د مورنۍ ژبې نړيواله ورځ د فبرورۍ ۲۱ لومړی ځل د ۱۹۹۹ زېږدي کال په نوامبر مياشت کې د ملگریو ملتو سازمان د يونسکو په يوه لوی کنفرانس کې اعلان شوه او د ۲۰۰۰ زېږدي کال د فبرورۍ له مياشتې راهيسې هر کال په نړۍ کې لمانځل کېږي. دا ورځ له کولتوري او گڼ ژبيز غونډال سره په وده کې د مرستې کولو په موخه اعلان شوې ده.
د ملگریو ملتو سازمان عمومي اسامبلې د ۲۰۰۷ ز کال د می پر ۱۶ نېټه، ۲۰۰۸ ز کال د ژبو د نړیوال کال په توگه اعلان کړی وو. دغه کال د هغه پرېکړه ليک پر بنسټ د ژبو د نړيوال کال په توگه اعلان شو، چې د ملگریو ملتو سازمان عمومي اسامبلې د ۲۰۰۵ ز کال د اکټوبر پر ۲۰ د پوهنې او فرهنگ په اړه په خپله ۳۳ غونډه کې منلی وو. په دغه پرېکړه لیک کې له ملگريو ملتو سازمان هيله شوې وه چې د ښوونې او روزنې، پوهنې او کولتور په برخه کې د ژبو د نړيوال کال په سرته رسولو کې مخکښ چار (نقش) ولوبوي.
مورنۍ ژبه د ماشومانو په ښوونه، روزنه او پالنه کې پرېکنده چار لوبوي چې د ماشوم په لومړیو کلونو کې يې بايد په زده کړه پيل وشي، ځکه چې د ماشومانو پالنه او روزنه د هغوی د زده کړې بنسټ جوړوي. د ماشوم د مورنۍ ژبې په زده کړه کې نه يوازې د هغه مور او پلار، بلکې د ښوونځي ښوونکي هم سیده پازوالي لري.
نن ورځ په نړۍ کې نږدې ۶۰۰۰ ژبې شتون لري چې ۴۳ سلنه يې د له منځه تگ گواښ سره مخ دي. يوازې څو سوه ژبې يې د ښوونې او روزنې په غونډالونو او دولتي برخه کې مخکښ چار لوبوي او تر سلو لږ ژبې په ډيجيټلي ټېکنالوجۍ کې کارول کېږي.
يوه بله سرچينه بیا ليکي چې د ۲۰۲۰ زېږدي کال د شمېرانې (محاسبې) له مخې په نړۍ کې ۷۱۷۴ اوه زره يو سلو څلور اویا ژبې شتون لري. اوسمهال په منځني شمېر په دوو اونیو کې د نړۍ يوه ژبه له منځه ځي. يانې دا چې د ژبې وروستی ويونکی مري او ژبه يې هم يو ځای ورسره مړه کېږي.
د «د نړۍ د هغو ژبو اتلس چې له منځه تگ سره مخ دي » کتاب چې پر ۲۰۱۰ ز کال د ناروي حکومت په ملاتړ په انگرېزي، فرانسوي او اسپانوي ژبو چاپ شوی، ليکي چې د نړۍ ۲۵۰۰ ژبې د له منځه تگ گواښ سره مخ دي. له دغو ۲۵۰۰ ژبو څخه يې له ۱۹۵۰ زېږدي کاله راهيسې ۲۳۰ ژبې له منځه تللې او مړې شوې دي. اوسمهال بيا د نړۍ د ټولو ژوندیو ژبو درېیمه برخه له منځه تگ سره مخ ده. دا په ټوله کې هغه ژبې دي چې د زرگونو په شمېر ويونکي لري. په نړۍ کې ۱۴۹۲ داسې ژبې شته چې د ټولو ویونکو شمېر يې تر دوو زرو لږ دی. هغه ژبه چې يو ويونکی ونه لري هغه ژبه مړه بلل کېږي.
روسي برېښنايي پوهنغونډ د ويونکو د شمېر له پلوه د نړۍ د ډېرو لويو ژبو نوملړ خپور کړی چې شمېر يې ۶۹ ته رسېږي. په دغه نوملړ کې تر ټولو ډېره لويه ژبه چيني او ډېره کوشنۍ يې بېلاروسي ښوول شوې ده. پارسي ژبه په دغه نوملړ کې ۳۱ ځای لري چې د ويونکو شمېر يې څه باندې ۳۱ ميليونه ښوولی دی. پښتو ژبه پکې بيا ۳۳ ځای لري چې د ویونکو شمېر يې څه باندې ۲۶ میلیونه ښوولی او د ويونکو هېواد يې هم يوازې افغانستان ياد کړی دی.
