فقهي بحثونه

لیکوال :مفتي فضل هادی (سالک)

ستیانې کوونکې ښځه ( نائحه)

تېربحث کې مود سندرغاړې قضایي ،دیني او اخلاقي اړخ دفقهاوو د منصوصي او اجتهادي اقوالو په رڼا کې وځیره، دې بحث کې به د هغې ښځې قضایي اړخ وځیرو ،چې دنوموړې دیوه ټولنیز معصیت له امله یې ددې داحقوقي اړخ تر پوښتنې لاندي راوستی اوپه وجه یې ددې داحق مرود شوی دی .
شریعت مطهره کې دنائحې(ستیانې کوونکې ښځې) حکم دادی، چې دنیاحت ددې معصیت په دلیل دانائحه ښځه مردورة الشهادة ده اوقضایي اعتبار یې دټولنیز هغې غوندې دپوره بې اعتمادۍ ښکارشوی دی ،کومه ښځه چې پر مړو پداسې شکل ژاړې ،چې غږیې ډیر پورته ،ګریبان اوویښتان له ځانه شکوي ،دصبر پرځای داسې جزي پزې کوي، چې انساني ضمیریې تحمل نلري، اوددې میت یامړې ډیری داسې محاسن بیانوي ،چې دده په وس کې نوې او له صلاحیت نه یې پورته وي .
لکه دده تشبیه له غرونو رغونو،پولادو،اوسپنو، توپانونواوسیلابونوسره ورکول ،چې په ساندو او ستیانو کې داسې ووایې چې :
واه لویه غره !
واه له اسمان نه لوړه !
واه لویه سمندره !
واه شاهنشاه !
او....او.....او.......
او هم دویراو ماتم پر وخت له سر نه ویښتان وباسي ،ګریوانونه شکوي اوله حده زیاتې چیغې وهې ،عام ددې نه چې داجرت په بدل کې دا ساندې وهي او که دخپلوۍ اوخواخوږۍ یا عاطفې له امله وي ،چې دې ډول ښځې ته (نائحه) وایې ، احادیثوکې پردې نایحې ښځې لعنت ویل شوی دی، او دنیا کې یې قضایي او ټولنیز اعتبارپوره زیانمن دی .
نائحه چې دکوم ډول اجرت په بدل کې پر مړو ساندې وایې ،اودایې کسب اوحرفت ګرځیدلی وي ،او هم یې دا نوح دومره شهرت ته رسیدلې وي، چې آن دمحکمې قاضي هم پرې خبرشوي وي ،نوپدې صورت کې دا نوموړې مردودة الشهادة ده اودشریعت حکم ددې ښځې په باب ډیرصریح او قاطع دی ،البته که چیرته یوه ښځه په خپل مصیبت باندې داسې ژاړې، چې شهرت یې پرې نوی پیداکړی او پورتني شرایط یې په پام کې نیولې وي ،بیاددې وعیـــــدڅخه داسې غم ځپلې ښځې مستثنی دي .
علامه شمس الدین التمرتاشي رح په خپله شرح (الدرالمختارکې دتنویرالابصارله متن سره داسې کاږې چې :و نائحة فی مصیبة غیرها)..........باجر . درر وفتح . زادالعینی : فلو فی مصیبتها تقبل .............
یعني هغه څوک چې له قضایي معراجه رالویدلې او شهادت یې نامنلی دی ، هغه ،هاغه نایحه ده ،چې دنورو خلکوپر مصایبوباندې کوکارې او ساندې وایي ،اوچې کومه ښځه پرخپلو مړو باندې دنائحې غوندې ساندې وایې ګناه څخه خالي نه ده ، شارح ورسره د(فتح القدیراو الدرر والغرر )په حواله داجرت قیدهم ږدې، چې بیا دکنزالدقایق دشارح علامه عیني په حواله ورپسې لیکې چې که چیرته داښځه یا دانایحه په خپل مړې ویرنې او ساندې وایې شهادت یې مقبول دی، چې په مابعدتفصیل کې به پرې بحث وکړو!
