د پښتونولۍ د ننګ، غیرت، پت، پرده، سطر، شرم، حیا او د اخلاقو لرغوني ټولنه  
لوی افغانستان د پښتونولۍ د حقوقي نورمونو، ټولنیزو ارزښتونو او عرفي قوانینو یوه ستره نه ماتيدونکي دودیزه لرغوني کلا یا ماڼۍ ده. افغاني ټولنه کې افغانانو ته پښتنې حقوقي نورمونه، ټولنیز ارزښتونه، اصول، دود او دستور ځکه منل شوي دي، چې دا ارزښتونه د ولس په فکرونو، زهنونو او زړونو کې خپلي ژورې ریښې لري. افغاني  دودیزه ټولنه کې د افغانیت نالیکل شوي عرفي قانون د ټولنیزو اخلاقي قوانینونو څخه شمیرل کیږي، چې د لرغونو زمانو څخه د ولس په ضمیر، وجدان او زهنونو کې خپلي ژورې ریښې ځغلولي دي.
د پښتونولۍ حقوقي نورمونه د الزامي قوانینونو په څیر دي، چې ولسي وګړو ته د خیر ښیګڼې او د ټولګټي عامه چارو په برخه کې لارښووني کوي او له دغو حقوقي نورمونو څخه د شخړو، دعووې په حلو فصلولو کې د مرکچانو له خوا په جرګو او مرکو کې کار اخیستل کیږي. پښتنه ټولنه کې که څوک د پښتونولۍ قانون نه مني او یا مخالفت ورسره کوي، دی د پښتني له ټولنې څخه شړل کیږي، یا دی په پښتنه ټولنه کې خامخا د ټولنې هر غړي ته د یو بې اصوله سړی په څیر په سپکه سترګه کتل کیږي.
د ټولنې ساتنه، په ټولنه کې د خیر ښېګنې او د ټولنېز پیوستون چارې د یوې ټولنې د ملا تیر جوړوي. له همدې امله پښتني ټولنه کې نارینوو ته په ماشومتوب کې د ننګیالیتوب او توریالیتوب دوه ګوني ایډیالونه او ارزښتونه ورزده کول کیږي. هر اصیل پښتون ته په کور د ننه او په ټولنه کې د همدې ارزښتمندو ارزښتنو په چوکاټ کې ښوونه او روزنه ورکول کیږي. تر څو په ټولنه کې هر نارینه سړی یو ریښتنې ننګیالی او توریالی پښتون افغان واوسي. یو پښتون په پښتنه ټولنه کې هغه مهال یو ننګیالی سړی پیژندل کیږي، کله چې دی د پښتي یا د افغانیت په عالي ارزښتنو او اصولو کې روزل شوي وي. د پښتنو په پښتني مفکوره کې یو ننګیالی سړی یو سپیڅلي، سوچه، شریف، با عزته، ممتاز، دروند صفته، یو ریښتنې هودمن او اصولو ته ژمن انسان دی. یو ننګیالی سړی تل د کمزوري، بې وسه انسانانو مرستي ته و دانګې، همداسي دی د ښځو او ماشومانو څخه په میړانه ساتنه او دفاع  کوي. یو ننګیالی د خپل کلي د بې وسو، نېستمنو، بې وزلو، فقیرانو، ناییانو، ډمانو، هنرمندانو او مساپرو څخه ساتنه او په میړانه د سر په بیه دفاع کوي. ځکه دغه ډله خلک په ټولنه کې بي وسلې، بې دفاع او زر زیانمن کیدونکې خلک پیژندل شوي دي.
