د پاکستان پوځ په دې وروستیو کې رسنیو ته ویلي چې له افغانستان سره د ۲۶۰۰ کلومتره اوږدې ډیورنډ کرښې په ۸۰ سلنه برخه یې د اغزن تار غځولو کار بشپړ کړی دی. پاکستان د دې کار موخه د ترهګرو مخنیوی بللی او اطمینان یې ښودلی چې له دې کار سره یې په هیواد کې ترهګري کمه شوې ده.

 

په ۱۸۹۳ کال کې د افغانستان او برېټانوي هند د حکومتونو تر منځ د ډیورنډ  تړون پر اساس تاریخي افغان خاوره په شمال کې له پامیره نیولې او سوېل کې تر چمن او د هلمند تر وروستي بریده له افغانستانه جلا او د برېټانوي هند تر واک لاندې راوستل شوه. خو د افغانستان وروستیو پرله پسې حکومتونو او ولس یاد تړون غندلی او  په ۱۹۴۹ کال کې جوړې شوې تاریخي لوېې جرګې د ډیورنډ په ګډون له برېټانوي هند سره شوي ټول تړونونه لغوه اعلان کړي.

 

په ۱۹۴۷ کال کې د برېټانوي هند د ویش په پایله کې یادې سیمې چې افغانستان پرې دعوا لرله، د یوه متنازعه ټولپوښتنې پراساس نوي رامنځ ته شوي پاکستان ته ورکړل شوې. په دې توګه ویلی شو چې د پاکستان له جوړېدو راهیسې ترننه د دواړو هېوادونو تر منځ د ستونزو مور همدا مسئله ده.

 

یادې کرښې یو قوم او ولس په ډېر غیر عادلانه او غیر انساني توګه سره جلا کړی. د کرښې په اوږدو کې ډېرې داسې سیمې شته، چې یو ورور یو خوا او بل بلخوا پاتې شوی، حجره یو خوا ده او جومات بلخوا، کلی د کرښې یو اړخ ته او هدیره یې بل اړخ ته او همدا شان که د اوسېدو ځای یو اړخ ته دی، نو کرنيزې ځمکې او د سوداګرۍ بازار يې بل اړخ ته پاتې دی.

 

برېټانوي هند هم د ولسونو یووالي او پر یو بل انحصار ته په کتو د دوی  تګ راتګ، راکړې ورکړې او د سوداګرۍ پر وړاندې یې هېڅ ډول خنډونه نه رامنځ ته کول؛ بلکې اسانتیاوې یې ورکړې وې. همدا دلیل و چې ولسونو دغه کرښه په رسمیت نه پېژندله، خو بیا هم په لویه کچه کوم تاوتریخوالی نه پېښېدو او د خلکو ژوند په عادي ډول روان و.

 

خو په وروستیو کې لیدل کېږي چې پاکستان د کرښې دواړو خواوو د ولسونو یووالي ته د یوه فرصت پرځای د ګواښ په سترګه ګوري او ټوله هڅه یې دا ده چې څرنګه وکولای شي د دوی تر منځ اړیکې پرې کړي. افغان جهاد، له طالبانو ملاتړ او د ترهګرۍ پر ضد مبارزه هاغه څه دي چې پاکستان یو اړخ ته د ډیورنډ کرښې ته د رسمیت ورکولو لپاره او بلخوا په قبایلي سیمو کې د خپل حاکمیت پیاوړي کولو لپاره ترې د وسیلې په توګه کار واخیست او لا یې اخلي.

 

پر دې سربېره، پاکستان په یو اړخيزه توګه په کرښه تار غځولی او ډېرې هاغه سیمې چې له ۱۹۷۹/۸۰ کلونو وړاندې د افغانستان تر ولکې لاندې وې، اوس دوی قبضه کړې دي. دا چې ډیورنډ یوه فرضي کرښه ده او په ډېرو سیمو کې نه ده تثبیت شوې او یوازې مېشتو ولسونو ته معلومه ده؛ خو د افغانستان له ګډوډۍ څخه په ګټه اخیستو پاکستان په کرښه مېشتو ولسونو ته د هويت کارتونه وېشلي، سړکونه يې غځولي، نورې اسانتیاوې يې برابرې کړې او د دوی وفاداري يې خپله کړې ده. داسې معلومات هم شته چې د ننګرهار ګوشتې او کامې او د کونړ د ځینو ولسوالیو اوسېدونکیو ته يې هم کارتونه ورکړي، څو غلي پاتې شي.

 

ولې اغزن تار؟

 

پاکستان په تېرو څلورو لسیزو کې د کرښې نږدې خپل فعالیت او نظامي حضور پراخه کړی. د هېوادپاله قبایلي مشرانو له منځه وړل، په قبایلي سیمو کې افراطيت ته وده ورکول، افغانستان او کشمیر کې فعاله د جهادي تنظیمونو او بیا د طالبانو مراکز جوړول او بالاخره په لوی لاس یادې سیمې ناامنه کول چې پوځي مداخلې ته بهانه جوړه کړي، هاغه اقدامات دي چې پاکستان په تدریجي توګه تر سره کړل. له ۲۰۰۱ کال راپدېخوا له ترهګرۍ سره د جګړې په نوم پاکستان د امریکا په مالي مرسته په یاده کرښه په یو اړخيز ډول ډېرې پوځي چاوڼۍ جوړې او د اغزن تار په غځولو يې لاس پورې کړ.

