هسې خو گران افغانستان داسيا په زړه کې يو داسې هېواد دى چې په ځانگړي تاريخ لرلو سره څوک ترې سترگې نه شي پټولى .
دا په دې دليل چې د افغانستان ځينې ولايتونه داسې فرهنگې دودونه لري چې دهېواد زياتره ليکوالان ، شاعران او پياوړي اديبان يې په ځانگړو مراسمو لمانځي لکه د بلخ دگل سرخ ميله ، دپروان دارغوان ميله ، د کاپيسا په تگاب کې د انارو دگل ميله او د ننگرهار دنارنج گل ميله او گڼې مشاعرې چې زمونږ دفرهنگي غنا، بډاينې او ودې لپاره خاص او ځانگړې ارزښت لري او يو تاريخي مقام يې په برخه وي . 
له دې جملې څخه دنارنج گل چې دننگرهار په سمسوره سيمه کې غوړيږي ، په تاريخي لحاظ د ننگرهار خلکو ته ځانگړى امتياز لري ځکه دننگرهار په ښکلى او سمسوره سيمه کې دهېواد زياتره فرهنگپاله وگړي په دغه ادبي زانگو کې روزل شوي چې دتاريخ يوه زرينه پانگه ده .
همدغو فرهنگپالو په ادبي فنپارو کې د ننگرهار سمسورې سيمې ته دهميشه بهار او دگلوهار له وياړه ډک نومونه ورکړي دا له دې کبله چې ددې سيمې اب وهوا په نورو موسمونو کې نسبت دنورو سيمو په انډول کابو معتدله او برابره وي او په دغه سمسوره سيمه کې دنارنج گڼ ښايستوکي بڼونه او باغونه دي چې دپسرلي له موسم سره سم غوړيږي او په خوږو وږمو يې چاپيريال خوشبويه کوي او بيا دغه خوږې وږمې دشاعر په احساس ځانګړې اغيزه شيندي ، چې له کيفيت څخه مست او خماري احساسات دومره څپاند شي ، چې ترې بيا شعري ملغلري دنارنج دگل په ستايلو نه مړيږي دنارنج دپيژندنې لپاره غواړم چې دښاغلې محترم پوهندوي محمد بشير دوديال دليکنې يوه برخه راواخلم چې د ١٣٧٧ دحمل په ١٢ مه نيټه ننگرهار په ورځپاڼه کې خپره شويده . نارنج په دريو مختلفو مذهبي او تاريخي دورو کې مطالعه کېداى شي يانې پخوا تر ميلاد وروسته تر ميلاده او تر اسلام وروسته دنارنجو زوړ تاريخ او پخوانۍ يادونې په چينايي ليکنو کې موندل کيږي چې تايو ٢٢٥٠ قبل الميلاد کلونو ژوند کاوه ده خپل پاکنگ نومې کتاب کې دنارنجو نوم ياد کړى دبغداد ښار په ٥٠ کيلو مترى کې دلرغونو کيندونو په ترڅ کې دنارنج زړى موندل شوى چې تاريخ يې څلور زره کاله دميلاد څخه مخکې اټکل شوى په هندي روايتونو کې هم له نارنج څخه دجاميلا په نوم يادونه شوي چې ٣١٠ قبل الميلاد کې اروپايي ليکنو کې دلومړى ځل لپاره ديهودو مذهبي مقدسې ميوې په توگه ياد شوى او يهودو پر سکه يې شکل موجود وو . دنارنج گل په سيمه ننگرهار کې پخوا سيمه ايزو شاعرانو په بيلا بيلو ډولونو مشاعرې کولې خو په رسمي او اساسي توگه دنارنج گل ځانگړې مشاعره د ١٣٤٤ لمريز کال دحمل په ١٩مه نيټه  دننگرهار په سپين غر هوټل کې وشوه چې د افغانستان دکابل راډيو په تالار کې د ټيلفون له لارې ثبت او په همدغه شپه خپره شوه خو بيا شپږ کاله وروسته ١٣٥٠ لمريز کال دغې مشاعرې افغان شموله( بين الافغاني) شکل غوره کړ او دهېواد له گڼو ولاياتو څخه به په کې گڼ ليکوالان ميلمانه شول دغې دوديزې مشاعرې تر روانو دوولسيزو وړاندې او وروسته په گڼو سياسي حکومتونو کې دوام وموند چې هر حکومت دنارنج گل په خپل سياسي اند و نظر سره دايروله دبيلگې په ډول دشاهي نظام چارواکو به دشاهي نظام په گټه ، امن ، پرمختگ سمبول باله او له سپينو کوترو سره به يې تشبيه کاوه او دښه فال نښه به يې بلله  هرحکومت  هم  دغه دوديزه  مشاعره لمانځلې  دنارنج گل په مشاعره کې د دوى په خوښه شعرونه اورول کيدل  مانا دا چې يوه سياسي مشاعره ترې جوړه شوې دنارنج گل په پښتو ټپو او لنډيو کې هم خپل ځان ځاى کړى چې ځوانانو او پېغلو دنارنج دگل په ستايلو کې ډول ډول ټپې جوړې کړې چې ديو څو مثالونه يې وړاندې کوم 
ماته نارنج گلونه راوړه 
چې ورنه جوړ کړمه دغاړې اميلونه

باغوانه باغ ته مې در پريږده 
دنارنج گل سلام کومه بېرته ځمه