دنائحې دمعنی په باب معجم الوسیط کې داسې لیکي چې :ناحت الحمامة نوحا ونواحا: سجعت - فهی نائحة ونواحة . و-المراة علی المیت : بکت علیه بجزع وعویل ، ویقال ناحته .مخ ۹۶۱.
دمعجم الوسیط دتشریح له مخې نائحه هغه ښځې ته وایې چې پرمړې دژړا پروخت جزعې پزې کوي اوپوره بې صبري کوي .
دعربي لغت یوبل کتاب (المغرب)داسې لیکې چې (ناحت المراة علی المیت :اذا ندبته ،وذ لک ان تبکی علیه وتعدد محاسنه ،والنیاحة الاسم ،ومنها الحدیث علی ما قراته فی الفائق (ثلاثة من امر الجاهلیة : الطعن فی الانساب والنیاحة والانواء)فالطعن معروف والنیاحة ما ذکر والانواءجمع نوء: هی منازل القمر والعرب کانت تعتقدان الامطار والخیرکلها تجئ منها،وقیل النوح بکاء معه صوت ....رملی علی النوح .
پورتنی عبارت د(ردالمحتار حاشیي په تکمله (قرة عیون الاخیار)کې محمدعلاءالدین شامی دعلامه محمدامین بن عابدین الشامی رح زوی لیکلی دی .
نوموړې لومړی دلغت دمشهورکتاب (المغرب )په حواله دنایحې معنی په ډاګه کړي ،چې نائحه هغه ښځې ته وایې چې پر مړې دژړاپروخت دمړې محاسن شمیرې او نیاحت یې اسم دی ،د(المغرب )او( معجم الوسیط) دتحقیق تر منځ مابه الاشتراک (ګډه نکته)ددې ښځې ژړاده ،او مابه الامتیاز(دبیل والې نکته) یې داده، چې معجم الوسیط نوح کې جزع او پزه قید بولې خو المغرب کې بیا دژړاپروخت دمړې محاسن او داستانونه ویل ضروربولې ،شایددلغت نوروکتابونو نور ضمایم اوقیودات ورسره ملحق کړي وي، خو چې پرې اتفاق راځي هغه پرمیت داسې ژړا ده ،چې هم پکې ساندې یا ستیانې وي ،هم پکې ګریوانونه شکول او جزع پزه او هم یې دمړې دومره داستانونه اومحاسن دده عظمت لپاره بیا ن کړي وي، چې یا اصلا ده کې نوي، او یاهم یې پرده یولورینه وي چې پړسول شوي وي .
دکنزالدقایق شرح بحرالرائق کې کاږې چې : قولهم ان النائحة لاتسقط عدالتها الا اذا ناحت فی مصیبة غیرها مع ان النیاحة کبیرة للتوعد علیها لکن لا تظهر الا فی مصیبة غیرها غالبا .وهذا الذی ینبغی التعلیل به .
دالبحرالرایق مصنف علامه ابن نجیم لیکلي : چې دهرې نائحې یا پرمړې دویرکوونکې ښځې عدالت او دشهادت قضایي حقوق نه ساقطیږې ،هغه چې ددې نعمته محرومیږې، هغه یوازې هغه ښځه ده، چې پرنورو مړو ناروا ژړاکوي ،نیاحت دهغه وعید له مخې کبیره ګناه ده، چې ددې په مذمت کې راغلی ،مګرددې نوحې ظهورپه غالب ګمان یا په غالب استعمال دنوروخلکوپه غمونواو مصایبوکې پرژړا اوجزعو پزو کې کیدای شي اومناسب هم داده، چې استدلال په همدې وکړای شي .
