مخکې مو دومره واضحه کړه ،چې دسندرغاړو شهادت نه قبلیږې، اودایو داسې کسب یا هنر دی ،چې سندرغاړې دتذلیل اوحقارت پرلور بیایې. اوس به یې دفروعاتو،دجواز اونه جواز په مواردواوهم ددې په لفظي معنی هغسې رڼا واچوو، چې په کوم اسلوب فقهاوو رح په فقهي کتابونوکې څیړلې !
ضیاءالحلوم د(الغناء)لفظ داسې شاربلی، چې داد (فعال)په وزن دی او ممدود دی، دسندرغاړې غږ ته ویل کیږې (صوت المغنی)او که مقصورشي (الغنی)نوبیا دثروت یا دمال ډیروالې ته ویل کیږې .
په (تکملة الشامیه اول جلد(۱۹۷) مخ) کې د(البحرالرائق) په حواله دیولړ نامتو فقهاوونظریات او اقوال رانقلوي، چې پخپله ورسره دموسیقۍ په باب دجواز او عدم جواز موارد څرګندیږې ،البته هغه علماء چې نن سبا په مطلق ډول پرې دعدم جواز حکم کوي، دیوه داسې ضرورت په بناء به وي، چې خلک په فتنه کې ونه لویږې ،او یا داچې که چیرته د محدود او محصور جواز څرک عوام ووینې، نو بیابه دلوی فساد دروازه ځانته خلاصه کړي او ددې محدود جواز نه به غلطه ګټه واخلې، خومونږ یې دلته دعلمي تحقیق پر بنسټ هغه موارد راسپړو،چې فقهي کتابونوپه خپله سینه کې رانغښتي او ترمونږه یې راورسول او له چانه پټ هم ندې .
بحرالرائق علی کنزالدقایق )کې داسې لیکې :(وظاهره ان الغناء کبیرة وان لم یکن للناس بل لاستماع نفسه دفعا للوحشة) .یعني څرګنده یې داده ،چې سندرې ویل اګرکه دنوروخلکو لپاره نه وي، بلکې دخپل دځانه دوحشت دلیرې کیدو لپاره هم وي ،کبیره ګناه ده! او همدا کټ مټ د(شیخ الاسلام خواهرزاده )قول هم دی، چې دې ښاغلې هم دسندرو دعموم نه منع کړي ده .بیا لیکې چې :والامام السرخسی انمامنع ما کان علی سبیل اللهو)یعني دمتاخرینو نامتو امام سرخسی رح پدې نظر دی ،چې هغه سندرې ویل نا جایز دي، چې دلهو لپاره وي .دعربي ادب په مشهور کتاب (المعجم الوسیط )( ۸۴۳)مخ کې دلهو معنی داسې کاږې چې (لهو)لهی بالشئ-لهوا:لعب به .
محمد علاؤالدین د درالمحتار په تکمله قرة العیون الاخیار)کې وروسته داسې لیکې چې: (ومنهم من جوزه للناس فی عرس او ولیمة،ومنهم من جوزه لاسماع نفسه دفعا للوحشة ،ومنهم من یستفیدبه نظم القوافی وفصاحة اللسان .....)یعنې ځينو فقهاووپه ودونواو ولیموکې سندرې غناء روابللې ،ځینوله ځانه دوحشت لیرې کولولپاره غناء جایز بللې اوځینې نور علماء بیادژبي دفصاحت او دقوافیودنظم دسمسکې لپاره غناء روابللې ،چې ددې موضوع پوره بحث په بحرالرائق کې شتون لرې .
محمد علاؤالدین ابن ابن عابدین الشامی رح ددې اقوالونه وروسته داسې لیکې چې :(اقول: ویمکن حمل کونه کبیرة علی ما قاله السر خسی ، بان یکون کبیرة بسبب الاجتماع علیه ، ویؤیده کلام النسفی فی الکافی وهوالمتبادرمن لفظ (یغنی للناس)وعلی ذلک حمله فی العنایه ، ویؤیده ما یاتی عن ابن الکمال والعینی من انه لوکان لنفسه لیزیل الوحشة عنهالاتسقط عدالته فی الصحیح فهذاالتصحیح موافق لهذا المتن کغیره من المتون فکان علیه المعول فلا تغفل .)