یو ننګیالی سړی تل ځان وجدانآ د ټولنې یو خدايي خدمتګار بولي، دی د خپل سر په بیه په ټولنه کې د الله (ج) د رضا لپاره د خیر ښېګنې ټولګټي چارې تر سره کوي. یو ننګیالی اصیل پښتون خپل ځان ته زیان مني، خو هیڅ کله خپل قام ته زیان نه وراړوي او د خپلي ټولنې ملا هم نه ماتوي، دی په ټولنه کې په خپله خوښه له ځانه zivilcourage  یا ولسي  جرآت ښیي. ولسي جرآت د انساني ژوند یو مهم اصل دی، چې په یوه خپلواکه ټولنه کې سړی پرته له ویرې او زورزیاتي څخه خپل نورمال ژوند وکړي. یو زړور تکړه توریالی غیرتمن، جنټرمین اصیل پښتون پوهیږې، دی څنګه په خپله وسله د خپلي کورنۍ غوندیتوب، د خپل عزت، د خپلو خپلوانو، د خپل کلي، د خپل پټی، د خپلي سیمې، د خپل ولس، د خپل اسلامي هیواد د کولتوري ارزښتونو څخه ساتنه او دفاع وکړي. دی په دې هم پوهیږي، چې دی خپله توره څنګه د بې انصافي، بې عدالتي، د ظالم او تیرې کوونکې په وړاندې بریالي استعمال کړي. نن د پښتنو په سیمو کې د اوږدې جګړو له امله د کلاشینکوف او ډالرو کولتور خپور شوي دی. د دغې ناوړه او پښتني ضد کولتور له وجهي ورور خپل ورور بې ګناه وژني، جوماتونه، جنازې او ښوونځې په بمونه کې الوزي. د کلاشینکوف او ډالرو کولتور د رامنځ ته کیدو سره افغاني ټولنه کې مادي او معنوي ارزښتونه په له منځه تللو شوي دي. د دې ناوړه دود او ناوړه کولتور او د دغي خطرناکه ویروس د لمنځه وړلو یواځني لار پوهه ده او د پښتو او پښتونولي اصیل اصول بیا ژوندي کول دي.
پښتانه میلمه پال خلک دي. پښتني ټولنه کې نه یواځې د میلمه پالنې سپیڅلي حق یا رښت شتون لري، بلکې د یو محتاج او د پناوړونکې انسان د بنسټیزو حقونو د ساتني حق هم شته دی. کله چې څوک د کلي یو خان یا مخور مشر ته پناه وروړي، د کلي خان مجبور دی، د خپل پښتني ننګ، غیرت، نام او نښان د ساتني لپاره د پناور وړونکې سړی د ژوند څخه د خپلي ویني په بیه ساتنه وکړي. د اړتیا په صورت کې د میلمه پال لخوا د پناوروړنکي سړی څخه د امن تر سیمې  پورې بدرګه هم کیږي.
پښتني ټولنه کې د حساسي ملي مرکزې مهمو ټولنیزې چارې او د انفرادي ټولنیز ملي مسوولیتونو په تر سرکولو کې څوک چا ته پیسې یا اجوره نه ورکوي، بلکې د پښتنو د مشرانو له لوري ده ته د قدر، عزت، درنښت او د سړیتوب غیرتمن درانه القاب ورکول کیږي، خلک ده ته په درنه سترګه ګوري، ده ته د عزت او ګرانښت معنوي اجوره ورکول کیږي او ده  ته د قا م د مشر په ټوګه پټکې ور په سر کیږي. دي تل په میړانتوب او ښه نومونو باندې ستایل او نازول کیږي. په بله وینا، ده ته په ژوند کې دنیوي او اخروي معنوي حق الزحمه ورکول کیږي. پښتانه د چا ښه او بد نه هیروي. افغانانو خپل امن، نظم او سولیز ګډ ژوند ته په دوه مهمو پرنسپونو کې د ننګ او شرم په کانسپټونو کې لاره موندلي شي. پښتنه ټولنه کې که څوک د خپلو مسوولیتونو او ټولنیزو چارو په تر سره کولو کې پاتي راشي، دی د سر ټیټوالي، شرم، بې عزتي او بې ننګې سره مخامخ کیږې. دی د ټولنې څخه د ویستل کیدو په سزا هم محکوم کیږي. پښتنو کې د پښتونولي مرکزي مهمي ټولنیزې چارې په دودیزه توګه د پښتونولۍ د حقوقي نورمونو او مذهبې اسلامي عقایدو په چوکاټ کې د اسلامي قانون او مورال پر بنسټ ټاکل او فیصله کیږي. له دې لارې د پښتنو مشرانو او په ټولنه کې د اغیزو خاوندانو پریکړېو ته نوره حقوقي، عدالتي، مذهبي،اعتبار، ثبات او حیثیت ور بښل کیږي.
