افغان دولت ته د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د سپک ليک له برلا کېدلو وروسته په رسنيو او فسبوک کې د طالبانو او حزبيانو، په ځانګړې توګه د ښاغلي حکمتيار د زامنو چکچکې يوازې او يوازې د حکمتيارانو او طالبانو ذلت، بې ننګي او د قدرت تنده زبادوي. تر ټولو د خندا وړ خبره دا ده چې ولسمشر غني ته د غلام ستاينوم کاروي، خو په خپله په يوه بې سارې عاجزۍ په دې تمه دي چې ګوندې امريکا دوی ته واک ورکړي او ان په زغرده نارې وهي چې ارګ دوی ته وسپاري. 

دا په زړه ړانده نه پوهېږي چې دا مريکا ګواښ افغان دولت ته نه، بلکې ټول افغان ولس ته وو او په دې اکر کې د افغان دولت خپلواکي يا غلامي د بحث موضوع نه، بلکې د ټولو افغانانو د پت، عزت او وقار مسئله ده. د حکمتيارانو هېر شول چې تېره ورځ يې دوی د ډاکتر نجيب پر ضد وکارول، د دوی پر ضد يې ټلواليان وکارول او د دوی ټولو پر ضد يې طالبان وکارول او د طالبانو پر ضد يې بيا ټلواليان راپورته کړل او د هېواد هره لوېشت يې طالبانو ته د ليلې دښته وګرځوله. د ولسمشر غني راتګ چې د ګوډوماتو ټاکنو په پايله کې رامنځته شو، اوس امريکا لګيا ده د همدې ټاکلي حکومت پر ضد خپل بلک ډانکيز طالبي کرايي قاتلان او د پنجابي رياست افتخاري حزبي ملېشې کاروي. 

دا به د وخت  پېغور وي که د ړانده ضمير غوښتنې او هيلې چې د برلين د دېوال د نړولو باټي ولي، خو د ارک چاردېوال له امريکا څخه په داسي حال کې په خيرات غواړي چې د غلام لقب هغه چا ته ورکوي چې د پنجابي رياستي رياکارو او افتخاري حزبي ملېشو، د مکې قسم خورو، د ايراني فاطميون، د ايران د سفارتي حرامونيو شمالي ټلوالې او د امريکا د بلک ډانکيز طالبي کرايي قاتلانو په وړاندې د غره په څېر په متين عزم ولاړ دی. د بابا تر ټولو ستره تاريخي کارنامه همدا بس ده چې د قومي، ژبيزو، مذهبي او جهادي سوداګرو څخه يې وربوزونه لرې کړل. ولس پوهېږي چې د امريکا، پنجاب، ايران او روسيې افتخاري جاوسوسان او کرايي قاتلانو سره بيعت کوي که يې رټي. 

پر افغان حکومت د امريکا د دولت له اغېزې څخه سترګې نه شي پټېدای، خو دا چې امريکا دې پر خپله خوښه په افغان دولت کې هر ډول ادلون بدلون راولي، نه يوازې دا چې امريکا په خپله دا کار نه کوي، بلکې افغان دولت يې هم نه ورسره مني. په دې کې شک نشته چې امريکا به خپلې مالي او نظامي مرستي لږ کړي، چې پايلې به يې افغان دولت ته اقتصادي ستونځې وي، خو تجربو ښوولې ده چې د کيوبا او فلسطين په څېر يو نېستمن هېواد هم د يوه سرلوړي ملت په څېر ژوندی پاتې کېدای شي، خو په دې شرط چې لومړی د پرديو افتخاري جاوسوسان او کرايي قاتلان ولس ته ور وپېژني. 

ښاغلی حکمتيار پوهېږي چې همدا روان انډوخر د دوی وروستی مورچل دی او کولای شي چې ګټه ترې واخلي. ستونځه هرګوره دا ده چې حکمتيار نه يوازې له خپل ځان (شخصيت) سره لاس او ګرېوان دی، بلکې له هر هر چا سره ستونځې لري. تر ټولو لويه ستونځه د ښاغلي حکمتيار د ده خپل ورځني رنګارنګ خوبونه دي چې د دولت د نيولو او د دې هېواد او ولس د يرغمل او پنجابي ژغ ته د تړلو په اړه يې وينې. 