 

له قبایلو سره شویو ظلمونو ولس کې د پاکستاني ریاست په ځانګړې توګه د پوځ پر ضد زیاته کرکه زیږولې او اوسمهال يې د پښتون ژغورنې غورځنګ په نوم پراخه مبارزه پیل کړې. داسې لیدل کېږي چې له کله راهیسې چې قبایلو کې د حق غوښتنې ویښتیا او د پوځ پر ضد کرکه د پخوا په پرتله زیاته شوې، پاکستان د ډیورنډ پر کرښه اغزن تار غځولو ته سرعت ورکړی. پښتانه له خپل تاریخ او دود دستور لرې ساتل د پاکستاني ریاست پخوانۍ تګلاره وه، خو اوسمهال دوی فکر کوي چې د لر او بر ولسونو د اړیکو پیاوړتیا ګنې پښتانه افغانستان ته نږدې کوي او د یوه ګواښ په سترګه ورته ګوري.

 

اغزن تار او ترهګري

 

تر اوسه داسې کوم ښکاره شواهد نشته چې ګنې اغزن تار دې په تاوتریخوالي کې کمښت راوستی وي. د افغان لوري معلومات ښیي چې اغزن تار د ترهګرو په تګ راتګ او بریدونو کې کوم د پام وړ اغېز نه دی کړی. د طالبانو په ګډون، نورې وسله والې ډلې لکه داعش او د هند کشمیر کې فعاله ډلې په اسانۍ سره په اغزن تار تګ راتګ کوي. همدا راز د نشه يي توکیو قاچاقبران هم په ازاده توګه خپل کاروبار کوي او ډېری بازارونه يې هم د کرښې نږدې جوړ کړي. د بېلګې په توګه، اوسمهال د هلمند برامچه د سیمې په کچه د نشه يي توکیو د سوداګرۍ په مرکز بدله شوې سیمه ده. په داسې حال کې چې دا ټول کاروبار د پاکستاني پوځ تر سترګو لاندې روان دی او دوی هلته ډېرې پوځي پوستې لري. د افغانستان خوا ته بیا نظامي حضور ډېر کمرنګه او په نشت برابر دی. همدا راز افغان طالبان هم یاده سیمه کې پراخ حضور لري او د عوایدو لویه برخه يې هم له دې ځایه تمویلېږي.

 

فاټا یا د قبایلي سیمو ادغام

 

له تاریخي پلوه قبایلي سیمو د افغانستان او برېټانوي هند حکومتونو تر منځ د یو بفر ساحې حیثيت درلود. د پاکستان په اساسي قانون کې هم قبایلي سیمو تر ۲۰۱۸ کال پورې ځانګړی حيثيت درلود او د نورو سیمو برعکس مستقيم د فدرالي حکومت لخوا اداره کېدې. پاکستان تر ۱۹۷۹ کال پورې د افغانستان دريځ ته په کتو چې قبایلي سیمې يې د خپل نفوذ ساحې ګڼلې، په یادو سیمو کې له پام وړ مداخلې څخه ډډه کوله. همداراز د قبایلي ولس مرسته او ملاتړ د افغان حکومت لومړیتوب و او د دې چارو د ښه تنظیم لپاره په ۱۹۴۷ کال کې د قبایلو  ریاست رامنځ ته کړای شو، چې وروسته بیا په ۱۹۷۳ کال کې د سردار محمد داوود خان په حکومت کې يې وزارت ته ارتقاع وموندله. قبایلو په افغانستان کې د نورو افغانانو په څېر حقوق لرل. د زده کړو، سوداګرۍ او ان تر دولتي ماموریتونو پورې اسانتیاوې او امتیازات ورکړل شوي وو؛ خو د ۱۳۵۷ کال د ثور له کودتاه وروسته د افغانستان حکومت د مجاهدینو پر وړاندې چې د پاکستان ملاتړ ورسره و، کمزوری شو او تدریجي له ډیورنډ کرښې سره نږدې ساحې يې له لاسه ووتې. همدغه مهال پاکستان نه یوازې په قبایلي سیمو کې؛ بلکې ان د کرښې دې غاړې ولایتونو ته يې هم پراخ لاسرسی پیدا کړ او لاسوهنه يې پیل کړه. ملتپاله قبایلي مشران يې له منځه یوړل یا يې پرې ډول ډول فشارونه راوړل څو د پاکستان حاکمیت ومني او له افغانستان سره اړیکې پرې کړي. قبایلي سیمې د افراطیت د روزنې او پالنې په مرکزونو بدل شول. د مجاهدینو او بیا د طالبانو ستر مرکزونه او د وسلو زېرمتونونه هم په یادو سیمو کې وو چې بالاخره له ۲۰۰۱ کال وروسته له تروریزم سره د جګړې په بهانه پوځ هم ځای پر ځای کړای شو.

