ایا د افغان په پا که خاوره د وخت  زبر ځوا ک شوروي اتحاد د پوځي یرغل د رد نا که پیښه ،چې ټو ل نړیوال سوسیالستي سیستم یې له بیخه لړزان او کاواک کړ،د شوروي دولت له خوا د فارس خلیج نفتي زیرمو او د تودو اوبو سمندري بندرونو په لور د وړاندې تګ ، مخکې له مخکې تدوین شوی ستراتیژیکي پلان وُ او که د موجودې وضعې تر آغیز لاندې ،د شوروي دولتي مشرانو د عاجلې غوښتنې او پریکړې محصول ؟... شوروي لښکرکښي  د نړیوال سوسیالیستي او پانګوالي سیستمونو ترمنځ ،د نړۍ  ویش په سر، د اوږدې ،سړې جګړې  د ډګر د ګڼ شمیر نښتو څخه یوه نښته وه او که د مرکزي آسیا تر لاندې کولو ورووسته،د سویل په لور د روسانو  نوبتي پراختیایي عملیات؟...

ایا د پیړۍ داسې ستره  غمناکه پيښه، چې په افغانستان کې یې څو کمزورې واکمنۍ یو د بل پسې بد لې کړې او د بیشماره افغانانود نابودي او بربادي باعث شوه ، دافغاني سیاسي مشرانو د چټکو غوښتنو کار وُ او که د هغوۍ  د واک څخه بهر پروسه  ؟...په ساده ژبه،افغاني مشرانو د ځان ساتنې له پاره شوروي پوځونه خپل هیواد ته راوغوښتل او که شوروي ځواکونه د خپلو موخو له پآره ،په خپله اراده او زور افغانستان ته ننوتل؟...

په عام فلسفي مفهوم،ایا دا ډول سترې نړیوالې،ټولنیزې پیښې  د سیاسیونو په واک او اداره کې وي او که دهغوۍ له واکه بهر، د ټاکلو عیني شرایطو او قانونمندیو تابع وي؟...ایا چارواکي دا ډول ټولنیزې پیښې پلانیزه  کوي او که د عیني ټولنیز بهیر ناګزیره پدیدو په توګه، د روانو اوبو بهیر په څیر په خپله جریان مومي او نور ټول  له ځان سره وړاندې بیایي؟...                                                                                                                                           دا ډول پوښتنو ته د ځواب په لټه،د پیښې پس منظر ته ځو او په هغه وخت کې نړیواله وضعه ( د پیښې باندني زمینې په څیر) ګورو:                                                                                                                                     پر افغانستان باندې د شوروي تیري په وړاندې،د وخت نړیواله وضعه په یو لنډ عبارت کې پیژندل شویده: سړه جګړه . په دغه لنډ عبا رت کې د میلونونو انسانانو،په تیره بیا د بې شمیره افغانانو د برخلیک غمیزې پرتې دي.                   هغه خونړۍ جګړه چې افغانستان ته د شوروي پوځونو د را ننوتلو سره پیل شوه او دادی څلورمه لسیزه کیږي چې لمبې یې لا پورته کیږي ، ریښې یې لا څو لسیزې مخکې ددې پیل څخه،په نړیواله وضعه او د هیواد په دنننۍ حالت کې غزیدلې پرتې وې او د سون توکي یې مخکې له مخکې چمتو شوي وو. .د شوروي اتحاد په مشري د نړیوال سوسیالستي سیستم او د امریکا متحده ایالاتو  په مشرۍ د لودیز پانګوالي سیستم تر منځ د نړۍ د ویش په سردښمني او سیا لي ،چې د سړې جګړې په نامه یاده شویده،د افغاني جګړې سربیره ډیرې  نورې خونړۍ جګړې هم زیږولي دي . دادې ښکاري،دا خونړۍ پیښې او د پیښو عاملین د عامو خلکو له حافظې څخه پناه کیږي او د تاریخ د تیارو تل ته کښته کیږي او ګنې د همدغو انساني غمیزو جنایتکاران د تاریخ له محاکمې  پرته،  نوو ناتاړونو ته مټې بډ وهي.

د سړې جګړې علتونه د افغاني جګړې عام لاملونه هم دي.سړه جګړه د عصر د تاریخ خورا ستره برخه ده. دا د ټولې نړۍ د څلور-څلورنیمو لسیزو برخلیک دی.د بشر تاریخ د دا ډول اوږدې او نامخامخې جګړې ساری نه لري.د تاریخ په اوږدو کې د لومړي ځل له پاره نړۍ په دوو نړیوالو متخاصمو سیستمونو ویشل شویوه.د نړۍ په ګوټ ګوټ کې شخړې،نښتې او وژنې ،د همدې دښمنیو محصول په توګه روانې وې.افغانستان ته  شوروي لښکرې هم د همدغو سیالیو او دښمنیو په لړ کې راننوتلې.د سړې جګړې د علتونو توضیح ، پر افغانستان باندې د شوروي  تیري بهرني لامولونه هم روښانه کوي.د سړې جګړې په پیل،بهیر او پایلو  کې د افغانستان د جګړې پیل،بهیر او پایلې لیدلی شو.د سوسیالستي او پانګوالي  نه پخلاکیدونکو سیستمونو ترمنځ د دښمنیو د تشریحاتو پرته ،د شوروي لښکر کښیو ریښتینې او درسته توضیح امکان نه لري،مجرد او ځانګړې انځور یې نیمګړی او نادرست پاتې کیږي.د شوروي تیري د عیني لاملونو په لټه ،د سړې جګړې په پل ګام په ګام وړاندې ځو،ګورو، چې افغاني غمیزه هم د سړې جګړې د عاملینو تخلیق ده.