دلته د پښتو ژبې په برخه کې ښکاره تېروتنه دا ده چې لومړی خو پښتو ژبه نه يوازې په افغانستان کې، بلکې په پاکستان، هند، ايران او ځینو نورو هېوادونو کې هم ويونکي لري. دويم دا چې د پښتو ژبې د ويونکو شمېر ۲۶ ميلیونه نه، بلکې که کره شمېرانه يې وشي تر ۷۰ میلیونو رسېږي.
افغانستان هغه هېواد دی چې د وگړيو ډېری برخه، يانې له ۶۵ تر ۷۰ سلنې وگړي يې پښتانه دي. د دوی او د دوی د ماشومانو مورنۍ ژبه پښتو وه او ده. د افغانستان د تاريخ په اوږدو کې د پښتنو مورنۍ ژبې پښتو ته يوازې څو ځله لږ لږ پام اړول شوی دی چې هغه د احمد شاه بابا، شاه حسين هوتک او امير شېرعليخان د واکمنيو وختونه ول. محمد گل خان مومند د وخت د واکمن رژیم د يوه وزير په توگه پښتو ژبې ته پام اړولی او څومره چې يې په وس کې وو ددغې ژبې د ودې په لاره کې يې هماغوره گامونه اوچت کړي دي.
په ټوله کې پښتون او پښتو ژبه د پښتنو او ناپښتنو په واکمنۍ کې تل محکوم ول او اوس هم دغه اکر پاینه لري. نن ورځ په افغانستان کې پښتو ژبو ماشومانو ته نه یوازې د هغوی په مورنۍ ژبه د لیک لوست آړونه شتون نه لري، بلکې د هېواد په ډېری، په تېره بیا ختيځو، سويل ختيځو، سويلي او سويل لوېديځو ولايتونو کې د پښتو ژبو ماشومانو لپاره کورټ ښوونځي او د ښوونځيو ودانۍ شتون نه لري. ددې په پايله کې زموږ د پښتو ژبو ماشومانو ډېری برخه دې ته اړوتې چې د لیک لوست او زده کړې لپاره تر ونو لاندې یا په وچو دښتو کې پر سپېرو خاورو کېني. هغوی هم په مورنۍ ژبه د زده کړو له حقوقو او هم د ښوونځي د ودانۍ، ټولگي، تختې، تباشير، مېز، څوکۍ، کتاب، کتابچې او نورو اړینو وسايلو د درلودو له حقوقو بې برخې دي.
افغانان او په تېره پښتانه وگړي د خپلو ماشومانو لپاره په مورنۍ ژبه زده کړې غواړي، ځکه چې دا د هغوی طبيعي، انساني او اسلامي حق دی. هغوی د افغانستان اسلامي جمهوريت پر حکومت او اړوندو چارواکيو يو ځل بیا دا غږ کوي، چې د ۲۰۲۱ زېږدي کال د فبرورۍ د ۲۱ نېټې، يانې د مورنۍ ژبې د نړيوالې ورځې په پار او د افغان ماشومانو د حقوقو د اعادې په پار د افغانستان ماشومانو ته د هغوی په مورنۍ ژبه د زده کړو ټول شرايط چمتو کړي.

اخځليک
۱- https://www.un.org/ru/observances/mother-language-day
۲- https://ru.wikipedia.org/wiki/%D0%A1%D1%82%D0%B5%D0%BF%D0%B5%D0%BD%D0%B8_%D1%81%D0%BE%D1%85%D1%80%D0%B0%D0%BD%D0%BD%D0%BE%D1%81%D1%82%D0%B8_%D1%8F%D0%B7%D1%8B%D0%BA%D0%BE%D0%B2

۳- https://ru.wikipedia.org/wiki/%D0%98%D1%81%D1%87%D0%B5%D0%B7%D0%B0%D1%8E%D1%89%D0%B8%D0%B5_%D1%8F%D0%B7%D1%8B%D0%BA%D0%B8
۴- https://ru.wikipedia.org/wiki/%D0%AF%D0%B7%D1%8B%D0%BA%D0%B8_%D0%BC%D0%B8%D1%80%D0%B0
۵- https://ru.wikipedia.org/wiki/%D0%A1%D0%BF%D0%B8%D1%81%D0%BE%D0%BA_%D1%8F%D0%B7%D1%8B%D0%BA%D0%BE%D0%B2_%D0%BF%D0%BE_%D0%BA%D0%BE%D0%BB%D0%B8%D1%87%D0%B5%D1%81%D1%82%D0%B2%D1%83_%D0%BD%D0%BE%D1%81%D0%B8%D1%82%D0%B5%D0%BB%D0%B5%D0%B9