دعلامه محمد علاءالدین له عبارت څخه داسې حاصل راوځې ،چې دده په عقیده دامام سرخسی رح داقول چې موسیقی کبیره ګناه ده، حمل یې هغه وخت په کبیره ګناه شونی دی، چې خلک یې اوریدلوته راټول شي او په یوه اجتماع کې یې واورې، چې ددې تایید لپاره یې د(علامه نسفی رح) او(کافی) تشریح مؤیده ګرځولې ده ، دهدایه شرحې (العنایه) هم ددې خبرې ملاتړ کړی، دابن کمال او عینی عبارات هم داپورتنۍ شرح تاییدوي ،چې هغه وایې چې که دخپل ځان نه دوحشت دلیرې کولو لپاره وې ،نو په صحیح قول یې عدالت نه ساقطیږې ،بیا ورپسې وایې چې همدا تصحیح دمتن سره موافقه ده او په همدې باندې اعتماددی .
ددې څرګندونونه داسې معلومیږې ،چې هغه سندرې یا غناءچې خلک ورته داوریدلو لپاره راِغونډیږې ،اوداسندرغاړی یې دسټیج پر سر ورته ترنم کوي،نودا ستره ګناه ده ،مګرکه دځاني وحشت لیرې کولولپاره او یادطبیعت دراحت لپاره وه نو باک به نه لرې .
دصحیح البخاری شارح عیني کاږې چې :(اماالغناءفلا خلاف فی تحریمه لانه من اللهوواللعب الذموم بالاتفاق ،اما مایسلم من المحرمات فیجوزالقلیل منه فی الاعراس والاعیادوشبههما.) .
نودعلامه عینی نظر همداسې شو،چې دسندروپه حرمت کې دچاخلاف نشته اوداځکه چې داقبیح لهو ولعب څخه دي، مګرهغه غناء یا موسیقي چې دمحرماتو او منکراتونه خالی وي(دښځو درقص او ګډا ،دبي ږیرو هلکانو ،نرښځونڅاګانواونورو شرعي محرماتوڅخه خالي وي) نوپه ودونو او اخترونوغوندې دخوښیوپه ځینومحافلوکې په کمه اندازه جایز دي . تکمله کې ورپسې بیا لیکې چې(وسئل ابو یوسف عن الدف اتکرهه فی غیر العرس لمثل المرآة فی منزلهاوالصبی ؟قال لا اکرهه ،واما الذی یجئ منه اللعب الفاحش والغناء فانی اکرهه ) امام یوسف رح یې هم دجواز او عدم جواز موارد په ګوته کړل .
دبخاری شریف داشارح علامه عینی رح بیا لیکې چې :( وماکان دون ذلک من الانشاد ورفع الصوت حتی لا یخفی معنی البیت وما اراده الشاعر بشعره فغیر منهی وقدروی عن عمر رضی الله تعالی عنه انه رخص فی غناءالاعراب وهوصوت کالحداء یسمی النصب الا انه رقیق )یعنی نفس غناء او په جګ اواز شعرونه ویل چې دبیت معنی پکې پټه نشي، باک نلرې ،چې پدې باب دعمر رضی الله عنه اثر هم ددې تصدیق کوي .
دعلامه التمرتاشي رح دتنویرالبصار متن او دالدرالمختارشرح داسې ده چې (ومن یغنی للناس )لانه یجمعهم علی کبیرة ،هدایه وغیرهاوکلام سعدی افندی یفیدتقیید بالاجرة فتامل )یعنی تر کومه ځایه پورې چې دعدالت دسقوط خبره ده ،نوداځکه چې خلک ورته راټولیږې ،او داکبیره ګناه ده ،سعدی افندی رح په اجرت اخستلو مقید او علامه القهستانی بیا وایې چې تصفیق بالکف یعني لاسونه پړکول (څټاکې ) ورسره وي بیا کبیره ګناه ده او (البنایې) مصنف په لهو سره مقید کړی، چې دشهرت لپاره هم پکې تقیید شته ،په تکمله شامیه کې لیکې چې :(ونصواعلی ان المغنی للهواولجمع المال حرام بلاخلاف وحینذ فکانه قال :لاتقبل شهادة من اتخذ التغنی صناعة باکل بها )یعني هغه سندرې یا غناء چې دپیسو دترلاسه کولو یا دلهواولعب لپاره وي په اتفاقي ډول حرامې دې اوشهادت یې پرې ساقطیږې .
علامه ابن نجیم د البحرالرئق مصنف دفتح القدیر په حواله لیکې چې ۰التغنی المحرم هوماکان فی اللفظ مالایحل کصفة الذکروالمرآة المعینة الحیة ووصف الخمرالمهیج الیها )یعني هغه سندرې ویل حرام دي ،چې دیوې معینې ژوندۍ ښځې او شرابودتوصیف په څیر پکې دا مذکور شیان ستایل شوي وي ترڅوورته داوریدنکیو هیجان راشي اوورته وهڅیږې .
