لومړې برخه 

سریزه:
چیرته چې د وګړو بنسټېز حقونه تر پوښو لاندې کیږي، هلته پاڅون یا مقاومت په وګړو باندې فرض کیږي. ولسي پاڅونې غورځنګونه تل د مظلومو ولسونو لخوا د متشدد، ډیکتاتوري، ظالم دولتي سیستم په پاېله کې سر راپورته کوي. د مظلوم ولس یو څو ویښ شعوري او د کلکې ارادې ککرې راپاڅي، د ظلم استبدادي دولتي سیسټم په وړاندې دریږي. نړۍ په دې ورستۍ لسیزه کې د سترو ولسي پاڅوني څپو شایده وه، په منځني ختېځ کې د عربو پسرلې پاڅونې څپې، د عراق، سوریې، مصر، الجزایر، لیبیا، سوډان، یمن، لبنان، ایران، هندوستان او ان له فرانسي څخه رانیولي بیا تر هانک کانګ او چیلې هیواد پورې غزېدلي وې. په نوموړو هیوادونو کې پاڅونه ځېنې سوله ییز او ځینې له تاوتریخوالي ډک وو، ځینې له یو بل سره تړاو درلود او ځینې یې نه درلود. پاکستاني ترهګرپال، ډیکتاتور ظلم ریاست د نړیوالې سونامې پاڅوني څپو څخه مستثنا او معاف نه و. د پنجابي استعماري ریاست په وړاندې د پښتنو پاڅون، سوله ییزې مبارزې او انګیزې د انګرېزي نړیوال کولونیالیستي سیستم په وړاندې د پښتنو حماسي تاریخ بیا را ژوندی کړي دی. 
له تېرو دریو کلونو راهېسې په لر او بر افغان وطن کې د ظالم پنجابي يرغلګرو پوځیانو خلاف د ویښو شعوري او د کلکې ارادې پښتنو ځوانانو یو ستر ملي سوله ییز خوځښت د پښتون ژغورنې غورځنګ (پې ټې ایم) په نامه پیل شوي دی. په دغه سوله پال او د جګړې ضد ولسي غورځنګ کې دافغانستان او پښتونخوا سربیره د ګردۍ نړۍ روڼاندې پښتانه افغانان پرته له قبیلوي، ګوندي، ايډیالوجیکي توپیرونو او خپلمنځي فکري اختلافاتو په دې توانیدلي دي، څو د پنجابي پوځي استبلیشمنټ ظالمونو په وړاندې د ترسره شویو بېشمرو ظلمونو، بې عدالتیو او بې انصافیو په وړاندې په یو ملي ولسي صف یا یوه پلټفورم کې د خپل پښتنې احساس او مسوولیت له مخې یو ځای اوږه په اوږه سره ودریږې. د لرو برو پښتنو افغانانو دغه نوی شعوري ویښ ملي خوځښت د پښتونولۍ د مقاومت په کوډکسونو یا شفرونو کې سر را پورته کړي دی. پې ټې ایم د پښتنو له ویاړونو ډک لرغونې تاریخ او د پښتنو ملي احساس بیا راتازه کړي دی. د پښتون افغان ولس نننۍ استراري خونړۍ جګړییزه وضعیت د نړیوالو زبرځواکونو د لاسوهنو او یو شمیر استعماري بدمرغو تاریخي ناروا پیښو او پرېکړو کې هم خپلې ریښې لري. د نړیوالو زبر ځواکو ښکېلاکګرو دغه ناوړې استعماري پرېکړې د دې لامل شوې، څو د پنجابي پوځي استبلیشمنټ ستراتجیکو پالیسیو او پلانونو کې د پښتون افغان ولس په وړاندې په سیستماتیک ډول توکم وژنه او د ترهګړۍ ټولې کرغېړنې بڼې ترسره کړي او له پښتنو سره په پرله پیسې توګه له خونړیو ناورینو ډک تبعیضي چلند وکړي.
