د ملګرو ملتونو دسازمان دعمومی اسامبلی غونډې؛ د اوسنی عصر دوو ډیرو مهمو پرابلمونو باندې بحث وکړ:
د کرونا (COVID-19 )پانډومی،
د نړۍ د اقلیم بدلون او دوام لرونکی پرمختیا) (Sustainable Developmentته اړتیا.

په حقیقت کې دا دواړه سره تړلی موضوعات دي. څیړنو وښوده چې دکرونا ناروغی او د دغه وایرس خپریدل، په خپله د ژویو هبیتات کی د انسانی بیځایه لاسوهنی پایله ده او د دوی دبی سنجشه فعالتیونو او بی خرته صنعتی پرمختګ له امله د نړۍ اقلیم کې منفی بدلون راغلی. انسان باید له طبیعی منابعو او چاپیریال سره علمی او سنجول شوی عقلمند چلند ولري. دا چې اسامبلې د پایداره یا دوام لرونکی پرمختیا سپارښت کړی، نو باید پوه شو چې پایداره یا ثبات لرونکی پرمختیا څه ده، کومه چې له طبیعی سرچینو سره سیده اړیکه لري، دې برخه کې زموږ مسئولیت څه دی او افغانستان باید څه وکړی؟

دوام لرونکی پرمختیا اوچاپیریالی مسایل
Sustainable Development and Environmental issues
لنډیز(Abstract)
اقتصادی پرمختیا او عامه هوساینه د هر هیواد له مهمو اهدافو څخه شمیرل کیږی. له همدې امله بشریت په بیلابیلو ذرایعو او وسایلو سره دتولید د کچې اوچتولو ته ملا وتړله. د مولدیت او اعظمی ګټې په خاطر تکنالوژی څخه استفادی او د نویو منابعو پلټنې یو نوی تحول رامنځته کړ. دا ټول ددی لامل شول چې په طبیعی منابعو فشار زیات شی، طبیعی منابع ټولی زموږ شاوخوا دی، زموږ شاوخوا یعنی د ژوند چاپیریال. ستونزه هغه وخت پیدا شوه چې بشریت دا درک کړه چی چاپیریال کې یو شمیر منابع محدودی، یو شمیر نورې جریانی او زیات شمیر یې نه نوی کیدونکی(Non producible ) دي. هغه منابع چی نه نوی کیدونکی دی، ممکن راتلونکی نسلونه د هغو له قحط سره مخامخ شی، له دې برعلاوه صنعتی انقلاب او د مولدیت اوچتولو د ژوند په چاپیریال بده اغیزه وکړه. دغو ټولو لاملونو د ثبات لرونکی پر مختیا نظریه رامنځته کړه. ثبات لرونکی یا دوامداره پرمختیا هغه ده چې دبشری ټولنې لپاره یوه په زړه پورې راتلونکی تضمینوی، یعنی د اوسنی او راتلونکو نسلونو ترمنځ دطبیعی منابعویوه عادلانه توزیع او د ژوند دچاپیریال دسالم پاتې کیدو متضمنه ده. د ملګرو ملتونو(م.م.) د سازمان عمومی اسمبلې د نړۍ د اوسنی وضعیت په کتنې سره چې یو شمیر ناروغۍ لکه ( COVID-19) او د اقلیم بدلون د بشریت لپاره ستونزې رامنځټه کړي دي، نو د علمی ادارو او متخصصینو په مشوره یې د خپلې ۷۶ غونډې په پاکې دپایداره پرمختیا سپارښت وکړ. دوامداره یا ثبات لرونکی پرمختیا په دریو ټکیو ډیر تمرکز لري؛ طبیعی منابع، چاپیریال او دراتلونکو نسلونو اړتیاوی. طبیعی منابع انسان ته هغه د استفادې وړ او ګټورې سرچینې دي، چې زموږ شاخوا په طبیعی چاپیریال کې شته. د دغو شتمنیو په رامنځته کولو کې د انسان هیڅ ډول دخالت نشته، خو اړتیاوی مو ورپورې تړلی دی. د ژوند چاپیریال ټول هغه ژوندی او ناژوندی یا فزیکی او بیولوژیکی مجموعه ده چې موږ پکې اوسیږو. د راتلونکو نسلونو اړتیاوی هغه دی، چې له طبیعت څخه یی دوی اقتصادی سیستم ته باید وردننه کړي. په دې توګه دوام لرونکی پرمختیا او طبیعی منابع دوه اساسی سره تړلی مفاهیم دی چی د نن ورځې د څیړنو مهمه ساحه ده. په دې کی د اقتصاد او مدیریت ترڅنګ، حقوق، بیولوژی، ایکولوژي، جغرافیه او پالیسی جوړونه متداخلې څانګې دي، په دی توګه دا علم د کمپوزیتScience composite يا مرکب دانش او تحقيق يو پايله او بین الرشتوی موضوع ده چې د پوره مطالعاتو غوښتنه کوي. فلسفه یې داده چې؛ خپلې اړتیاوې به په پوره کوو، خو دراتلونکو نسلونو غوښتنې او اړتیاوې به ګواښ سره نه مخاخوو.
کلیدی اصطلاحات : ثبات لرونکې پرمختیا، چاپیریال ساتنه، اړتیاوی، د منابعو مدیریت اود چاپیریال پالیسی.
سریزه(introduction)
له صنعتی انقلاب؛ په تیره بیا وروسته تر W.W.2څخه د هېوادونو دپرمختيا ګراف مخ په لوړه شو. ګڼ شمېر هېوادو د صنعت په ډګر کې ښه پرمختګ وکړ، د اقتصاد کچه اوچته او مادي توليد د حجم او کيفيت له پلوه ښه شو. د خلکو د ژوند کچه کې ژور توپير راغى، خو علمي څېړنو وښوده چې بشريت له چاپيريال سره سم چلند نه لري، په تېره بيا وروسته تر اتيايمې لسيزې د پرمختيا په هکله نظريات اصلاح شول، له بده مرغه د پوهانو دغو اصلاحی نظریاتو ته د پانګې غول توجه ونه کړه . د ملګرو ملتونو د پرمختيا او چاپيريال ساتنې کميسیون په دې ستونزه کار وکړ او په ١٩٨٧ م. کې يې د دوام لرونکي (پایداره) پرمختيا (sustainable development)اصطلاح وکاروله او ويې ويل چې بشريت بايد منابع؛ لکه ځنګل ، زمکه، اوبه او کانونه داسې وکاروي چې د راتلونکو نسلونو لپاره هيڅ ګواښ پيښ نشي، يعنې دوام لرونکى پرمختيا هغه ده چې د راتلونکو نسلونو اړتياوو ته هم ځواب ووايي. کرنيزې خاورې بايد نه ډېرې تيزابي شي اونه کلکې،د تخمونو ارثي خواص ښه وساتل شي، دا وبوپاک ساتل بايد يو لومړيتوب وي او سرچينې بايد دبشريت لپاره د حاصل ورکولو وړتيا وساتي، په دې کې د اقتصادي پرمختيا ترڅنګ د چاپيريال پايښت او د ټولنې د هوساينې دوام شامل دی. د sustain معنا ادامه، دوام، ملاتړ، زغمل، استمرار او ثبات ساتنه ده. د سرچينو پايښت د نوي مديريت غوښتنه کوي ، چې له طبيعي، بشري او فزيکي پانګو څخه په عقلمندۍ او هوښيارۍ کار واخلي، د نوي کېدونکو سرچينو کارول د پلان له مخې وشې اونه نوي کېدونکي سرچينې وساتل شي.
یا په بله وینا: هغه اقتصادی پرمختیا چې په هغې کې اوسنۍ اړتیاوې پوره، خو د خپلو اړتیاوو لپاره د راتلونکو نسلونو توانایی او له منابعو استفاده ګواښ سره مخامخ نشي. دا یوه با ثباته او با دوامه پرمختیا ده چی له مناسبی تکنالوژۍ، د نوی کیدونکو سرچینو بیا نوی کولو، ریسایکل کولو اوحمایې څخه پکی کار اخیستل کیږی او چاپیریال ته فاضله مواد غورځول او د ایکوسیستم زیانمن کیدل پکی اقل حد کی وي. په دې شرایطو کې د انسان د ژوند کیفیت د ساتل کیدو وړ وي.
د نولسمې پیړۍ له نیمایی دشملی پیړې تر نیمایي (یعنی تر۱۹۵۰) کلونو پورې د صنعت ډیر زیات پراخیدل او د اقتصادی فعالیتونو شدت او له دې سره یوځای د سړې جګړې له تاوه د وسله والې سیالي راڅرګندیدو دانشمندانو ته نوې اندیښنې را پیدا کړی، دا ځکه چې همدا وخت د چاپیریال ستونزې درک شوې. علمی مراکزو او پوهانو له یوې خوا د پرمختیا په ضرورت او له بلې خوا د چاپیریال په نه زیانمن کیدو تمرکز وکړ. له ۱۹۷۰م. کال وروسته له دغه مفهوم څخه موخه دا وه چې د اقتصادی پرمختګ ترڅنګ باید چاپیریال او د طبیعت شتمني زیانمنې نشي، طبیعی زیرمې باید، پرته د هغو د بی کیفیته کیدو څخه راتلونکی نسل ته د یوه امانت په توګه وسپارل شي. په تیره بیا د نه نوی کیدونکو سرچینو ثبات باید ډاډمن شي. دغه ډول عملیه کې د سرچینو په کار وړلو، دچاپیریال توازن، ښکلا، یووالی، حیاتی تنوع او پاکي ته زیان نه رسیږي او کوم تخریبي اثر نلری. اقلیم کې منفی بدلون نه راځي، خو د انسان اړتیاوې پوره کیږي. په ۱۹۹۰م. کال کې یو ځل بیا په همدې مفهوم تاکید وشو.
اهداف(Objectives)
په دغه لیکنه کې د ثبات لرونکی یا پایداره(بادوامه) پرمختیا پنځه اساسي موخې تعقیب یا روښانه کیږی:
یو) د پرمختیا او ساتنې یو بل سره تلفیق (غاړه غړۍ کول)؛
دوه) دانسان د ژوند د لومړنیو اړتیاوو پوره کول؛
درې) ټولنیز عدالت(اوسنی نسل راتلونکی نسل ته مسئول دی) ؛
څلور) حیاتی، اقلیمی اوفرهنګی تنوع او خود مختاری؛
پنځه) د ایکولوژیکی یووالي او ارزښتونوساتنه.