دالدرالمختارعبارت په کتاب الشهادات کې داسې دی :قال ولو فیه وعظ وحکمة فجایزاتفاقا ومنهم من اجازه فی العرس کما جاز ضرب الدف فیه ، ومنهم اباحه مطلقا ،ومنهم کرهه مطلقا . وفی البحر والمذهب حرمته مطلقا فانقطع الاختلاف بل ظاهرالهدایة انه کبیرة ولولنفسه واقره المصنف ) د درالمختارمصنف ددې نه وروسته چې دکرامو نامتو فقهاوو آراء راوړې ،دحنفي مذهب پریکړه هم پټه نه پریږدې ،وایې په حنفی مذهب کې سندرې په مطلق ډول حرام دي ،نوموړی وایې چې هغه مترنم موسقیت چې پکې وعظ او حکمت وي، دټولو په اتفاق سره روا دي ، نوربعضي فقهاء داغناء ددف (دیالار)په څیر واده کې روابولې ،
ځینې یې مطلق مباح ګڼې ،نورفقهاء یې بیا مطلق مکروه بولې ،خو دبحرالرایق مصنف بیا دسندرو پرویلودمطلق حرمت حکم دخپل مذهب پریکړه بولې او کوم ډول ته یې مجاز نه وایې، بیا لیکې چې په هدایه کې هغې سرود یا سندروته هم کبیره ګناه ویل شوي ده ،چې وحشت دلیرې کیدو لپاره وي .
خو دتکملې شامیه په اول جلد (۱۹۰) کې لیکې چې (اقول هذاعلی اطلاقه لان کلامنا فی انه متی یکون معصیة علی ان من اباحه مطلقا عمدة فی المذهب وله درایة فی الزیادات علی ان تصحیح العین واطباق المتون هو المذهب کمالایخفی )،ددې نه مخکې دبحر الرایق په حواله دامام محمد رح د(الزیادات)کتاب متن داسې را اخلې :(اذا اوصی بماهو معصیة عندناوعنداهل الکتاب ، وذکرمنها الوصیة للمغین والمغنیات ).
دمذکورو متونو،شروحو ،دمحدثینو او مفسرینوله تصریحاتو نه دامطلب اخستل کیږې، چې دغناء په باب دمطلق حرمت حکم کولو سره اتفاق نشته اونه دحنفي مذهب اتفاقي حکم معلومیږې، ځکه دمطلق اباحت حکم هم په مذهب کې عمده شمیرل شوی ،محمدعلاءالدین ابن ابن عابدین شامی رح پای کې لیکې چې :((اقول وانت خبیر بان ما ذکره من النصوص لا یؤیدالاطلاق وعبارة الزیادات تفید التقیید بالشهرة .....والصحیح التفصیل )).یعنې کوم نصوص چې رانقل شول، داطلاق تایید نه کوي او د(الزیادات) عبارت یې تر شهر ت پورې منحصر کوي ،دمطلق حرمت پریکړه دحنفي مذهب فیصله نده ،خو صحیح داده چې پدې کې تفصیل وکړای شي او بیا ورسته پرې حکم وشي، ځکه داسې نصوص شته ،چې مطلق اباحت ترې معلومیږې .
دپورتني تحقیق نه داسې خلص نتیجه اخستلای شو،چې که چیرته غناء ،سرورد او سندرې دلهو اولعب لپاره وي ،یاسندرغاړو دپیسو داخستلو او راجمع کولو لپاره یې حرفت اوکسب یا دډمانو(سندرغاړو)په اصطلاح دایې خپل فن اوهنر ګرځولی وي ،دمعینې ژوندۍ ښځې یا دعوراتو او شرابو توصیف پکې شوی وي او خلک دزنا او فحشاووخواته هڅوي ،دسندرو پروخت خلک پرځان راغونډوي، په ډله ایزه توګه یې خلکوته اوروې، نو دامطلق حرام دي او پکې اتفاق دی. او همدا به دحنفي مذهب پریکړه هم وي ،چې دنصوصوپه رڼا کې یې کړی ده ،خوکه چیرته داسې یوه غناء ،سندره یا خوږ غږ وي، چې وعظ او حکمت پکې وي،دشعري قافیوو دنظم لپاره اړتیاپکې وي ،داخترونواوودونوغوندې دخوشحالۍ (ښادۍ)داسې مواردوي ،چې نصوص پکې وي ،تر یوه حده پورې به جوازولرې ،البته هغه شروط به پکې مراعات کیږې ،چې علماوو ورته وضع کړې او پدې سره دفتنو دروازه نه خلاصیږې ،
خومتأسفانه نن سبا کتل کیږې، چې کفري حلقودعیاشیو ،فحاشیوو او بي لاریتوب دترویج لپاره دموسقیت جدیدآلات رامنځ ته کړې اودمسلمانانو دبې لارې کیدو لپاره ددې لارې نه په پراخه پیمانه کار اخلې، نو ځکه دفتنو دباب دانسدادیا بندیدولپاره علماوو پرهر ډول موسیقۍ بندیز لګولی، نوغوره داده چې مسلمانان یې عملي کړي او دتغني لږمحدود جواز ځان ته بهانه او ډیری فتنوکې ځان واچوي ،تردې چې دهلاکت کندې ته و غوځیږي ،تر کومه ځایه پورې دترانو اونعتونوخبره ده، که چیرته پکې مشروع الفاظ زمزمه کیږي او دیوه مشروع غرض لپاره ویل کیږې، باک نلرې په (احسن الفتا وی) کې هم دیوې پوښتنې ځواب په همدې مفهوم ورکړل شوی .