د سړې جګړې پیل د دویمې نړیوالې جګړې وروسته،په ۱۳۲۶هش (۱۹۴۷) م کال کې د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر ترومن د دکترینو(نظریې) د اعلان څخه ګڼل کیږي.د ترومن  دکترینو زړی دا ؤ، چې  متحده ایالات د ټولو هغو ملتونو سره ،چې غواړی د لږکیو او یا د باندینیو فشارونو په مقابل کی مبا رزه وکړي،هر ډول ملاتړاو مرستې ته چمتو دی.  دا په حقیقت کې د شوروي ضد  سیا ست غوره کولو اعلان ؤ .ګنې په ایران،ترکیه اویونان کې د حالاتو انکشافات ددې باعث شول ،چې متحده ایالات شوروي ضد سیا ست غوره کړي.هلته د شوروي اتحاد په ملاتړ کمونیستي خوځښتونه ډیر فعال وو او مخ په وړاندې تلل،نو ځکه متحده ایالاتو غوښتل په هر ډول ،چې کیږي ددې حرکتونو مخه ونیسي. د ترومن دکترینو تر ټولو غوره انګیزه د ایران بحران وُ.(۱)

د سړې جګړې پیل:د ایران د نفتو په سر ـ راځئ!چې وګورو،سړه جګړه  زموږ په ګاونډي  ایران کې د نفتو په سر پیل شوې،وروسته یې بیا ټوله نړۍ په غیږ کې رانیولې ده. د شلمې پیړي له لومړیو کلونو څخه تیلو د صنعتي هیوادونو په رګونو کې لاره کړې وه. پرته له نفتو یې نور ژوند او پرمختګ نه شو کولی. د د ویمې نړیوالې جګړې لادمخه  د سترو صنعتي هیوادونو ورمیږونه د کسپین سمندرګي د نفتو زیرمو ته کاږه شوي وو. شوروي اتحا د،د امریکا متحده ایالتونو،انګلستان اوالمان  خپل ژوند او ځواک   پدې «تورو  زرو » کې لیدل.                                             شوروې اتحاد د ۱۳۱۵هش (۱۹۳۶)  م کال را په دې خوا المان ته د تیلو استول بند کړل...انګلستان ته د المان او شوروي اتحاد په جنګ اچولو ښه بهانه په لاس ورغله. همدا کار د شوروي په ضد د المان د جګړې غوره لامل شو. . . . انګلستان هڅه کوله چې المان د شوروې په ضد ولوبوي، په دې موخه ،چې دواړه په وینو کې ډوب او کمزوري شي. (۲)                                                                                                                                                  د ۱۳۲۰هش(۱۹۴۱) م کال په جون کې المان د (بارباروسه)  عملیاتو په نامه ،پر شوروي اتحاد باندې  برید پیل کړ.د هتلر غوره موخه د ا وه ،چې د کسپین بحیرې د شا وخوا نفتي زیرمې تر خپل کنترول لاندې راولي .

له دې سره، د انګلستان او شوروي اتحاد اړیکې هم بد لې شوې. دواړو دولتونو  د هتلر د ګواښ څخه د ایران نفتي زیرمو ساتلو په موخه  پریکړه وکړه ، هغه هیواد اشغال کړي .سره ددې ،چې ایران هم ،د افغانستان په څیر په نړیواله جګړه کې خپل ناپییلتوب اعلان کړې وُ،اما رضا شاه پهلوي او د هیواد خلک یې المان ته خوشبینه وو.همدغه د انګلیسانو د همیشني ویرې دلیل ؤ،کیدای  شو د ابا دان د تیلو د استخراج کارخانه ،چې د انګلیس ـ ایران نفتي کمپنۍ  AIOC (نننۍ BP ) په لاس کې وه،د المانیانو لاس ته ورشي.نوموړې کارخانې په ۱۳۲۹هش(۱۹۴۰م) کال کې اته میلیونه ټنه نفت راویستلي وُ.د متفقینو له نظره،دغه نفتي زیرمو د جګړې د بهیر له پاره خورا اغیزناک او غوڅ رول درلود. د شوروي اتحاد له پاره هم ایران غوره ستراتیژیکي ارزښت لره .

د جګړې په پیل کې د المان ځواکونه د شوروي اتحاد په خاوره کې په زغرده مخ په وړاندې تلل . شوروي اتحاد ته د امریکایي اکمالات ،د شمالي سمند ر له لارې،د یخک او الماني ځواکونو د موجودیت له کبله ګران کار ؤ ،ددې له پاره د ایران د ترانزیت ریل لاره ډیره مساعده  او د فارس خلیج  اکمالاتي لار غوره وه .

بریتانیا او شوروي اتحاد د ایران دولت او رضا شاه تر فشار لاندې راوست. دلته په تهران کې خلک د المان په پلوي لاریون ته راووتل . لدې سره،د بریتانیا او شوروي سفیرانو د رضا شاه څخه وغوښتل،چې  ټول الماني اتباع له ایران څخه وباسي.رضا شاه دا غوښتنه رد کړه.دا وخت د ایران په صنعتي پروژو کې نژدې ۵۰۰   المانیان په کا ر بوخت وو، په داسې حال کې چې د ایران د سویل په نفتي موسسو کې نژدې ۳۰۰۰ انګلیسانو کار کاوه.

د ایران ستراتیژیکي ارزښت او متفقینو سره د رضا شاه د نه همکاري له کبله، انګلیس او شوروي د ۱۹۴۱م کال د اګست په پنځه ویشتمه د  جګړې د اعلان پرته،د ایران په پوځي اشغال لاس پورې کړ . ایراني جزوتا مونه جګړه ییز چمتووالي سره سره، په خپلو کاغوشونو کې بیده وو، چې ګهیخ وختي د انګلیس ځواکونو پرې برید و کړ.دغو عملیاتو چې د همغږۍ په نامه سرته ورسیدل،دوه غوره موخې درلودې:

- د خپل کنترول لاندې د ایران د نفتي ډګرونو ساتنه،

- شوروي اتحاد ته د امریکایي اکمالاتو د فارس لارې تامین.

په دی توګه ،ایران د سویل له خوا د  بریتانوی پوځ او د شمال له خوا د شوروی پوځ په واسطه ډیر ژر اشغال شو.د جګړی تلفات څو ایرانی بیړی او شپږ سوه  ایرانیان وو.په دی ډول،لکه څنګه چی متل دی ، ګیدړی ته یی خپل پوستکی غم دی،ایران د خپلو تیلو په سر،د دوو پوځی ځواکونو له خوا  اشغال شو.

دلته په څرګنده توګه وینو،چې ایران هم د افغانستان د اشغال څخه ۳۸کاله دمخه ،د زبر ځواکونو ترمنځ د همدغه ډول  سیالیو او دښمنیو په ترڅ کې اشغال شوی دی.نور ورته والی هم شته دی.

