که د څلورو پیړیو په اوږدو کې د اروپایي استعمار او بیا نوي استعمار او ورسره په ورسته پاتې هیوادونو کې د استبدادي واکمنیو پلونه تعقیب کړو، نو د استعمار او استبداد ترمنځ د نژدې خپلوي اړیکو څرک موندلی شو. که ګورو، زیاتره په پرمختللو هیودونو کې دموکراسي او په وروسته پاتې هیوادونو کې استبدادي حکومتونه واکمنۍ چلوي. دا ظاهري پدیده ده. په ماهیت کې،  لودیز صنعتي دولتونو، کله چې  خپل صنعت ته د اومو توکو تامین له پاره، نور هیوادونه لاندې کړي، هلته یې د ولسونو خودارادیت او خپلواکي قبض کړې او د قانونیت په ځای یې استبداد ته، د خپل واک لاندې اختیار ورکړی دی. تاریخ او حال ددې شاهد دی. په ښکیلو هیوادونو کې مستبدین، زورواکان، هر ډول فاسدین... د ښکیلاک کلاسیک همکاران دي. یعنې په وروسته پاتې هیوادونو کې استبدادي رژیمونه هم د استعمار محصول دی.

که سیاست د ټولنې د ادارې طریقه ده، هم پوهه ده او هم فن دی، پس د بشري ټولنو ټولې سیاسي واکمنۍ په دوو ډولونو ویشلی شو:

-دموکراسي، هلته چې قانون حاکم دي. اساسي پرنسیپونه یې آزادي او برابري دي. هر څوک هر  څه، چې زړه یې غواړي کولای شي، په دې شرط، چې نورو ته ضرر و نه رسوي. اما په اوسنۍ امریکایي ساخت دموکراسي کې «آزاد انتخابات» جمع « د بیان آزادي» مطرح دي، د دموکراسي کلاسیک اصول- ازادي او برابري  نور له موده غورځیدلي دي.

- استبدادي حکومتونه هلته، چې اشخاص یا ایډیالوژۍ  واکمنۍ چلوي، پرنسیپ نشته، زور د ولس د رهبرۍ اساسي وسیله ده.

پدې کې هیڅ شک نشته، چې د دریمې نړۍ د وروسته پآتې والي غوره علت یواځې ښکیلاک نه دی، بلکې :

استعمار؛
استبداد؛
او خرافات دی.
که استعمار د وروسته پاتې هیوادنو د بیوزلیو یو غوره علت دی، بیا د ښکیلاک تر مخامخ آغیز لاندې پدې هیوادونو کې د ولسي واکمنیو په ځای، استبدادي حکومتونو هم ددې هیوادونو د پرمختګ په مخنیوي کې غوره رول لرلی دی. بهرني استعمار او دننني استبداد دواړو بیا د عامو پرګنو په ذهنیتونو کې د پوهې او معنویت په ځای، ناپوهي او خرافات خواره کړي دي، ددې له پاره: هرڅومره، چې عامه افکار تیاره او ناخبره وي، هغومره د غله استعمار کار آسانه کیږي او د عوامفریبه استبداد عمر زیاتیږي.

د فساد او ورانکاریو نور ټول اولادونه: جګړه، ترور، مخروب، اختلاس، فحش، مخدره موادو ترویج و... د بدمرغیو له همدغو میندو څخه زیږیدلي دي.

زموږ د مینې وړ هیواد افغانستان لدې عمومي قاعدې څخه مثستثنا نه دی، بلکې د استعمار څخه د استبداد د زیږندې ټیپیکه بیلګه ده او د هیواد د وروسته پاتې والي غوره علتونه هم استعمار، استبداد او خرافات دي. زموږ ځینو هیوادپاله  شخصیتونو او سیاسي  جریانونو کله کله غوښتي دي، چې  ډیر ژر هیواد د نړۍ پرمختللو هیوادونو په کتار کې ودروي، د استبداد او ارتجاع له منګلو څخه یې، په زور سره وژغوري، اما ددې له پاره یې مادي او عیني امکانات  په اختیار کې نه درلودل، د نړیوال استعماري ځواکونو سره یې د زور برابري نه لرله. د هیواد پرمختګ یواځې په هیلو نه ترلاسه کیږي. د هیواد پرمختګ له پاره د مشروطیت او اماني نهضت، د داود خان او د ا.ځ.د.ګ. هیلې او غوښتنې، د دنننیو جدي تیروتنو سربیره، د استعمار، استبداد او خرافاتو په ګډه همکاریو، په سیند لاهو شوې دي. ددې خبیثه مثلث څخه د وتلو چاره آسانه نه ده.

