مسيار نكاح 

 


دا خپل را کړی  اندام او شریعت  مو مکلف کوي په   «واده او نكاح»   

ږمونږ خواږه محمد رسول الله فرمایلي چه : النِّکَاحُ سُنَّتِی فَمَنْ رَغِبَ عَنْ سُنَّتِی فَلَیْسَ مِنِّی 

 


 واده کول یو طبیعي جبر دي ، غریزه او فطرت دی 

خو بعضي ځواناني او ځوانان د واده سره مل هغه عرفی بارونه او بوج د پورته کېدلو جوګه ندي ، بعضی د  واده کولو  ارزو لري  خو نه غواړي چه د واده کولو په سبب خپله ازادي اوخپل  مستقل ژوند په یو عرفي دام کښي راګیر کړي، یعنی خپل تعلیم ، کار ، تجارت ، هنر  او علاقه  تر  واده قرباني کړي 

 


دا تر لمر روښانه ده چه په عرفي شکل واده د یو چاسره ټول ژوند شرکېدل دي ، او ټول خویونه ، عادات ، علاقې اوسلیقې تر واده او د ژوند د ملګري یعني د همسر تر سر قرباني کول دي   ، دا چه ملګری تر عقد وروسته ، خوږ ځلیږي او یا تریو ، دا نو رب ښه پوهېږي 

 


نن چه ټولنیز ژوند ډېر مخته تللی او مغلق سویدی ، بیزنسي سفرونه د کاراو بار یو جوز ګرځېدلي دي ، نر او ښځه په دغه ټولنیز ژوندکښي مصروفیتونه او رغنده رول لوبوي ، او لوړ  مقام او شغل (profession, occupation) لري ، نو ډیر خلګو ته دا سخت تمامیږي  چه د پنځه دقیقو د غریزې د رفعه کولو لپاره خپل دا ټول د شل کاله زحمت ګالل او په ثمر رسېدلی حیات ، ټول راواخلي  او تر همسر ئې قربان کړي 

 


بېله شکه !  په ټولنه کښي سته یو تعداد ځوانان او ځواناني نغواړي چه واده وکړي ، واده نه کول د مسلمان له پاره لویه ګناه  ده ، او هم ډېر امکان سته چه نامشروع اړېکي ونیسي ، درنو او مکرمو ځوانانو د نبي علیه السلام په ارشاد باندي عمل  وکړي ، که عرفي نکاح طاقت او تحمل نه لری 

نو دا به تاسو ته بهتر وي چه مسیار نکاح وکړی، چه هم خدای او هم خورما وي مسیار نکاح په عربي ملکونو کښي ډېره  رواج ده ، په مسیار نکاح لولو سره هیڅ نوعه قرباني ته حاجت نسته ، مسیار نکاح د هغو مندو لپاره هم ښه انتخاب دی  چه  واده کولو  ارزو لري خو خپلو اولادونو  له پاره  سر سپینوي  ، او یا هغه سړي او ښځي چه له همسرنه جلا سوی دي او ډېر نالایقه او سختي زحمتګیني خاطرې لري او له عرفي واده  کولو  نه ډارېږي  ، خو په مسیارنکاح کولو سره  به د خوښۍ او ښادۍ او خوشبختیو سره مخ سي ، 

مسیار نکاح هغه شرعی نکاح ده چه د زوج او زوجې تر منځ ټول د ژوند د اوسېدلو تلو راتلو د مناسباتو د نیولو ،اقتصادي شېراکت باندي توافق او تر بعضو سنت او فرض حقوقو کښي یو او بل ته ورتېرېدل او اساني ورسره کول،مثلا ، واده درسره کوم ، ستاسره نه اوسېږم ، د میاشتي څلور ځله زما کورته راتللی سې ، که تر څلور ځلي نه بالابودغواړې راسې ، ما ته به یوه ورځ مخکي حال راکوي ، زما عایدات خپل دي او ستا عایدات ستا دي ، ژوند ملګري یوو اواقتصادي شېراکت نه لرو ، د دوهم واده حق درکوم ، او یا ورته وايی چه د دوهم واده کولو تر حق به تېرېږې  ، جهیزیه ،مهر ، نفقې په باب یو او بل ته تېرېل او یا یو چګه اندازه مهر غوښتل او عالي او  زیات  جهیز 

کله چه توافق ته سره ورسیږي    تر  توافق نه وروسته شرعي د نکاح عقد ترسره کیږي ، هر هغه ځوان او ځوانه چه دلوړ عایداتو او لوړو زدکړو خاوندان دي د نکاح تر عقد نه مخکي ورته لازمه بولم چه prenuptial agreement توافقنامه ولیکي  او شاهدین پر شاهد کړي , کله چه توافقنامه امضاء سي ، نو بیا دي هغه مسنونه د نکاح عقد تر سره کړي 

 


تاسو کولی سی چه د Misyar marriage (ازدواج مسيار ، ما حكم زواج المسيار  ) په باب په ګوګل کښي E , او عربي اوفارسي تتبع تر سره کړی