د نړیوالې جګړې په پای کې،د پوتسدام کنفرانس د پریکړو سره سم،باند ني پوځي ځواکونه باید  د ایران له خاورې څخه وتلی وای،اما په (۱۹۴۵-۱۹۴۶) م  کلونو کې د  ایران  د کوردانو او اذریانو جلاغوښتونکو تحریک،د شوروي په مخامخ ملاتړغښتلی شو ،د (۱۹۴۵) م کال په دسمبر کې یې د جعفر پیشوري په مشرۍ د اذربایجان خود مختاره (اتونومی)حکومت اعلان کړ.د پیشوري (دموکراتیک ګوند) د دولتي ادارو په جوړولو لاس پورې کړ. د(  ۱۹۴۶ ) م کال په جنوري کې د کوردانو(مهااباد جمهوریت) تاسیس شو.په دې کې د ستالین موخه داوه ،چې د ایران د شمالي سیمو نفت د شوروي دایمي کنترول لاندې وسا تي.د ایران  د پوځي استخباراتو د اسنا دو پر بنسټ،شوروي اتحاد پلان درلود  د تودې ګوند په پیاوړي کولو سره،په تهران کې هم شوروي پلوه واکمنۍ رامنځته کړي او په دې توګه د شوروي ځواکونو له پاره  په ایران کې د دایمي پاتې کید و زمینه برابره کړي.

همدغه مسا له،د امریکا متحده ایالاتو او شوروي اتحاد تر منځ د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې، چې نوې جوړه شوې وه،د لومړی ځل له پاره د شخړې موضوع وګرځیدله .د امریکا ولسمشر ترومن  شوروې دولت په جګړې ،ان د اتومې وسلو پکارولو سره وګواښوه ،چې باید خپل پوځونه د ایران له خاورې څخه وباسي.شوروي ددې ګواښ وروسته خپل هوډ بد ل کړ.

همدغه مسا له د ترومن د دکترینو د اعلان انګیزه وګرځیدله.د ترومن دکترینو په بنسټ،د امریکا متحده ایلاتو کمونستي ضد  او شوروي ضد لاره غوره کړه.سره ددې چې اوس د امریکا  دفاع وزارت د پنځوسمو کلونو له پټو اسنادو څخه څرګندیږي ،چې متحده ایالاتو پخوا لدې هم غوښتل ټوله اروپا د خپل نفوذ لاندې راولي او د وسلو د سیالۍ له لارې شوروي  اتحا د بې ثباته کړي.

دا چې ولې متحده ایالاتو شوروي اتحاد  د ایران د تیلو په سر، په اتومي وسلو وګواښوه،شخړه بیا هم د« ګیدړې په پوستکي » وه : د ترومن له پاره دا خورا جدي مسُله وه ،چې د ایران د تیلو پر زیرمو باندې د شوروي ولکه په نړۍ کې د واک بیلانس بدلوي او د لودیزو هیوادونو اقتصاد ته ډیرزیان رسوي .پدې توګه،د ترومن دکترین د شوروي نفوذ د مخنیوي له پاره،د ایران د تیلو په سر د سړې جګړې پیل ګڼل کیږي.

لدې وروسته،سړه جګړه ورو ورو ګرمیدله او په (۱۹۴۸- ۱۹۴۹م ) کلونو کې د برلین په کلابندۍ سره د لومړی ځل له پاره د تودې جګړې پولو ته نژدې شوه.

دوه قطبي نړۍ : د ترومن دکترینو سره سم ،متحده ایلاتو په اروپایي هیوادونو کې د کمونیستي غورځنګونو د مخنیوي او تر خپل کنترول لاندې د اروپایي اقتصاد راوستنې له پاره ،د کنډواله شوې اروپا د بیا جوړونې مارشا ل پلان طرحه کړ.مارشال پلان د شوروي اتحاد په شمول،د ټولو اروپایي دولتونو څخه غوښتل ،چې د اروپا په بیا رغونه کې ونډه واخلي.اما پدې هکله ،په پاریس کې خبرو-اترو کومه نتیجه ورنه کړه ځکه ،چې امریکا مخکې له مخکې ددې له پاره سیا سي او اقتصادي شرطونه وضع کړي وو، چې شوروي اتحاد ته په خپل پلانیزه اقتصاد سره د منلو وړ نه وُ. د وران شوو اروپایي هیوادونو سره د متحده ایالاتو د مرستې سیا سي شرط دا ؤ، چې کمونستانو ته به په حکومتونو کې ونډه نه ورکوي.

د شوروی واک لاندې د ختیزې اروپا دولتونو د امریکا مرستې رد کړې،پدې توګه،په اقتصادي لحاظ د شوروي اتحاد پورې نژدې تړلي پاتې شول.

د (۱۹۴۸م ) کال د جون په  ۲۰  نیټه لودیزومتحدینو ،د شوروي نظر پرته ، په  لودیز برلین او د دوي واک لاندې آلمان کې پولي ریفورم ،چې امریکایي ډالر په کې رسمي پولي واحد وُ،سرته ورسوه. شوروي اتحاد دا کار د پوتسدام  تړون ( چې باید د المان سیا سي او اقتصادي یووالی وساتل شي ) د لغوه کیدو په معنی وګاڼه او د  (۱۹۴۸م ) کال د جون په ۲۴ نیټه یې د برلین په محاصره چې د برلین د لودیزې برخې بشپړه اقتصادي او تجارتي کلابندي وه،لاس پورې کړ.دا د برلین لودیزې برخې ته د خوراکي توکو او سون توکو بشپړ بندیز وُ.لدې لارې شوروي غوښتل ،چې لودیز برلین هم تر خپل کنترول لاندې راولي ،که نه لږ تر لږه،لودیز ځواکونه سیا سي شاتګ ته اړ کړي.لودیزو دولتونو دغه کلابندي د هوایي پل په جوړولو سره خنثی کړه. دا د سړې جګړې لومړنی حاد حا لت ؤ. لدې سره لود یز دولتونه پدې سوچ کې شول ،چې شوروي اتحاد رښتیا هم  پراختیایي موخې لري .

