدا کړی. دغه لارښوونی دا دی: پاکی، ښه اخلاق، درناوی، مینه، انساندوستی، عدالت، نیکی کول او له بدی څخه پرهیز، دمشرانو درناوی، عهد او پیمان صبر او زغم او داسی نور ښه صفتونه. له همدی امله له خدای سره رازونیاز او له هغه څخه غوښتنه کول ، وګړی سره مرسته کوی چی د هستی له یو ثابت او پایښت لرونکی بنسټ سره تړاو ولری او له پوچوالی او تشیال څخه وژغورل شی. د تعلق پیدا کولو دغه احساس ده ته ورپیادوی چی داسی یو ځواک شته چی پر ده باندی هره شیبه ناظر دی او دی وینی او غږ یی اوری. همدغه ټکی د درملنی پیل دی. په دغه چلند کی درملونکی او مشاور وګړی د دعا او راز و نیاز له لاری د ژوند په پيچومو او کږ لیچونو کی د لاری موندلو ته برابروی.
۱۰. ترکیبی نظریه
په دغه نظریه کې د کار بنسټ په دی باندې درول شوی دی چې د مشوری او درملنی لپاره یواځی له یوی نظریی څخه کار نه اخیستل کیږی، بلکی له څو نظریاتو څخه په یو ځایی توګه کار اخلی. د بیلګی په توګه د یوه وګړی په درملنه کی ممکن له رفتاری یا د سلوک له نظریی کار واخیستل شی او همدارنګه له واقعیت درملنی او دینی لارښوونی هم کار واخیستل شي.

باید هیره نشی چې نن ورځ د ارواپوهنې اساسات او عمومی مسایل په نورو هیوادو کې د زده کړو پر مهال په نصاب کې شامل دی او هر څوک څه ناڅه په پورته مسایلو پوهیږی او آن داچې د خپلې مطالعی له امله کولای شی په خپله دځان روحی درملنه وکړي. یعنی ضرور نده چې مشاور ولرو، زموږ خپله مطالعه او پوهه موږ سره لازیاته مرسته کوي.

۱۱. د مشورې نورې نظریې
په تیرو شلو کلونو کی د مشوری او اروادرملنی په هکله د متخصصینو لخوا یو شمیر نور نظریات هم ورکړل شوی دی چی دلته یی یواځی نوم اخلو لکه: هیپنوتیزم، د تیاتر له لاری درملنه، هنر درملنه، سیستمی درملنه، محاوره یی درملنه او د ژبی د عصب پيژندنی له لاری درملنه.
(بحث دوام لري)
پوهاند محمد بشیر دودیال
نظم او توازن په هرڅه کې غوره دی
یو نارمل او له روانی کړکیچونو فارغ او په فردی او ټولنیز ژوند کې بریالی انسان هغه دی، چی متعادل او منظم ژوند ولري، یعنی ډیر ښه ځان خپل ټولنیز او طبیعی چاپیریال سره برابر کړي. ممکن ډیرڅه زموږ په خوښه نه وي، خو باید ځینې یې منو، ځینې بدل کړو، له ځینو تیر شو او ځینې اصلاح کړو. ښایی د یو چا به پسرلی، دپسرلی منظری او معتدله هوا خوښیږی، خو د ژمی له یخنی، واورو، زکام او سړو بادونو څخه به په تنګ کیږی، مګر دی باید دا ومنی چی دکال څلور فصلونه د طبیعت جبر دی، ترڅو د ونو او بوټو تخمونه د سړو او یخنی یوه د تفریح دوره تیره نه کړي، ترڅو د اوړي لپاره واوره د اوبو د زیرمې په توګه ونه اوری، پسرلی به رانشی او هغه خپل کیفیت به ونه لری، په دې توګه دی ځان له ژمي سره عیاروو. ډیر ځله زموږ وجود هم دغو بدلونو ته اړتیا لري، خو موږ یی نشوو درک کولای او دا هیله لرو چې تل دې پسرلی وي. هغه څه چې چاپیریال او طبیعت پورې اړه لري، هغو سره ځان عیارول کومه ستونزمنه خبره نده، دا ځکه چی انسان په خپله د طبیعت جز دی، نو ورته آسانه ده، اما ځان ته یو نظم جوړول( خوب، خوراک، سپورت، کار، تفریح، موسیقی اوریدل، مطالعه، دوستانو سره کتنې دینی فرایض ادا کول او داسې نور) د یوه مهالویش له مخې کیدای شي. ډیر بریالی کسان شته چی دې ټولو ته یې په ډیره ښه بڼه نظم ورکړی دی او دا ټول ضرور هم دي.