 

ښاغلی حکمتيار تر اوسه پورې له خپلو حزبيانو سره نه يوازې شخصي ستونځې لري، بلکې حزبي ستونځې هم لري. پنځوس کلن حزب د ښاغلي حکمتيار د ځانغاړيتوب له امله په ټوټو ووېشل شو چې ښه بېګله يې د عبدالهادي ارغنديوال ده. ښاغلی حکمتيار له خپلو نيږدو حزبي ملګرو سره د کينې او شخصي وړتياوو پر بنست ستونځې لري چې ښه بېلګه يې پخوانی لوی څارنوال جبار ثابت، قاضي امين وقاد، جمعه خان همدرد او نورې د حزب مخکښې څېرې دي. 

ښاغلي حکمتيار تر اوسه پورې خپلې شخصي او سياسي ستونځې له شمالي ټلوالې سره نه دي حل کړې. اوس هم يو بل ته په کمين کې ناست دي او د يو بل د وينو تږي دي، ښه بېګله يې لنډه موده وړاندې د جديې شپږمه نېټه وه چې د شمالي ټلوالې لنډه غرو هر يوه يو پر بل پسې په ورځو ورځو د ښاغلي حکمتيار خبرې غندلې. 

ښاغلی حکمتيار تر اوسه پورې له طالبانو او د حقاني له ترهګرو سره بې شمېره ستونځې لرې چې اوس هم يو بل ته په مورچل کې ناست دي. په ټول افغانستان کې طالبانو په بې شمېره توګه داسې کسان ونيول او په پوره بې رحمۍ سره يې په شهادت ورسول چې يوازې ګومان کېده چې دغه کسان به له حزب اسلامي سره تړاو لري او يا لس کاله وړاندې د حزب اسلامي غړي يا خواخوږي پاتې شوي دي. 

دا چې ښاغلی حکمتيار اوس د طالبانو په پلوۍ خبرې کوي، په دې مانا نه چې يا دی د طالبانو ملګری شوی او يا هم طالبان د ده، بلکې د يوه لوېدلي مورال او له غليم څخه د رحم تمه ده چې ښاغلی حکمتيار هڅوي چې د طالبانو په پته د پخلاينې او خوږې خبرې ورولېږي. ډاډه يم چې که همدا نن ښاغلي حکمتيار ته ارګ وسپارل شي، په ټول افغانستان کې به يو طالبګی نه د ممبر خاوند شي، نه هم په ژوند کې په دولتي اورګان کې د يوه چپړاسي په توګه کار وکړای شي. د حکمتيار او طالبانو سوله دومره ناشونې ده لکه د فلسطين او اسرائېلو. طالبان ښه پوهېږي چې د حکمتيار په شتون کې طالبان يوازې د مدرسې چړيان پاتې کېدلای شي او له دې ور هاخوا د خبرو حق هم نه لري. که چېرې داسې نه وای، طالبانو به تر هر چا لومړی د حزب اسلامي مورچلونه نه ړنګول.   

طالبان هسې هم په خپله ټوله مجموعه کې د پنجابي رياست له دايرو څخه وتلای نه شي او د خپلې غلامې لوښې يا طبعيت له امله  د وتون کوم پلان هم نه لري. نو طالب ته د ارګ سپارل يوه ستونځه ده، د ارګ پر مخ وړل بله ستونځه او له طالبانو څخه انساني کرامت ته د درناوي تمه تر ټولو لويه ستونځه ده. نو امريکا به څنګه يا ښاغلي حکمتيار او يا طالبانو ته واک وسپاري؟ امريکا به څنګه داسې کسانو ته واک سپاري چې نه يوازې له خپل ګرېوان سره په جنګ وي، بلکې له خپلو ملګرو، له خپلو سيالانو، له خپل هېواد او له خپل ولس سره؟ 

سربېره پر دې چې امريکا يو بې پازې (بې مسئوليته)، بې پروا او د افغانستان بشپړ غليم دی، خو دومره هم ځان نه شرموي چې ارګ داسې کسانو ته وسپاري چې له جګړې او انسان وژنې پرته يې بل شی نه وي زده، ټول فکر يې پر ورانۍ را وڅرخي او دومره وړتيا و نه لري چې د دې مظلوم ولس يوې کورنۍ ته يوه مړۍ ډوډۍ پيدا کړای شي. له همدې امله د ښاغلي حکمتيار وروستی مورچل وار له وړاندې دومره شړېدلی او شرمېدلی دی چې که دی په خپله منطقي فکر وکړي، کيدای شي چې ډير ژر ترې مخ وګرځوي.  او له همدي فاسد افغان حکومت سره د مرستې اعلان وکړي.

تر دې د ذلت وروستی حد بل نشته چې امريکا د افغانانو ننګ او عزت ګواښي، حال دا چې حزبيان او طالبان دې چکچکې ور ته وهي!