په ( ۱۹۴۹م ) کال  درېو لودیزو ځواکونو د المان اتحادي جمهوریت په جوړیدو موافقه وکړه او د ناټو پوځي تړون یې جوړ کړ. شوروې اتحا د  بیا د المان دموکراتیک جمهوریت جوړ کړ.لدی سره ،د المان او اروپا ویش ترسره شو او دوه قطبي نړۍ ټینګه شوه.(۳)

ددې سره سره ،چې د المان د موکراتیک جمهوریت او اتحادي المان په د وو متضادو سیاسي ،اقتصادي او پوځي سیستمونو کې ځای درلود ،اما د سړې جګړې په څلورو لسیزو کې یې خپلمنځي ټینګ سوداګریزې اړیکې درلودلې . دغو دنننیو سوداګریزو اړیکو د متضادو ایډ یالوژیو سره سره ،په ویشلي المان کې د زیا ت شمیر تماسونو ،شرکتونو او داسی نورو اړیکو امکانات رامنځته کول.نوموړو دنننیو سوداګریزو اړیکو الماني دولتونو ترمنځ  پر سیاسي فضا باندی هم مثبت اغیز ښنده. برخلاف  ، په ویشلي کوریا کې تر ننه پورې دا ډول اړیکي وجود نه لري .نن بیا زموږ د سترګو په وړاندې ،پاکستان د امریکا په لګښت ،د لرو او برو پښتنو ترمنځ د اړیکو پریکولو له پاره ،د تروریزم د مخنیوي په نامه،د ډيورنډ په کرښه آغزن سیم وغوځوه.د افغان ګوډاګي حکومت او لرې پښتونخوا زیاتره بګیل شوي،پلورل شوي سیاسیتوال ورته ټپې ټپې ګوري او آن ورسره همکاري کوي او ددې  درک څخه عاجز دي،چې د لرو اوبرو افغانانو ترمنځ یواځې د سوداګریزو اړیکو موجودیت ،تګ او راتګ پر نورو ټولو اړیکو مثبت آغیز ښندي،د المان په څیر بیا یووالي ته یې شرایط برابرولی شي.

د ترهګرو په نامه،دا د (ژان وال ژان) په څیر فقیرو پښتنو بیلول او ځپل د هر ډول انصاف څخه لیرې چاره ده،لکه د سړې جګړې په لړ کې د خوارافغانستان اشغال،چې هیڅ ډول انساني توجیه  نه لري،ځکه نو پر شوروي باندې د نړۍ د ولسونو قهر او الهي غضب هم نازل شو. په پاکستان او امریکا  به هم همداسې قهر او غضب راپریوځي. که نه،زه خو همداسې غواړم...

 بیرته د سړې جګړې وخت ته راګرځو. د لود یز سره په دښمنۍ کې ،شوروي اتحاد هم په (۱۹۴۹م) کال  اتومي بم وآزمویه. په دې وخت  په چین کې هم، د ما وو تسه دون په مشرۍ  کمونیستانو واک تر لاسه کړ.په همدې انګیزې د امریکا متحده ایالاتو د کمونیسم د مخنیوي سیا ست نورهم جدي ونیو. متحده ایالاتو د چین نوی حکومت په رسمیت و نه پیژانده او په ملګرو ملتونو کې یې د چین ولسي جمهوریت غړیتوب تر ډیره نه مانه او د هغه په مقابل قطب کې یې د جاپان پرمختګ څخه ملاتړ کاوه.

د سړې جګړې په لړ کې د ختیز او لودیز دښمنۍ ورځ په ورځ مخ په زیاتیدو وې.په افغانستان کې د نیابتي جګړې د پیل دمخه ،د زبرځواکونو ترمنځ ډیرې نورې خونړۍ نیابتي جګړې شوې وې. زموږ ولس او سیاستوال د فیل په غوږو کې بیده وو.

نیابتي جګړې - هغو جګړو ته ویل کیږې،چې زبرځواکونه،د اتومي او ټول وژنې نورو وسلو په موجودیت کې  یو دبل سره له مخامخ ټکر څخه ځانونه ساتي،اما په دریمو هیوادونو کې د دوۍ په نیابت ، د دوۍ په وسایلواو د دوۍ موخو له پآره سیمه ییزې وسله والې ډلې جګړې پرمخ بیایي.

د کوریا هیره شوې جګړه - د زبر ځواکونو لومړنۍ نیابتي جګړه ـ په ۱۹۵۰  م کال د سړې جګړې لمن په شمال ختیزه اسیا کې کوریا ته ورسیده.د نړیوالې جګړې دواړو زبر ځواکونو د جاپان له تسلیمي وروسته کوریا په دوو برخو وویشله. ډیر وخت تیر نه شو،چې  د شمالي کوریا او سویلي کوریا ترمنځ ،یو د بل خاورې نیولو په سر جګړه ونښتله.دا جګړه نه یواځې د دواړو کوریاوو ترمنځ وه،بلکې متحده ایالاتو په کې مخامخ او چین او شوروي په کې غیرمستقیم ګډون درلود.د دریو کلونو خونړیو جګړو وروسته د ډیرو نښتو ، بایلود او د کوم ارزښتناک بري پرته،دواړو خواوو اوربند ته ،چې تر ننه پورې دوام لري،غاړه کښیښوده.

د جګړې په اوږد و کې کیمیاوي او بیولوژیکي وسلې استعمال شوې،ډیرې ډله ییزې وژنې او نسل کشي سرته ورسیدې.دغې جګړې،اټکلي،څلورـ پنځه میلونه انساني تلفات لرل.

د ۱۹۵۰ -۱۹۵۳م  کلونو  د کوریا   هیره شوې جګړه، په حقه د ناپیژندلې جګړې د نوم وړ ده.لدې سره هیڅ انکار نشي کیدلی چې امریکا  شمالي کوریا په بې رحمانه بمبارۍ سره ورانه کړه،اور اچونکي بمونه( د بې شمیره ناپالم بمونو په شمول) یې استعمال کړل ، د اتومي  وسلو ګواښ هم وجود درلود . . . اما دغو حقیقتونو څخه عام خلک خو څه کوی ،ان تاریخ پوهان هم ندي خبر( ۴) د سړې جګړې څخه راپاتې د کوریا ټپ ،لکه د پښتنو په سینه د ډیورنډ ناسور، لا تر اوسه تازه پروت دی.

د کوریا جګړه د زبرځواکونود نیابتي جګړو د تاریخ یوه دردونکې پاڼه ده.اودا خونړۍ جګړه د سړې جګړې یواځنۍ توده جګړه نه وه .