په ۲۰۱۸ کال کې د جنوري په ۱۳ نېټه په کراچۍ کې د پولیسو سره په یوه جعلي نښته کې د لوی وزیرستان څلور ځوانان ووژل شول. په دې څلورو وژل شویو ځوانانو کې یو شهید نقیب الله محسود و، کله چې د شهیدانو جنازې سویلې وزیرستان ته راوړل شوې. د دې بې ګناه وژ‌نو په وړاندې د آزادو قبایلي ځوانانو غوسه راوپاریدله او سخت غبرګون وښود. له همدې شیبې ورسته د پښتون ژغورنې غورځنګ د پښو تګ په مزل کې پیل شو او ورځ تر بلې د خپلو سترو ولسي پرلتونو، لاریونونو او احتجاجونو سیلابونه پیل کړل. د بې ګناه نقیب الله محسود وژنه د پې ټې ایم د پیداېښت لامل وګرځید. د لوی وزیرستان ننګیالي ځوانان د څو لسیزو راهېسې پر پښتنو او په پښتنه ټولنې کې د ټولو ناروا ظلمونو په وړاندې راپاڅیدل، کوم چې د اوویا کلونو راهیسې د مظلومو پښتنو په ضد د ظالم پنجابي پوځي استبلیشمنټ د ژورې ستراتېجکي پالیسیو له مخې په افغانستان، پښتونخوا او قبایلي سیمو کې ترسره کیدل.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د پیداېښت تاریخي لاملونه
د هندوستان او افغانستان په خاوره کې د پاکستاني مصنوعي دولت جوړیدلو راهېسې او د پې ټې ایم له پیداېښت مخکې په لره او بره پښتنه ټولنه کې د پښتنو ترمنځ د ملي یووالي او ملتپالنې پیاوړي احساسات په خپل ټول قوت سره شتون درلود. د پښتون افغان ملت ترمنځ د تاریخي، توکمې، ژبنې او کولتوري اړیکو برسیره په سیمه کې د یو جعلي متجانس هیواد رامنځته کیدو په وړاندې افغان شاهي دولتونو، جمهور دولتمشرانو، ټولو لرو برو ملي سیاسي ګوندونو او قومي ملي مشرانو په پرلپسې توګه د لوی افغانستان د بیا جوړیدو لپاره مبازره کړي ده. د خپل پلرنې تاریخي هیواد د بیرته اعادې په دې سپیڅلې لار کې ټولو ریښتینو لرو برو افغانانو خپلې مبارزې جاري ساتلي دي. ټول په دې پوهیږي، چې د پښتون پښتون ترمنځ د ډیورنډ غیر قانوني، غیر فطري او استعماري تورې کرښې په ټولیدو سره د لوی پښتونخوا سیمه له خپل پلارني تاریخي هیواد افغانستان سره بیرته یو ځای کیدلو سره په نړیوال اطلس کې ٬٬احمد شاهي جغرافیه٬٬ بیرته را ژوندۍ کیږي. 
له همدې امله پنجابي پوځي استبلیشمنټ په پښتونخوا کې هر خپلواک ملتپال پښتنې سیاسي خوځښت ته نه یوازې د یو ستر ګواښ په توګه کتلي، بلکې هر پښتون چې کله د خپلو حقونو پوښتنه کړي ده، په هغه باندې د غدارۍ ټاپه لګولي ده، دغه ویښ پښتانه یې بندیان کړي او وژلي دي. په همدې پلمو او تکتیکونو یې تل د ویښو ملتپالو پښتنو ملي غورځنګونو د لمنځه وړلو هڅې کړي دي. څو د لوی افغانستان د جوړیدو مخه یې نیولي وي. د پنجاب پوځي استبلیشمنټ ستراتېجیسټانو د پې ټې ایم پاڅون او د پښتنو ملتپالنې شعورې ملي مبارزې ته د چټک پرمختګ په حال کې د پاکستان پاشل کیدو یا ټوټه ټوټه کیدو بهیر کې د یوې بالقوه متحرک پیاوړي ځواک په توګه ګوري.
د نولسو اوویایمو کلونو په پای کې د پخواني شوري اتحاد پر وړاندې د افغان جهاد د پیل سره سم د ډیورنډ کرښې په دواړو خواوو کې د افغان دولتي واک او د افغان دولت ملي حاکمیت خلا یا تښه رامنځ ته شوه، له همدې امله د ډیورنډ کرښې په دواړه خواو کې د پنجابي پوځیانو تر څارنې لاندې د نړیوالي ترهګرۍ ځالو لپاره پټنځایونه رامنځ ته شول او په نیمه خپلواکه قبایلې سیمه کې د ترهګري ضد جګړې تر نامه لاندې د پنجابي پوځیانو لخوا د پښتنو د ملتپالنې انګېزې او د پښتنو ملي قبایلي ځواک د لمنځه وړولو په موخه د پښتنو په سیمو کې د خپلو ستراتېجکو پلانونو له مخې خونړې ویجاړونکی جګړییز پوځي عملیات پیل کړل. همدارنګه لوی وزیرستان یې د افغانستان د ورانولو لپاره د ېوې ډبرینه مرچې او پټنځای په توګه کارولو.
د یوولسم سپټمبر د پېښې راهېسې د ډیورنډ استعماري کرښه کله چې د طالبانو غورځنګ مشران او د القاعدې ډلې غړي پر افغانستان باندې د امریکایې او ناټو ځواکونو د یرغل په ترڅ کې تېښتې ته مجبور کړل شول، د پنجاب پوځي ستراتېجکې ژورې پالیسې ته بیا یو ‌بل ډیر ښه چانس په لاس ورغي. پاکستاني منافقو پوځیانو د خپلو شومو ناکامو پالیسیو او د سقوط سره مخامخ پاکستان د ژغورلو په موخو نړیوال ترهګر او ګوډ او بد طالبان په قبایلې سیمو کې د خپلو ناروا پالیسیو په چوکاټ کې وساتل، وروزل او په وسلو سمبال کړل او لوی وزیرستان یې د کابل او پیښور د ویشتولو لپاره د ترهګرو په مرکز بدل کړو، همدغه روزل شوي ترهګر یې ډله ډله د افغان وژنې او د افغانستان بې ثباته کولو لپاره استول. 
