د نارینه او ښځی اختلاط : 

شرعي حیثیت 

نن ورځ د اختلاط د موضوع څېړل بل تر هر وخت نن ورځو کښي ضرور او لازمي ښکاري 

شریعت و مونږ ته حکم کوي  په عفت ، عدالت ، او تقوی ، او دغه درېواړه د انسان لپاره لوړ فضلتونه دی ، او شریعت  موږ منع کوي  له رذيله کړونو نه او شریعت راته حرام کړیدی لکه زنا او انواع د فجور چه په نام رذیله الفحشاء دي مسلمان ته حرام  دي 

او خبره دې ځای راځي چه : اختلاط د نر او ښځي حرام دی ؟ 

دا خبره د اختلاط ډېر عمق لري ، د نارینه او ښځو اختلاط تعلق  لري چه کله او څرنګه ، چیري او له چاسره ، اختلاط ضرور دی او که بېله ضرورته ؟ 

البته د عباداتو په ځایونو کښي د نر او ښځو اختلاط روا کار دي هیڅ نوعه خبره پکښي نسته ، 

تجارت او په رانیولو او خرڅولو په وخت کښي هم کوم مشکل نسته البته د سودا په وخت کښي ښځه په لاس قول نشي ور کولی و خریدار ته  . 

 


اوس  راځو دې خبري او پوښتني ته چه اختلاط کوم حالت ته ویل کیږي ، اختلاط هغه وخت پېښږي چه  نامحرمه نر اوښځي  سره خلطه سي چه دا کار قاطع حرام دی ، ژوندی مثال به ئې داسي وي چه دوه مختلف الجنسه شیان په یوکڅوڼه کښي واچول سي او سره ګډ سي يعني دوشیان سره خلوت سوه چه خلطه ورنه چوړه سوه ، یعني یو نر اویوه نامحرمه ښځه و یو اطاق ته داخل سي او دروازه په ځان پسي وتړي دغه خلوت ته حرام او ناروا او رذیله ګړنه ویلکیږي چه دا کار یو تقرب دی و زنا ته ! لا تقربوا الزنا ، دوه نفره چه سره کښېني دریم پکښي شیطان  هم همېشه ورسرهوي ، إِنَّ الشَّيْطَانَ كَانَ لِلْإِنْسَانِ عَدُوًّا مُبِينًا. 

 


اوس به راسو د کار کولو په ساحه کښي اختلاط حرام او که جائز دي ؟ 

البته په کاري ساحه که يو ښځه کار کولو ته مجبوره او کار کولو ته ضرورت ولري ، نو زمونږ د اناګانو مذهب داسي دیچه:  ضرور باشه روا باشه 

او که کومه ښځه بېله ضرورته کار کوي او په نیت د خلوت او اختلاط لپاره کار کوي دا کار کول ورته حرام او ناروا دیدغه کارته هغه د جهالت د وختو راوتل ویل کیږي چه الله تعالی ښه فرمايی (تبرج الجاهلیه )