نوشېروان په ۵۷۹م یوځل دملک ټول هوښیاران راوغوښتل او هغوی څخه یې پوښتنه وکړه چې د ښه پاچا نښې اوعلامی ،سلوک او تګلاری څه دی؟
په را غوښتل شویو کسانو کې یوه داسې وویل:
ښه پاچا هغه دی چې دسخاوت لاس یې خلاص اود ولس په ګټه وی.
په غوسه کې معتدل او لافوک نه وی
په معاملاتو کې عادل او له ولس سره سم سلوک ولری.
دخوارو او غریبو سره همدردی ولری او له ریاکاری سره کلکه مبارزه وکړی.
خوش ګفتاره ،خداترس، عالم پالونکی او وطن سره مخلصانه مینه ولری.
دخلکو په ژبه پوه او مقتدر شخصیت لرو نکی وی.
نوشیروان چې دا واورېدل وې ووېل زما دنجات لپاره همدغه کافی دی!
غنی ټولټاکنو کې تېرووت دملت په ژبه نه پو هېده او له خپلې ټولنې څخه یې سمه پېژندګلوی نه درلوده عبدالله اودولا بغاوتګر یې له ځان سره ملګری کړاو دجان کری په زور یې دوه سری سهامی حکومت جوړکړ ځکه چې شخصی ګټې او دسهامی شرکت احیاء کېدل له ملی ارزښتونو ورته لومړیتوب درلود.دبن له منحوسې پرېکړې دا دواړه مصیبتان راڅرګند شول.تاسې ښه ځیر شی چې دافغانستان بې ثباته سیاست څنګه کرار کرار ریښې اچوی او دروغجنه دیموکراسی شاته پاتې کیږی ،کمپاین احساساتی او مفسد کیږی او حتی دمتفکر عنوان باندې افغانان مثل همییشه تاوده بحثونه کوی. ارګ کې دربانی دوخت پرچمیان او دکرزی ګډوله خلقی او دشوروای مګس ګلم جم مرکزی حکومت کې برلاسی پاتې کیږی. ناتو په خپل سر په به بې ګناهو خلکو او ولس باندې دوه لسیزی توغندی اورول. اقتصاد پوه په سیاست ناپوهی کې دملت ملی ارزښتونه له ګواښ سره مخامخ کوی دغه ملی ارزښتوونه ورځ تربلې کړکېچن کیږی نورې هر اړ خیزه ستونزې دکابل منحطه اداره، مرستندویه هېوادونه نشی زغملی.عبدالله تل دغنی له تشو او کمزوری سیاست څخه ګته اوچته کوی تاسې ولید چې په غنی باندې یې اخری ګذار هم وکړ. ده ووېل چې دافغانستا ن پخوانی ولس مشراشرف غنی احمد زی له هېواد ووت او اافغانستان یې سختې ورځې ته پرېښود او خدای ته به ځواب ووايې . کرزی وویل چې زه له دوه بجو خبر نه وم.
رښتیا هم غنی ستره تاریخی او اسلامی تېروتنه وکړه دغه تېر وتنه ډیرلوری لری.لومړی داسې ښکاری چې غنی نه غریب وه ځکه غنی بشبړه مانا او مفهوم لری. دوم غنی دبل چا په یابو سپوروه دریم دغنی مسولیت له هرچا څخه زیات وه څلورم غنی خپلو ارګ میشتو ملګرو تېروست کوم چې له ده سره یې په یوه دسترخان اتلس دوله غوښه خوړله.دغنی له لیکنې ييغام معلومیږی چې څومره ډارشوی: په دنیا د ننګیالی دی دادوه کاره یابه وخوری ککرۍ یابه کامران شی.پنخم غنی دومره باور من نه وه چې خپل نفس سره یې ایمانی مبارزه کړې وای او له طالبانو سره تفاهم ته رسېدلای وای چې مقاومت یې وکړ او مخ توری پاتې شو!ولس یې یوازې پرېښود او هېڅ ډول عقلانی پلمه یې د منلو وړ نه ده. کلینر امرالله مرستیال له کوم نامعلوم سورکی یې دمشروعیت غږ راپورته کړ خو امر الله خپله یو بې ثبات وژونکی مفسد لا نه دی ویلی چې چېرې دی؟