هممهاله پاکستاني پوځیانو په خپلواکه قبایلې سیمه یا لوی وزیرستان کې د ترهګري ضد جګړې تر نامه لاندې یو شمېر پوځې خونړي عملیات د مېشتو قبایلو د ځپلو لپاره په بېلا بېلو نومونو پیل کړل. له دې سره د پاکستاني یرغلګرو پوځیانو لخوا په ټوله پښتونخوا کې د پښتنو په وړاندې د یوه تباه کونکي جنګ اور بل شو. پنجابې پوځیانو د خپلو پلان شویو پالیسیو او ظالمانه خونړیو عملیاتو په ترڅ کې په زرګونه بې ګناه قبایلي پښتانه په ډله ییزه توګه ووژل، په زرګونه ژوندې ورک او ترۍ تم کړل، په میلیونونه له خپلو کورونو او سیمو څخه په اجباري توګه بې ځایه کړل، ځېنې افغانستان ته کډوال کړل، پښتنې درنې ښځې بې عزته شولې، ښارونه، بازارونه، مارکیټونه او ښوونځې قصډا وران او ویجاړ کړل شول. پاکستاني پوځیانو په امریکایې ایف شپاړلس جیټ جنګي الوتکو د پښتنو په سیمو او کورونو بې رحمانه بمبارې وکړې.
د دې ټولو ظلمونو او بربادیو په پایله کې د پښتون ژغورنې غورخنګ ځوانان په یوه بیساري زړورتیا کې د پنجابي ظالم یرغلګر پوځیانو په وړاندې په ډګر راپاڅیدل او د پاکستاني تور پوځیانو څخه تور اسلامي نقاب لیرې کړو او د پنجابي یرغلګر پوځیان، مېجران او جنرالان په لومړې ځل سخت وننګاول.
پاکستاني پوځي استبلیشمنټ د نړیوالې ترهګرۍ ضد جګړې په پلمه خپل اتیا زره کسیزه پوځ هغه مهال نیمه خپلواک قبایلي سیمو ته وردننه کړي و، کله چې په امریکا کې د جنرال پرویز مشرف په وړاندیز لکه څنګه د اسرائیلو ولسمشر شارون په فلسطینې خاوره کې د کانکریټي دیوال جوړولو چارې پيل کړي وې، همدا ډول جنرال مشرف د ډیورنډ پر کرښه د ازغن تار غځولو پلان طرحه کړو. 
که څه هم پنجابي پوځي استبلیشمنټ په دې پوهیدو، تر څو یو پښتون افغان ژوندی وي، د دوی دغه اغزن خوب به هېڅکله ترسره نشي. له دې سره پنجابي استبلیشمنټ په ډیره سپین سترګې خپله زړه ژورې پالیسي پلې کړه. له همدې امله د پښتون افغان ولس په ویښو ځوانانو کې د ملي یووالی ولولو یو شور او جوش پیدا شو، د دوی پښتني ننګ او غیرت احساسات راوپاریدل.
نړیوال سیاستوال او نړیواله ټولنه ښه پوهیږې، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نړیوالو قوانینو له مخې هیڅ کومه نړیواله رسمې پوله نشته او افغان دولتونو هیڅکله د ډیورنډ توره کرښه په رسمیت نه ده پيژندلي. د همدې استعماري غیر فطري کرښې په وړاندې لرو برو پښتنو د لومړۍ ورځې څخه تر نننه احتجاجونه او پاڅونونه کړي دي.
پنجابي استبلیشمنټ د اغزن تار په غځولو سره غواړي، د پښتونخوا او قبایلې سیمو مشرانو ملي تاریخي یووالي، نه هیریدونکي، نه ماتیدونکي او نه تسلیمیدونکي اراده ماته کړي، څو د یو پیاوړي پښتون افغان ملي دولت مخه ونیول شي. له همدې امله پنجابي استبلیشمنټ تل د خپل دورغجن مکار اسلامی نقاب اغوستلو سره تل د پښتنو د ملتپالنې، هیواد پالنې، د ملي یووالي، تاریخي ملي خپلواکې غوښوونکو غورځنګونو ملي احساسات او د یووالې ارادې په اسلامي بې نامه او بې نښانه او بې بنیاده احساساتي کانالونو کې راټیټ یا پڅ کړي. د پنجابي پوځیانو لخوا د پښتنو همدا ملي تاریخي احساسات تر ډیره بریده په ډیره ځیرکتیا سره په همدې تورو اسلامي سختدریځه کانالونو کې ویشل او نستل کیږي، څو د کرښې په دواړو خواو کې د پښتنو افغانانو خپلواکۍ او د بیرته یووالي د نشنلیزم ویښ ځواک وځپل شي. 