پښتون ولس او پښتنه ټولنه کې عزت ، درنښت او مشرتوب هغي چا ته ورکول کیږي، کله چې یو څوک د پښتونولي ارزښتونه او نورمونه عملاً په خپل ژوند کې عملي وښیي او په افغاني ټولنه کې د ولس په چوپړ کې د خیر ښیګنې او ټولګټي مهم مثبت رول ولوبوي. کوم سړی چې په ټولنه کې د خپلو ټولنیزو چارو په ترسره کولو کې په ښکاره توګه پاتي یا ناکامه شي، دی د شرم سره مخامخ کیږي. د ټولنې څخه ایستل کیږي او حتا په ځینو مواردو کې دی په مرګ هم محکوم کیږي.
د پښتنې ټولنې د ننګ، غیرت، ویاړ او د شرم ارزښتونه د نارینه او ښځینه وګړو په روح او زهن کې یو شانته او په برابره توګه چلښت لري. د ټولنې په ټولنیزو چارو کې د ننګ او شرم کولتوري ارزښتونه ښځینه او نارینه جنسیت ته په کتو سره د دوی ځانګړو چارو رول او په ټولنه کې د دوی د مسوولیت منلو او وڼدې سره تړاو لري. پښتنه ټولنه کې نه یواځې په ملي او نړیواله کچه پیژندل شوي ننګیالي اتلې ښځې لکه د میوند ملالې شتون لري، بلکې ډیرې بې نامه او بې نښان ننګیالي، توریالي، غیرتمنې اتلې پښتنې ښځې شتون لري.
کله چې پښتنه ټولنه یا یوه پښتنه کورنۍ کې د نارینه کمښت احساس یا رامنځ ته شي، یا نارینه په جګړو یا کومه بله طبیعي پیښه کې لمنځه لاړ شي. پښتنه ټولنه کې داسي هم  پیښ شوي دي او دا شوني ده ، چې پښتنې ښځې په ډګر او جرآت سره د نارینوو چارې په خپله غاړه واخلي. پښتنې ښځې په پښتنه نارینه سالاره  یا نرواکه ټولنه کې د نارینوو د ننګ او غیرت چارې تر سره کوي. په دې مانا، پښتنه ښځه د نارینه جامي اغوندې، پښتنه ښځه د نارینه پټکي او یا هم خپل ټکري په سر کوي. ښځې د وسلې سره ګرځې، ښځه وسله استعمالوي شي. که څه هم پښتنه ټولنه یوه نارینه پاله ټولنه ده، یوه پښتنه  ښځه کولي شي، چې د نارینه په شان ژوند وکړي. په همدغه نارینه پاله پښتنه ټولنه کې ښځي ته د نارینه په څیر درنښت کیږي.کله چې  پښتنه ټولنه کې پښتنې ښځې په پښتني سطر او اسلامي حجاب کې د نارینه په رول کې په درناوې، په درنښت او عزت کې ستایل او نازه ول کیږي. ښځې د دې اشرافي عالي ارزښتونو څخه ، کوم چې د ننګیالیو نارینوو د شان او شوکت لپاره اعتبار او چلښت لري، خوند اخلي. دا پښتنې ارزښتونه د دې لپاره ښځينه جنسیت نه ورکول کیږي،چې ښځه ده، بلکې د یو انسان شخصیت یا ښځینه شخصیت ته ورکول کیږي، کوم شخصیت ته چې د ټولنې د ساتنې لپاره، دیوې سترې ګواښمني ملي ټولګټي دندې تر سره کولو او د خپل ولس د چوپړ او ساتنې او په ټولنه کې د یو مثبت رول لوبولو لپاره یې ملا تړلي ده، ورکول کیږي.
پښتنې ټولنه کې مرکزي مهمي ټولنیزې چارې د دودیزه حقوقي نورمونو او مذهبي عقیدوي چوکاټ کې تر سره کیږي. په ټولنه کې د همدې دوو حقوقي لارو له لارې مکافات او مجازات پلي کیږي.
