امریکایی اشغال تمدیدول او یا دکورنی سولی خبری؟

امریکایی منابع وایی د امریکا حکومت ته دری خبری پیشنهاد سوی: دامریکایی پوځونو کامله وتنه؛ دپوځونو دوتلو وخت تمدیدول؛ او یا بیخی له افغانستان نه دعسکرو نه وتل. ددی ترڅنګ دا هم ویل سوی چه امریکا کیدای سی خپل عسکر وباسی او ددوحی تړون پاتی نه وی. زمونږ اوسنی خبره دامریکا ددوهم انتخاب په هکله ده. 

دامریکایی منابعو له خولی ددوحی دتړون سره سم د امریکا پوځیانو، چه دناتو په دریځو کی ورته کتلای سو، دجنګ ددوام هلی ځلی پیل کړی او بالاخره وتوانیدل چه دامریکا پخوانی مشر دکاملی وتنی نه منع کړی. ددوحی دتړون دماتولو لپاره ټول هغه اقدامات چه دغنی له اداری سره یی ګډ کړی دی دا ښیی چه په امریکا باندی اعتماد کول ښه ندی. هر هغه خبره چه له دوی سره سوی وی نو باید دهغی دتعمیل او مخالفت امکانات مساوی وبلل سی او دهر مخالفت لپاره یی جوابیه ستراتیجی باید موجوده وی. په دی هکله باید ووایو چه د طالبانو عکس العمل دتیر یوکال په اوږدو کی معقول بلل کیدای سی. تراوسه نه سیخ سوی او نه کباب. البته هر مرګ او زخم دغم خبره ده او ددی مسئولیت باید غنی او امریکا ومنی. 

اوس چه دامریکی دحکومت دفیصلی انتظار په څو ورځو کی کیږی او کیدای سی خلیلزاد دهغی فیصلی ځینی ټیکی دطالبانو ترغوږو ورتیر کړی وی دی دواړو زمونږ ویره راپارولی ده. مونږه ویریږو چه امریکا به داشغال دوخت دتمدید غوښتنه وکړی او کوشش به وکړی چه طالبان قانع کړی دوی امریکایانو ته څه نور وخت ورکړی. مونږ ویریږو دا به داشغال دوام ته نوی لیاره وی. 

دامریکا دتیر کال وعده شکنی، دفلفین، عراق، سوریی، او دلاتینی امریکا دکولمبیا تاریخ ښیی چه امریکا په اسانه نه وځی او دمخالفینو دخطاکولو اوږد تاریخ لری. دا چه امریکا او دمنطقی راڅرمه دولتونه دجنګ په دوام کی ګڼه لری نو امریکه امکان لری دوخت دتمدید په بهانه دریم انتخاب یعنی ددایمی اشغال په خوبو کی وی. افغان ملت او مسلمانان باید ودی ټکی ته متوجه سی او پرینږدی چه دامریکا دفریب ضائعه سی. ددی په څنګ کی باید دا هم ومنو چه خدای ناخواسته ددوحی په تړون دطالبانو تینګار به اشغال ته دتمدید بله بهانه جوړه کړی وی. 

زمونږ په نظر ددوحی تړون باید اساس وی او دهغه مخالفت دیوی شیبی لپاره هم باید ونه منل سی. دا چه دا ټینګار اشغال ته بهانه پیدا نکړی زمونږ په خیال دکورنی سولی دخبرو او دموقت حکومت جوړول به ښه وی. کیدای سی طالبان له غنی سره په عمومی خبرو باندی توافق ته ورسیږی او دموقت حکومت په جوړولو اصرار وکړی. که موقت حکومت راسی دا به دسولی دخبرو دکامیابی لپاره ښه وی. مهم نده چه طالبان پکی ګډوی او یا نه. که موقت حکومت طالبان رهبری کړی ښه ترښه او که دهغوی درهبری امکانات کم وی بیا نو بیخی په هغه کی ورګډیل ښه ندی. طالبان کولی سی له نوی بیطرفه، لایق او قوی حکومت سره دآینده نظام په هکله خبری وکړی. دا به داوربند امکانات ډیر کړی او امریکایانو ته به هم دګړنګو پزه ورپاکه کړی. 

ومن الله التوفیق