لکه ورځې چې د شپې سره جګړه ده
د رڼا بیا د تیارې سره جګړه ده
غر چې لوړ دی د درې پر ځمکه لوړ دی
تل د غر او د درې سره جګړه ده(۱)
د رڼا په پار ښندنه د سرو، ده
پتنګانو چې ډېوې سره جګړه ده
تورتم زغمي خو رڼا زغملی نه شي
مجاهد د برق پایې سره جګړه ده
د برق مزي ورته پړي د دار ښکاري
نظاریانو ځکه دې سره جګړه ده(۲)
ځنګلیان له ځنګلي قانونه، نه اوړي
د ځنګل او ادارې سره جګړه ده
د ډبرې د پیر سخت، جامد فکرونو
تجدد د زمانې سره جګړه ده
د زړو دودو، پر تالي چې بڼیږي
د مچانو په خوږې سره جګړه ده
څوک چې مخه د رڼو اندونه نیسي
دا د پوهې له ریښې سره جګړه ده
چې د ژوند تغییر بدلون څخه منکر وي
دا هم ژوند د فلسفې سره جګړه ده
تحجر د فکر، مرګ د یو ملت دی
تحجر، نوې ایډې سره جګړه ده
جنګ د نوي او زاړه به تل جاري وي
نن د سولې او جګړې سره جګړه ده
جام د میو ورته نه رسي جومات کې
ملا ځکه میکدې سره جګړه ده
یادونه:
(۱ ) څونه چې غر لوړ وي، لاندې درې یې ژورې ښکاري؛ یا څونه چې درې ژورې وي، غرونه یې لوړ ښکاري.
(۲ ) د نظاریانو څځه موخه، نظارشورا ده. ویل کیږي چې د خیرخانې په غاښي او شمالي کې د بریښنا ستنې چې نن سبا په بمونو الوځول شوي، نظارشورا پکې لاس لري. کله چې نظارشورا د دوهم مقاومت د پیل خبره کوي، خلک فکر کوي ګنې دوهم مقاومت يې د بریښنا ستنو په الوځولو پیل کړی وي.
د ۲۰۲۱ کال د مۍ ۱۵ مه
سرلوڅ مرادزی