اهمیت
د انسان سالم ژوند د ده چاپیریال او رفاه یې مادی نعماتو او باکیفیته خدماتو پورې تړلي ده. د اړتیا وړ خام توکی او نور ضرورتونه لکه اوبه، پاکه هوا، دلمر وړانګې او نور زموږ شاخوا موجود دي، چې دې ته طبیعی منابع وایو، دا هر هغه څه دي چي انسان ته ګټه رسوي او په مساعدو شرايطوکي لاس ته راتلاي شي (هغو ته لاسرسي ممکن وي) او اقتصادی اوحیاتی ارزش لري،خوهغه څه چي ورته لاسرسي ممکن نه وي او ارزش ونلري منبع نه بلل کيږي. موږ ته مهمه ده چی دغه ارزښت لرونکي اشیا هم موږ او هم زموږ راتلونکو نسلونو ته مهیا وی او له نابودی او ککړتیا څخه وساتل شی. دغه مسئله دعلمی څیړنو غوښتنه کوی تر څو د یوې علماً تنظیم شوی پالیسی له مخې ورڅخه کار واخلو، نو په دې دلیل سره دوام لرونکی پرمختیا او طبیعی منابع دوه سره تړلی مسایل دی، چی له پوره پنځوسو کلونو راهیسې یې دبشریت، په تیره بیا دعلمی مراکزو توجه جلب کړی او په دې برخو کې علمی څیړنې ترسره کیږي او د نویو اړخونو په راڅرګندیدو سره یی اهمیت نور هم اوچت شوی دی. له دوام لرونکی پرمختیا سره دهغی د ډیر اهمیت لرلو له امله اوس یوه بله اصطلاح هم ورسره یوځای شوی چې دوام لرونکی اخلاقیات بلل کیږي. دوام لرونکی اخلاقیات د بشریت هغه له پیرزوینې او لورینې ډک فکر دی چې انسان د طبیعت یوه برخه بولي اوځمکه(earth/planet) انسان ته د لږ موندل کیدونکو سرچینو بخښونکی ګڼی او دی ته ژمن وی چی باید هغی ته نه جبران کیدونکی زیان ونه رسیږی. دا چې دبشر راتلونکی نسلونو ته پاملرنه یو اخلاقی معیار ګرځیدلی، په خپله د دې موضوع اهمیت جوتوي.
مسئله ( problem)
په اقتصادکې په ځانګړې توګه د طبیعی زیرمو او چاپیریال په بحثونو کې د ژوند او ژوند سره تړلیو ټولو مادی او معنوی ارزښتونو ساتنه، پیاوړی کول، ثبات او داوم په معنا ده. کله چې له پرمختبا سره ارتباط ورکول شی ( sustainable development باثباته انکشاف) بلل کیږي. له دې امله چې دنړۍ اقلیم د بدلیدو په حال کې او د زمکې دغونډاری تودوخه په زیاتیدو او د سارایی کیدو ویره زیاته شوی ده، له بلې خوا یوشمیر ساری او وژونکی ناورغۍ لکه ( COVID-19) د انسانانو ژوند ګواښلی، نو د دی ستونزو د مخنیوی لپاره م.م. د پایداری پرمخیتا سپارښتنه کړی ده. په خپله پایداری هغه وضعیت دی چې د هغې په ترڅ کې موجود مطلوبیت او امکانات د وخت په بهیر کې نه کمیږی او د ایکو سیستم توانایی ته زیان نه رسییږی. په دې حالت کې ټولنیز او طبیعی سیستمونه یوبل سره په نامحسوسه توګه څنګ په څنګ کار کوي، نو ددغه سیستم ساتل او توازن یوه مسئله او پرابلم دی، چې څیړنی ته اړتیالری او عملی لارې باید ورته وموند ل شی.
تیرو ادبیاتو ته کتنه( Review of literature)
د دوام لرونکی پرمختیا، چاپیریال او طبیعی منابعو په هکله علمی څیړنو کې پوهانو ډیرکارکړی او اوس یې دملګرو ملتونو په اجندا کی ځای نیولی دی.
Alan Robinowitz, دوحشی ژویو او دهغو دساتنی په هکله یو علمی کتاب لیکلی دی. دغه اثرپه ۱۹۹۷م. کال په نیویارک کی خپور شو. کتاب پنځه برخې او ټول۲۴څپرکي لري.په کتاب کې یې دژویو اقتصادی، ایکوسیستمی او طبی اهمیت ښودلی دی. دکتاب ډیره برخه د وحشي ژویو ساتنه او د هغو د هبیتات پیژندنه ده. دوحشی ژویو اغیز یې د چاپیریال په توازن کې ښودلی او له ژویو او د هغو دبیلابیلو محصولاتو ارزښت یې په اقتصاد کې ښودلی دی (Alan Robinowitz, 1997).
Charles W.Howe د امریکې د متحده ایالاتو دکولورادو د پوهنتون پروفیسور په ۱۹۷۹م. کال کې د( Natural Resource Economics) په نوم یو درسی کتاب تالیف کړی دی. دغه کتاب په ملی اقتصاد کې د سرچینو رول ښیي، طبیعی منابع یی تعریف کړي، دهغو مشخصات یې بیان کړی دی. په څلورم څپرکی کې یې په اقتصادی وده باندې د طبیعی منابعو اغیز تشریح کړی دی. هرفصل یې یوې ځانګړی منبع ته بیل کړی دی، مثلاً نهم څپرکی دانرژیکی منابعو په هکله، لسم څپرکی د کانونو یا معدن( minerals)، یوولسم د ځنګلونو په هکله، دولسم څپرکی د نه لیږدیدونکی سرچینو په هکله، دیارلسم څپرکی د نه نوی کیدونکو سرچینو په هکله اوڅوارلسم څپرکی د اوبودمنابعو په اړه دی. وروسته یې طبیعی منابع اودچايیرال ایکو سیستم بیان کړی او نوری برخې اقتصادی وده او منابع دي( Natural Resource Economics, 1979).
M.L.Jhingan د هندوستان نامتو پروفیسور د(The Economics of Development & Planning) په نوم په ډیلی کی دپوهنتونو لپاره یودرسی کتاب تالیف کړی دی، چې دیرش ځله چاپ شوی دی. دغه کتاب اقتصادی پرمختیا تشریح کوي. څلورم څپرکی یې د اقتصاد په وده کې فکتورونه یاعوامل ښيي، چې یو مهم فکتور یی طبیعی منابع ښودلي دي. د انکشاف بیلابیل موډلونه او متوازنه وده یې مهم بحثونه دی(M.L.Jhingan,2018).
که له تاریخی پلوه یې وڅیړو؛ نو لومړی ځل وان تونن اقتصادی سیستم ته د چاپیریال او طبیعی سرچینو د استفادی موضوع وڅیړله، ورپسې رالی بارلو د اقتصاد لپاره له منابعو استفاده او د مرکزی مارکیټ او د منابعو د محل ارتباط یی تشریح کړ، دې پسې برتانوي ایکولوژیست پروفیسور تانسلي په ۱۹۴۱م. کال کې د ژوند چاپیریال ته د ایکوسیستم نوم ورکړ. ده وویل چې ایکوسیستم عضوي او غیر عضوي غړي لري چې د دې ټولو یوځایوالي طبیعت جوړوي. د طبیعت جوړوونکي اجزا دومره سره کلک او یو بل سره تړلي دي چې لکه د انرژي او مادې په شان یو بل ته مهم دي. په پایله کې ویلای شو چې د فزیکي او بیولوژیکي چاپیریالونو یوځای کیدل طبیعت جوړوي او طبیعت یعنې د ژوند چاپیریال.د چاپیریال ژوندی اړخ یا بیولوژیکي سطح په دغو ګروپونو ویشل کیږي: انسانان، ونې او بوټي، ژوي او میکرو ارګانیزمونه. دغه ګروپ هغه موجودات دي چې پیچلي غړي لري چې له وحید الحجروی څخه تر کثیر الحجروي پورې په دوي کې شته. د ژوند د چاپیریال ثبات د ژوندیو او نا ژوندیو موجوداتو توازن ته اړتیا لري. د دوي جوړښت د زنځیر د کړیو په شان دی چې یو بل سره تړلي دي. د دغه زنځیر کړۍ د ژوند د چاپیریال همدغه ګروپونه دي. ښکاره خبره ده چې د دغه زنځیر کلکوالي د دغه زنځیر تر ټولو له ضعیفې کړۍ کلکوالي پورې اړه لري، دا ځکه چې له کړیو څخه جوړ شوی زنځیر د هغه له ټولو څخه د ضعیفه کړۍ څخه ماتیږي. په دې توګه د ژوند د چاپیریال ثبات د هغه د دغو دوو اړخونو په کلکوالي کې دی او که ماتیږي هم، له ضعیف اړخ څخه یې ماتیږي( Raleigh Barlow,1978).
یو بل نامتو دانشمند د بشریت د راتلونکی په هکله ډیر په زړه پورې مطالعات وکړل. هغه دانسانانو د مادی اړتیاوو د پوره کولو او طبیعت ته یی دزیان نه اړولو پر موضوعاتو کار وکړ. دغه عالم نورمن بورلاګ نومید. ډاکتر نورمن بورلاګ د۱۹۱۴م. کال د مارچ په ۲۵مه نیټه نړۍ ته سترګې پرانیستی، د دوکتورا سند( P hd) یې له ( Minnesota) پوهنتون څخه ترلاسه کړ، وروسته یې ټول وخت په علمی څیړنو او لیکنو کې تیر کړ، د ده بشردوستانه افکارو ده ته نړیوال نوم ورکړ او د یوه (humanities)په توګه یې د خلکو په زړونو کی ځای وموند. نورمن د چاپیریال امانت ساتلو اودوام لرونکی پرمختیا په هکله څیړنی وکړی. ده په خپل ژوند کې څوڅو جایزې ترلاسه کړی دي. نوموړی په ۱۹۷۰ م. کال کی د نوبل جایزه هم وګټله( )
Progress for a small planet دباربارا وارډ نامتو اثر دی، هغه انګلیسي اقتصاد پوهه وه چې د بشریت د اړتیاوو او چاپیریال مسایلو په اړه یی لیکنی کړي دي. نوموړې د ۱۹۱۴ م. کال د می په۲۳مه نړۍ ته راغلې او د۱۹۸۱ م. کال دمی په ۳۱کی یی له نړۍ سترګی پټی کړی دی. داقتصاد او چاپیریال، د پایداره پرمختګ او دبیوزلۍ د له منځه وړلوپه برخه کې یې ژور علمی کار کړی دی. په ۱۹۶۶م. کال کې یې د خپلې وینا په ترڅ کې د یواځې یوې ځمکې ( Only one Earth) اصطلاح په غوره کولو سره د نړۍ دسیاست پوهانو، اقتصادپوهانو او لنډه دا چې د ټولو نړیوالو او د ځمکې دکُرې د اوسیدونکو پام چاپیریالی ستونزو او معقولو اقتصادی تدابیرو ته راواړاو.اوس د باربارا وارډ د بشردوستانه خدماتو په ویاړ دچاپیریال او پرمختیا لپاره نړیوال انستیتوت(IIED) د همدې په نوم یادیږي( Barbara Ward,1980).
له دې امله چې دا یوه نړیواله یاجهانشموله موضوع ده، نوپه ۱۹۸۰م. کال کې د نړۍ ساتنې دستراتیژي په کمیسیون کې، له دوام لرونکې(باثباته) پرمختیا سره یو ځای د طبیعت ساتنه هم تدوین شوه. په همدې کال دلومړي ځل لپاره دطبیعت ساتنې دنړیوالې اتحادیې [ International Union for Conservation of Nature(IUCN)] په راپور کې د پایښت لرونکی یا دوام لرونکی پرمختیا راپورنشر شو. په دغه راپور کې وویل شول چې د ثبات لرونکې پرمختیا د اصولو سره سم چلند به دچاپیریال شتمنیو ته نه یواځې زیان ونه رسوي، بلکې چاپیریال به بډای هم شي.
په ۲۰۱۴م. کال کې د امریکی د متحده ایالاتود Massachusetts دپوهنتون داقتصاد پروفیسرBarry C.Field د طبیعی منابعو داقتصاد ( Natural Resources) تر عنوان لاندې یو کتاب ولیک، چې مهم مسایل یی د بشریت رفاه، دوام لرونکی پرمختیا، له چاپیریال سره چلند او د طبیعی منابعو کارول دی. د ده دکتاب وروستی څپرکی خاص د پرمختیایی هیوادو د اقتصادی ودی په هکله دی. په دغو ټولو اثارو کی د دوام لرونکی پرمختیا په اړه مطالعات دي او د راتلونکو نسلونو اړتیاوی یی په پام کی نیولی. دوی د دوام لرونکی پرمختیا په اړه وایی چی، منابع موږ ته را پاتی میراث نه، بلکې دا یو امانت دی چې هغسی چی موږ ته له پلرونو راپاتی دی، باید هغسی یی راتلونکو نسلونو ته امانت وسپارو(Barry C.Field,2014).
په دې توګه ګورو چې پورتنۍ څیړنې ټولې دوام لرونکی پرمختیا او د چاپیریال ساتنه تاییدوي او زموږ له موندنو سره په مطابقت کې دي.
له مختلفو اړخونو څخه د دوام لرونکی (پایداره) پرمختیا مفهوم
پروفیسور جهنګان پرمختیا یوه کمی او کیفی پدیده بولي او له ترقی او ودې سره یی توپیر ښودلی دی، نوموړی وایی پرمختیا د ودې لرونکی ده، خو وده هیڅکله د پرمختیا په معنا نده، ترقي د وخت په اوږدو کې په کمی ارقامو کې دمثبت بدلون او زیاتوالی په ماناده. نوموړی پرمختیایی هیوادو ته؛ د دوی طبیعی منابع، د یوه عامل په توګه ښيي( Jhingan,2018). د دوام لرونکې پرمختیا مفهوم د داسې هڅو مجموعه ده چې د بدلون موندونکو ټولنیزو او اقتصادی موضوعاتو ترڅنګ، محیطی مفاهیم رااخلی او د طبیعت(چاپیریال) په اړه د انسان دپوهې مهم تعبیر واضح کوي او له انسانانو غواړی چی په دې هکله له افراط ډده وکړي. پخوا اقتصادی، ټولنیز او محیطی موضوعات یو بل څخه جلا ګڼل کیدل، اوس د دغه مفهوم په رڼاکې دا ټول سره یوځای شوی دي. پخوا چاپیریال صرف یوخارجی عامل ګڼل ګید، چې د انسان د استفادې او استثمار لپاره یې موجودیت په پام کې نیول شوی و، په طبیعت باندې غلبه د انسان بریالیتوب او پوهه او تکنالوژي له طبیعت څخه دګټې دترلاسه کولو وسایل ګڼل کیدل. دغې نظریې له صنعتی انقلاب او د پانګوالۍ له ایجاد سره مرسته وکړه،خو اوس دا نظریه پیاوړی شوی ده چې : بشریت طبیعی سرچینو ته ضرورت لري، خو له هغو څخه د ډیرې ګړندۍ، بی پلانه او تشدیدی استفادې پرځای باید هغه په معقول ډول مدیریت او د اوږدې مودې لپاره ورڅخه کار واخیستل شی. په دې توګه اوس محیطي، اقتصادی او اجتماعی نظریات یو بل سره پیوند شوي دي. څیړونکو د دوام لرونکی پرمختیا ملاتړ او ثبات په لاندې ډګرونوکې حتمی وباله:
الف) په طبیعی منابعو (سرچینو) کې پایښت اوثبات؛
ب ) سیاسی ثبات؛
ج ) ټولنیز ملاتړ اوثبات؛
د ) اقتصادی پایداری.
یوبل سره د اجتماعي، اقتصادی، سیاسی او محیطی ډګرونو اتفاقی پایښت باندې تمرکز، د چاپیریال ساتنې پالیسیو کې د بریالیتوب راز دی.
د پایداره( دوام لرونکی) پرمختیا او چاپیریال اړیکې

طبیعی منابع زمونږ په چاپيريال کي دي، دا ټولې هغه ژوندۍ او نا ژوندۍ شتمنۍ دي چي دبشر په لاس نه، بلکي په قدرتي ډول دالهي تحفي په توګه زمونږ په شاوخوا کي ليدل کيږي اومونږ ته دپيژندلو او لاسرسي وړ وي . يا : طبيعي منابع اقتصادي سيستم ته دطبيعيت او چاپيريال ارزښتناکت ورکړې دي چي دبشر په رفاه کي مهم رول لوبوي، دا دزمکې دِ غونډاري ټول ژوندي او ناژوندي نعمتونه دي(W.H.Charles,1979).
د اقتصادی پرمختیا لپاره کاریدونکی منابع بيا زموږ د چاپيريال ارزښت لرونکي توکي دي ، لکه ځنګل،څړځای، نفت ، دډبرو سکاره ، ځمکه ،اوبه ، لرګي ، فلزي اوغیرفلزی عادی او قيمتي ډبري ، کبان ،نباتات اونور .