له همدې امله پاکستان تل په افغانستان کې په سیاسي او اقتصادي برخه کې یو کمزورۍ او په خپلو کورنیو چارو کې بوخت او په کابل کې د دوی پلوي لاسپوڅۍ حکومت غوښتلي دی. پنجابي استبلیشمنټ په کابل کې هغه پښتانه په واک کې غواړي، کوم چې د دوی لخوا روزلي شوي دي. له یوې خوا دوی به د خپل زورو مشر ورور هندوستان څخه په افغانستان کې ارامه وي او له بلې خوا پاکستان پرته له افغانستانه په سیمه کې منضوي او په محاصره کې یو هیواد دی او منځنۍ اسیا ته د خپلو تولیداتو سوداګرې لاره پرانیستلو په لټه کې دی. پاکستاني ستراتېجستان هڅه کوي، د دې کړکیچ د کنټرول لپاره په یوه غشه دوې موخې په نښه کړي، په یوه لاس د ډیورنډ کړکیچ او د پښتنو پر بنسټپالو اغیز او په بل لاس د کشمیر لانجې او اټومې وسلو کړکیچ له هند سره کنټرول کړي.
د پې ټې ایم له پيداېښت سره سم وسمهال پاکستاني پوځي استبلیشمنټ ته دا ډیره ګرانه شوي ده، څو د خپلو ستراتېجکو پالیسیو بېلانس وساتلي شي. په نړۍ کې پاکستان له پیداېښته د جنګ، جګړو، جبهو، کړکېچونو، په بې وزلو پښتنو کې د سختدریځي فکر خپرولو او په سیمه کې یو ترهګرپال دولت پیژندل شوي دی. د هند سره په کشمیر کې د لایڼ افکنټرول یا د کشمیر لانجه او له افغانستان سره د ډیورنډ لایڼ مسئله کې را ګیر دی. که څه هم افغانستان څلور لسیزې د جنګ جګړو په خونړیو ناورینونو کې تیر کړل، خو پاکستاني پوځي استبلیشمنټ په دې ونه توانید، څو د ډیورنډ لاین مسئله په خپله ګټه حل کړي.
 
د پې ټې اېم د مقاومت او مبارزې ستراتېجۍ 
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران او ملاتړې د عدم تشدد لارویان دي. خو د پاچا خان د عدم تشدد فلسفي په څیر فکر نه لري. که څه هم پې ټې اېم تر اوسه د عدم تشدد لاره خپله کړي ده، خو د سبا په اړه څوک نه پوهیږي. پې ټې اېم پښتون ته امن، یووالۍ او خپلواکی غواړي. وسمهال پې ټې اېم یوه پښتونخوا له چمن څخه تر چتراله پورې غزیدلي غواړي. پې ټې ایم ټولې پښتنې سیمې په یوه واحد کې سره متحدې کول غواړي او تر خپل پوښښ لاندې راوستل غواړي. له همدې امله پې ټې اېم د خپلې مقاومتي او مذاحمتي سوله ییزې مبارزې ستراتېجې په بنسټ په لرو او برو پښتنو افغانانو کې پاڅونې څپې پیل کړي دي. د پښتون ژغورنې غورځنګ سیاسي ګونډ نه دی. پې ټې اېم یو پارلماني ګونډ هم دی. پې ټې ایم د خپل تصویب شوي آئین له مخې یو غیر پارلماني تحریک دی او یوه مذاحمتي ولسي مبارزه پرمخ بیایې. پې ټې ایم د همدې دواړو ځانګړو ځانګړتیاو له امله په لر او برو پښتنو کې یو ګډ سوله ییز ولسي غورځنګ پیژندل شوي. 
د مشر منظور احمد پښتین په مشري کې دغه غیر پارلماني او مذاحمتي ولسي تحریک د لرو او بر پښتنو افغانانو له هر اړخېز ملاتړ څخه برخمن شوي دی. د پښتون ژغورنې غورځنګ ځوان کرېسماتیک مشر په ډیره لږه موده کې په دې وتوانید، څو پرته له تاوتریخوالي پې ټې ایم په لر او بر پښتنو افغانانو کې په یوه ځواکمن مذاحمتي ولسي غورځنګ باندې بدل کړي. دا پښتنې ځوځښت د همدې ځوان مشر تر لارښوونو لاندې نه یوازې د پاکستان په سترو ښارونو کې ستر ولسي احتجاجي لاریونونه ترسره کړل، بلکې د افغانستان سربیره په اسیایې، اروپایې هیوادونو کې تر امریکا او استرالیا پوري پښتانه افغانان د پې ټې ایم د قانوني غوښتنو لپاره په یوه سوله ییزو پلټفورم کې په منظمو لاریونونو او احتجاجونو کې تنظیم کړل.