پښتنو کې امن، نظم او ګډ سولیز ژوند پر دوو عنصري پرنسیبو یا د ننګ  او شرم پربنسټ باندې تنظیم شوي دی. عزت  او درنښت د هغي چا په نصیب او په برخه کیږي، چې دی خپل ټولنیز مسوولیت ادا کړي. شرم هغي چا ته متوجي کیږي، چې دی په ښکاره ډول د یوانفرادي شخص په څیر ناکامه شي او د خپل ولس ملا ماته کړي.
پښتانه پوهیږي، چې دوی په یوه نړۍ کې چې له دښمني او تربګني څخه ډکه ده، ژوند کوي. پښتون مجبور دی، د خپل فردي شتون لپاره، د خپل خود مختاره ژوند لپاره، د خپل ولس د بقا او ارتقا د دعوه لپاره په ګډه د دښمن د ناروا بریدونو په وړاندې ودریږي. تر څو دوی خپل ځانونه دښمن د ګواښونوڅخه وساتني، ورسره د خپلي قبیلي د هر یو غړي خپلواکي یا خود ارادیت جوت وساتلي شي. د اړتیا په صورت کې دوی مجبور دي، چې د دښمن څخه په متناسبه ډول خپل بدل واخلي. که یو پښتون داسي ونه کړي، دی په خپله قبیلوي ډله او ټبر کې خپل عزت ،حیثیت، خپلواکۍ او ټولنیز پرستیژ له لاسه ورکوي.
پښتانه پوهیدلي او په دې فکر کې دي، چې ټوله نړۍ د دوی سره په دښمني، بدي او تریګنې کې بوخت ده. د نړۍ څخه د یو داسي تربګنیزه،کړکیچن او له دښمنیو څخه ډک انځور لرلو په چوکاټ کې، په کوم کې چې یو قبایلي پښتون افغان نارینه غړي ژوند او حرکت کوي، پښتون دې ته مجبور یږي، مخکې له دې چې دی د یو غیرتمن، هوډمن او یو میړنۍ سړی ښه نوم وګټي. دی باید په ټولنه کې د یو عزتمن، غیرتمن او ژمن سړۍ په توګه خپله خپلواکۍ په پوره ډول په خپل واک او اختیار کې ولري. تر څو دی ځان ته د میړنتوب، سرښندني یا سړیتوب په ځانګړو او صافو او صفاتو کې لکه د پښتني ننګ، افغاني غیرت، تورې او توریاليتوب ښه نومونه ځانته انعام او ډالۍ کړي. یو ریښتني اصیل پښتون افغان په دي باور او مفکور کې دی، چې دی په نړۍ یواځې د یو داسي ښه نوم، عالي انساني ارزښتونو د ګټلو لپاره ژوند کوي.
 
د پښتونولۍ په رسمیت نه پیژندل شوي حقوقي نورمونه:
حقوقي نورمونونه د حق او قانون مهمي برخې جوړوي یا د حقوقي سیسټم نه بیلیدونکې مهم توکې دي. نورم یا norme  یو لاتیني تورۍ دی او د یوې زاویې واحد مانا ورکوي. حقوقي نورم هغي قاعده ته ویل کیږي، چې حق یا قانون په کې شتون ولري. په دې مانا، حقوقي نورم باید یو مشخص عمل یا کړنې څخه ممانعت وکړي او یوې کړنې یا عمل ته اجازه ورکړي. په عمومي ډول حقوقي نورمونه او ټولنیزو نورمونه د یو بل سره توپیر لري.
