يوه خاطره 

په تصور مې ځان پاچا کړو

چې مې سر پورته کړ ملنگ د د نياوومه

 

ليک: خيال ‏( انډيوال) 


دولسمشرۍ له سوگنده وروسته دريځوال ويل ‏


اوس ولسمشر ته بلنه ورکړل کيږي چې خپله  وينا وکړي 
 ‏
ولسمشر له تشريفاتي خبرو وروسته ويل چې په لومړي گام کې به ډاکټر ‏نجيب قبر په عصري بڼه جوړ او د امنيت د ساتنې لپاره به ورته د کورنيو او ‏دفاع  وزارتونو يوه پوځي  قطعه وټاکل شي
 ‏
که څه  هم مې ورسره سياسي تاويلي ما ويلي درلودل خو د گران هېواد ‏ولسمشر وه بايد درنښت يې وشي ‏
نوداخبره  مې ذهن ته ورتېره شوه چې پښتنوته  له مرگه وروسته د خپلو ‏مشرانو درنښت وريادشي ‏

دري ژبې په خپلو مجلو ، اوونيزواونور رسنيو کې د پښتو ليکنې نه خپروي ‏وايي چې کره پښتو نه شو ليکلاى  له  بلې خو پدرام وايي چې ټول پښتانه په فارسي ‏پوهيږي ملي سرود بايد پر فارسي وي ‏
‏ ‏
خودا خبره به قانون برخه وي چې پښتو ژبه به د گرد هېواد ملي ژبه وي ، په ‏باميانو ، پنجشير، مزارشريف کې به پر خلکو پښتو داسې لازمي وي لکه ‏ماشوم چې په کوچنيتوب  کې د بغدادۍ قاعده له الف څخه پيل  کړي ‏
په رسمي ادارو کې به رسمي مکتوبونو او ويناوې پرملي پښتوژبه وي ،
واک به د پښتون وي ځکه ډيرکى دى لږکيو ته به د قانون په چوکاټ کې د ‏خپلې ژبې دپرمختگ حق ورکول کيږي ‏
په دې وخت کې اواز شو چې د خيال من بايسکل د يوبل موټر سايکل سره ټکر ‏کړ چې د موټر سايکل ښيښې ورماتې  کړې خو وبښل شو

د حزب اسلامي په غونډې کې د گډون سزا ‏

يوه بله خاطره

دهجرت پرمهال د شمشتو په فيض الله گړۍ کې د حزب اسلامي له خوا د ‏مرغومي (جدي) پر شپږمه ستره غونډه وه ‏
زه له پنجشنبې څخه شمشتو ته لاړم چې په غونډه کې برخه واخلم ‏
غونډه د شنبې پرورځ وه له هغې مدرسې چې ماپه کې درس وايه نيږدي ټول ‏زده کوونکي دې غونډې ته له پېښوره دحزب اسلامي د محصلينو تنظم له ‏خوا په بسونو کې وړل شوي او مدرسه خالي پاتې وه ‏
د مدرسې چارواکي په غوسه شول ،يوه يې درسونو د پاتې خبره وه بله داچې ‏په دې مدرسه کې ډير يې دافغانان وه نو دغرمي ډوډۍ پر تاوان شوله
کله چې پر بله ورځ مدرسې ته ستون شوم د مشرښوونکي (قاري ) شمشتوته ‏تلوونکو زده کوونکو لسيت يې ليکلې وه دليست له مخې يې زما نوم ‏واخيست يوازې يوه پوښتنه يې وکړه چې جلسې ته تللې وې او که نه ؟
ماويل هو تللى ووم .‏
نوويل راځه .‏
بيا يې د مدرسې په ادارې کې پر څلورو کسانو ونيولم او په لښتو يې ډير ‏سخت ووهلم چې جلسې ته ولى تللى يې هغه زده کوونکي ترې خلاص شول ‏چې ورته يې ويل چې جلسې ته نه يم تللى ‏
مارښتيا ويل نو ښه وهل مې وخوړل