د غورځنګ مشر د یو داسي ځوان نسل مشري او استازیتوب کوي، کوم چې یوازې د ترهګرو او پنجابي پوځیانو لخوا له کړکیچونو ډک انارشيږم، جنګ جګړې او وژنې پیژنې. وسمهال دغه ویښ ځوان پښتون نسل نور نه غواړي، چې د راتلونکی لپاره یو نا څرګند برخلیک ولري. د غورځنک بنسټګر ویټنر ډاکټر د نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو سازمانو پام دې ته هم راړولي دی، چې دلته د ترهګرۍ ضد جګړه نشته، بلکې دلته یوازې د پنجابي پوځيانو لخوا د پښتنو په خاوره کې د پښتنو په ضد یوه پلان شوي دولتي ترهګري روانه ده. دلته د ترهګرۍ پر ضد جګړه د امریکایې پوځیانو په ملاتړ د پاکستاني ریاست جګړه د پښتنو په ضد جګړه ده.
د پې ټې ایم مشر وایې، که څه هم په تېرو شلو کلونو کې پر پښتنو هر ډول ظلم او تېرې شوي، خو بیا هم د پښتون ولس د تشدد خلاف پاتې شوي دی او څوک یې نه دي وژلي. د پاکستان حکومت او پوځیان هغه پښتانه کوم چې د تشدد او دولتي ترهګري خلاف غږ پورته کوي، هغه ترهګر بولي او هغه خلک کوم چې پر پښتنو تشدد کوي، پاک او سپېڅلې بولي. په لر او بر افغان وطن کې په لکونو پښتانه ووژل شول، څوک چې ووژل شي، هغه ته ترهګر وویل کیږي. څوک چې وژنې کوي، هغه ته ترهګر نه وي، پښتانه ترهګر نه دي، بلکې پښتانه د ترهګري متاثرین یا قربانیان دي.
د څو لسیزو راهېسې د ډیورنډ کرښې په دواړه خواوو کې د ترهګرۍ ضد جګړې تر نامه لاندې د پښتون افغان وژنه، خونړۍ غمېزې او یو په بل پسې تباکوونکي چاودیدونکی سیاسي او ټولنیز ناورینونه راوان دي. 
پې ټې اېم په خپله مذاحمتي ستراتېجۍ کې نه یوازې د پاکستاني پولیسو وحشت او بربریت ننګولي دی، بلکې ‌ډیفکتو د پاکستاني دولت غاصبګر او قبضګر پوځي استبلیشمنټ باندې سخت ګوزارونه او تورونه لګولي او په وړاندې قانوني دعوا لري، چې دلته د پښتنو په خاوره کې د پښتون وژنې لپاره جګړییزې پروژې او پوځي استعماري منصوبې پلې کوي. 
پې ټې اېم په ریښتېنې مانا سره نه یوازې د ظالم پوځ استعماري سیاست تر پوښتنې لاندې راوستلي دی، بلکې پوځ تورنوي، چې ترهګري تمویلوي، د ترهګرو سره لوجیستیکي ګډه همکاري کوي او د ترهګرو ساتنه کوي. پنجابي پوځیانو همدغه روزل شوي ترهګر د خپلو استعماري ګټو لپاره کاروي. د پې ټې اېم له موخو څخه د پښتنو ولسي ملاتړ د پاکستاني پوځ هیژمونې پالیسي ته یو ستر ګواښ رامنځ ته کړي دی. له همدې کبله پې ټې اېم د پاکستاني پوځیانو په سترګه کې یو اغزۍ لیدل کیږي. 
 
د پښتون ژغورنې غورځنګ قانونې غوښتنې
د پې ټې ایم ځینې قانوني غوښتنې په خپل نوی تصویب شوي آئین کې لیکلي دي، لکه په لوی وزیرستان کې چېک پوسټونو ختمول، په امنیتي پوستو کې د پښتنو سپکاوې ختمول او د ځایې خلکو سره د پاکستاني پوځیانو ظلمونو او ناجایزه چلند بندول، د حقیقت موندنې یو کمیسیون جوړیدل، د ترې تم شویو پښتنو خوشې کول، عدالت یا محکمې ته وړاندې کول، په پښتنې قبایلې سیمو کې د ماینونو پاکول، د زیامن شویو خلکو تاوان ورکول، د عدالت پلې کولو لپاره یو خپلواک کمیسیون جوړول او د شهید نقیب الله مسید قاتل پولیسو افسر ته سزا ورکړل، د پاکستاني پوځیانو صحرایې محکمو ختمول یا د محکمې له امره پرته د بې ګناه خلکو وژل او بندیانیدل، د انګریزي استعمار څخه په میراث کې ور پاتې شوي د سرحدي جرمونو د (ایف سي ار) تور قانون لغوه کول، د ډله ییزو سزاګانې ختمیدل، د پوځ غیر قانوني بې ځایه قبضې ختمیدل، د بلاک شویو پېژند پاڼو مسئله حل کول، د جګړه ځپلو سېمو د املاکو د تباهي تاوان ورکول، د پښتنو سره امتیازي سلوک بندیدل، په چېک پوستونو باندې غیر انساني رویې ختمیدل، د ترهګرو ریاستي ملاتړ او مرستي ختمیدل او لر او بر وطن کې سوله امن راتلل دي.