په ختیز آلمان کې د شوروي پوځي مداخله ـ د ۱۹۵۳م کال د مارچ په پنځمه ستالین مړ شو. لدې سره په شوروي کې د ستالیني شیوې دمنځه تللو امکانات پیدا شول.د شوروي نوې مشر خروسچوف د اتومي وضعیت او دنننیو ستونزو په نظر کې نیولو سره ،په سوله کې د ګډ ژوند او د ستونزو د سوله ییز حل لاره غوره کړه. دغه لنډه  د وره ،د ۱۹۵۳م کال د جون په اولسمه ، د المان په دموکراتیک جمهوریت کې د خلکو پا څون سره پاې ته ورسیده. په ختیز المان کې د زیاتو پوځي لګښتونو په نتیجه کې اقتصادي بحران منځته راغی او ورسره د خلکو ژوند ورځ په ورځ خرابیده. کارګران د خپل ژوند د شرایطو د خرابي په مخالفت کې پاڅیدل. دغه مخالفتونه ژر په دولتي ضد  او شوروي  ضد  سیاسي اعتصابونو بدل شول.

لدې سره شوروي اتحاد پوځي مداخله وکړه او اعتصابونه یې وځپل.لود یزو هیوادونو د شوروي پوځي مداخله یواځې وغندله.شوروي اتحاد په دې وخت کې د وسلو په سیالیو کې دهایدروجني بمونو او لیرې واټڼ  الوتکو په لرلو،د  متحده ایالتونو سره یو برابر ؤ.لدې سره د ګواښ له نظره، یو توازن منځته راغلی ؤ.همدغه وضعیت د سترو ځواکونواړیکې ټا کلې او د وسلوسیالۍ یې نوره هم زیاتوله.وروسته لدې ، امریکا په لودیزه اروپا کې د اتحادي المان په شمول،هستوي  او  لنډ واټن توغندۍ نصبې کړې.

په ۱۹۵۵م کال کې شوروي اتحاد او دهغه متحدینو د وارسا پوځي تړون جوړ کړ.

په هنګري کې د شوروي پوځي مداخله ـ په ۱۹۵۶م کال ، په هنګري کې یو شمیر روښآنفکرانو  د شوروي پوځي موجودیت په ضد  پاڅیدل ،سړکونو ته راووتل، د رادیو له لارې یې د هیواد ټول خلک لاریون ته راوبلل،ژر یې د شوروي اتحا د څخه د ازادۍ او د خپلواکو ټولټاکنو اعلان وکړ، پرته له ځنډه یې خپل کس (امرنا ګي) د لومړي وزیر په توګه وټاکه. نوموړي سمدلاسه د وارسا پکت څخه د هنګري د وتلو پریکړه وکړه.

لدې سره شوروي پوځي ټولګیو پر هنګري باندې برید وکړ،پاڅون یې وټکوه او پدې اخ و ډ ب کې زیات شمیرانسانان ووژل شول.د لودیز له خوا هغه مرسته ،چې د ازادې  رادیو له خوا ویل کیدله،ونه رسید له.پدې وخت کې  لودیز ځواکونه د سویس کانال په مس‍أله کې بوخت وو.دا هغه وخت ؤ ،چې د مصر نوي ولسمشر جمال عبدا لنا صر د سویس کانال ملي اعلان کړی ؤ او لدې سره فرانسې،بریتانیا اواسراییلو یوځای پر مصر باندې  پوځوځونه ورمارش کړي وو.

د کیوبا بحران ـ نړۍ د اتومي ټکر په درشل کې ـ په کیوبا کې د ۱۹۵۹م کال په لومړیو کې د فیدل کاسترو په مشرۍ انقلابي واکمنۍ رامنځته شوه او سوسیا لستي لاره یې غوره کړه. متحده ایالاتو، چې  مرکزي امریکا  یې آن د اتلسمې پیړۍ راهیسې د خپل انګړ په توګه ګڼل،پر کیوبا باندې اقتصادي بندیزونه ولګول او د نوې واکمنۍ راپرځولو له پاره یې یو لړ  پټ عملیات سرته ورسول. امریکایي تخریبي فعالیتونو کوم خاص بری نه درلود اما لدې سره ،په ۱۹۶۲م کال کې د سترو ځواکونو تقابل هلته یو بحراني حالت غوره کړاو ورسره ټوله نړي د یوې نوې جهاني جګړې په درشل کې ودریده.وروسته د هغې ،چې متحده ایالاتو په ترکیه کې د (جوپتر) او (تور ) منځني واټن توغندۍ ځای پر ځای کړې،شوروي اتحاد په کیوبا کې اتومي توغندۍ نصبې کړې.لدې سره،د متحده ایالاتو سمندري ځواکونو د ولسمشرجون کیندې په امر شوروي بیړۍ ،چې کیوبا ته روانې وې کلابندې کړې.وضعه تر دی حده وخیمه شوه ،چې شوروي بیړیو بیرته مخونه راوګرځول، اتومي ټکر ته ډیر څه نه  وُ پاتې .پدې وخت کې، د امریکا د ولسمشر ورور روبرت کیندې د پټ  دیپلوماتیک تما س په ترڅ کې  د شوروي مشر خروسچف څخه وغوښتل،په کیوبا کې د اتومي توغندیو نصب څخه صرفنظر وکړي او متحده ایالات به د ترکیې څخه خپل توغندي لیرې کړي.پدې موافقې سره د اتومي ټکر مخه ونیول شوه.

د برژنف دوکترین: د شوروي اتحاد ولسمشر لیونید برژنف په ۱۹۶۸م کال  د پولینډ د متحد کا رګري ګوند په کنګره کې په خپلې نظریې داسې ټینګار وکړ:«هر سوسیا لستي دولت د خپل هیواد ملي ځانګړتیاوو په نظر کې نیولو سره سم،ځانته د سوسیالیزم د جوړښت او ودې ځانګړی شکل غوره کوي،اما د سوسیا لستي جوړښت عامې قانونمندۍ وجود لري، چې د هغو څخه سرغړونه،د سوسیالیزم څخه د سرغړونې موجب کیدی شي.کله چې د سوسیالیزم دننني او باندني دښمنان وغواړي د یو سوسیا لستی هیواد د پرمختګ سوسیالستي لوری ، د سرمایه داري نظا م د بیا راژوندي کولو په غرض وګرځوې،کله چې  د ټاکلی هیواد سوسیالیزم ته ګواښ پیداکیږي،ټول سوسیالستي ورورولۍ ته ګواښ پیښوي.پدې صورت کې،دا یواځې ددې هیواد ستونزه نه،بلکې د ټولو سوسیا لستي هیوادونو ستونزه ده.» (۵)

د برژنف همدغه نظر، چې د شوروي اتحاد د اویایمو او اتیایمو میلادي کلونو  د بهرني سیاست بنسټ جوړوه،د لودیزوسیاست پوهانوله خوا د برژنف دوکتورینو په نامه یا د شوی دی. افغانستان ته د شوروي پوځي ټولګیو استونه هم د همدغو دکترینو په بنسټ شوې وه.هغه وخت د افغانستان دولت هم د سوسیالستي سمت غوره کونکو دولتونو په کتار کې ګڼل کیده.