دطبيعي منابعو خصوصيات
Characteristics of Natural Recourse
دطبيعي منابعو دخصوصياتو دتشريح په خاطر بايد طبيعي منابع دهغوي د خصوصياتو له مخې وويشو چې په دري ډوله دي .
A : ذخيروي خاصيت لرونکي طبيعي منابع Stock resources
B : جرياني خاصيت لرونکي طبيعي منابع Flow resources
C : ترکيبي خاصيت لرونکي طبيعي منابع Composite group
مختلف اقتصاد پوهان طبيعي منابع په مختلفو ډولونو ویشي . بعضي علما دطبيعي منابعو ويش دهغوي داستعمال دخامو موادو په توګه کړی، بعضې نورو دصنعتي او دکرنې داستعمال له مخي کړی، خو هغه ويشنه چي ټولو ته دقبول وړ ده په لاندې ډول ده :

۱.غير قابل تجديد طبيعي منابع Non-Reproducible resources
هغه منابع دي چي په ثابته پيمانه او دايماٌ په يو اندازه سره موجود وي، دنسل دتولید او دمقدار د زياتوالي امکان پکي نه وي؛ يعني اندازه يي ثابته اومعينه وي . دا منابع په دوه برخو ويشل شوي دي:
دځمکي منابع Land resources
منرالي منابع Mineral resources
مثلاً ځمکه په يوه ثابتې پيمانه سره وجود لري او د هغې په مقدار او اندازه کې هیڅ زیاتوالی نه راځي .
منرالي منابع : ټول کانونه او منرالونه چې په يو ثابت مقدار وجود لري دا پدي معني که چيري په يو ځاي کي ١٠٠٠ متر مکعب د ډبرو سکاره کشف شي، په هغه ځاي کې له دې د زياتو سکرو امکان نه وي، کله چې دا استخراج او مصرف شول نور سکاره پکې نشی رامنځته کیدای . منرالي منابع بيا په خپل وار سره په دريو لويو برخو ويشل شوي دي .
فوسيلي دسون مواد Fossil fuel لکه دپطرولو زيرمي ، دډبرو سکاره او داسي نور ؛
فلزي ډبري Metallic ores لکه داوسپني ، نکل، جست ، سرب اوداسي نو ر ډبري؛
غير فلزي ډبريNon metallic ores لکه دسلفر،باريت،ګچ اوداسي نوري قيمتي ډبري .

۲. دتجديد وړ طبيعي منابع Reproducible resources

دا منابع دغير تجديدې خاصيت لرونکو منابعو برخلاف، يعني کمي اوکيفي اندازه يي ثابته نده، بلکی د مجدد توليد قابليت لري .دغو منابعو زياتوالي دانسان او اقليم له فعاليتونو څخه متاثر کيږي . چه ددي منابعو عمده اقسام عبارت دي له :
لرګي (Timber)
کبان (Fishes)
دځمکي پرمخ بوټي او حيوانات (soil bashes )

۳. نه تماميدونکي طبيعي منا بع Inexhaustible resources
داهغه منابع دي چي تل موجود دي، په ډیرې زیاتې استفادې سره هم نه تماميږی، خو ددغو منابعو زياتوالي هيڅکله د دي با عث ندي شوي چه د دوي ارزش کم شي او يا دانسان رابطه ورسره کمه شي بلکي داستفادي خاص موارد لري چه مهم اقسام يي عبارت دي له :
داوبو منابع Water resources
دلمر انرژي solar energy
داوبو دغاړي څپي (مدو جذر) Tidal energy
اقليمي منابع Climate energy
د هوا جريان (بادونه).
د دغو ډول منابعو اهمیت په دی کی دی چی جریانی دی، یعنی که په اقتصاد کی ورڅخه استفاده وشی، ډیره ګټوره ده، که استفاده ورڅخه ونشی، نو له لاسه وځي او د ذخیره کیدو وړ ندی. په دې توګه ګورو چی هرډول منبع یوه ستونزه لری چی باید له اقتصادی پلوه ژوره تحلیل شی.
له نیکه مرغه افغانستان د منابعو له پلوه یو بډای هیواد دی، خو مشکل دهغو په پلان جوړونه، ساتنه، ذخیره کولو او مدیریت کې ده. دغه مناسب ظرفیتونه په لاندې توګه دي:
۱. غوره اقلیم، دلمر وړانګې او دباد موجودیت،
۲. ګرانبیه معادن اومینرالونه،
۳. کافی جاری سیندونه. دژمی له خوا کافی اورښت او د اوبو زیرمی،
۴. ځنګلونه او څړځایونه
۵. کرنیزی زمکې،
۶. راز راز وحشی ژوی،
۷.دتوریزم او انکشاف لپاره تفریحی او د لیدلو وړ ساحات.
دغه ظرفیتونه زموږ د اقتصاد ریزرف او پوتانیسیل جوړوی، چې د اقتصادی عواملو( input) په توګه یې په محصول( output) بدلولای شو. دغه اقتصادی ډیر ګټور او مساعد عوامل د دې ترڅنګ چې موږ ته غوره پرمختیایی فرصتونه دي، یو شمیر ننګونې هم لري چې بحث به ورباندی وشی. اول به دفرصتونو له نظره تیرکړو:

د دوام لرونکی پرمختیا لپاره زموږ فرصتونه:
الف) زمکه
افغانستان لا اوس هم یو کرنیز هیواد دی او اقتصادی او بهرنۍ سوداګری یی تر ډیره په کرنه متکی ده،. زمکه په کرنه کې یو تولیدی عامل دی. د طبیعی منابعو اقتصاد د تیورۍ له مخې د ځمکې د منبع د فزیکی اډانې مطالعه دا ثابتوي، چی په هیواد کې کافی اندازه د زمکې ساحه د کرنیز استعمال (نباتی ځمکی crop land، د څړ ځای ځمکی posture land، او ځنګلونه forest) له پاره شته، اما په دغه ټوله منبع لاسبری نشته. لکه چی لیدل کیږی د هیواد د ټول مساحت ۶۰،۷ فیصده ساحه هغه ځمکې دي، چې د منبسط استعمال سره یې د کرنې لاندې راوستل ممکن دي، اما د دغې ساحې له جملی تر اوسه دهیواد ټول مساحت ۱۲،۱ فیصده د کرنی وړ بلل شوی چی له هغې جملې څخه ۳۲۴۰،۲۵ زره هکتاره تر کرنې لاندې ده چی دا د ټول هیواد صرف پنځه فیصده ساحه جوړوي. اټکلونه ښکاره کوی چې د اوبخور د سیستم په ایجاد سره کیدای شی زرګونه هکټاره نوره زمکه تر کښت لاند راولو. دنړیوال بانک راپورونه ښيي چې د موجوده آبي ځمکو پراختیا د غنمو د کښت، بڼوالي او د څارویو لپاره د خوراکې د ترلاسه کولو او د ګړندي پرمختګ لپاره حیاتي ده. اوسني وخت کې کرنیزې ځمکې چې په کلنۍ توګه خړوبیږي، دوه میلیونه هکتاره ده او د دغه رقم د زیاتوالي لپاره لاډېرې هیلې شته او هغه دا چې هغه زیربنا چې د جګړو په کلونو کې له منځه تللي، بیا ورغول شي. یوه واقعبینانه موخه داده چې له 500000 څخه تر 700000 هکتاره پورې نوره ځمکه به په راتلونکو کلونو کې تر اوبخور لاندې راشي. په افغانستان کې د اوبخور د سیستم د بیارغاونې په برخه کې ډېرې ښې تجربې ترلاسه شوي دي. په تیرو دولسو کلونو کې د اوبخور د سیستمونو په واسطه 1.8 میلیون هکتاره ځمکه د هر هکتار لپاره 300 تر 400 ډالرو لګښت (که مثلثي کانالونه پکښې راولو 800 – 600 ډالره لګښت) باندې بیارغول شوې ده. لکه هغسې چې د اوبو د لیږد د زیربنا بیارغاونه مهمه ده، همدومره د بزګرانو په کروندو کې له اوبو څخه غوره کار اخیستل او د هغو سپما کول مهم دي، په بارانی کلونو کې افغانان غنم په للمی ډول هم کري(Agricultural Sector Review Report No: AUS9779) دا په داسې کال کی چی اوس افغانستان پرته له غلې، طبی او صنعتی بوټی هم تولیدوی او د زعفرانو په شان د قیمتی مححصول تولید او تجارت باندی یی پیل کړی دی.
ب) ځنګلونه
د افغانستان یوه ډیره ښه اقتصادی سرچینه ځنګلونه دی، دغه هیواد دوه ډوله ځنګلونه لری: یو یې دصنعتی لرګیو تولید او بل یی دمیوه لرونکی ونو ځنګلونه. له جنګونومخکې د افغانستان دټول مساحت په سلو کې درې برخی ځنکلونه وو( دافغانستان احصاېیوی کالنی، ۱۳۵۵)، متاسفانه اوس دغه ساحه تقریباً ۱،۲سلنی ته را کمه شوی ده( کالنی،۱۳۹۹). د ارقامو له مخې اوس د ټول هیواد د ځنګل ساحه صرف ۱٬۳ میلیون هکتار ه ده، حال دا چې د۱۹۷۰ کلونو د احصائیو له مخې یې اندزه درې میلیون هکتارو ته رسیده( حسنیار،۱۳۶۴)، خو بیا هم یو شمیر دغه ځنګلونه لکه د هیواد جنوب کی د جلغوزیو ځنګلونه او په مرکزی ولایتونو، خصوصاً بادغیس کی دپستې ځنګلونه زموږ لویه اقتصادی منبع ده چی اوس بهر ته هم استول کیږی. له بده مرغه وروستیو سیاسی بدلونو سره یوځای د هیواد پهړځنګلونو، په تیره د کونړ او نورستان په ځنګلونو یوځل بیا تالان ګډ شو(۳۰/۶/۱۴۰۰).
ج ) بڼونه اوبڼوالی
د بڼوالی سکتور د ۳۶۰۰۰۰ هکتاره ځمکه تشکیلوی چی په سلو کی ۱۴ ځمکه اوبه لرونکی ده.له دوه میلیونو څخه زیات وګړي په دې برخه کې په کار لګیا دي. د هیواد مختلف جغرافیایی ، اقلیمی شرایط ددی سبب شوی دی چی مختلف تولیدات د کال په مختلفو وختونو کې رامنځته شی. په دی محصولاتو کې ډیر معمول محصولات بادام،جلغوزی، پسته، مڼې او انار دي چې زیاتره یی صادریږي. د یوشمیر باغداری محصولاتو لکه پستې، جنغوزي او خُرما په هیواد کې ډیر برابر دي او په سادګی تولید یږی. زیره په اوبو او نیمه اوبو ځمکو کی ډیره ښه وده کوي او له دې امله د باغداری د استثنایی محصولاتو څخه ګڼل کیږي. او زیات شمیر فرصتونه د محصولاتو د زیاتولو د پاره برابروی . د زعفران کښت یوه فشرده کار ته اړتیا لری او د ښځو د پاره د کارښه زمینه ده . دا هیواد د باغداری د محصولاتو په تولید او صادرولو کی ډیره مخینه لری او په بازار کی یی د لاسه ورکړی ونډې د بیا تر لاسه کولو وړتیا لری.
همدا اوس باغداری د افغانستان ۱،۴ میلیارد امریکایی ډالرو ناخالص تولید تشکیلوي۲۹. دا د کرنې د سکتور ۳۴ سلنه ناخالص داخلی تولید او ۶،۷د هیواد ناخالص داخلی تولید تشکیلوي. په دی فرعي سکتور کې د ۳۵۰۰۰۰ بشپړه ورځ د کار زمینه (FTE) ایجاد شوې ده چی د هغې له جملی څخه ۹۰۰۰۰ یی غیر مستقیم اقتصاد تشکیلوی. د باغداری محصولات د صادراتو (چی مهم یی انګور، بادام، زیره او انار دي) څخه د ۷۰۰ میلیون امریکایی ډالرو څخه زیات په کال کی تر لاسه کیږی. په داسې حال کی چی میوې ، سبزي او ګلان په داخلی بازار کی د صادراتو دریمه برخه ارزښت لری.
په تیرو لسو کلونو کې د باغداری ساحه زیاته شوی، په لږه پانګونې سره امکان لري چی تر دې هم زیاته شي. دا کار د مستقیموعوایدو د زیاتولو ، د تولیدي کار د زمینو برابرولو، په ښاری او کلیوالو سیمو کی د خوراکی رژیم د ښه والی ، د کرنیزو محصولاتو د پروسس دفرصتونو، او د کوکنارو په بدیل کې زیات رول لري. باغداری همدارنګه داسې سکتور دی چی زیات شمیر کوچنی او خوار بزګران او په ځانګړی توګه بزګرې ښځې کولای شی په هغه کی ونډه واخلي. او همدارنګه د محصولاتو په لوړ ارځښت درلودلو سره، د اوبو کمه اندازې ته اړتیا لري، نوځکه د بیوزلی په کمولو او د دوام لرونکی پرمختیا ښه چانس دی چې د اقلیم له ښه کولو سره هم مرسته کوي(د افغانستان د کرنی په هکله دنړیوال بانک راپور ).
د) مالداری
زیاتره افغانان په عین وخت کی څاروی هم ساتي .د کرنیزو محصولاتو په تولید هم لګیا دی. په ټولیزه توګه د غواو ،میږو رموکی له ۱۹۷۷ کال څخه ۲۰۰۴ کال پوری دجنګ، وچکالیو، عنعنوی مالداری او د حیوانی ناروغیو له امله د پام وړ کمی راغی، دبهسودو ستونزه په مرکزی سیمو کی څړ ځایونو ته د کوچیانو د نه لاسرسي لامل او مالداری زیانمنه شوه،. د کورنیو څارویو ( غواوو او میږو ) شمیر له ۲۰۰۴ کال وروسته ښه شواو یو شمیرڅاروی روزونکی بیرته هیواد ته ستانه اومحصولات بیرته لږ څه ښه شول. اوس د کورنیوڅارویو شمیر معلوم نه دی چی یو دلیل یی دا دی چی په افغانستان کی د څارویو احصاییه ګیری او سروې نه ده شوي . مګر دقیق تخمین دا په ډاګه کوی چی نن ورځ په افغانستان کی نږدی ۲۱ میلیونه کورنی حیوانات شته،چی : ۳،۵ – ۴ میلیونه غواوې ، ۱۳ – ۱۵ میلیونه وزې او میږې او دوه میلیونو شاوخوا کې خره او آسونه دي، اوښان ترټولو کم دي. مالداری د کار موندنی په وده اود اقتصاد پرمختیا کی نقش لري ، محصول یې د وارداتی اموالو ځای نیسی او کیدای شی ډیر د صادراتو فرصتونه رامنځته کړي . په اوسمهال کې په کالنی توګه مالداری ۳،۸سلنه یا ۶۸۴ میلیون امریکایی ډالر د هیواد ناخالص تولید تشکیلوي او د ۱،۱میلیون د بشپړ ورځې د کار زمینه ایجادوي چی ۱۵ سلنه د هغه غیر مسقیم فرصتونه دي. دا فرعی سکتور همدارنګه د کرنی د محصولاتو د پروسس په کوچنی او منځنی توګه را منځته کوي. مالداری کیدای شی زیاتره محدود تولیدی فعالیتونه په ټول افغانستان کی رامنځته کړی چی د بیوزلو وګړو له خوا د هیواد په ټولو سیمو کی مخته وړل کیږی. تولیدات یې د خوړو قوي پروتینی محصولات دي. دا سکتورزیاتره دښځو د پاره د کار مهمه زمینه ګڼل کیږی. د مالداری محدود سیستم هم کیدای شی د کوکنارو بدیل وګرځي(دنړیوال بان راپور، ۱۳۹۷).
نقشه کې د یوشمیر محلی نسلونو کورنیو څارویو د روزنی او د لبنیاتو د تولید ساحات ښکاری:

Source: Google: Afg. Map

افغانستان د مالداری ځینی محصولات- زیاتره پوستکی ، وړۍ او شالونه – صادروی مګر په مقابل کی څاروی ، غوښه ، هګۍ ، لبنی تولیدات په پراخه اندازه ( د ارځښت له مخې ) د هندوستان ، پاکستان، ایران او د عربی اماراتو څخه وارد کوي . ددی محصولاتو د پاره تقاضا د ۲۰۰۸ کال را پدی خوا دوه واری زیاته شوی ده په داسی حال کی چی کورنی تولیدات ډیر ورو په مخ ځی. که چیری افغان بزګران غواړی د ښار په بازارونو کی د وارداتی محصولاتو سره سیالی وکړي ،د محصولاتو د لیدنی وړ عوایدو ته اړتیا ده تر څو د محصولاتو نرخ د سرحدونو څخه د باندی محصولاتو د نرخ څخه ټیټ کړی او همدارنګه د هیواد په دننه کی د ویش په سیستم کی ښه والی راولی. تر څو د نرخ ، کیفیت او د محصولاتو د مصوونیت د معیارونو څخه ډاډ تر لاسه شی. د مالداری فرعی سکتور د اوسیدونکو خلکو او د کوچیانو د تولیداتو د سیستمونو څخه تشکیل شوی دی.کوچیانی سیستم د ټولنې د زیاترو خوارو وګړو او په ځانګړی توګه د کوچیانو د پاره د ژوند ښه زمینه جوړوی او زیاته برخه چې بازار ته وړاندی کیږی، تامین کوي. د مالداری فرعی سکتور د ټیټی اندازه تولیداتو درلودونکی دی چې په مشخصه توګه د وچکالی او یخو ژمیو له امله ضایع کیږی . د اوسیدونکو بزګرانو سیستم دا ډول دی چی د یو شمیر میږو، وزو ، او نورو رواجی څارویو څخه په کمه اندازه سره دی.هر ډول زیاتوالی کله کله ( معمولا شیدې او څاروي )د پلورلو د پاره تیار وي.
ه) د اوبو منابع
د اوبو منابع دبشریت دبیولوژیکی موجویت لپاره لکه د هوا په شان؛ په تیره بیا دعامې روغتیا، اقتصادی پرمختیا او دټول ایکو سیستم د سلامتی لپاره ضروری ده( C.Field Barry,2014).د شلمی پیړۍ په ترڅ کی؛ په تیره بیا د دوبلن د۱۹۹۲م. کال تر کنفرانس وروسته اوبه یوه اقتصادی ماده وپیژندل شوه. نړیوال بانک اعلان وکړ چې ممکن وروسته تر دې به جنګونه د نفتو پسرنه، بلکې د اوبو پر سر وی. په نړۍ کی ورځ تربلې د تازه او خوږو اوبو(fresh water) قلت احساس کیږی. افغانستان له نیکه مرغه د ۲۵دایمی سیندونو او څو موسمی خوړونو په لرلو سره د دغی منبع لویه اندازه لري. په نورمالو کلونو کې د افغانستان ټولې کلنۍ اوبه 75 ميليارد متر مکعبه اټکل شوې دي، چې 57 میليارد مکعب متر يې د ځمکې د سطحې او 18 میليارده مکعب متره يې د ځمکې لاندې اوبه دي. افغانستان دخپلو سطحي او تر ځمکې لاندې اوبو څخه يوازې شاوخوا 25 سلنه (20 میليارد مکعب متر) مصرفوي، پاتې 75 سلنه يې ګاونډيو هېوادونوته ځي یا په شګلنو دښتو کې جذبیږی. سره له دې چې لکه د ذکر شویو نورو منابعو په شان د اوبو مدیریت هم په سم ډول ندی شوی، خو امید دی چی له دغه ظرفیت او فرصت څخه آینده کی داقتصادی پرمختیا لپاره استفاده وشی او هغه سترایتژي چی دې وروسیتو پنځو کلونو کی د اوبو د منابعو په هکله ترتیب شوی، تطبیق او اټکل شوی نتیجه ورکړي.
و ) وحشی ژوی او څړځایونه
په دې کې ټول هغه ژوی او ونې-بوټي راځي چې نااهلی دی او دانسان په روزنه پورې ډډه نه لګوی، بلکې په مستقل ډول ژوند کوي. یوشمیر وحشی بوټې فوق العاده صنعتی او طبی ارزښت لری، د زیات شمیر وحشی ژویو پوستکی، نوکان، ښکر، غاښونه، دغدواتو افرزات، غوښه او بڼکې اقتصادی اهمیت لری، له دې پرته دوی د علمی څیړنو په برخه کې خاص اهمیت لري(دودیال،۱۳۸۱) وحشی ژوي د ایکو سیستم په متوازن ساتلو، او داقلیمی بدلون او دوچکالیوپه مخنیوی کې ارزښتمن نقش لري. دا د ایکو سیستم بشپړونکی کړۍ دي( Alan Robinowitz, 1997).
معمولاً څړځایونه د کرنی، ځنګل او وحشی ژیو په مطالعه کې راځي، خو له دې امله چی دافغانستان په اقتصاد کی ګڼ شمیر وحشی بوټي صنعتی او طبی ارزښت لری، له بلی خوا څړځای ددغه هیواد د اقتصاد شمزی یا ستون فقرات جوړوی، نو ځکه یې جلا بحث کی شامل بولو. له دې پلوه افغانستان یو بډای هیواد دی. د دغو برخو رول به په پرمختیا کې هغه وخت لا اوچت شی چې علمی څیړنی ورباندې وشی.
ز) کانونو او د هغوانواع (ډولونه)
تر اوسه پورې د طبیعی منابعو د مطالعی په ترڅ کی په هیواد کی د لاندنیو موادو کانونه پيژندل شوی: د سون وړ مواد لکه د ډبرو سکاره، نفت، ګاز، تورف نسواری رنګه سکاره او سوزیدونکی سلانسونه، فلزی عناصر لکه اوسپنه، مس، منګنیز کرومین، سرپ، جست، المونیم، مولبدیم، ویلفرام، قلعی، بیسموت ارسنیک، رانجه، ګران بیه عناصر لکه: بریلیوم، لیتیم، سیزیوم، روبیدیم، تانتالیم، نیوبی کادیوم، یورانیم، نجیبه عناصر لکه: سره زر، سپین زر، او پلاتین، غیر فلزی مفیده عناصر لکه: سلفر، فلورایت، باریت، سلتمین، فاسفورس او اپاتیست. ارزښتمن ساختمانی او غیر ساختمانی غیر فلزی ډبری لکه مرمر، ابرک، سوبه تلی (تالک-شوکاڼی) لاجورد، سریانتین، غرنی بلور، سلاندی او داسی نور معدني مواد. که یوشمیر کانونه (لکه وسپنه، مس، ګاز او مایع معادن) یوې خواته پریږدو،د افغانستان یواځې دټیږو ډولونه ۳۰۰ مختلفو ډولونو ته رسیږي. د لوګر د عینکو د مس کان نړیوالو ته ډیر جالب دی ډیر هیوادونه هڅه کوی چی د دغه کان استخراج کی ځان ګډ کړی ځکه چی دغه کان له مسو سره یو ځای ترکیب شوی سره زر هم لری، له دغو طبیعی منابعو ځینی یی د بیلابیلو دورو د ترسباتو جریان کی تشکیل شوي، مثلاً د ارخین، پایلوزویک، کمبرین، سیلورین ترسبات، د دیونین، پیرمین، کاربن، ترباسیکو جوراسیک تباشیر، نیوجن، پالیزجن، انتروپوجن اوسنیو زبویک ترسبات چی لږ برسیرن دی. اما ځینی یی ژوری ډبری (احجار انتروزیفی یا عمقی) دی چی هغه ژورو پوړیو کی دی، متحوله احجار د ځمکی پر سر او برسیرن دي.
ح) د سون وړ مفیده عناصر:
د ډبرو سکاره : د ډبرو سکاره په اقتصاد، په تیره د صنعت په سکتور کی یوه مهمه انرژیکی منبع ده چې له نیکه مرغه افغانستان له دې پلوه په ښه ردیف کې دی. د ډبرو دسکرو کانونه ډیر پخوا د سیمه ییزو خلکو له خوا پیژندل شوی وو، خو په رسمی ډول د دولت له خوا تفحصات د اویایمی لسیزی په بهیر کی بشپړ شول. همدا وخت د هغو استخراج هم پیل شو چې په ښارونو کې به د کورونو د تودلو، د روغتونونو، عسکری فرقو، لیلیو او دولتی دفترونو د پخلی او تودولو لپاره ورڅخه کار اخیستل کید، خو د کورنیو جګړو له امله د هغو استخراج او ښارونو ته انتقال په ټپه ودرید. په دې وروستیو کی تر ډیره بریده دهغو استخراج بیا په ناقانونه توګه او په غیر فنی ډول پیل شوی دی. د ډبرو سکاره په افغانستان کې د نورو انرژیکی سرچینو په پرتله ارزانه تمامیږی، خو قانونی استخراج او استفادې یې ډیر لږ کلونه دوام درلود. تمه ده چې یو ځل بیا ورته پاملرنه وشي. دغه کانونه زیاتره دافغانستان په شمال کې د هندوکش دلړیو په امتداد د یوې پټارې په بڼه د بیلابیلو طبقاتو په لرلو سره، په خاورینو غونډیو کې موقعیت لري. کوم مطالعات چی په بدخشان، تخار، بغلان، سمنګان، بامیان، هرات(دسبزک سیمه) او سرپل ولایتونو کې شوی، د هغو له مخې ښکاري چې د دغو سیمو د ډبرو سکاره دانرژی له پلوه ډیر بډای او د استخراج د لګښت له پلوه ډیر مناسب دي. دهیواد ختیځ او جنوب ختیځ کې هم د ډبرو دسکرو زیرمې (له۱۰۰-۴۰۰میلیون ټنو پورې) شته. د کرکر کان په ۱۹۳۹م. کال کې په رسمی ډول د دولت تر استفادې لاندې راغی، د صوف درې کان په ۱۹۶۶ کال کې کشف شو. د دغه کان زیرمې تر۱۵۰میلیون ټنو پورې اټکل شوي دي. دسبزک دکان زیرمه ۱۱میلیون ټنه سکاره ښودل شوي، خو اوس یې د نورو پلټنو په پایله کې اټکل سل میلیون ټنو ته اوچت شوی دی. د دغه کان لپاره په ۱۹۸۰ل. کال کې له چکسلواکیا څخه دنهه میلییون ډالرو په ارزښت سامان او وسایل خریداری او هیواد ته راوړل شول، خو دکورنیو جګړو له امله لوټ شوی دي.هغه نامتو کانونه چې تر اوسه پورې ورڅخه ګټه پورته شوی ده دا دي: کرکر، دودکش (بغلان)، اشپشته(بامیان)، صوف دره(سمنګان)، مسجد چوبی (دهرات سبزک سیمه کې). دغه کانونه له کورنیو جګړو څخه مخکې د هند او چکسلواکیا د هیواد په مرسته په فني او ګټور ډول استخراج کیدل. وروسته تر ۲۰۰۱م. څخه دسیمې خلکو په ناقانونه توګه دهغو په ایستلو پیل وکړ، ځینی ارقام ښيي چې د ۲۰۰۵ کال په بهیر کې ۲۲۰زره ټنه سکاره ایستل شوی و، چې هم د خښتو بټیو کې او د کورونو د تودلو لپاره وکارول شول. خو د کانونو مدیریت ضعیف، دلیږد وسایل نامناسب او ضایعات زیات دي. د جیولوجیکی مطالعاتو له مخی د هیواد د ډبرو سکاره اکثراً د جیوراسیک پوړونو کی دی، چې استخراج یې آسانه دی. دهویاد شمال کې د سکرو د ساحی پراخوالی مجموعاً پنځه دیرش زره مربع کیلومتره پراخوالی لری چی تر اوسه یوولس کانونه کاملاً تفحص شوی چی ظرفیت یی ۳۰۰ – ۵۰۰ میلیون تنو پوری رسیږی. د ډبرو سکرو هغه کانونه چی تر اوسه بهره برداری ورڅخه پیل شوی هغه دا دی:

د صوف دری کان:
دا کان په سمنګان کی دی چی د سکرو زیرمه یی ۷۴۰۰۰۰۰۰ څلور اویا میلیونه تنو ته رسیږی. د دی کان کیفیت خورا لوړ دی او په یوه کیلو ګرامو کی یی د انرژی قدرت یا اندازه ۷۰۰۰ – ۸۲۰۰ کالوریو پوری رسیږی.

Source: Google: Afg. Map
د افغانستان د استخراجی کانونو نقشه چې د نړیوالو متخصصینوله خوا ترتیب شوې ده
د اشپشتی کان: دا کان په بغلان کی دی چی زیرمی یی ۵۰۰۰۰۰ تنو ته رسیږی، په یوه کیلو ګرام کی ۵۸۰۰ – ۵۹۰۰ کالوری انرژی تولیدولو قدرت لری. دا د سکرو دویمه کتګوری کی تقسیم بندی کیدای شی. کوکران: دا کان د پلخمری ختیځ لوری ته پروت دی او د سکرو ټوله زیرمه یی چی پوړونه یی تقریباً ۳ متره لوړوالی لری عمق یی دری متره دی ظرفیت یی ټول ۱۵۰۰۰۰۰۰ یا پنځلسو میلیونو تنو ته رسیږی په یو کیلو ګرام کی ۵۶۰۰ – ۶۵۰۰ کالوری انرژی لری. یو شمیر نوی موندل شو ی کانونه يه بغلان کې د یادونې وړ دي.
مس : افغانستان د خپلو مسو د پیداوارو له پلوه شهرت لري. د لوګر دعینکو کان په نړۍ کی دوهم درجه کان دی. تز اوسه پورې چې د دې کان په هکله معلومات ترلاسه شوی په لاندې توګه دي:
دکابل جنوب ته په ۴۵کیلومتریی کې دختیز طول البد په 18’ 8’ درجو او د شمالی عرض البلد د 15’ 28” درجو ترمنځ واقع دی. په ۱۹۷۳ م. کال کې یې د پلټنې چارې پیل شوی، خو د کورنیو جګړو له امله یې کارونه په ټپه ودریدل، د ۱۳۸۳ل. کال څخه وروسته یوځل بیا ورته پاملرنه وشوه ۱۳۸۶کال کې یوې چینایی کمپنۍ ددغه کان د ایستلو قرارداد ته چمتو شوه، خو د امنیتی او یوشمیر نورو ستونزو له امله او دا چې د پلټنې پر مهال خینو ځایونو کی تاریخی اثار تر سترګو شول، کار یې وځنډید.

د یوه داسې استخراج شوی کان انځور چې د ځمکې سطح ته ډیر نږدی دی
دغه نسبتاً پراخه ساحه په درې برخو ویشل شوې ده: مرکزی ساحه کې معدنی جسم د دوو کیلومترو په امتداد او له۶۰-۲۰۰مترو پورې دپریړوالی په لرلو سره ښکاري. د مسو سلنه یې د۰،۷۰-۲،۸۵پورې ده(دا په نړۍ کې یوه بیسارې سلنه ده). غربی ساحه کې معدنی جسم د دوو کیلومترو په امتداد او له۴-۹۴مترو پورې دپریړوالی په لرلو سره ښکاري. د مسو سلنه یې د۰،۶۲-۲،۰۵پورې ده. د جنوبي ساحې د مسو سلنه یو څه ضعیفه (۰،۹-۱،۶ پورې ښودل شوې چې ډیرو نورو هیوادو کی دمسو سلنه په همدې حدودو کې ښکاري ) ده. د دغو دریو ساحاتو د مسو زیرمه ۱۱۰۸۳۴۷۵ټنه ښودل شوی. دغه وروستۍ سروې افغانی او چینایی متخصصینوکړی، چې د افغانی او شوروی اتحاد دمتخصصینو پخوانۍ سروی دغه مقدار یوولس نیم میلیون ټنه اټکل کړی و.

د لوګر د مسو د کان لپاره جوړې شوې اداري ودانۍ او دفترونه
له دې امله چې د کابل جنوب ته پراخ سیمه ټوله دمسو لرونکی ده، نو دوه نور معادن ( دربند او جوهر) هم په راتلونکی کې د تفحص او اکتشاف امکانات لری، چی مقدار او سلنه به یې د عینکو مقدار ته نږدې وي.

د مرمرو د ډبرو کانونه: تعمیراتی اوغیر تعیمراتی ډبرې بیلابیل ډولونه لری، چی نومونه، د استعمال موارد، بیه او اقتصادی ارزښت یې یو بل سره توپیر لري. دننګرهار او هلمند د مرمرو کیفیت ډیر عالی اوصیف شوی دی . په مجموع کی د یو تخمین له مخې زموږ د پیژندل شویو کانونو ارزښت تر درې تریلیونو ډالرو زیات دی.
د دوام لرونکی پرمختیا اصول او افغانستان
د دریمې زریزی په پیل سره دنیاوالو د زریزی اهداف((MDGs و ټاکل او پنځلس کاله یی په ګډه تطبیق او بیا یی لومړني نتیاج وارزول . په ۲۰۱۵ل. کال کې د (MDGs) عاجل اهداف د هیوادونو د مشرانود ریو +20 په غونډه کی وڅیړل شول، اوله دی کال ورسته یی د ثبات لرونکی پرمختیا لپاره یوه اډانه طرح کړه. سره له دې چې دپرمختیا او زریزی دهدافو په هکله ډیرکار وشو، خو بیاهم یوڅو هیوادو کی بیوزلی اواقتصادی نابرابری شته، افغانستان هم دژ ډله کې راځي. نو ځکه تر ۲۰۳۰م. کال پوری د م.م. ټولو غړو د دوام لرونکی اهدافو تعقیب خپله دنده وبلله.
دوام لرونکی پرمختیا د انسانی او ااقتصادی پرمختګ او د ژوند دچاپیریال ترمنځ منطقی توازن رامنځته کوی. ددوام لرونکی پرمختیا لپاره 17 هدفونه او 169 تارگیتونه او 217 شاخصونه په پام کی ونیول شول، دغه مقاصد دم. م. په عمومی غونډه کې تر تایید وروسته د زریزی د اهدافو پر ادامه او د هغو په عوض ومنل شول. د دغو اهدافو تحقق کی به ټول هیوادونه او په هر هیواد کی ټول اقشار، ښځینه، نارینه، ماشومان، کارګری اتحادیی، دولتی او نادولتی سازمانونه، علمی مراکز، میډیا او مدنی بنسټونه برخمن وی، ترڅو د ژوندپرچاپیریال دپرمختیا، صنعت او انسانی مفرطو فعالیتونومنفی اغیزی له منځه یووړل شی او نور تیر اشتباهات تکرار نشی. په دوام لرونکی پرمختیا کی د چاپیریال بډایینه، تنوع، زیرمې، ښایست، کیفیت، د ایکوسیستم د ټولو اجزاوو پیوستون او نور طبیعی خصوصیات ساتل کیږی. د دغې پرمختیا په پایله کې چی کوم محصول رامنځته کیږی، عادلانه وي. دوام لرونکی پرمخیتا چې په تیره بیا وروسته تر ۱۹۹۰م. کال څخه وروسته ورباندی ډیر تاکید وشو، د طبیعی منابعو په استعمال کې د نیمګړتیاوو رفع کولو او د یوې مستمره پیاوړی او روښانه راتلونکی ټولنی د جوړیدو پر محور تمرکز کوی، چې مهم ټکی یې دادي:
د انسانی اړتیاوو ښه پوره کول او ورسره یوځای د اقتصادی دوام لرونکی پرمختیا ډاډمن کول،
د اوسنی او راتلونکو نسلونو تر منځ د منابعو او امکاناتو عادلانه ویش تاًمینول؛
د دوام لرونکی پرمختیا د ښودل شویو علمی لارو رعایتول؛
د ټولنی د مطلوبیت (utility) تضمین یعنی، د اجناسو او خدماتو دمصرف تامین او دعاید اوچت ساتل؛
د ټولنی د سرمایوی زیرمو ورار په وار زیاتوالی .

اوس سوال پیدا کیږی چې آیا د یوې ټولنی سرمایوی زیرمی کومی دی چې دوام لرونکی پرمختیا یی په پام کی لري ؟ دا زیرمی یا ذخایر څلور ډوله دي:
تولیدی پانګه(سرمایه) Produced Capital: ټول هغه څه چې انسانانو تولید کړي او د تولید پروسه کی بیا په کار ځی، لکه ماشین آلات، تکنالوژی، زیربناوې، ودانۍ او نور تاسیسات،
انسانی سرمایه Human Capital: د انسانی مهارتونو،کسبي زده کړو، تخصص او فنونو مجموعه ده، دا ټول د زده کړی او تجربی په اثر رامنځته کیږی،
ټولنیزیه پانګه(سرمایه) Social Capital: ټول هغه ظرفیتونه،ارزښتونه او توانایی چې د یوې ټولنی دوګړو ترمنځ پیوستون، اعتماد، او وحدت جوړوي،
طبیعی پانګه(سرمایه) Natural Capital: ټول هغه امکانات چې په طبیعت کې د بشر په واک کې دي لکه کانونه، اوبه، خاروه، هوا، لمر، ژوی، بوټې او نور چې مخکې مو ورڅخه یادونه وکړه او په دوام لرونکی پرمختیا کې همدغه څلورم جز تر ټولو اساسی او مهم دی، دا ځکه چی ډیر آسیب پذیره ده او د محتاطانه چلند غواړي.