 

که څه هم په فاټا کې د برېټانوي هند له واکمنۍ نافذه د ایف سي ار قانون یو غیر انساني او ظالمانه قانون و؛ خو د پاکستان د نظامي واکدارانو لېوالتیا قبایلي ولس ته د حقونو ورکولو پرځای د سیمې لاندې کولو ته مایله وه. ځکه له ادغام نږدې دوه کاله وروسته هم قبایلي ولس ته لکه د نورو سیمو جمهوري حقونه نه دي ورکړل شوي او اوس هم پوځي چارواکي په هر څه حاکم دي. په ۲۰۱۹ کال کې د پښتونخوا ایالتي شورا یو قانون تصویب کړ چې د قبایلي سیمو تر ځمکې لاندې معدنونه او منرالونه د حکومت ملکیت دی. د پښتونخوا ملتپاله ګوند عوامي نیشنل پارټي چې پښتونخوا کې د فاټا د ادغام کلک غوښتونکې وه، اوس شکایت کوي چې له قبایلي ولس سره شوې وعدې نه دي پوره شوې.

 

د افغان حکومت دریځ

 

په وروستیو کې د پاکستان د تهاجمي سیاست پر وړاندې د توقع برعکس افغان حکومت  دفاعي او پڅ دریځ خپل کړی. اغزن تار، پر کرښه په یو اړخیزه توګه پوستې جوړول او د قبایلي سیمو د ادغام پر مهمو موضوعاتو افغان حکومت ګونګ دریځ خپل کړی او لازم غبرګون يې نه دی ښودلی. په ۲۰۱۷ کال کې پاکستان د چمن- بولدک سیمه کې په کرښې پرتو لقمان او جهانګير کلیو کې سرشمېرنه پیل کړه، چې د افغان سرحدي ځواکونو له سخت غبرګون سره مخ شوه. سره له دې چې په سیمه کې ځواکونو او هم ولس میړانه وکړه، خو د میز پر سر هماغه څه ومنل شو چې پاکستان غوښتل او وروسته په یاده سیمه کې اغزن تار هم تیر کړای شو. همدارنګه په ټولو هغو نښتو کې چې د ډیورنډ په کرښه رامنځ ته شوې، افغان پوله ساتو ځواکونو تر خپله وسه مقاومت کړی، ولې وروسته د مذاکراتو په پای کې هماغه څه منل شوي چې پاکستان غوښتي. د یادولو ده چې یوازې د کندهار مخکيني قومندان جنرال رازق په دې اړوند تر ټولو پرېکنده دریځ درلود او د پاکستان پر وړاندې يې د مرکزي حکومت کمزوري دريځ ته په کتو په سیمه کې کلک مقاومت کاوه او د اغزن تار مخنيوی يې کاوه.

 

همداراز پاکستان پخوا په قبایلي سیمو کې له پراخې مداخلې څخه ډډه کوله او فکر يې کاوه چې ممکن د افغانستان له کلک غبرګون سره به مخ شي. د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان چې د قبایلي سیمو د ادغام کلک مخالف و، یوه ځانګړې ناسته کې چې زه هم هلته موجود وم، وویل چې: «ستاسې حکومت ولې دې موضوع کې غلی دی؟ موږ خو فکر کولو چې تاسې په دې اړه ډېر سخت او ټاکلی دريځ لری او ما (مولانا) د پاکستان حاکمو کړیو ته ویلي چې دا موضوع مه چېړئ، ګنې د افغان حکومت له سخت غبرګون سره به مخ شی او اړیکې به مو لازیاتې خرابې شي.» ولې په وروستیو کې د افغان حکومت بې تفاوته دريځ پاکستان ډاډه کړ چې بالاخره یادې سیمې يې په مدغم کولو سره په بشپړه توګه تر ولکې لاندې راوستې.

 

اوسني افغان حکومت که څه هم د پاکستان د راکیټي بریدونو له امله ملګرو ملتونو ته ډېر ځلې شکایت کړی، ولې په اغزن تار يې په نړیواله کچه کوم د پام وړ احتجاج ونه کړ. اسناد ښيي چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د حکومت پر مهال د ملګرو ملتونو د هاغه مهال لوی منشي بان کي مون ته افغان حکومت د پاکستان لخوا د اغزن تار په جوړولو خپل اعتراض لیک استولی و.

 

د اغزن تار غځول، د ولسونو په تګ راتګ بندیزونه او د ویزې جبري کول هاغه اقدامات دي چې د دواړو هیوادونو اړیکې به مدام ګواښي؛ خو که پاکستان د اغزن تار پر ځای د «پرانیستې پولې» پالیسي خپله کړي، نو د ډیورنډ د تاریخي شخړې سربېره د دواړو هېوادونو تر منځ ښو اړیکو ته هیله مندي کېدای شي.