حقوق د حق یا ریښت جمع ته ویل کیږي. حقوق د قوانینو مجموعه او یو ټولنیز نظام دی، چی د انسانانو له طبیعت څخه الهام اخلي او هغه څه تثبیتوي، چي انصاف او عدالت ورته ویل کیږي. په لنډه توګه حقوق د یو شمیر قوایدو او مقرراتو مجموعه ده، چې د وضع شویو مقرراتو له لارې په ټولنه کی د انسانانو ترمنځ د یو بل سره اړیکی لري او د دوی اړیکي د نورو عالي اورګانو سره تنظیموي. دغه قواید او مقررات د قانون یا حقوقي نورمونوله لارې ټاکل کیږي، ښودل کیږي او پلي کیږي. په همدی ترتیب سره په ولس کې یا د وګړو ترمنځ دودونه، نرخونه او رواجونه، د یوي اوږدې مودي په بهیرکې ورو ورو دود کیږي. دا دودونه، نرخونه او رواجونه د دودیزه قانون یا عرفي حقوق په نامه پیژندل کیږي او په ټولنه کې له همدې نرخونواو نورمونو څخه استفاده کیږي. په بله وینا، حقوق د یو شمیر قواعدو او مقرراتو ټولګې ته ویل کیږي، چی د تاریخ په یوه معینه زمانه کي پر خلکو باندې مسلط او حاکم شوي وي او خلک مجبور وي، چې دغه وضع شوي قواعد او مقررات راعایت کړي. د نړۍ د نن ورځ په اصولو ولاړه حقوقپوهنه،حقوقي سیستم، د حق یا د حقونو مجموعه، پایله او منځ  زړي په ټولنه کې د چلیدونکې حقوقي نورمونو څخه که هغه لیکل شوي او یا نالیکل شوي نومونه دي، رامنځ ته شوي. حقوقي نورمونه، معیارنونه او قاعدې د یو انسان دکړه  وړه او یا د یوې انساني ټولنې لپاره رامنځ ته کیږي. حقوقي نورمونه د دې لپاره رامنځ ته کیږي، چې انساني مدني ګډ ژوند په انصاف او عدالت کې سمبال شي. حقوقي نورمونه ټولنیز کړکیچونه حلو فصلوي او په ځینو اضطراري حالاتو کې د زور څخه هم په کې کار اخیستل کیږي. لکه د پښتونولي د جرګو پریکړې او فیصلې د اربکیانو یا قومي لښکر لخوا هم پرخلکو باندې د زور د استعمال له لارې هم تطبیق شوي دي.
پښتنه ټولنه کې د پښتونولۍ حقوقي نورمونه او ټولنیز اصول هم د همدې نړیوالو منل شویو حقوقي پرنسیبونو پر بنسټ رامنځ ته شوي دي.
حقوقي نورمونه حقوقي معیارونه دي او په ټولنه کې د وګړو د کړو وړو لپاره یو قاعدوي کرکټر لري. د دولت لخوا ګرانټي شوي، منل شوي حقوقي کړه وړه او د حقوقي نورمونو ټولګه او پایلي ته رسمي حق یا په رسميت پیژندل شوي حقوق ویل کیږي.
د حق مفهوم هغه عمومي نورمونه او قاعدې احتوا کوي، کوم چې د دولت لخوا ګرانټي شوي وي، تر څو د انساني مدني ژوند او د انساني ژوند د لانجو او شخړو هواري د قضایي پریکړو له لارې په دولتي چوکاټ کې تر سره شي. په عمومي ډول نورم یو الزامي معیار یا (باید معیار ) ته ویل کیږي. حقوقي نورمي معیارونه خپل مخاطب لري او د لیک اخیستوونکې پته یې مالومه وي.
د پښتنو د پښتنونولي قانون او حقوقي نورمونو د جرم د پیښیدو څخه مخکې ټاکلي، چې څوک په کومو حالاتو کې برآت اخلي او یا څوک په کومه سزا محکوم او یا نه محکمیږي، یا یو څوک څنګه د ګواښ په حالت کې ساتل کیږي او یا پناه ورکول کیږي. یو چا ته څنګه د یو ناوړه عمل په بدل کې سزا ورکول کیږي. یو څوک څنګه په قتل محکوم کیږي. یو څوک څنګه نغدي جریمه ته اړ ایستل کیږي، یا یو څوک څنګه خپله پیښيمانې، ګرموالي، پړوالي مني او یو څوک په څه ډول ننواتي کولي شي. پښتنې ټولنه کې چې هر څوک یو حقوقي نورم یا نرخ مات کړي، پرته له دې چې د جرمي عمل انګیزه وڅیړل شي، هغه یو تیرې کړي دی او د پښتونولۍ یو نرخ یا حقوقي نورم یې مات کړي دی.
 
د حق منبع ، سرچینه او بنسټ تل یوه  حقوقي ټولنه وي، په کومه کې چې خلک ژوند کوي.