د پې ټې ایم د مشرتابه له لوري په پیل کې پر پاکستاني پوځي واکدارانو باندې فشارونه تر دې حده لوړ شول، چې پاکستاني پوځیانو د غورځنګ ځینو غوښتنو ته د غاړې ایښودلو اعلان هم وکړو. هوکړه په دې وشوه، چې په قبایلې سیمو کې به ګرځبندیزونه یا کرفیو نه لګیږي، د ورک شویو خلکو د موندلو یوه میکانیزم جوړولو ژمنه وشوه. دغه دورغجنې ژمنې تر نننه نه دي عملي شوي.
هممهاله پنجابې پوځیانو په خپله بد ترینه پښتون دښمنه ناکامه زړه ستراتېجکه پالیسي باندې لاس پورې کړو، کوم چې د پوځیانو لخوا د پاکستان د اوسني کینول شوي منېجر صدراعظم لخوا په کال ۲۰۱۸ کال د مې میاشتې په ۲۸ مه نېټه یوه ځانګړي مقرره لاسلیک کړل شوه، د دې مقررې له مخې په قبایلي سیمه فاټا کې د ایف سي ار تور قانون لغوه کیدولو سره د یوې عبوري مودې لپاره په قبایلي سیمه کې د موقتي دولتي حاکمیت مقررات وضع کیدل. د دې مقررې له مخې قبایلي سیمه د دوو کالونو په موده کې د همدې موقتي ادارې لخوا اداره کیږي‌ او بیا به ازاده قبایلې سیمه د خیبر پښتونخوا له ایالت سره یو ځای کیږي‌.
هممهاله پاکستاني پوځیانو په خپلسر د خپلې ستراتېجکې ژور پالیسې له مخې د ډیورنډ کرښې په صفري نقطعه کې د اغزن تار په غزولو باندې لاس پورې کړو.
د دې پښتون دښمنه پالیسې له مخې د مظلومو قبایلې پښتنو په ضد د پنجابي پوځیانو یوه عجیبه غریبه ډیره سپین سترګې منافقه پالیسیې پیل شوه. پوځي استبلیشمنټ د همدې نوي موقتي یا انتقالي ادارې اقدامات او مقررات واک په سیمه کې مخکې له مخکې ځاي په ځای کړل شویو ملیشایې امنیتي او نیمه پوځي ځواکونو ته ورکړي و، له دې مقررې مخکې همدې ځواکونو د قانون خلاف یا نا قانونه ترهګریزه فعالیتونه د امن لښکر يا د ګوډ طالبانو په نامه تر سره کول، په ټولنیزو رسنیو کې ويډیو ګانې شتون لري، چې د پنجابي پوځیانو او د اې اس اې په دستور تنکې ملکې قبائیلې ځوانان په قطارونو کې د وژلو لپاره درول کیږي او د پښتون دښمنه پوځیانو لخوا په خپلسر د صحرایې محکمو په ترڅ کې پرې مخامخ ډزې کیږي او وژل کیږي. پنجابي پوځي استبلیشمنټ په سیمه کې خپلو اجرتي قاتلینو ته واک او صلاحیت ورسپارلي دی. وسمهال خپلواکه قبایلي سیمه تر پخوا نوره څو چنده په بدترینه امنیتي وضعیت کې ده. 
 
د پې ټې ایم ویښې شعورې مبارزې لاسته راوړنې او ګټې
د پې ټې ایم تر ټولو لويه لاسته راوړنه مظلومو پښتنو ته جرئت او زړه ورکول، پښتنو ته یې ژبه وکړه، پښتون ته د خپل قام د قاتل نوم اخیستلو توان او ځواک وربښلو. پښتون قام ته خپل دومخي منافق مکار دوښمن ور په ګوته کړو. د پې ټې ایم د راپورته کیدو سره سم د لر او برو پښتنو افغانانو د یووالي او خپلواکۍ غږ لا نوره وچت او نړیوال شو. دا چې چا پښتانه ووژل، د چا دلاسه تار په تار دي، پې ټې اېم هغه خلک را ښکاره کړل او د چا چې پیداور دي، هغه یې راښکاره کړل. همدارنګه پې ټې ایم د یرغلګر پنجابي پوځي استبلیشمنټ دومخي پښتون ضد زړه پالیسي له ستر ګواښ سره مخامخ کړي. د پې ټې ایم تر ټولو لویه لاسته راوړنه دا ده، چې په شعوري توګه په زرګونه پښتانه ځوانان د ترهګرېزو فعالیتونو څخه سوله ییز ژوند ته راوګرځولي دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ لیکو ته د لر او بر پښتنو افغانانو سوله پالو ځوانانوسیلابونه رامات شول. دغه پښتنې خوځښت په لرو برو پښتنو افغانانو کې او په ټوله نړۍ کې یو دم خورا مشهور کیدلو سره د سیمې او نړیوالو چارو ‌ډیرو څېړونکو او شنونکو داسي وړاندوینې کولې، چې دا غورځنګ به په یوه سیاسي ګوند بدل شي. 
