د  پاکستان د ښوونيزو چارو (تعليم) مرکزي وزير شفقت محمود يوې خبري غونډې ته ويلي دي چې د پاکستان مرکزي حکومت په دريو پړاوونو کې د ټولو ښوونيزو (تعليمي) ادارو د پرانستو پريکړه کړې 

 شفقت  محمود زياته وي د نهم ،لسم،يولسم اودولسم ټولګي به د جنوري له اتلسمې نېټې څخه، ابتدايه تر اتم ټولګي پورې به د جنوري له پنځه ويشتمې نېټې ، پوهنتـونونه او د لوړو زده کړو ادارې به د فبرورۍ له لومړۍ نېټې پيل شي 

د ښوونيزو چارو د وزير پر خبره د بورډ ازموينې به د مى او جون په مياشتو کې ترسره شي

نوموړى وايې چې دا پريکړې د ښوونيزو چارو دايالتي وزيرانو په ګډې مشورتي غـونډه کې وشوې 

د پاکستان حکومت د کورنا د ويروس د ډيريدو د مخنيوي په موخه د پاکستان ټولې ښوونيزې يانې تعليمي ادارې تړلې دي