دا فغانستان په هکله ما دیو انلاین فورم نه یو څه معلومان راخیستي ده چه د آخرو خونړیو بریدونو د دشت برچي په سیمه کي دنجونو لیسي مخي ته د آروپایانو عبرګونونه یی راپارولي دي. 

البته په دي فورم کي په سلګونو خلکو خپل نظرونه د افغانستان په بار وړاندي کړي وو. 

څه شي چه ډیر دپام وړ وو هغه دا چه په افغانستان کي د بي ثباتي او ورانکاري نه نوره آروپایان ستړي شوي دي او وايی چه افغانان نوره بل څه نه پيژني او دوي څو پيړي وروسته پاتي خلک دي. 

یو چا لیکلي وو چه د افغانستان نه باید ټولي ښځي وایستل شي چه دا هیواد ۵۰ کاله وروسته په طبیعي ښکلا بدل شی. ابته دغه کمنټ دډیرو خلکو له خوا لایک شوي وو. 

یو بل لیکلي وو چه د کابل نوم باید کابوم شي دا ځکه چه پرته د چاودنو نه هلته بل څه نه کیږي.

برسیره پر دي په دا فورم کي دا هم ډیر تر سترګو کیدل چه دروسانو او امریکایانو او ناتو نه وروسته اوس د چینایانو وار دي چه افغانستان خپل یو آمن ولایت وګرځوي.

افغانانو ته پکار ده چه لږ سوچ وکړي او دخپلو هیوادوالو د وژلو نه او د هیواد ړنګولو  نه داشغال او اسلام په پلمه لاس واخلي او دهغي پرځاي خپل هیواد په پښو ودروي.

ښه به داوي چه افغاتستان دنړیوالو په ژبه په نیک نوم یاد شي او دعلم او ترقي ډګر وګرځي او نړۍ ته دورانکاري پر ځاي یو څه مثبت وړاندي کړي.

دیو سوله یز او پر مختللي افغانستان په هیله. 


ژباړه: www.nu.nl