دا په داسی حال کې چې په ۲۰۱۸ کال کې د پې ټې ایم مخکښ مشران علي وزیر او محسن داوړ د پاکستان ولسي جرګې ته د خپلواکو نوماندانو په توګه ولاړل. دواړو مشرانو د ولسي جرګې ټاکنې د پې ټې ایم د مخکښو مشرانو په نامه ګټلې دي.
کله چې پې ټې ایم د پاکستان په تاریخ کې په لومړې ځل په پوځ باندې مخامخ سختې نیوکې وکړې او د ظلمونه او د ناروا کړنو څخه پرده پورته کړه، په ناڅاپې توګه غورځنګ کې د یوې مودې لپاره خاموشي یا سوړوالي راغلي. د پې ټې ایم په لاریونونو کې د لاریونوالو لخوا شعار ورکول کیدلو،، یه جو دهیشت ګردی هی، ایس کۍ ‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍پیچی وردی هی،، مانا، د دې ټولو ترهګريو تر شا یونفورم لرونکې پوځ دی، همدارنګه د لر او بر یو افغان د شعارونو په کارولو سره پاکستاني پوځ جنرالان ډ‌یر سخت په قهریدل، پوځیان د ځښتو ډیرو وارخطایی له امله پر پې ټې ایم بې بنسټه تورونه پورې کړل، چې ګواکې پې ټې ایم د بهرنې ځواکونو لخوا د یوې وسیلې یا الې په توګه د پوځ ضد کارول کیږي. د عمران حکومت واک نامالوم دی، ځکه تر شا پوځیان ولاړ دي، د هغه حکومت تر اوسه د پې ټې ایم غوښتنو ته هیڅ ډول پاملرنه نه ده کړي. تر اوسه پاکستانې حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ قانونې غوښتنو ته عملاً هیڅ ځواب نه دی ورکړي.
د پوځ لخوا پاکستانې میډیا کې د پې ټې ایم مشرانو خلاف پروپاګنډ او بنډیزونه
د عمران خان حکومت، پاکستاني پوځیانو، د اې اس اې استخباراتي شبکې مامورینو او د دوی لاسپوڅو رسنېو له یوې خوا پې ټې ایم په بهرنې ملاتړ باندې تورنوي، همدارنګه د افغانستان د استخباراتي ادارو څخه د مالي مرستو په اخیستلو تورنوي، له بلې خوا د دې پښتنې ولسي ستر خوځښت سیاسي فعالیتونه او مبارزې خبرونه په پاکستاني رسنیو کې په بیساري توګه سانسوریږي. په پاکستان کې له سره د بیان ازادی هیڅ نشته، خلک خپل ازاد نظر نشي بیانولي، پاکستاني میډیا کې پرته له سانسوره بل هیڅ څه نه خپریږي‌. په پاکستانی رسنیو کې په پراخه ډول د پې ټې اېم په ضد ناوړه پروپاګنډونه او تبلیغات خپرېږي. پاکستاني میډیا لویه برخه د پوځیانو او اې اس اې تر فشار لاندې ده او د پې‌ ټې ایم او د پښتنو د یووالي خلاف خپرونې کوي.
د پاکستان د ټلویزیوني او ورځپانو خبریالانو په حواله، دوی د پې ټې ایم د مشرانو د ویناو او لاریونونو خبرونو په خپرولو کې له سختو بندېزونو سره مخامخ دي. د همدې لیکنې په بهیر کې د اروپایې ټولنې او نورو غیر دولتي ادارو په یوه ګډ راپور کې ویلي شوي دي، چې پاکستان د خبریالانو او رسنوالو لپاره د نړۍ یو خطرناکه هیواد دی، تیر کال هلته ډیر خبریالانو وژلې شوي دي. 
د پاکستاني ریاستي ادارې د پې ټې ایم پلویان ځوروي، په ناروا مقدمو کې بندیانوي او په محاکمو کې له خپلو قانونې حقونو څخه محرومه ساتل کیږي. پاکستاني محاکم او عدالتونه خپلواک نه دي، قاضیان خپلې پریکړې د امنیتي او استخباراتي ادارو د اوامرو مطابق ترسره کوي. پاکستاني ریاست د دې کړنو له لارې د پې ټې اېم پلویانو په ضد سیاسي او انتقامي چلند کوي او د خپلو مخالفینو په ضد جعلي سیاسي او بې بنسټه جنایې مقدمې جوړوي. 