د ۱۹۶۳م کال راهیسې د دواړو قطبونو تر منځ،نسبتاً د سولې فضا رامنځته شوې وه.شوروي اتحاد « په سوله کې د ګډ ژوند» پرنسیب تعقیبوه. لودیزو دولتونو بیا د ټولو هیوادونو ترمنځ نژدې اړیکي غوښتل او داسې یې ګڼله، چې د لودیزو ټولنو پرمختیا نور او نور هیوادونه ځانته راجلبوي. اما د سولې رامنځته شوې فضا ډیر دوام نه درلود.

په چکوسلواکیا کې د وارسا پوځي مداخله ـ په ۱۹۶۸م کال کې د چکوسلواکیا  کمونیست ګوند یو شمیر ریفورم غوښتونکو د الکساندر دیوبچک په مشرۍ،د ټولنې دموکراتیزه  کولو له پاره،یو لړ ریفورمونه (د سا نسور له منځه وړل ،د بیان ازادي اواقتصادي اصلاحات) طرحه کړل. خودغه«چکوسلواکي سپرلی» ډیر لنډ ؤ .نوموړي اصلاحات د شوروي  مشرانو په نظر ،انقلابي ضد ریفورمونه وو. لدې سره یې د وارسا  نیم میلیون پوځیان په پراګ  ورمارش کړل او دغه ریفورمي اقدامات یې وټکول.په دغو سترو پوځي عملیاتو کی ۹۸ تنه چکوسلواکیان او ۵۰ تنه د وارسا پکت پوځیان تلف شول.

د نیم میلیون پوځیانو  یرغل د خونړي سیلاب په څیر وي،هر څه لاندې کوي.د یو روسي افسر له خولې  : د پراګ په عملیاتو کې یوې چکي میرمنې ددې له پاره ،چې د پوځونو د وړاندې تګ مخه ونیسې، خپل طفل یې د سړک په سر د ټانک مخې ته واچوه. ددې سره ټانکست سرتیري برک وواهه،ودرید. د ټانک قوماندان ټانکست ته امر وکړ،چې حرکت ته ادامه ورکړي،ټانکست ټکنی کیږي،چې څنګه د ماشوم په سر وړاندې لاړ شي،قوماندان یې په سر تفنګچه ایږدي او امر کوي،چې وړاندې لاړ شي. ټانګ خپل وړاندې تګ ته ادامه ورکوي...د دندې د اجرا وروسته کله،چې ځوان ټانکست بهر راوځي ،ټول ګوري،چې د سر ویښتان یې ټول تک سپین شوي دي...داسې ساده واقعیتونه د پیښو وحشت ډیر ښه بیانوي.                                                                                                                                     شوروي پوځیانو د ختیزې اروپا د خلکو مقاومتونه په ظالمانه زور ماتولی وشول،اما په افغانستان کې یې هم په همدغه منطق ،د مقاومتونو د ماتولو له پاره د هر څومره زور څخه ،چې یې کار اخیست،مقاومت نور هم پیاوړی کیده. یو روسي افسر اقرار کوي: دا چک نه دی!.. لودیزو دولتونو لکه د نورو پلاوو په څیر،په چکوسلواکیا کې د وارسا مداخله وغندله،اماعملي کوم غبرګون یې ونښود. سترو ځواکونو،د اتومي ګواښ  په موجودیت کې،پدې ډول یو دبل سره دمخامخ ټکر څخه ځانونه ساتل،اما په دریموهیوادونوکې د دوۍ دښمني شد ت ته رسیدلې .

د ویتنام خونړۍ جګړه  ـ د ۱۹۵۵ څخه تر ۱۹۷۵م کلونو پورې  په ویتنا م  کې جګړه روانه وه . دا جګړې د ویتنام جګړې یا د هند وچین دویمې جګړې په نامه یادیږي.نوموړې جګړې د سترو ځواکونو د غیر مستقیمې ونډې له کبله  د سړې جګړې په بهیر کې، د نیابتي جګړو په شمیر کې راځي.                                                                        دا جګړه په ۱۹۵۵م کال د ویتنا م د ویش څخه وروسته  په سویلي ویتنا م کې د دنننۍ جګړې په څیر پیل شوه. ویټ مین او ویټ کانګ (د سویلي ویتنام د ازادۍ ملی جبهه) د سویلي ویتنام د حکومت او د هغه ملاتړونکي امریکایي پوځ په مقابل کې په ګوریلایي جګړو سره جنګیدل.شما لي ویتنام د (ویټ کانګ) مرسته او ملاتړکاوه.جګړه خورا ظالمانه وه. لدې سره،د امریکایي پوځ له خوا په (مای لای) کې د ټول وژنو، د امریکایي عسکرو د جنګي جنایتونو، په جګړو کې د امریکایي پوځ له خوا د ژنیو د کنونسیون څخه خلاف رفتاري ،په جګړو کې د کیمیاوي وسلو (Agent Orange) او اورلګونکی ناپالم بمونو پکارولو خبرونه د امریکا او نړۍ په رسنیو کې خپاره شول.  ددې خبرونو خپریدو سره،دننه په امریکا کې  عامه افکار د جګړې په خلاف وپاریدل،جګړه یې ظالمانه او بایللې وګڼله.په پای کې  امریکا د عامه ذهنیت تر فشار لاندې او په جګړو کې د زیاتو تلفاتو له کبله، له ویتنا م څخه ناکام ووت.                                             وروسته بیا د شما لي ویتنام قطعاتو د ۱۹۷۵م کال تر می پورې ټول سویلي ویتنام فتح کړ او لدې سره د ویتنام جګړه پای ته ورسیده.پدې  جګړه کې ویتنامیانو۲ـ۴ میلیونو ملکي تلفا ت  لرل او ۱،۳ میلیونه پوځیان یې له لاسه ورکړل،د امریکایانو  تلفا ت۵۸۲۲۰ کسه امریکا یي عسکر او ۵۲۶۴ کسه یې د متحدینو عسکر وو.                                     د ویتنام د جګړې درسونه افغان ولس او په ځانګړې توګه  افغاني ښي او کیڼو سیاستوالو له پاره د عبرت څخه ډک وو.د هغو په پآم کې ساتلو سره کیدای شو، هیواد  د نیابتي جګړې په ډګر بدل  شوی نه وای.