انسان باید په آګاهانه ډول ډیرڅه ومني، طبیعی او آن دا چې حتمی یی وبولي. ممکن تاسو زیاتره داسې خلکو سره مخامخ شوی یاست چې ستاسو په ښه نیت او ښېګڼه ندی پوه او بالمقابل یې د مننې او درناوی پر ځای تاسې سره ناوړه چلند کړی وي، او ستاسی نیکی یې په اوبو لاهو کړي وی، مه ورته خپه کیږئ، ټولنه کی هرراز خلک شته، دا د هرچا روزنې او د وړکتوب څخه تر لویوالي پورې د ده دشخصیت دتکوین شرایطو پورې تړلي. آن دا چې ارواپوهنه بدکرداره خلک د زړه سوي وړ بولي چې سمه روزنه یې نده اخیستې، ارواپوهنه وایی دغو بیچاره خلکو سره ښه چلند وکړئ چې دوی خواران محروم دي؛ د روزنې، عاطفی او ترحُم محتاج او له ډیرو نعمتونومحرومین دي، تاسو یې په زغم درملنه وکړئ.
تیرو ۴۷کلونو کې زموږ ټولنه له ډیرو ناخوالو سره مخامخ شوه، یعنی توازن او هغه طبیعی نارمل مسیر مو له لوړو- ژورو، افراط او تفریط سره مخامخ شو، کوم چې موږ باید ورباندی عادی مزل کړی وای. طبیعی ده چې اوس ډیر غیر نارمل خلک لرو، ستونزی هم ډیرې دي او ممکن ډیر ځله به هغه څه سره مخامخ کیږو، چې تمه یې نه لرو.
اروا پوهنه وایی: انسان باید دا ومنی چې هرڅه په توازن او تعادل کې دي افراط او تفریط ناروغي ده. هغه څوک چې د مدلول په دلیل او د معلول په علت پوه وي، له ناخوالو سره ښه توافق کولای شي. زموږ نیکونو څخه یو له پند څخه ډک متل پاتې دی ، وایی: ژوند سړې او تودې لري. یا ژوند د لوړو- ژورو مزل دی.
باید دا سړې – تودې او لوړې- ژورې د یو نظم په توګه وزغمو. همدا به مو نظم، تعادل او توازن لرلو ته چمتو کړی او هر انسان دا لوړې- ژورې منلی دي، خپل شاوخوا وګورئ هغه کسان چې په ډیر صبر او تحمل ستونزو او ناخوالوسره لاس او پنجه ورکوي، ارام، منظم او بریالی دي. ډیر احساساتی اوسیدل او یا هم ډیر بی احساسه او سوړ- پوړ او ناسازګاره انسان نه خپله خوښ دی او نه یی خلک خوښوي، ډیر خوشبین وګړی، ډیرو هغو شیانوڅخه تل شکایتونه کوی چې ده ته په زړه پورې نه وي، خو بدبین کسان بیا تل ناامیده او په نهیلیزم اخته وي. زموږ مشرانو له خپلو تجربو څخه ویلي دي چې مه ډیر سست ځه او مه ډیری چُست ( یعنې متعادل اوسه) ، یوه بله خبره به مو هم اوریدلی وي چې وایي : مه ډیر خوږ شه او مه ډیر تریخ !
اروا پوهنه د وګړی بریالی ژوند په نظم اوتعادل ساتلو کې بولي. طبیعت په خپله متوازن او منظم دی. په ژوند کی د تعادل لرل نه یواځې دا چې د یوه سالم ژوند د لرلو یو بنسټ دی، بلکی د ټول خلقت او ټولو شیانو بنسټ توازن او تعادل دی. دغه تعادل لکه د یوې ریاضیکي معادلې د تعادل په شان په ژوند کې هم ضروري دی. لمر ډیر ښکلی دی او د نړۍ د انرژي سرچینه ده، د لمر ګرځیدل دومره په ظرافت او دقت سره تنظیم شوی دی چې د هغه په ګرځیدو کې ډیر لږ بدلون، د ټولې نړۍ توازن او تعادل خرابوی، یعنی د ونو – بوټو راشنه کیدل، د شپې او ورځی نظام، د موسمونو تسلسل او د ژوند دوران (life cycle)به ټول ګډوډ شی. دا به داسې وي لکه ځینې وخت چې ټوله نړۍ زمونږ تر سترګو تکه توره شی او له ځان او ژوند څخه بیزاره کیږو. مونږ ممکن ځینی وختونه داسې بدحالت ځان سره تجربه کړی وي او داسی خلک هم شته چې له کبره نورو وګړوته د ټولنی دیو وګړی په سترګه نه ګوري. دغه ټول د بشریت د ژوند تجربې دی چې د متعادل او متوازن ژوند درلودل د سالمې ټولنې بنسټ بولی. هغه وګړی چی د یوې وړې په زړه پورې خبرې یا پېښې په لیدو سره ډیر احساساتی کیږی او د یوې کوچنې ناخوالې په لیدلو سره ډیر ناهیلی کیږی، دوی غیر متوازن وګړي دي چی په ژوند کې به له ستونزو سره مخامخ وي او خپل شاوخوا خلک او چاپيریال به ځوروي. مونږ ټول په یو توازن او تعادل سره توافق کې یاستو، پرته له نظم او تعادل روحاً ځوریږو. که چیری انسان جسماً بی توازنه شی، روحی حالت یی هم توازن له لاسه ورکوی، نو جسم باید ورغاول شی او درملنه یی وشی، تر څو روحی حالت هم بیرته روغ او سم شی. بالمقابل روحی نامتوازنی او بی نظمی جسم له ناورغی سره مخامخ کوي. روحی ناروغی او نارامی باید وقایه شی تر څو وګړی، کورنۍ او ټولنه کې خپل تعادل ولری. هغې ټولنې کې چې وګړي یې یو بل ته دروغ وایی، مادي او معنوی غلاګانې کوي، بده ژبه لري، تاوتریخوالی او افراط اوتفریط او داسې نورې ناولتیاوی پکی وی، نو معنا یی دا ده چی د دغې ټولنې تعادل له منځه تللی دی.