پاکستانې ریاست او جاسوسي ادارې د محاکمو او عدالتونو په چارو کې لاسوهنې کوي. د بیلګې په ډول که څه هم د علي وزیر ضمانت د درخواست اوریدنه شوي ده، خو بیا هم د کراچې عدالت د علی وزیر د ضمانت پرېکره محفوظه ساتلي ده. د دې مهمې عدالتي ضمانتي پرېکړې محفوظول یا ځنډول د پاکستان امنیتي او استخباراتي ادارو اوامرو ته یا شنې اشارې ته په انتظار کې ده. 
پاکستاني پوځي رژیم پر دولتي او ازادو رسنیو باندې سخت بندیزونه لګولي دي. هممهال پاکستان کې د بیان په ازادۍ باندې جدي بندیزونه لګیدلي شوي دي. پوځیانو د پې ټې ایم مشران د ممنوالخروج په لیسټ کې ونیولي دي، دوی نشي کولي ان په پاکستان کې په ازاده توګه له یوې صوبې څخه بلې ته تګ راتګ وکړي. په دې ورستیو کې له بلوڅستانه د غورځنګ مشر منظور پښتین، علي وزیر، محسن ډاوړ او ثنا عجاز وایستل شول او بندېزونه پرې لګول شول، دوی د هیواد څخه بهر په خپلو کولتوري، ادبې محفلونو او ولسي جشنونو کې برخه اخیستلي هم نشي‌. پنجابي پوځیان او د پاکستاني حکومت هڅه کوي، څو به هر ډول چې وي، د پې ټې ایم مشرانو خوله ور بند کړي. د پاکستان په ولسي جرګه کې د پې ټې ایم منتخبو غړو ته د خبرو وخت نه ورکول کیږي، کله چې وخت وکړل شي، د دوی مایکرفون د نامالومو کسانو لخوا بند کړل شي.
نن پې ټې ایم په توله نړۍ کې د سوله ییزې مبارزې او له تاوتریخوالي پرته لاریونونو ترسره کولو سره د پښتنو د عدم تشدد یو بېساري ولسي غورځنګ پیژندل شوي دی. پې ټې ایم د نړیوالو رسنیو، نړیوالو بشري حقوقونو سازمانونو پام ځانته راړولوي دی. که څه هم پوځي استبلیشمنټ له یوې خوا په پاکستاني رسنیو باندې د پې ټې ایم خبر جوړونکي لاریونو باندې سخت بندېزونه لګولي دي، له بلې خوا د پې ټې ایم په ضد او د پې تې ایم مخالفو کړیو ته په پاکستاني رسنیو کې پراخ ځای ورکول کیږي. 
خو د دې برعکس د پې ټې ایم بر حقه مبارزې خبرونه په نړیوالو ازادو رسنیو او ټولنیزو رسنیو کې په پوره تفصیل سره خپریږي. له همدې امله د پې ټې ایم مشران دې ته وهڅیدل، څو خپل لاریونونه او سوله ییزه مبارزې لا نوره منظمې کړي او خپلې غوښتنې رسماً په پرلتونو او مطبوعاتي کنفرانسونو کې په ډګر بیان کړي.
د پاکستاني امنیتي ادارو، د ظالمو پوځیانو خنډونو او ګواښونو سره سره پې ټې ایم خپل ستر ولسي لاریونونه د پاکستان په ټولو سترو ښارونو کې پرته له تاوتریخوالي تر سره کړل. که څه هم د پنجابي واکدارانو او پوځې استبلیشمنټ ستراتېجیستانو تر کنټرول لاندې رسنیو کې د پې ټې ایم په سیاسي فعالیتونو، احتجاجونو، لاریونو خبرونو او راپورونو خپرولو باندې سخت بنددیزونه لګولي شوي دي، د دې سربیره دغه پیاوړي پښتني ولسي خوځښت په دې توانیدلي، څو د پنجاب له لاهوره نیولې، تر کراچۍ، اسلام اباد، کوټې او پېښور پورې سترې ولسي احتجاجي مظاهرې ترسره کړې. له دې ستر پښتني ځوځښت سره په هر ښار او په هره سیمه کې په زرګونه ځوریدلي او کړیدلي پښتانه ځوانان یو ځای شوي دي. دا هغه ځوریدلي ولس دی، کوم چې د پاکستاني ظالم ریاست له خوا ورسره ډیر ناروا سلوک شوي او د یو بې برخلیک ژوند سره مخامخ شوي دي. د دوی مذاحمتي مبارزه به د ظالم او ظلم په ضد همدارنګه جاري وي. 
 
د لومړې برخې پای