که څه هم تر اوسه د افغانستان قضایي او عدلي سیسټم د پښتونولي حقوقي نورمونه په رسمیت نه دي پیژندلي. بیا هم د پښتونولي د نالیکل شوی او غیر رسمي قوانینو یوه برخه د افغانستان په رسمې قوانینو او دولتي جوړښت کې لیدل کیږي. د افغانستان په تقنیني قوانینو کې دود، دستور یا عرف اعتبار لري او ځای ورکړل شوي دی. د افغانستان په مدني قوانینو کې راغلي، کله چې حکم په قانوانینو کې، د اسلامي شریعت احکام او د حنفي فقي په اساساتو کې شتون ونه لري. محکمه کولي شي د عمومي عرف ، دود او دستور مطابق حکم صادر کړي. شرط دا دی، چې عرف د قانون د احکامو، اساساتو او عدالت سره په ټکر کې نه وي.
د افغانستان د معاصر قوانینو یا د عدلي او قضایي نظام جوړونې سیسټم د ۱۹ پیړۍ په  نیماي کې د امیر شیرعلي خان د دویمي دورې څخه را پیل شوي دی. د افغانستان حقوقي سیسټم یو پلورالیستي سیسټم دی. که موږ د افغانستان د قوانینو مجموعه په یو هرم یا مثلث کې د سلسلي مراتب په بڼه ولیکو، لومړۍ د افغانستان اساسي قانون راځي، دوهم د قران قانون یا داسلامي شریعت قانون، دریم د افغانستان د جزا‌ْ قانون، همداسي د افغانستان مدني قوانین، د افغانستان د جزایي اجراعاتو قانون، د پولیسو، د ترافیکو د جادې قانون، نړیوال منلي شوي قوانین او نور. د ټولو قوانینو لاندې او د افغانستان د قوانینو په بنسټ کې د افغاني ټولنې حقوقي نورمونه او حقوقي تعاملاتي دودیزه قانون راځي. دغه دودیزه قانون او حقوقي نورمونه باید د افغانستان په ټولو قوانینو کې منعکس شي او څرګند واوسي. تر څو هر ځوان افغان او هرې پیغلي افغانه ښځي ته دا احساس پیدا شي، چې دغه افغاني قانون زما لپاره دی، دغه قانون زما د ټولنیز ژوند د کړو وړو چوکاټ تعیننوي او بالاخره یو افغان باید باوري شي، چې دا قانون زما په ګټه دی. افغانستان کې د قانون حاکمیت نشتون ډیر لاملونه لري، یو لامل دا دی، خلک قانون ته ځکه درناوې نه کوي، چې دوی خپل ملي منل شوي ارزښتونه او دودونه په قانون کې نه وینې. پښتونولي د افغانستان یو نا رسمې حقوقي سیسټم دی. دغه نا رسمې بنسټونه یا د سیمه ییزو جرګو سیسټم د اوسني رسمې قانوني سیسټم څخه مخکې شتون درلود. کله چې د پښتنو یا د پښتنو په سیمه کې لانجې، شخړې یا اختلافونه رامنځ ته کیږي. دعوه یا قضیه د دواړو دعوا ګیرو غاړو له لوري په خوښه محلي جرګې ته وړاندې کیږي.
همدا اوس د افغانستان رسمې حقوقي قضایي سیسټم د څولسیزو د جګړو له امله فلج  او د لمنځه تللو په حال کې دی. کلیوالي خلک د خپلو لانجو د حلو فصل په برخه کې نا رسمې بنسټونو ته په ځانګړي ډول محلي جرګو ته مخه کوي. د افغانستان په کلیوالي سیمو کې نږدې او یا سلنه شخړې او دعووې د پښتونولۍ قانون او سیسټم له مخې هواري کیږي.
افغانستان کې نن د نافذه قوانینو په ځای د پښتونولي حقوقي نورمونه او عرفي قوانینو عملي کیږي.
جرګه یا مرکه د قبیلې د مشرانو، د مخورو سپین ګیرو او د ټولنې د اغیزناکې څیرو غوڼده ده، چې شخړې، اختلافونو ته افغاني حل مومي او یا د یوې  مهمې موضوع په هکله د پرېکړې نیونې لپاره دیوې لوی ډایرې په بڼه سره جرګه ګیږي. دا نا رسمې  بنسټونه د شخړو په حل کې د افغانستان مدنې او یا جزایې قوانین نه پلې کوي، بلکې اسلامې قوانین، قبیلوې دودیزه قانون، د لویانو، مخورو مشرانو، سپین ګیرو جمعی عقل، تجربو او د انصافي پوهې ترکیب ته یوه عملي بڼه ورکوي.
