د مجازي نړۍ د لیکوالو د پام وړ!
عبدالله وردک
انګلستان - مارچ - ۲۰۲۱
ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو!
السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!
الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ او جوړ وئ.
ګرانو او قدرمنو لوستونکو!
نن سبا، زیاتره خلک په مجازي نړۍ کې ډول ډول لیکنې، خبرې، او وېدیوګانې نشروي، چې ځینې یې هیڅ نوعه منل شوی ستندرد په نظر کې نه نیسي.
په ډېر تأسف سره، دغه شانته کړنې، په ځینو افغانانو کې ساري مرض ګرزېدلی دی.
د یادولو وړ ده، چې ځینې افغانان، خپلو ځانونو ته په ډېر افتخار سره، د مسلمان او افغان خطاب کوي، او متأسفانه ځینې کړنې یې بیا نه یوه مسلمان، او نه یوه افغان ته پاته کیږي.
غواړم، دغه ټکي ته یوځل بیا اشاره وکړم، چې زمونږه دوستي، او دښمني، باید خاص د الله(ج) په خاطر وي، او بس.
همدارنګه، مونږه افغانان، باید ښو ته ښه، او بدو ته بد ووایو. یعنې په ښو او بدو ویلو کې هېڅکله قوم، قبیله، او ګوند په نظر کې ونه نیول شي.
دا هم باید واضح شي، چې ښه او بد به یوازې د اسلام په رڼا کې تعین کیږي، او بس.
ځینې وروڼه او خویندې، کله کله د یوه ملي خاین، خیانتونه بیانوي، او د هغه بد یادوي؛ چې بېله شکه دا ښه کار دی، او هرچا ته لازمه ده، چې د یوه خاین، له خیانتونو او جنایتونو څخه پرده پورته کړي.
لېکن، داسې هم باید ونشي، چې د یوه خاین په غندلو کې، د بل خاین ستاینه وشي. یا په بل عبارت، ځینې خلک چې کله د یوه خاین او جنایتکار بد کارونه د خلکو په وړاندې بیانوي، نو بیا د خپلو خبرو په مهال، او یا د خپلې لیکنې په کوم ځای کې، په ډېر مهارت سره، د یوه بل خاین دپاره ښه الفاظ پکاروي. یعنې دغه ډول خلک کوښښ کوي، چې په ډېر مهارت سره خپل زهر، د شاتو سره ګډ وکاروي.
نو هر مسلمان افغان ته لازمه ده، چې د هرچا لیکنې تر آخره په ښه دقت سره ولولي، او بیا یې له نورو سره شریکې کړې.
همدارنګه، ځینې افغانان چې د یوه جنایت کار، جنایتونو ته اشاره کوي، هغوی بیا د دغه جنایت کار، د جنایتونو قرباني شوي شخص ته هم متأسفانه، په ډېره بې انصافۍ سره اشاره کوي. یعنې د ظالم په شرمولو کې، مظلوم بېچاره هم شرمول کیږي. که په اوسني افغانستان کې خدای مکړه، په یوه چا باندې یو سپک او غیر انساني عمل ترسره شي، نو بیا د دغه مظلوم او قرباني شوي سړي نوم هم، د هغه جنایت کار، د جنایتونو د غندلو په وخت کې هر وخت ورسره یوځای یادیږي، چې داسې باید هېڅکله ونشي.
حقیقت خو باید داسې وي، چې مونږه ټول افغانان، باید د یوه قرباني شوي سړي ملاتړ وکړو، او د دغه جنایت سرته رسوونکی باید محاکمې ته را حاضر کړو. که چېرې دا نشو کولای، نو بیا باید د دغه بې ګناه قرباني شوي شخص نوم، هېڅکله د جنایت کار له نامه سره ضمیمه نکړو.
هر څوک باید پدې ښه پوه شي، چې دوی به د خپلو لیکنو، او خبرو مسىٔول وي. هېڅکله داسې ونشي، چې په چا پسې دروغ او تهمت وتړل شي. حتٰی په خپلو سیاسي رقیبانو پسې هم هېڅکله باید داسې شی ونه تړل شي، چې هغه حقیقت ونلري.

د پام وړ ټکي:
یو مسلمان افغان ته لازمه ده، چې خپل اسلامیت او افغانیت ته ډېر د قدر په سترګه وګوري، او هېڅکله د دغو ۲ ټکو په هکله بې غوري ونکړي. ځینې افغانان، متأسفانه شپه او ورځ لګیا دي، چې د پیسو په مقابل کې، یوه اصیل افغان ته سپکې سپورې ووایي، او خپل بادار بیا د خلکو په وړاندې وطن پرست معرفي کړي. دغه ډول خلک له دغه حقیقت څخه ناخبره دي، چې عزت او ذلت د الله(ج) له طرفه دی. که یو څوک، د الله(ج) په نزد د عزت څښتن وي، نو هغه بیا هېڅوک هم بې عزته کولای نشي؛ او همدارنګه، که یو څوک، د الله(ج) په نزد بې عزته وي، نو هغه بیا هېڅوک هم د عزت څښتن کولای نشي!
په پای کې د الله(ج) لوی او مهربان دربار ته، د دعا لپاره لاسونه پورته کوم، او دعا کوم چې الله(ج) د هغه شانته سوله په افغانستان، او په ټوله نړۍ کې راولي، چې الله(ج) ته قبوله او منظوره وي، او همدارنګه، الله(ج) دې، د افغانانو ترمنځ د حق فیصله وکړي. آمین یارب العٰلمین.
والسلام
زما اړیکه:
abdullahwardak53@gmail.com