طبیعی پانګه څنګه وساتو او حمایت یی څرنګه کیدای شی؟
دوام لرونکی پرمختیا(یاباثباته اقتصادی انکشاف) هغه وخت ممکن کیږي چې موږ دژوند چاپیریال ته پاملرنه وکړو او هغه وساتو. ساتل په دې معنا نده، چې استفاده ورڅخه ونشي، بلکی د ساتلو معنا داده چی په علمی روشونو سره له سرچینو کار واخلو او اصلی پانګې او زیرمې تخریب نشی. نو کله چی داسی یوشرط په نظر کی وی، باید د چاپییریال د زیرمو د ثبات ، دهغو له ظرفیت استفاده او زیرمی یی بی خطره وکارول شي چی آینده ته هم پاتی شی، دا موضوع د څو ابعادو لرونکی ده:
اقتصادی بُعد(اړخ): (په دې برخه کې دی ته توجه کیږی، چې ( R&D)یا څیړنی او پرمختیا کی پانګونه وشی، عاید عادلانه وویشل شی اود ټولنې اقتصادی وده تامین شی، یعنی دا هر یو مادی اړخ دی)؛
چاپیریالی : ( له طبیعی سرچینو اغیزمنه استفاده، دپنځیزوشتمینو داسې حمایت چې لکه هغسی چی دی کیفیت یی هغسی وساتل شی، منابع باید سمی مدیریت شی او د ایکو سیستم مجموعه تخریب او زیانمن نشی)؛
ټولنیزبُعد : ( دتقویت او ملاتړ په دې اړخ کې دخلکو دعاداتو او چلند ښه کول، د ژوند د ستندردونو اوچتول، ښوونه او روزنه او دټولنی ټولو غړو ته دبرابر فرصت چمتو کول شامل دي)؛
اقتصادی – حیاتی ګډ بُعد: ( له سرچینو څخه داغیزمنې کار اخیستنی په موخه خلکو ته انګیزه ورکول، ولسونه په پالیسیو کی راګډول او مشارکت ایجادول، دچاپیرال ساتنه او له انرژی څخه کار اخیستوکی خلکوته سبسایدی منل)
اجتماعی – محیطی اړخ: دې برخه کې باید د ژوند د چاپیریال عدالت، سیمه ییز او نړیوال نظارت او د چاپیریال ساتنی دملی او نړیوالو قوانینو او مقرراتو رعیات ته پاملرنه وشی؛
اجتماعی – اقتصادی اړخ: دا هم یو ګډ ترکیب دی چی عادلانه سوداګری، کاروبارونو کې د چاپیریال دمنابعو غیر مفرط استعمال ښودنه، د کار کوونکو حقوق اوروغتیا ته پاملرنه، دبیوزلی کمول او استخدام په پام کی نیسي.
موندنې
د افغانستان په شان یوه پرمختیایی هیواد لپاره چی ډیر صنعتی ندی، له بلې خوا یې دنفوس اکثریت په سیده او ناسیده توګه د کرنې سکتور کې بوخت دی او لا هم ګڼ شمیر خلک کلیوالی ژوند لری او له اقتصادی پلوه د طبیعی منابعو په برخو کی بوخت دي، دوی ته د شنی ودې پالیسی ( green growth یا GG)مهمه ده. دا هغه پالیسی ده چې داصلاح شویو تخمونو ترویج، د زمکو اصلاحات، تشدیدی کښت، د کښت د غوره طریقو ترویج، په کرنیزو تولیداتو کی د نسبی او مطلق مزیت موندل، د زراعتی مهارتونو او چتول او نور اقدامات شامل دی. له دې امله چې دوی تر ډیره د چاپیرال پر منابعو متکی کیږی، نو لازمه ده چې یو شمیر شاخصونه په پام کی ولری چې هغو ته پرمختیایی هیوادو کې ددوام لرونکی پرمختیا شاخصونه وایی، چی هغه دادی:
شین ناخالص داخلی تولید G.GDP:
د شنه ملی ناخالص تولید د سنجش لپاره، په ملی ناخالص تولید کی دوه بدلونونه باید په پام کی ونیول شی:
د یوه کال په بهیر کی په G.GNP کې ټول د طبیعی منابعو فرسایشات چې د کال له پیل تر پای پورې ترسترګو کیږي،
د ژوند په کیفیت کې ترسترګو شوی کمښت (دهوا او اوبو ککړتیا) محاسبه کیږی او بیا له ملی ناخالص تولید څخه منفی کیږی، داسې:
G.GNP = GNP – D + GNP –د ژوند د چاپیریال په کیفیت کی کمښت
په حقیقت کی دا سنجش موږ دی ته متوجه کوی چې باید د چاپیرال کیفیت په هیڅ یوه محاسبه کی له یاده و نه باسو، پرته له هغه به پرمخیتا په زړه پوری نه وی. نو بله افاده یی دا ده:
G.NNP = NNP – (P1 – MC1) ∆NR – (P2 – MC2) ∆R – V(∆S)
د جنیین شاخص Genuine Saving
دا یو بل شاخص دی چې له یوې خوا موږ ته دا راښيي چې ایا موږ له ثابتې پانګی څومره کار اخیستی، یا په بله وینا په ټول هیوادکی د ثابتو زیرمو اندازه څومره ده. دا ثابتی زیرمی په سیده توګه طبیعی منابعو سره تړلی دی. دا د ثبات لرونکی پرمختیا یو ښه شاخص دی عمومی مفهوم او فرمول یی دای، چې په دوو مرحلوکې سنجش کیږي:
ناخالص ملی پس انداز(سپما) – د ثابتې پانګې مصرف = خالص ملی پس انداز
خالص ملی پس انداز+ جاری آموزشی لګښتونه –د طبیعی منابعو دکمښت ارزش - د ژوند دچاپیریال لګښتیز ارزش = جنیینت پس انداز
دغه شاخصونه موږ ته د طبییعی منابعو موثریت راښکاره کوی. طبیعی زیرمی باید په موثر ډول تراستفادې لاندې راشي. اغیزمنتوب په اقتصاد کې یو اساسی مفهوم دی، چی د یو واحد عامل څخه د ترلاسه شوی محصول اندازه ښکاره کوی. په دوام لرونکی پرمختیا کی اغیزمنتوب په لاندې ډولونو دی:
ثابت اغیزمنتوب(مؤثریت) Static Efficiency
متحول اغیزمنتوب یامؤثریت Dynamic Efficiency

د ثابت اغیزمنتوب نښې:
دا هغه حالت دی چې اقتتصادی کمیتونه ( نهایی مفاد او نهایی مصارف) په یوه مشخصه زمانی دوره کې تر مطالعې لاندې نیول کیږي، په دې کې زمانی جریان په پام کې نه نیول کیږي.
په دې ډول محاسبه کې د طبیعی منابعو د نن ورځې د استفادې تاثیر د راتلونکې په رابطه نه سنجول کیږي، بلکې صرف فعلی حالت محاسبه کوي. خصوصاً دا په نه تمامیدونکو سرچینو کې معمول ده چې استفاده ورڅخه جریانی خاصیت لري، لکه د لمر له وړانګو استفاده، دباد له جریان څخه استفاده د سمندر له اوبو کار اخیستل او نور. د دغو سرچینو کارول د سبا ورځې په کارولو کوم تاثیر نلری، که صرفه جویی پکې وي، یا نه وی، که مفرطه وی که مقتصده کوم تاثیر یې نشته.
له دغه ډول منابعو څخه د استفادې معقولې پریکړی د پالیسی جوړوونکو یوه لویه بوختیا ده، دوی وایی که له دی سرچینو کار وانخلو خامخا له لاسه وځي اود زیرمه کیدو وړ ندی. له هغو څخه دمعقولې اندازی د کار اخیستو په خاطر صرف یو ثابت موثریت په پا م کې وي او بس.
د ثابت موثریت دسنجش لپاره د اجتماعی نهایی مفاد او اجتماعی نهایی مفاد له اندازو کار اخیستل کیږی. (و.ګ: لاندی شکل کی چې منحنی ثابت شکل لری).

ثابت موثریت داسی سنجوو:
مجموعی مفاد = a + b
مجموعی مصرف = b
نو:
خالص مفاد = (a+b) – b = a
که چیری د یوې منبع Q1 مقدار څخه کار واخیستل شي، نو دهغی په پایله کې ترلاسه شوی ټولنیزه رفاه داسې محاسبه کوو:
مجموعی مفاد = a + b + d
مجموعی مصرف = b + d + c
خالص مفاد = ( a+b+d) – (b+d+c)
نوځکه خالص مفاد داسې هم لیکلای شو:
خالص مفاد = a-c
متحول ډاینامیک اغیزمنتوب
دا سنجش د مخکنی په مقایسه ډیر دقت غواړی، دا ځکه چی دا اغیزمنتوب په هغو سرچینو کې په پام کی نیسو، چی د نن ورځې د کار اخیستو مقدار او د استعمال طرز کاملاً د هغو په راتلونکی تاثیر لری، که په علمی او معقولو طریقو ورڅخه کار وانخلو، ممکن یا د مقدار له پلوه یا د کیفیت له پلوه د راتلونکی لپاره په امانت ډول ونه سپارل شی. په موثریت موندلو کی یې لاندی ټکی په پام کی نیسو:
په متحول(غیرثابت) مؤثریت کې زمانی جریان په پام کې نیول کیږی. دا هغه منابع دی لکه کان، د ابو زیرمی، دځنګل ونې، حیات وحش او نور. د دغو منابعو په سنجش کې داسې استدلال کیږی چې په اوسني وخت کې د دغو منابعو د کاراخیستنی د مقدار په اړه زموږ پریکړه، په راتلونکو کلونو کې اجتماعی مفاد متاثره(اغیزمن) کوي.
په بله وینا: په اوسنی وخت کې، د دغه ډول منابعو د استعمال داندازې په اړه هر ډول پریکړه باید د راتلونکی لپاره زموږ د مفاد د کره محاسبې په اساس او د سبا ورځې د نسلونو د ګټو په پام کې نیولو سره وي. کله چې موږ د خلکو د هوساینی لپاره له منابعو داستفادې دغه ډول محتاطانه، منطقی او معقول سنجش کوو، همدی ته دوام لرونکی پرمختیا وایی.
دغه مسئله په واقعیت کی دا ښکاره کوی چې دثبات لرونکی پرمختیا په خاطر، له منابعو څخه د نن ورځې کار اخیستل باید د راتلونکو پایلو سره متناسب او سنجول شوي وي. همدا د دوام لرونکی پرمختیا منطق دی.
په اوسنی وخت کې (حال زمان کې) له طبیعی منابعو څخه دنن ورځې د کاراخیستلو( داستفادی دطرزاومقداردواړو له پلوه) هر تصمیم نیول، په راتلونکی کې بیلابیل تاثیرات لرلای شی. یعنی د کارولو هر طرز مختلفې پایلې لرلای شي، نوځکه هغه وخت زموږ د استفادې مقدار اود کارولو طرز موثر،مناسب او غوره دی چې دراتلونکی په اړه یې هرډول پایلې وسنجوواو د سبا ورځې تاثیرات یې په پام کې ونیسو.
په لاندې شکل کې؛ د وخت په اوږدو کې، کال په کال او نسل په نسل له یوې نه نوی کیدونکی منبع څخه استفاده کول ښکاره کوي، که د دغه شکل سره سم، استفاده او اقتصادی پرمختیا باثباته وي، نو پرمختیا معقوله ده:

باید په یاد ولرو چې د ثابت موثریت او متحول موثریت سنجول یو بل سره ډیر توپیر لري. په متحول موثریت کې دمفاد د اعظمي کولو د محاسبې په خاطر له هغې قاعدې څخه کار نه اخلو چې د ثابت موثریت په قاعده کې ورڅخه کار اخیستل کیږي.
په دې ډول مؤثریت کې، له منابعو څخه د معقولی اوسمې استفادې د معقولې پریکړې کولو لپاره، د خالص مفاد فعلی ارزش محاسبه کوو:
Present value of net benefits = net benefits in year0 + sum of all discounted future net benefits
که موږ د دوام لرونکی پرمخیتا په خاطر پورتني ټکي، خصوصاً دغه پورته قاعده په نظر کې ونیسو، نو بیشکه چې هم به مو نه نوی کیدونکی طبیعی منابع(non producible natural resources) په امانت ډول راتلونکو نسلونو ته سپارلی وي او هم به مو نن ورځ ورڅخه ښه استفاده کړی وي.
ننګونې:
موږ لږ مخکې فرصتونه او د افغانستان دطبیعی منابعو ظرفیت وښود او دې برخه کې موږ ښه پوتانسیل لرو، بیا مو د منابعو استفاده او د موثریت سنجش له نظره تیر کړل، اوس ضرور ده چی وګورو چی آیا موږ دغو برخو کی معقول چلند لرو؟ نه! له بده مرغه موږ دی برخو کی له سترو ننګونو سره مخامخ یاستو، لکه :
اول) د کرنیزو زمکو په برخه کې:
ارقام ښیي چې په افغانستان کې د ځمکو د نهه ډوله استعمال تفکیک ندی شوی. دا یوه لویه ننګونه ده، کله هم موږ د زمکو صنعتی، رهایشی، خدماتی، ترانسپورتی، تفریحی، زراعتی، تجارتی اوتفریحی استعمالونه په نظر کی ندی نیولی، بلکې یو استعمال مو په بل اړولی دی. په دې توګه مو د هغو محسوس او غیر محسوس ارزښتونه پایمال کړي دي. مثلاً ترټولو غوره زراعتی زمکی د کورونو جوړولو، دموټرو اډې، دتیلو ټانکونو او نورو مواردو تر استعمال لاندې راغلي، حال دا چې په لږ فاصله کې وچ ډاګونه او بې اوبو غیرزراعتی زمکې چې دتعیمرونو، سړکونو، فابریکو او خدماتو لپاره غوره دی، بی استفادی پاتی دي. دافغانستان دټول مساحت صرف ۱۲،۱٪دکښت وړ زمکی دي، خو دی وروستیو کلو کی په زراعتی زمکو هجوم وروړل شوی، چی ډیر ناوړه عواقب لري. د ارقاموله مخې په ۱۹۷۰م. کال کې په افغانستان کې درې نیم میليون هکتاره زراعتتی زمکه خړوبېدله؛ خو دا کچه په ۲۰۰۸ کال کې یونیم میليون هکتاره کرنيزې ځمکې ته راټيټه شوې، چې له بده مرغه نور هم د کمیدو په حال کې ده ( احصائیوی کالنۍ، له ۱۳۵۵ تر۱۳۹۹بیلابیل کلونه)، یو علت یې د اوبخور سیستم له منځه تلل دی. دسیلاوونو د نه کنترول او دی برخه کې د بندونو،استنادی دیوالونو او نورو تدابیرو دنه لرلو له امله هرکال زموږ په ټنونو زراعتی خاوره سیلاوونه وړي. په دې توګه د خاورو او زمکو مدیریت کول یوه اړتیا ده. دغه ننګونه او هغې ته دحل لاری ښودل یوه جلا بحث ته اړتیا لری،
دویم) دځنګلونو په برخه کې:
د کورنۍ څلویښت کلنې جګړی په ترڅ کی تر ټولو زیات زیان زموږ ځنګلونو ته واوښت چې له نیمایی زیات یی قاچاق ، تخریب او آن وسوځیدل. په نوره نړۍ کې د ځنګلونو څخه د دوام لرونکی استفادې لپاره لاندې قاعده د یوه فرمول له مخی وضع شوی ده :
F0 – Xf – Xf’ – Lf + Qf = F1
پورتنی معادله کی:
F0 – د کال په پیل کی د لرګیو ذخیره؛
Xf – د کال په ترڅ کی د وهل شویو لرګیو کاملاً استعمال شوی حجم؛
Xf’ – د کال په ترڅ کی د وهل شویو لرګیو د استعمال اوسط حجم؛
Lf – د آفاتو، امراضو او اورلګیدلو په شمول د ونو د لرګیو ضایعات او تلفات؛
Qf – د کال په ترڅ کی د لرګیو ذخایرو کی خالص زیاتوالی؛
F1 – د راتلونکی کال په پیل کی د لرګیو ذخایر. ددې معنا داده چی د کال په پای کی د راز راز عواملو له امله ضایع شوی ځنګل باید بیرته اقلاً د کال د پیل په اندزه شی، یعنی نوی ونی کینول کیږي.
موږ له پورتنۍ قاعدې او دی ته ورته تدابیرو سره بالکل نااشنا یو، له بده مرغه زموږ هیواد کې د لرګیو او ځنګلونو قطع کول په غیر فني ډول صورت نیسي چې ډیر زیات ضایعات لري، نو پورتني تعریفات، خصوصیات او علمی روشونه پکې نه دي معمول، آن دا چې ځینو ځنګلونو څخه لرګي د محلی دلالانو په واسطه په یو ناچیزه قیمت پرته د فني اشخاصو، زیربطو رسمی مراجعو له خبرولو او اجازې په محلی روشونو، وروسته پاتې تکنالوژی، محلی غیر معیاری اوزانو (مقیاسونو) پلورل او پیرودل کیږي. مثلاً د مکعب متر په عوض په کوړیو پلورل کیږي. نوی ځنګلونه ندی احداث شوی اوکوم پلان ورته نشته.
درېیم) د اوبو سرچینی:
د بندونو او سربندونو د نشتوالی، یا د خینو بندونود تخریب له امله زموږ په سلو کې اویا دجاری (روزمینی) اوبو منابع ضایع کیږي. له دې پرته د اورښتونو کمښت او د اورښتونو دشکل بدلون( د واورې پر ځای باران) دغه حیاتی ماده او دهغو زیرمې له ګواښ سره مخ کړی دي. د وروستيو کلونو وچکاليو د افغانستان د اوبو کچه هم پاموړ کمه کړې ده. د چارواکو په وينا، د افغانستان د ټولو حوزو اوبه په ټوليز ډول 14 سلنه کمې شوې دي او د ټولو 57 میليارد متر مکعب سطحي اوبو کچه، اوس 49 میليارد متر مکعب ته راښکته شوې ده د وروستيو کلونو د وچکاليو له کبله، په ډېرو سيمو کې د ورښتونو کچه شاوخوا 60 سلنه راکمه شوې ده او له کبله یې دبیوزلی او بیکاری کچه لوړه شوی ده،.په افغانستان کې د اوبو کمښت بېلابېل لاملونه لري، لکه: د نفوس زياتوالی، د اوبو د سرچينو ناسم او بېځايه مصرف، کمزوری مديريت، تر ځمکې لاندې اوبو کمېدل او ککړوالی او اقليمي بدلونونه. دا فشار په ټولو حوزو، خوتر ټولو ډېر د کابل سيند په حوزه کې احساسېږي. هر کال د زمکی لاندې اوبو کچه ټیټیږی، يوې 30 متره ژورې څاه اته کاله وړاندې اوبه لرلې، خو اوس وچې شوی؛ په 2018 کال کې بيا په همغه ځای کې 70 متره ژور څاه يو ځل بيا وچه شوی، چې له اته کاله وړاندې سره 40 متره توپير لري. زموږ یو بل مشکل دا دی چی یوڅو ګاونډی د افغانستان دغی سرچینی ته له سیاسی اواستخباراتی زاویی څخه نظر کوی. دې برخه کی موږ تر اوسه خپل قانونی حقوقو څخه ګټه نده پورته کړی او په لابیګری کې تجربه نه لرو. په مجموع کی د افغانستان د هایدرولوجی او هایدرو متری برخه کې وړ کادرونه نه دی روزل شوی او تخصصی ادرات مو له تجربه لرونکو ماهرینو سره له منځه تللی دي.
د اوبو د کچې ټيټوالی او ترې راټوکېدونکې ستونزې داسې مهال دي، چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د معلوماتو (2014) له مخې، افغانستان د سطحي اوبو د زېرمه کولو ښه پوتنشيل لري؛ خو له بده مرغه د اوږدو جګړو او بېثباتيو له کبله دا مهال د اوبو د ذخيرې تدابیر نشته، نوځکه د اوبو د زېرمه کولو لومړنۍ تګلارې بيارغونې ته اړتيا لري او ترڅنګ يې له پرمختللې ټکنالوژۍ په ګټې اخيستنې سره د سترو زېرمو د رامنځته کولو او سترو او پرمختللو ذخيروي بندونو د پراختيا جدي اړتيا ليدل کېږي. له نیکه مرغه اوس دابود تنظیم اداری دی برخه کی ځینی پلانونه په نظر کی نیولی، خو ناامنی د هغو په تطبیق کی لویه ننګونه ده. افغانستان باید ددوبلن دکنفرانس څلور(Dublin water principles)تطبیق کړی چې هغه دا دي:
۱. خوږی (تازه) اوبه fresh water یوه ډیره محدوده او زیان منونکی سرچینه ده چی د ځمکی پرمخ د ژوند د دوام او د چاپیریال د خوندیتوب یوه ضروری ماده ده.
۲. د اوبو د مدیریت پرمختیا باید د یوه مشارکتی او ګډ پلان او تګلاری له مخی وي، چی پالیسی جوړوونکی، د پروګرامونو طراحان او لګښت کوونکی باید په شریکه په ټولو کچو کې په دې موضوع فکر وکړی او معقول تصمیم ونیسي.
۳. ښځې د اوبو د ساتنې او ډاډمنتیا په برخه کې لویه ونډه لري.
۴. اوبه د مصرف په ټولو ډولونو (څښلو، صنعت، کرنی ...) کی اقتصادی ارزښت لری او باید د اقتصادی جنس په توګه وپيژندل شی.

څلورم) مالداری
دې برخه کی موجوده ننګونې د څړځایونو ضعیف مدیریت او د هغو غصب، ناامنی، د امراضو نه وقایه، دمحلی نسلونو کم تولید، دکوچیانو د عنعنوی مسیر بندښت، د اصلی نژادونو قاچاق او داسی نوری ستونزی دی.
پنځم) وحشی ژوی
دا د افغانستان یوه نایابه شتمنی ده. وحشی ژوی له ملی پارکونو سره تړلی دی. همدا اوس افغانستان کی د ښکار قانون څوک نه پیزنی او نه یی رعایتوي، نایاب الوتونکی قاچاق کیږی، بهرنی ښکاریان بی له قانونی مجوز هیواد ته راځی او ښکار کوی، د یوشمیر ډنډونو وچیدو دحسینی قاز او سارایی بتکو هبیتات له منځه وړی او د طبیعی ځنګلونو او ورشو ګانو تخریب د دوی دانقراض زمینه برابره کړی ده.
پنځم) کانونه
دهیواد یوه ډیره لوړ بیه شتمنی چی د نه نوی کیدو په ګروپ کی راځي، کانونه دی. د کانونو بیلابیل ډولونه له ننګونو سره مخامخ دی. غیر فنی او قاچاقی کیندنی. اورلګیدنی، ضعیف تفحص او ناکافی مطالعات، د شفافو مقرراتو نشتون، نامناسب قراردادونه او د طبیعی منابعو؛ په تیره د کان په هکله د خلکو د اذهانو نه روښانول مهمی ننګونی دی.
شپږم ) د انرژی سکتور
له کانی سون توکو او د اوبو له انرژی پرته، افغانستان باید د لمر له وړانګو او د باد له جریان د انرژی په تولید کی کار واخلی. دی برخه کی دکافی مطالعاتو نشتون، د تکنالوژی قیمته تمامیدل، د فنی کادرکمښت، ناامنی او دمناسبو لارو او وسایلو کمښت ستونزه ده. په دې توګه د دوام لرونکی پرمختیا په برخه کی کافی پوتانسیل او قوی ظرفیت موجود دی، خو دیو شمیر حل کیدو وړ ننګونو او ستونزو په موجودیت سره لا هم افغانستان د خپلې پرمختیا لپاره له خپلو طبیعی منابعو ښه استفاده نشی کولای. دی برخه کی یو شمیر پیشنهادونه ضرور دی:
وړانديزونه
افغانستان د اقلیمی بدولون او د (COVID-19 ) او دی ته ورته نورو ناروغیو له امله ډیر زیامن کیدونکی هیوا دی، ډیره ضروری ده چې د م. م. د عمومی اسمبلې د پریکړی اود چاپیریال پوهنې د متخصصینو له سپارښت سره سم د اوږدې موې لپاره داسی ستراتیژی جوړه کړی چی داقلیم بدلون د مخنیوی، د چاپیریال د سالم پاتې کیدو تضمین وکړای شی، نو دثبات لرونکی پرمختیا د اصولو تطبیق باید د دی ستراتیژی یوه مهمه برخه وي
د دوام لرونکی او باثباته پرمختیا لپاره تر هرڅه دمخه ټولینز، سیاسی، کلتوری، امنیتی او حقوقی ثبات، یوه مُدبره ملی پیاوړی اداره او فعال سکتوری ادارات؛ د اوسنی پر مختللی تکنالوژی او مسلکی پوهې سره مجهزپه کار دی،
ټول افغانان دې د ملی شتمنیو لکه ځنګل، څړځای، وحشی ژویو او نورو پنځیزو سرچینو د ساتنې لپاره سره یو لاس او متحد شی، تر څو د اسلامی اخوت اوملی یووالی په فضا کې د هیواد دپرمختګ او آبادی لپاره شرایط مساعد شي،
د بشري وړتيا او د قوي متخصصينو نشتوالی او په اړوندو افغان ارګانونو کې کمه وړتيا دې پوره شي، بايد د شته متخصصينو د وړتيا لوړولو او د اوبو او طبیعی منابعو په برخه کې تخنيکي پوهه زياته شي.
دهیواد ملی شتمنیو، ځنګلونو، سیندونو او داوبو منابعو، ژوی، کانونو او نورو عامه شتمنیو په هکله د عامه پوهې د کچې لوړولو ته بايد په پلانونو کې پوره ځای ورکړل شي او د څېړنو، د رسنيو او مدني ټولنو، کنفرانسونو او داسې نورو لارو، عملا په دې برخه کې کار وشي.