پډې توګه زبر ځواکونو په دریمنیو هیوادونو کې  نیابتي جګړې رامنځته کولې او خپل استعماري اهداف یې تعقیبول. د سړې جګړې اصلي محرک که د شوروي توسعه طلبي وي  ،که د امریکا متحده ایالاتو او که د د واړو،د دریمې نړۍ هیوادونو په میلیونو خلک، د افغانانو په شمول،د همدغو توسعه طلبیو قربانیان شول.                                         سړې جګړې انساني ضد،استعماري ماهیت درلود. په دغه تاریخي پړاو کې سړې جګړې د نړیوالې وضعې اصلي مضمون جوړوه.                                                                                                                                 د نړۍ پدې اړخ یعنې زموږ په سیمه کې هم،د انګریزی هند او تزاری روسیی ترمنځ د دوو پیړیو استعماري سیا لیو ځای،(چې د سترې لوبې په نامه یاده شوې ده) هم د لودیز او ختیز دښمنیو یعنی سړې جګړې نیولی ؤ.

شوروي اتحاد د مرکزی اسیا خا ورې، د بخارا په شمول،تر خپل مخامخ ولکې لاندې راوستلې وې.د هغوۍ اقتصادي برتري، په افغا نستان کې د شوروي  په پلوي زمونږ په خلکو مخامخ اغیز درلود.له ایران څخه د شوروي ځواکونو له وتلو او د مها آباد جمهوریت د جوړولو له ناکا مو هڅو وروسته،د تودې مارکسیستي -لیننستي ګوند،د شوروي په ملاتړ خپلو مخفي فعالیتونو ته په ژوندۍ توګه دوام ورکړ.د تودې ګوند مارکسیستي خپرونې په افغانستان کې هم خپرید لې او خپل اغیز یې درلود.د سې.آی.یې.له خوا  د څو روحانیونو،جنرالانو او شاه په همکارۍ ،د دوکتور محمد صدق د حکومت ړنګیدو وروسته ،د رضا شاه پهلوي لودیزپلوه واکمنۍ ټینګه شوه.                                               د امریکا متحده ایالاتو د خپلو متحدینو سره، د شوروي اتحاد  نفوذ مخنیوي او د هغه هیواد بې ثباتي له پاره ،د ناتو سربیره  ،په سیمه کې د سیتو او سنتو نظامي پکتونه جوړ کړل ،ترکیه هم د ناتو غړی هیواد وُ او هم یې د سنتو غړیتوب ترلاسه کړ،پآکستان هم د سیتو غړیتوب سربیره د سنتو غړی هیواد شو.پدې توګه د شوروي اتحاد پوځي کلابندي بشپړه شوه.                                                                                                                                                د هند په نیمه وچه کې د انګلیس د مخامخ واکمنۍ ختمید و سره،د انګلیس په دستور  د هندوانو او مسلمانانو ترمنځ د هیڅ په سر،داسې دښمني ونښتله ،چې اصلي دښمن یعنې انګریزي استعمار د خیریت په غونډۍ کښینا ست او هغوۍ په خپلو منځوکې  قتل او قتال جوړ کړ.                                                                                                        انګریزي استعما ر له دغې دښمنۍ څخه د وه غوره موخې درلودلې:

۱ـ د هند په ګڼ نفوسه هیواد کې د اسلام د سوله ییزې چټکې ودی مخنیوی.

۲ـ د راتلونکی له پاره  په سیمه کې ځانته ډاډمنې اډ ې جوړول.

پدې ډول ، استعمار ددې تفرقې په اچولو سره په لوی هند کې مسلمانانو ته د اوسیدنې ځای تنګ کړ،ټول یې راټول او په یوه قطعۍ پاکستان کې یې بندي کړل او تر ننه پورې د پاکستان څخه د استعماري موخو د ډاډمنې اډې په توګه ګټه پورته کوي.انګلیس ،د جګړی باتورـافغان ملت څخه داسې شیطاني غچ واخیست چې ملا یې ورماته او د آزادي په ځای یې، نیما یي  د « غلامانو غلاما ن» او نیمایي نوریې د بلا خولې ته ټیل وهل.

سردارمحمد داوود خان د ډبلې ستراتیژي په خارخوړۍ(ګرداب) کې

په ۱۳۵۳ هش (۱۹۷۴م) کال کې نړیوالو افغانستان ته ځانګړی پام راواړوه.د امریکا متحده ایالاتو نوې ستراتیژي ،د ویتنام په جګړه کې د ماتې وروسته،داوه چې وښیي،اوس هم د خپلوګټو ترلاسه کولو له پاره ، په ټوله نړۍ کې د مداخلې ځواک او پوځي پوتنسیال لري.د امریکا د ستراتیژي  یوې برخې په توګه،په سیمه کې د ایران پاچا رضاشاه پهلوي د پاکستان په مرسته،یو شمیرسیا سي حرکتونه پیل کړل،ددې فعالیتونو هدف دا ؤ، چې داؤدخان دې ته اړ با سي تر څو په خپل خارجي سیاست کې د شوروي تګ لوری څخه مخ راواړوي او د لودیز بلاک په خوا ودریږي.دا یوه ډبل (دوه لوریزه) ستراتیژی وه:

د یوې خوا یې،د محمد داؤد خان مخالفین ـ اسلامی افراطیون د  رژیم  په ضد وهڅول او را پاڅول .مذهبي بنسټپالو د دولت په ضد ، په یو شمیر پوځي اقداماتو  لاس پورې کړ. انګیزه یې هم دا وه،چې  پرچمیانو د داوُد خان سره نژدې همکاري لرله او په کابینه کې یې د کورنیو چارو مهم وزارت په شمول،څلور وزارتونه په لاس کې لرل.هماغه وخت ټولو ته،په ځانګړې توګه اخوانیانو ته ښه څرګنده وه،چې  په افغانستان کې د شوروي سیاست اصلي مجریان پرچمیان دي.

د بلې خوا،د ایران شاه   داؤد خان سره خبرې وکړې او یو وړاندیز یې ورته وکړ : که چیرې افغانستان په خپل باندني سیاست کې د شوروي لوری او پلوي پریږدي او د لودیز لوری غوره کړي،د ایرا ن دولت به افغا نستان سره د شورو ي په نسبت زیاتې پرمختیایي مرستې وکړي.

