« د تورې ګوبلکې/فنګس په اړه هرڅه چې بايد پوه شئ »

ليکواله: ډاکټر نازيه ساپۍ

 

‏د‌ تورې ګوبلکې/فنګس ناروغي، (Black Fungus) په دري [قارچ سياه] چې تازه تر افغانستانه پورې هم رسېدلې. يوه ډېره خطرناکه او تر ډېره حده وژونکې ناروغي ده.

 

توره ګوبلکه (Black Fungus) څه دی؟

توره ګوبلکه يا فنګس په خاوره کې د موکورمايکوزيس په نوم يوه راشنه کېدونکې ماده ده او په خاورو کې رشد يا وده کوي.

 

د دې ناروغۍ نښې: تبه، د سردرد، په خوله پزې او نور بدن کې ډېر نامنظمه ټپونه، اسهال، د نفس تنګون. د دې ناروغۍ يوه ترټولو لويه نښه په بدن کې يو ټپ يا زخم دی. دا زخم يا ټپ د بدن هر ځای کې ممکنه ده چې رامېنځ ته شي.

 

د دې ناروغۍ لامل څه دی؟

دا ناروغي تر ډېره يو وېروس ګڼل شوی، خو تر ډېره بيا يوه ناروغي ده، چې د هوا ککړتيا, او نظافت، پاکوالي نه مراعاتولو له امله پېښېږي.

 

څومره دا ناروغي خطرناکه ده؟

د خواشينۍ خبره دا ده چې کله دا زخم پر کوم ځای را شين شي، بايد سمدلاسه هغه ځای پرې شي او له بدنه لېرې شي. نو د همدې امله کله چې پر خولې يا ژبې دا ټپ راڅرګند شي، ناروغ نه پاتې کېږي سله په سلو کې مړ کېږي.

 

درملنه؛

دا ناروغي باید ژر ترژره څرګنده شي، ناروغ که په بدن کې پورته يادې شوي نښې ولري، ژر تر ژره بايد ډاکټر ته مراجعه وکړي، ترڅو د فنګس ضد درمل ورکړي. او تر ډېره حده کابو شي.

ليکنه د خپلو ملګرو سره شريکه کړئ!

Twitter account: @DrNaziaSafi