د هایدرولوژی، هایدرومتری او د اوبو د مطالعاتو تخصصی څانګې ایجاد شی، تر څو دې برخو کې لازم کادرونه ولرو، په ښارونو کی د صنعتی پارکونو ایجاد ته لومړیتوب ورکړ شی، تر څوکرنیز خام توکی پروسس کړی،
وروسته تر دې دې دافغانستان د اوبو لګولو دحوزو تعریف کې، د پنځو حوزو په عوض شپږ حوزې ( water shed/basin/tributaries)شاملې او ټولې دې تر څیړنې لاندې ونیول شي. افغانستان دې ډیر ژر دهغو پروژو، ذخیروی او انحرافی بندونو او د آبیاری د کانالونو پروپوزلونه ترتیب او دې برخه کې دې خپلې اړتیاوی او پلانونه ترتیب کړي.
د ښارونو نا انډوله پراختيا نه يوازې محيطي پرابلمونه ايجادوي، بلکې د اجتماعي خدماتو د سلامتی خنډ ګرځي. بی نقشې ښارګوټي او اسکان په ځینو منابعو زیات فشار راوړی او د بیوزلی کچه هم لوړوي،
علمی تحقیق ته باید د اقتصادی راتلونکو پالیسیو او ستراتیژیو د مهم اصل په تو ګه اهمیت ورکړل شی او اقتصادی تحقیقی راپورونه باید د چاپ شویو رسالو په شکل په کتابتونونو کی د اقتصادی کادرونو د مطالعی په خاطر ددوی په اختیار کی ورکړل شی او د مهمو رسالو په شکل استفاده ورڅخه وشی.
افغانستان بیا هم اړ دی چی دپرمختیا، ثبات او د خپلو طبیعی منابعو د ښه مدیریت، د بیوزلی د له منځه وړلو په خاطر، یوه ملی پرمختیایی ستراتیژی یا هم یو جامع ستراتیژیک پلان طرح او په جدی ډول یی تطبیق کړی
افغانستان ته په کار ده چی لکه هغسی چی نړیوال د ( MDGs)په پایلو کتنه او غور کوی ، موږ هم باید د دوام لرونکی پرمختیا نوی او علمی امکانات مطالعه کړو،
پیشنهاد کیږي چی کورني تولیدات حمایه شی، د انحصار مخه ونیول شی، د سوداګرو او کاروباریانو او تولیدی تصدیو فعالیت تشویق او ښه رهنمایی شی. په دی برخه كي دقانون حاکمیت ډیر مثبت تاثیر لرلای شی
زموږ هیواد جګړی ځپلی، معمولاً تجربو ښودلی چې هر ځای له جګړې څخه وروسته اقتصاد ډېر پېچلي خصوصيات لري. خصوصي سکتور کافي تجربه نه لري. د قانون حاکميت او د اقتصاد په برخه کې اصولي او سالم مديريت ته ډېره اړتيا ده؛ نو پدغه مرحله کې باید دهیواد دطبیعی منابعو او چاپیریال ساتنی او دبیوزلی له منځه وړلوته لومړیتوب ورکړل شی، یعنی د طبيعي منابعو علمي څآرنه، ساتنه او له هغو څخه د معقولې استفادې لپاره د برنامو او پروګرامونو جوړول، چې وکولای شی د استخدام لازم فرصتونه ایجاد او مولدیت اوچت شی او سرچینې هم د پاګې په توګه محفوظې وساتو،
له کورنۍ جګړی څخه د راپاتی دولتي اقتصادي موسساتو پياوړي کول او د هغو د کارکوونکو د کاري ظرفيت اوچتولو ته کلکه پاملرنه.
د دولت ارشادي او رهنمايي کوونکى نقش ته کلکه پاملرنه او د ملی اداراتو د پرستیژ بیرته لوړول او د خدماتو د رسوونکی حکومت په جوړلو سره د تولنی د باور ترلاسه کول،
د قانون د لارښودنو سره سم د خصوصي سکتور حمايه، هڅونه او لارښوونه تر هغه برید پوری چی اقتصاد او ملی ګټوته اغیزمن او ګټور وی اود ملي انکشافي اقتصادي اهدافو د تحقق په برخه کې له داخلي ريزرفونو او امکاناتو غوره استفاده او له بهرنيو مرستو څخه موثر کار اخيستل.
د اوبو بندونو جوړولو ته دوام ورکول، د اوبوزیرمه کول ، دسیلاوونوکنترول، د بریښنا دانرژی تولید او د تورینونودتاسیساتو فعالول، خلکو ته په ټولو چارو(کرنه، صنعت، مینځلو...) او نورو اړتیاوو کی داوبو د ضايعاتو د راټيټولو لارې- چارې ښودل،
د اوبو دهغو ټولو بندونو بیا دوباره ترمیم چې پخوا جوړ شوي، خو استهلاک شوي او ظرفیتونه یی یا کم یا یې له لاسه وکړی دي،
چاپیریال ساتنه زمونږدعصرمسئله ده. له همدی امله ملګروملتونوهغه په خپله اجنداکی شامله کړی ده.داسی لاری چاری اوتدابیرشته چی دهغوپه عملی کولوسره دچاپیریال ککړتیا منفی اغیزی کمولای شو،خوډیرمهمه دنده داده چی عامه اذهان په دی هکله روښانه شی. دچاپیریال ساتنی اود ښاروالیود مدیریت سیستم په همدی برخه کی ځانګړی مسولیت لری، خود ښاروالیوموجوده تدابیرکافی نه دی،
دښوونځیو او یو شمیر ساینسی پوهنځیو په درسی نصاب کی د دوام لرونکی پرمختیا، چاپیریال او د هیواد دطبیعی منابعو د ارزښت او مطالعی (معلوماتو) موضوعات شاملول، د دې ترڅنګ په راډیو- ټلویزیون اونورو رسنیوکې دپیغام لرونکو پروګرامونوخپرول،
د نویو ځنګلونو احداث ؛ خصوصاً په ښارونوکې دشنې ساحې ساتل،
د مالداري د پاره د ځمکو د ښه کولو او دڅړځایونود کیفیت د اوچتولو له لارې په ځانګړی توګه په هغه سیمو کې چی سړکونو ته نږدې دي، ښاری سیمو سره تړلی پراختیا ورکړل شی،
د اهلی حیواناتو ډیرول ( تکثیر) د القاح کولو د لارې ( لکه غوا) زیات شی. د نا دولتی موسساتو پروګرامونه د ((پور)) له لاری یعنی د اصلاح شوو غواګانو له لاری تری ملاتړ وشی. کلیوالی تشبثات لکه مچی روزل، کبان روزل او د چرګوړو داخلی تولید چی په ۴۵ ورځو کی لوییږی او د هګیو څخه د چرګوړو ایستل پراخ کړل شی. دا اقدام هم د دوام لرونکی پرمختیا متضمن ده او هم منابع تقویه کیږی، یعنی د ایکو سیستم کړۍ بیرته پوره کوی، په تیره بیا دمچیو روزل دنباتاتو په حاصلاتو مثبت تاثیر کوی او محصول(شات) یی ښه مکفی غذا او د لوړې بیی لرونکی تولید دی،
د وترنری خدمتونو خصوصی کول د بریالی سوداګری له امله باید دوام وکړي.درمل، واکسینونه ، د حیواني خوراکې ښه مواد چی د ډاډه کیفیت لرونکی وی او د کرنی د سوداګرو او وترنرانو له خوا وړاندی کیږی تولید شی. یوه غیر انتفاعی غیر دولتی موسسه ( ټولنیزه موسسه) کولای شی د کرنی او وترنری د پلورنځیو انحصاری شبکه چې د مشهورو شرکتونو باکیفیته تو لیدات پلوری او تخنیکی مشورې ورکوي ( لکه ختیز لبینات) را منځته کړی او د کرنې ، اوبو لګولو او مالداری د وزارت د وړتیا لوړول ، تر څو د خوراکی موادو کیفیت تنظیم کړي،
د کرنیزو محصولاتو تو غذایی ارزښت په ځنځیر کی د همغږی تقویه په نظر کی ونیول شی. تمویل کوونکی لکه د کرنې او خواړو سازمان (FAO) او د کرنې د پاره نړیوال وجهی صندوق (IFAD) د شیدو د ځنځیر د همغږي کولو د پاره د سیمه ییزو تولید کونکو موسساتو په ایجاد کولو سره متمرکز کړل شی تر څو دا موسسات شیدې د سیمی له خلکو راټولې او و پلوري.
د باغونو وړتیا باید لوړه شي، متراکم باغونه د افغانستان دوام لرونکی پرمختیا ښه ډاډمنه کولای شی،
د کرلو تخمونه او د کرنې د پاره اصلاح شوی میتودونه اصلاح کړل شي. د میوه لرونکو ونو او مغزیاتو د پاره معتبر پروګرام او د بزګرانو د پاره د ښو او تر لاسه کیدونکو نیالګیو د غوره کولو وخت ورکړل شي ؛
د کروندې په د ننه کې د اوبو مدیریت ښه شی او د نوی تکنالوژی څخه د اوبو څخه په اغیزمنه کارونه کې معمول شي. د باغدارۍ د محصولاتو د پاره د اوبو کولو معمولی سیستم د ویالی له لارې کیږی . د باغی محصولاتو تولید کونکی په افغانستان کې د اوبو په هکله کمه خبرتیا لری چی څومره اوبه د محصولاتو او د محصولاتو د سیکل دپاره د اړتیا وړ دي او معمولا محصولات د اندازی څخه زیات اوبه کیږی.
د محصولاتو مدیریت او د نباتي ناروغیو کنترول ښه کړل شی. افغان بزګران د حیوانی او نباتی محصولاتو د پاره کیمیاوی موادو ته لاسرسی نلري. دا کیمیاوي مواد د بهرنیو هیوادونو په ډیرو بازارونو کې یوه عمده مزایا ګڼل کیږي. د کیمیاوي سرې کیفیت ټیټ او زموږ له خاور او اقلیم سره مطابقت نلري، څومره چی لیدل کیږی چی وارد شوي کیمیاوی سرې ډیرې بی کیفیته وی،
د محصولاتو د راټولولو وروسته دې ضایعات را کم کړل شی. خصوصی سکتور دې وهڅول شی تر څو ډیرې سړې خونې ، د یخچال لرونکی لیږدونکی وسایط، او د باغداری د محصولاتو په پروسس کې پانګونه وکړی .دا کیدای شی د ځنځیری ارزښت انکشاف د یوې سترې هڅونکي غوټې په توګه و شمیرل شی.
دلاسی او مستظرفه صنایعو ودې ته دې توجه وشي ،
کوچنیو او منځنیو کروندګرو ته د پورونو ورکول د دوی د اړتیاوو د پوره کولو او د پانګونی او د بشري قوا پراختیا د پاره تنظیم شی. د باغداري محصولات په عصری او فصلی توګه د کار قوا ته اړتیا لري او بزګران پورونو ته اړتیا لری تر څو وکولای شی خپل محصولات وساتي او ښه تولید ولري،
دوام لرونکی پرمختیا دی د افغانستان د موجوده عصر یو پړاو معرفی او په همدې موضوع دی تر څو کلونو تمرکز وشی.

ماخذ
دودیال، محمد بشیر.(۱۳۸۱) حیات وحش افغانستان، اداره کتابخانه های سیار اریک/ برنامه تواناABLE احمدپرنتنګ- پشاور.
دیینگر، کلاز، 2014،" د کوچنیو ملکیتونو کروندګروته د ځمکې د حقونو ډاډمنتیا"، در پی. هازل او ای. رحمان، د خرده مالکانو د کرنې لپاره نوي دستورات، آکسفورد: د اکسفورد د پوهنتون چاپ
دی ویجیر، اف. 2005، "د کوچیانو په هکله څو سکتوري مل راپور"، کابل: د افغانستان د کلیو د پراختیا او بیارغاونې وزارت
د افغانستان حکومت، 2008، د افغانستان ملي پرمختیايي ستراتيژي: کرنه او د کلیو پرمختیا. کابل
د افغانستان حکومت، د احصايې مرکزي اداره، 2007/2008. د ملي خطرونو او زیان منلو ارزیابي. کابل: د مرکزي احصایې اداره
د افغانستان حکومت،د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، 2009. د بدلون مدیریت. کابل: د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت، اپریل.
حسنیار، سید امیرشاه. ( ۱۳۶۴)، جنګلهای طبیعی افغانستان. انتشارات پوهنتون کابل : چاپ مطبعه پوهنتون کابل.
Barry C.Field.(2012). Natural Resources Economics(second edition) : University of Massachusetts –Amherst-Levant Books.
Barbier,E.B. and J.T. Bisoph(1995), “Economic Values and Incentives Affecting Soil and Water Conservation in Development countries” Journal of soil and water Conservation, March-Ap. 1995,PP.133-137.
Bergstrom, John C. and Rolan Alam(2010) Resources Economics and Economic approach to Natural Resources and Environment Policy” 3rd edition, Edward Elgar.
Anchishkin, A.(1980)”National Economic Planning” Progress Publisher: Moscow , P.150.
Howe.W. Charles.(1980),Natural Resource Economics Printed in the United State of America ISBN 0-471-04527-6
Jhingan, M.L. (2018), The Economics of Development & Planning(30th revised & enlarged edition), Delhi- India.
Rabinowitz, Alan. (1997). Wildlife Field Research and Conservation Training Manual. Wildlife Conservation Society –New York.
htpp://WWW. Google: Afg. Map