هو!
نفس موسقیت ناروا ندی، بلکې هغه موسقیت ناروادی، چې شیطاني اغراض پکې نښتل کیږې اودخلکو دبې لارۍ سبب ګرځې ،ټولنه دفسادخواته بیایې اودضلالت سبب ګرځې .
ځینې خلک په ناموجهه توګه دهر ډول موسقیت په مشروعیت لیکنې کوي او ددې لپاره زیات عقلي دلایل راوړې، یو نیم پکې داسي نقلي دلیل راوړي چې صحیح نوي توجیه شوی ، ترڅو پدې سره دلویدیځو سفارتونو نه څه دنیوي متاع ترلاسه کړي اودیوه دیني سکالر په نوم دپردیو دخوشحالولولپاره داسې چوپړ وکړی ،چې زیان یې ټول مسلمه امت ورسې، دوئ ته موداسپارښت دی چې پداسې اختلافي مسایلو کې له څه ویلو اولیکلومخکې دیوه ستر منل شوی عالم ،مفتي اوکوم فقیه سره مفاهمه وکړې او بیاپدې موضوع دڅه دلیکلو هوډ وکړي ، هسې نه چې دا سې کمزورې حوالې دموضوع داثبات لپاره راوړې، چې چا یې لا تر اوسه هغه حواله یا ماخذمنلی هم نوې ،نوبه دده تحقیق څه ومنې !.
کلونه مخکې یوه افغاني لیکوال دسندرو او موسیقۍ دجواز په اړه یوه لیکنه وکړه، چې دموهومو او ناموجهو دلایلو په راوړلوسره یې په تصنعي ډول دسندرو جواز ته لاره جوړوله ،دخپل ادعی لپاره یې دیوه غښتلې ماخذپه توګه د یوه مصري عالم دکتور یوسف قرضاوي د(الحلال والحرام فی الاسلام )په نوم په یوه کتاب استدلال کړی و ،که څه هم زه دکتور قرضاوي صیب دده دعلمیت په وجه ورته درناوی لرم ،خوما چې دهغه کتاب وکوت، نو دیولړ زیاتو عقلي او کمو نقلي دلایلو په رڼا کې یې دموسیقي مشروعیت ثابت کړی و ،مایې چې دکتاب دابرخه کلونه مخکې ولوسته ،نوخپل تنقیدي لیکنه مې پرې ولیکله او په منصوصي دلایلو مې ورته ځوابونه ولیکل اوهماغه وخت مې دننګرهار مجلې په صفحو کې پسي خپره هم کړه، خو ترننه پورې بیا هغې لیکوال دخپلې لیکنې ځواب ندی لیکلی ،داځکه چې حل او حرمت دشارع کار دی ،پرمونږ یې یوازې تبیین او اظهار یا بیانول دي ،نوکه څوک دبعیدو تاویلانوپه راوړلو سره دحراموتحلیل وکړي دا به هیجاته دمنلو وړ نه وي ،نو ښه داده چې نومونږ دشرعي مسایلو تشریح او توضیح هغه علماوو ته پریږدو چې کلونه کلونه یې ددې دتحقیق په لاره کې جلدونه کتابونه لیکلې ،تدریسونه یې کړي اودمسایلو عمق ته کښته کیدای شي ،نه هغه څوک چې ددې ټولو مواصفاتو څخه بې برخې وي او بیا لکه دشارع هرمسئله له خپله آنده تشریح کوي !