د افغانستان د تراژيدي ختم يوازې په قوي مرکزي حکومت چې د فساد نه خالي وي ، قانون په ټولو يو شان تطبيق شي ، د حکومتدارۍ معيار سياسي تقوا او خدمت وي او ټول افغانان بې له قومي ، مذهبي ، ژبني ، جنسي او سمتي تعصبه په کې د کار ، فعاليت ،ماموريت او خدمت مساوي حقوق ولري را تللئ شي .

نور بايد د قوم ، مذهب ، ژبې او د بهرنيانو سره د جاسوسۍ په بنياد سياسي تجارت بند شي .

هر فرد او ډله بايد د عمل په ميدان کې خپله ښايستګي ، لياقت ، ظرفيت ، ديني - ملي ارزښتونو ته تعهد او ملت ته د خدمت ثبوت وړاندې کړي او ددې لارې د ملت تحسين ، تائيد او حمايت حاصل کړي .

تر ټولو مهمه داده چې هر افغان او سياسي ډلې ته بايد دا په ډاګه ، واضح او صريح وويل شي چې :
حکومت او حکومتداري يوازې د اولس خادمي ده او اولس يې بادار دئ ، نه لکه تر اوسه معکوس چې حاکمان په خلکو خپله ساعت تيري او سورلي کوله .

حکومت د ثروت ، شهرت ، قدرت او شهوت حاصلولو منبع او امتيازي مزايا نه دئ ، بلکې د خپلې فزيکي ، علمي ،تخصصي او معنوي سرمايي په کار اچول د اولس د چوپړ د پاره دي .

حکومت مسؤليت دئ او د خپلو اجراآتو ځواب ورکوونکی دئ ملت ته ، نه لکه تر اوسه يوه بې بندوباره او غير مسؤله دستګاه .

د خدمتګاره حکومت د جوړېدو په هيله