تکمله شامیه کې دتاترخانیې دهغې حوالې په بنیاد کاږې چې المحیط ته یې ددې نسبت کړی :(( قال فی التاترخانیه معزیا للمحیط :لا تقبل شهادة النائحة ولم یرد به التی تنوح فی مصیبتها وانما اراد التی تنوح فی مصیبة غیرها واتخذت ذلک مکسبة )).
فتاوی تاترخانیه لیکې : چې دنایحې شهادت نه قبلیږې ،اولدې نایحې نه هغه څوک نه ده مراد،چې په خپل غم اومصیبت کې ژاړې، بلکې هغه څوک ترې اراده کیدای شي، چې دنوروخلکوپه مړوباندې ساندې اوناروا ژړاکوي ،اودایې کسب او حرفت ګرځیدلی وي .
وروسته دهدایې دشرحې فتح القدیرهغه قول را اخلې، چې له ذخیرې نه یې رانقل کړی او لیکې چې :ولم یتعقب هذا من المشایخ احد فیما علمت ،لکن بعض متاخری الشارحین نظر فیه بانه معصیة فلا فرق بین کونه للناس اولا .قال صلی الله علیه وسلم (( لعن الله الصالقة والحالقة والشاقة))(فی صحیح البخاری )وقال :لیس منا من ضرب الخدود وشق الجیوب ودعا بدعوی الجاهلیة ))وهی فی صحیح البخاری .ولا شک ان النیاحة ولو فی مصیبة نفسها معصیة ،لکن الکلام فی ان القاضی لایقبل شهادتها لذلک وذلک یحتاج فیه الی الشهرة لیصل الی القاضی فانما قید بکو نها للناس لهذا المعنی ......
علامه کمال ا بن الهمام په فتح القدیرکې کاږې : چې له متاخرینوعلماوونه پرته نورهیچاله نایحي څخه هغه ښځه نه ده مرادکړي، چې په خپل غم اومصیبت ژاړې، ټولوعلماووهغه ښځه مرادکړي، چې پرنورو مړوباندې ساندې او نارواژړاکوي ،یوازې ځینومتاخرینوهمداښځه دنیاحت په حکم کې داخله کړي چې په خپل مصیبت باندې ژاړې .
دصحیح البخاري او صحیح مسلم له پورتنیواحادیثوله استنادنه وروسته د(قرة عیون الاخیار)مصنف لیکې چې : له شک اوتردد پرته په خپل مصیبت کې همداسې ژړا او فریادچې نیاحت ورته وویل شي ګناه ده ،خواصل خبره پدې کې ده ،کله چې مجلس حکم کې چې قاضي ددې شهادت نه قبلوي ،علت یې همدانیاحت دی، خودادې ته احتیاج دی، چې ددې نیاحت شهرت ومومې او ترقاضي پورې شهرت پیداکړي اوهغه هم پرې خبرشي ،نوپدې صورت کې بیا ددې ښځې شهادت نه قبیلیږې ،نوکله چې یوه ښځه پرخپل مړې دومره نوحه کوي چې شهرت یې تر قاضي پورې ورسیږې ،نوددې شهرت په وجه ساقطة الشهادت ګرځي اوداددې قیدمعنی شوه چې ((فانماقیدبکونهاللناس لهذا المعنی )).
دپورتنۍ ځیرنې نه په ډاګه شوه، چې دهغې ساندې یا ستیانې کوونکې ښځې شهادت نه قبلیږې او ټولنیز اعتباریې هم متزلزل ګرځي، چې پرمړو د ژړاپرمهال جزې پزې کوي ،پر میت خیالي داستانونه بیانوي ،داجرت په عوض کې پرمړو ژاړې ،پرمړو ژړایې ورځنې کسب او حرفت وي ،په ولسونوکې پرنیاحت شهرت ومومې اوآن پرخپل مړې هم داسې ساندې ووایې، چې تر قاضي پورې خلک خبرشي ،نودلته ده چې بیا دانائحه ښځه مروردة الشهادت او له قضایي اعتباره محرومه ده .
والله اعلم بالصواب