د انسانانو د ژوند واقعیت دا دی چی ژوند کی هم خوشحالۍ شته او هم غمونه. خو په دغه هر وضیعت کې پاتې کیدل د بی توازنۍ لامل کیږی. تاسی خپل شاوخوا ډیر کسان ګورئ چې په روحي رنځ او عذابونو کی دي، هیڅوک نه غواړی تګ- راتګ ورسره ولری، آن د دوی خپلوان هم د مجبوریت له مخې ورسره راشه درشه کوي. دوی په حقیقت کی خپل ژوند کی تعادل له لاسه ورکړی دی.
اقتصاد او روزانه لګښتونو کې هم بای مقتصد(میانه رو) اوسو. داسې کسان هم شته چی څه لری، هغه ټول په یوه ورځ کی لګوی، په بله ورځ بیا ګدایی کوی، دا هم نامتوازن چلند دی. ډیر داسی کسان پيژنو چی په نه خبره یا لږه خبره ډیر په غوسه کیږي، داسې کسان هم شته چې د نورو د برخلیک په هکله کوم احساس نلری. داسی خلک هم شته چی لږ صفت یی وکړی، نو یو ځل سرمست شي، دوی هم نامتوازنه دي. که چیرې یو وګړی ته کومه ستونزه پيدا شی، نو ستونزی طبیعی پيښې دي، مهمه دا ده چې ستونزې ته په زغم سره حللاره پیدا کړي او وروسته تر ستونزی څخه جسم او روح بیرته طبیعی حالت او توازن ته راوستل شی. که جسم او روح بیرته لومړنی حالت ته راونه ګرځي، ژوند ستونزو سره مخامخ کیږي. ممکن داسې کسان به هم وي چې د خپل بدن په کوم عضو کې به ستونزه ولری، خو تعادل او سلامتی به هم ولری.د دې لامل دا دی چی دا ډول خلک کولای شی د خپل بدن د کمښت یوه برخه په بله برخه کې بشپړه کړي. د بیلګې په توګه یو څوک د خپل بدن په یوه عضو یا برخه کی یو عیب لری، خو په بل عضو او بله برخه کې یې یو عالی صفت تبارز موندلی دی، دا د دوی کمال دی. بتهوون په موسیقی کې نوم لري، خو په غوږو کوڼ و هیڅ یې نه اوریدل، موږ کابل کې داسې پیغله پیژنو چې دواړه لاسونه یې نشته، خو د رسامی او انځورګری مویک په خوله کې نیسی، داسې میناتور او انځور کاږي چې ساری یې نړۍ کې نسته. همداسې روحی برخو کی او داسی نور مثالونه. ډیر داسی کسان به وي چې د سترګو له نعمت څخه بې برخې وي، خو ډیر روشندل دی او حافظه، احساس، غوږونه او نور اعضا یی تکړه دی. دا ځکه چی د خلقت سیستم د کمښتونو جبرانوونکی دی. او د انسان یو کمښت په بل ځای کی پوره کیږي. دغه پيچلتیاوې د خلقت د سیستم یو راز دی چی انسان ته بیرته تعادل ورپه برخه کوی. ډیر کسان پيژنو چې د خپلې څیرې د نه ښایست له کبله خپه دی او یا هم له مالی ضعف څخه شکایت کوی، خو کله چی خپل یو شمیر نور کمالات او صفات ګوري، لکه لوړې زده کړی، زړه سواندی والی، د ښه مدیریت استعداد او نور صفتونه، بیا نو بیرته خپل ډاډ او سکون ترلاسه کوي. دوی ته که د یوې نیمګړتیا پرځای د ډیرو نورو غوره صفتونو ډاډ ورکړل شي، د دوی نظر به د خپل ځان په هکله بدل او د خوښۍ احساس به وکړي. راځې هم ځانته دا د ژوند شیوه وګرځوو او هم یې نورو ته توصیه کړو.