داؤد خان دا وړاندیز ومانه.محمد داوُد د هیواد د آبادي ارزو لرله،اما د ددې له پاره یې کومه ستراتیژیکه طرحه نه درلوده.هغه هسې ستراتیژیست نه وُ،د عمل سړی وُ،د مکیاول «شاهزاده» کتاب یې له ځان سره ګرځاوه. داوُد خان د رضا شاه په ژمنو،چې هیڅکله هم ترسره نه شوې،تیروته. داؤد خان د مقدما تي کا رونو په توګه،افغاني افسران نور د پخوا په څیرشوروي ته نه،بلکې مصر اونورولودیز پلوه هیوادونو ته استول ،د پاکستان دولت سره یې دښمني پریښوده او د هیواد په دننه کې یې پرچمي کدرونه د لوړو دولتي څوکیو څخه لیرې کړل او د ا.خ.د.ګ.یې تر تعقیب لاندې ونیو.

د (۱۹۷۴م) کال همدغه بدلون د داؤد د رژیم نسکوریدل له ځان سره راوړ.(۷) پدې توګه لودیز لوري ته د افغانستان د راکښولو له پاره د ایران د شا ه فعالیتونه ،د متحده ایالاتو په ملاتړ،په افغانستان کې د بې ثباتۍ او لدې سره په (۱۹۷۹م) کال کې د شوروي  تیري زمینه برابروله.

 افغانستان ته  شوروي پوځونه په داسې حال کې ننوتل ،چې د نړۍ فضا د سړې جګړې د ویروسونو څخه ډ که وه،د تیلو په سر د ایران اشغال،د کوریا خونړۍ جګړه،د کیوبا په بحران کې د اتومي ټکر احتمال،د ویتنام غم لړلې جګړه او نورې اوس د سړې جګړې د دوزخي خیټې په تل کې وې.سړه جګړه لا د انسانانو په وینو مړه نه وه.دا ځل د سړې جګړې مهلکه ویروسونه، د دنننیو نه پخلاکیدونکي سیاسي جریانونوڅخه،چې په خپله د سړې جګړې په متخاصمو جبهو کې رامنځته شوي وو، د کمزوري شوي افغانستان په خیټه ورننوتل او د پښو یې راوغورځا وه.

د ۱۳۵۹ هش کال د جدي په شپږمه نیټه(د ۱۹۷۹م کال د دسمبر په ۲۷ ) د « دوست شوروي اتحا د» «محدود نظامي قطعا ت» د افغانستان سپیڅلي زیارتي خا ورې ته ننوتل .د حفیظ الله امین درې میاشتنۍ واکمنۍ، د شوروي پوځي ټولګیو کودتایي عملیاتو پای ته ورسوله او د« ثورانقلاب د نوي او تکاملي پړاو» په سر کې ببرک کارمل خپله «اتشینه» وینا د خارجي  رادیو له څپو څخه واوروله.

اوس د سړې جګړې څیړونکي او تاریخپوهان د افغانستان جګړه د شک او تردید پرته ، د زبرځواکونو د نیابتي جګړو په شمیر کې راولي . ښکاري، د سړې جګړې په متن کې دغه تاریخي مسُله ،چې شوروي ولې پر افغانستان تیری وکړ او پدې کې تاریخي مسوُلیت د چا په غاړه دی،درې  اړخه لري:

الف ـ شوروي اتحاد د سړې جګړې د یوې جبهې سرلښکر په څیر، د تیري مخامخ عامل او مسوُل . څیړونکو پدې برخه کې تراوسه پورې د کوم ستراتیژیک پلان موجودیت نه دی ثبت کړی؛

ب ـ افغاني سیاستوال د جرم شریکانو په توګه.اما هیڅ ډول سالم منطق یا  د باور وړ سند او ثبوت وجود نه لري،چې شوروي ځواکونه دې د افغاني چارواکو د غوښتنې سره سم افغانستان ته راننوتلي وي؛

ج ـ د امریکا متحده ایالات،د سړې جګړې د مقابلې جبهې مشر او د تیري محرک په توګه.

 سربیره پردې په عام فلسفي بحث کې،د صنعتي ټولنو د ژوند او بقا مسُله،زبرځواکونه یو بل سره سیالیو او دښمنیو ته اړباسي.د صنعت ژوند په انرژي او نورو اومو توکو ولاړ دی او پایښت یې د صنعتي پیداوارو له پاره د پلور بازارونو  پورې تړلی دی.د همدغه ډول عیني ټولنیزو قانونمنده اړیکو په بهیر کې،د افغانستان ،ایران،ویتنام ...په څیر د دریمې نړۍ  هیوادونه،چې طبیعي زیرمې یا جیو ستراتیژیک موقعیت لري او د پلور ګټور بازارونه جوړوي ، د زبرځواکونو تر برید لاندې راځي.

لدې سره،انکار نه شي کیدلای ،چې شوروي اتحاد د دوو متخاصمو سیستمونو ترمنځ د سړې جګړې د نړیوال ډګر په دښمنیو کې د افغانستان خا وره اشغال کړه یعنی د افغانستان د نیولو جهاني زمینه موجوده وه. اما دا نړیواله زمینه د ټولو نورو هیوادونو له پاره هم وه،ولې افغانستان د اشغال مضمون وګرځید، باید دننني  شرایط هم ورته برابر وي یعنې د شوروي تیری دننني لاملونه هم لری.                                                                                                            هر زیارت لره،چې ځم مراد مې ته یې +++++ زه  زائـر د  بتخانې  او  حرم   نه  یم

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 اخیستځایونه

۱ -  دایرت المعارف: په روسي ژبه.

۲ ـ  د تیلو په سر جګړه او که د لمر لاندې سوله : آلت فرانس،په الماني ژبه،۱۱۴پ،۱۹پ.

۳ -  د پیړۍ کتاب، په الماني ژبه.

۴ ـ  د کوریا د جګړې ریښې:بروس ګومنګسو،په الماني ژبه،۲۴پ،۷۸پ.

۵ -  ل.ا.برژنف: پراودا،۲۵  د سپتمبر ۱۹۶۸ م کال.

۶ -  په سړه جګړه کې تودې جګړې:داوید ګبس،په الماني ژبه،۲۹۶پ.