اروپایي منورینو او روښانفکرانو د شپږو پیړیو سرښندونکو مبارزو په اوږدو کې ایله ایله وکولای شول، چې خپلې ټولنې  د تاریکو پیړیو له استبداد څخه بهر راوباسي او دموکراسۍ ته لاره هواره کړي، هلته چې یو شخص یا څو اشخاصه یا یوه ایډیالوژي نه، بلکې قانونیت ټولنه اداره کوي او عام خلک د ټولټاکنو او نورو لارو د ټولنیزو چارو په اداره کې برخه اخلي؛ اما یواځې ریښتیني منورین یې پوهیږي، چې د استبداد لاس د ټولنې له ګریوانه غورځیدلی دی، خو اوس یې هم لاندې لمن ورته کلکه نیولې ده؛ دغه شیطاني منګولې له پاسه ختا شوي، له لیرې نه ښکاره کیږي، عامې پرګنې یې نشي لیدلی- هغوۍ ته د ژوندانه حد اقل امکاات تامین دی، اما پاخه متفکرین یې ویني، چې شیطاني منګولې یې نه یواځې په لمنه نښتي، بلکې په خیټه کې یې ژورې خښې پاتې دي.

زموږه «دموکراتانو» غوښتل او غواړي په یو څو کلونو کې د استبداد جرړې، هغه هم په استبدادي شیوو سره له بیخ او بنیاده، په زور سره وباسي. د استبداد څخه ځان ژغورل دومره اسانه کار ندی. استعمار او استبداد یو د بل سره سکه سبیره ورونه دي، استعمار د استبداد مرستې ته رادانګی او استبداد استعمار ته زمینه برابروي، د خپل دریمني ورور- خرافاتو په مرسته ټولنه د بیوزلیو په دام کې داسې بندوي، چې خلاصون ترې خورا ګرانیږي.

افغاني ټولنه د ښکیلاک، زبیښاک او خرافاتو په منګولو کې د خپلواکۍ، پرمختګ او هوساینې څخه محرومه ده. عام وګړي غریب او بیچاره دي، په شعوري او سیاسي ډګر کې  پسیف او غیر فعال دی، یواځې په تنظیمي سربازګیري کې ترې استفاده کیږي، په واقعیت کې یواځې د هیواد په سیاسي چاپيریال کې د «روښانفکره »  او مذهبي محدود قشر تنظیمونه او سیاسي سازمانونه او ځانګړي اشخاص فعال دي. همدوۍ د هیواد سیاسي سرنوشت  ټاکي.  زیاتره همدوۍ د خپلو رنځورو ایډیالوژیو سره، د بیلابیلو خارجي استخباراتو د خادمانو په توګه،  هیواد اوږد مهاله د جګړې، نیشه یي توکو او نورو ډول ډول فسادونو په شیطاني خارخوړۍ کې غورځولی دی، چې راوتل ترې نه کیږي.

په هیواد کې د سولې او ثبات دوه بهیرونه په وړاندې لرو:

- د خپلواکۍ او سولې روانه پروسه؛

- د خپلواکۍ، ثبات او پرمختګ اوږد مهاله پروسه.

په لومړۍ، روانه پروسه کې د هیواد سرنوشت د امریکا متحده ایالاتو استعماري قدرت او د هغه د مستخدمینو او همدغو استبدادي تنظیمونو( د استعمار ستراتیژیک همکارانو) په واک کې دی. د سولې روانه ټکنۍ پروسه که نسبي خپلواکي او نسبي سوله هم که رامنځته کولی وشي، ښایي ترې ملاتړ وشي، تر  جګړې د هیواد او خلکو په ګټه دی، تردې زیاته طمع ورڅخه- د مړي څخه د لیک انتظار دی.

د ریښتینې خپلواکۍ، دوامداره سولې او سوکالۍ لاره- خورا اوږد او سټړې کونکی مزل دی، دا د نسلونو نسلونو سفر دی،  دا د تاریکو پیړیو څخه د نجات، د اروپایي منورینو په څیر، د پیړیو سرښندونکو مبارزو لار ده، دا د ګالیله په څیر د عالمانه قربانیو ډګر دی. په دې لاره کې  د هیواد ریښتیني روښانفکران باید د شوروي په ضد د مجاهدینو د قربانیو، د امریکایي اشغال په ضد د طالبانو د سرښندنو څخه وړاندې شي، چې بیا وکولای شي د هیواد د خپلواکۍ او ترقۍ د مشرۍ بیرغ په لاس کې واخلي....

ستا او د جانان ترمنځ ساحله څومره دښتې دي

تا  خو لا تر اوسه  قدم  ایښی  په  آغزو  ندی