دوی پوهه لري ، خو چه ښه تحلیل ورسره نوي : نو پوهه بیا لا ینفع وي : دوهمه برخه 

 


په کلماتو کښي ډېر زور قوت او طاقت سته . 

 او ذهن هم  ډېر قوي او سخت کلک دی ، دومره قوي او کلک دی چه جهان ته تغیر ورکوي ، ذهن د الماس په شان هم کلک دی تنها کلمات دي چه ذهن ته تغیر ورکوي 

 


د ذهن تجربې یا زدګړي دي چه ذهن ته د تحلیل او خلاقیت قوت وربخښي ، د ذهن قوت په خپله تجربه تر سره کول  زر کاله عمر  ته ضرورت لري ، دا چه زمونږ عمر ډېر کم دی ، نو د تېرو خلګو له تجربو ، په لیکلو کلماتو او یا په شفاهي ډوول په تعلیمي موسسو کي د علماءو په تدریس  زدکړه کؤ ، نو د استعداد خاوند شاګردان تقرباً  د شل کاله په جریان کښي  د ښه خلاقیت او تحلیل خاوند سي ، چه پوهان نومیږي ! 

 


داچه انسان علم ته ضرورت لري  ، هم داسي د رقابت احساس ته هم اشد ضرورت لري رقابت یو  بهترین احساس دی ،خو لکه بل هر شی چه (وَمِنْ كُلِّ شَيْءٍ خَلَقْنَا زَوْجَيْنِ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ) جوړه جوړه خلق سوي یا دوه دوه خلق سویدي ،رقابتونه هم جوړه دي ، یو سالم او بل ناسالم . 

 


پوهان هم رقابت ته ضرورت لري ، چه خپل ژوندون حفظ کړي یعني د وظیفې ، مقام ، خپل نفوذ 

د دین او مذهب پوهان بیا يو رقابت ور دغاړي دي چه چه دا د تکرم او کرام مقام وساتي (العلماء ورثة الأنبياء) ، نو دوي مجبوره  دي چه:  تنها دیني پوهان  علماء کرام او د تکرم څښتنان وګڼي ، او د دغه دیني پوهي خاوند تنها  یو عالم دی اوځان وارث الانبیا نوموي او داصفت دی چه ددین عالم پر نفوذه ساتل کیږي  د دغه نفوذ د ساتلو لپاره   داسي جملې  لکه (عصري علومو ) جملې جوړوي  او ترتیب کوي  ، تر څو عصري علوم ته یو منفي صفت ورکړي ، کله چه طبیعي علوم په عصري مشهور کړي د طبیعي علومو علماء په ټولنه کښي د ملا تر نفوذ لاندي سي . 

 


ممکن دریمه برخه هم ولیکم