د سپوږمیز کال د صفرې میاشت په ولس کې د بلاګانو میاشت په نوم شهرت لري. عام وګړي په دې باور دي چې د اسمانونو په ډېرهسک او ترټولو اوچت پوړ کې لويې بلاګانې، شیشکې، دېوان او نور نااشناعظیم الجثه موجودات چې په کلکو پړو او څو وستوو او غبرګو ځنځيرونو تړل شوي، استوګنه لري.
دا موجودات کال کې یوولس میاشتې هلته اوسیږي خو د صفرې یا بلاګانو میاشت کې لاندیني اسمان ته راکوزیږي او د خلکو پر سرونو داسې نږدې راځوړند وي چې سست ځنځيرونه او پړي يي په لږې ډکې سره کېدای شي څېرې او بلاګانې د خلکو پر سرونو راپریوځي!
موږ چې واړه وو، دا به هم ویل کېدل د صفرې په میاشت کې باید خلک په احتیاط وګرځي او تل باید په زړو کې دا ویره او ډار ورسره وي چې په لږې بېغورۍ او بې پروايۍ هر وخت د یوې بلا په منګولو کې ګیریدای او ژوند يي له منځه تلای شي.
ملایانو به هم په جوماتونو کې د دې میاشتې په ښېګڼو او فضایلو اوږدې موعظې او غرغړې کولې او خلکو ته به يي ویل چې دې میاشت کې باید زړونو کې ډار او وېره ولري ترڅو د بلاګانو له ضرر څخه خوندي پاتې شي!
دا میاشت د وېرې او ډار میاشت ده!
خلک به دې میاشت کې د مازیګر په لږه خړه کې له کار و بار څخه کورونو ته په وخت ستنیدل او د شپې په تورتم کې به چا زړه نه ښه کاوه چې له کوره بیرون ووځي او یا ځانته وګرځي او د خلکو د ګڼې ګونې سیمې څخه لیری او ګوښې پاتې شي.
د شپې د خوب په وخت به هم زړو ښځو او بوډاګانو د وېرې او ډار قصې کولې او د بلاګانو د هیبت زور او پیاوړتیا په اړه به يي ډول ډول مثالونه وړاندې کول. کله کله به يي دا بلاوې دومره غټې او لويي انځورولې چې ګنې یوه بلا د پلنوالي او جیګوالي له کبله په ټول کلي او بانډه کې نه ځاییږي. د دې بلاګانو د قهر او غضب په اړه به يي هم ویل چې په یوه اسویلي سره ټول کلی او د هغې ولس تر خپل کومي تېرولای شي!
هغه مهال چې عصري وسایل نه وو، د شپې له خوب مخکې به د اودس ماتي لپاره خلک مجبور وو چې له کوره بهر ووځي، خو له ډاره به څوک یوازې نه شو وتلای او په ډله به د رفع حاجت لپاره له کور او کلا بیرون وتل. دا چې مخکې له مخکې به د سړي په زړه کې وېره ناسته وه، د شپې په تورتم کې به هرڅه ورته بلا ښکاریدل او د سپي، پيشو او یا کوم بل خوځنده جزيي حرکت به ورته د بلا حمله مالومیده.
د بلاګانومیاشتې ډار به لا د خلکو له زړونو پوره نه وو وتلی چې د بل کال د بلاګانو میاشت به د غره پر کنډو راښکاره وه.
په دې حساب د خلکو ټول ژوند د بلاګانو په سلطنت کې تېریده او د بلاګانو ډار د خلکو په ذهن کې د تلپاتې بدې خاطرې پتوګه ثبت دی!
اوس چې هرکال د سیپټمبر په میاشت کې یوه اونۍ یا څو ورځې د احمدشا مسعود او رباني په یاد نومول کیږي او د دوی پلویان د خپلو پکولونو، برګ دستمالونو او اوږدو ږیرو سره د کلیو او ښارونو د خلکو د مزاحمت لامل ګرځي، افغانانو ته د بلاګانو د میاشت تېر انځور په یاد راوړي.
سیپټمبر میاشت ته په دې وجه موږ د بلاګانو میاشت ویلای شو!
«د بلې سیارې خلک» له کتابه