له یوې خوا نازل سوې امریکا## ورسره غټې بلاوې بمباردها
بېکاري،بېروزګاري دربدري## پړسولي ېې دي یو څو میلیارد ها
اعتیاد،فساد او فقر کړي بېداد## قاچاقبر رشوتخواره کړي فرېادها
میلیونونه ولسونه شول بېکوره ## رابران په دُبی، تُرک کفرآبادها
کرونا بیا بل آفت دی آسماني!## ابتلا د رب جلیل ده بنیاد ها
پالیوشن دي په هوا او په اوبو کښې ## شل کلن او دېرش کلن دست آوردها
دواګانې خو جعلي پاک ایرانۍ وې## د کابل کمېشنکار کړي فسادها
د نړۍ پوهان په فکر د واکسین دي ## (آکسیجن شو په چاره د بازار سیاه)!!!
زړور وايي خدایه! ظالمان تباه کړې## د وطن د دښمنانو چهار ټګها !!!!