غیر رسمې قوانین د ساده یا غیر اصولي او یا بې مسلک، مفاهیمو سره باید ګډ نه کړل شي. د پښتونولۍ سیمه ییزه عدلي او قضایي سیسټم پر یو نالیکول شوي عرفي مدني قوانینو او پښتنې حقوقي نورمونو باندې ډډه لګولي ده. د بیلګې په توګه د پښتونولي قانون پر بنسټ په معمولي سیمیزو جرګو او مرکو کې پریکړې د اخلاقو، انصاف، عدالت او د ریښتینوالي څخه په ښه درک کې ترسره کیږي.
پښتنه ټولنه په دودونو نرخو ولاړه ټولنه ده. لویه پکتیا د پښتونولي د جرګو او مرکو ستر ټاټوبی دی.
په ۱۹۷۵ کال کې الماني  حقوقپوه ښاغلي ویلي ستیول  Steul Willi  د خوست  په ولایت کې د پښتونولي د جرګو او مرکو په ستر  تاریخي ټاټوبی کې د پښتنو او پښتونولي حقوقي نورمونو څخه له نژدې لیدنه او کتنه کړي. ښاغلي ویلي ستیول د پښتنو په حقوقي دعووې او شخړو کې په خپله  ناست او برخه اخیستلي ده. الماني څیړونکی د پښتونولي حقوقي نورمونو قضیې د نړیوالو حقوقي نورمونو او معیارونو په تله کې تللي، څیړلي، تجزیه او تحلیل کړي دي، د پښتنې د حقوقي نورمونو د څیړونو او کتنو څخه ورسته دی دې پایلي ته رسیږي، چې د پښتونولي حقوقي نورمونه د نړیوالو حقوقي نورمونو سره برابر نورمونه دي او په نړیواله کچه پیژندل شوي حقوقي نورمونه دي، ده د پښتونولي حقوقي نورمونه د نړیوالو حقوقو نورمونو سره برابر ګڼلي دي. ښاغلي څیړونکی لاندې حقوقي نورمونه د یو شمیر مهمو ځانګړو حقوقي دعووې، شخړو او کړکیچنونه، چې د پښتونولي د حقوقي نورمونو څخه په کې استفاده شوي ده، د حقوقپوهنې په رڼا کې ښه ژور تحلیل کړي او څیړلي دي .
ښاغلي ویلی ستیول   Steul  د پښتونولي حقوقي نورمونو په ډیر شمیر حقوقي دعووې کې له نژدې څارلي دي. ښاغلي څیړنوال د پښتونولۍ حقوقي نورمونه د حقوقي زاویه له اړخه د کتنو، تحلیلونو او څیړنو څخه ورسته په پنځه کټګوري کې ویشلي دي. ده د پښتنو د ډیرو مهموو حقوقي نورمونو ماتول یا د پښتونولي په حقوقي نورمونو باندې تیرې د نړیوالو حقوقي نورمونو سره پرتله کړي دي او په لاندې ډول لیکلي دي.
۱ . د یو انسان عمدي یا قصدي وژنه یا د یو انسان د وژنې  هڅه، که د هغه ګناه وي او یا هغه بې ګناه وي (۱)
۲ . یو انسان په قصدي ټوګه جسمآ ټپي کول یا د یو چا د ژوبلو هڅه، په دې مانا، کله چې یو انسان ته په داومداره او یا لنډ مهاله توګه په خپل جسمي فعالیت کې محلولیت یا محدویت ورپیښ کړل شي. (۲)
۳ . د یو انسان د ناموس بې عزتي او یا د یو چا د ناموس  بې عزته کولو هڅه، په دې مانا، که یو څوک یو بد یا ناوړه عمل تر سره کړي او دغه کړنه د خبرو له لار په شفاهي ډو ل اثباتي اسناد شي، یا د یو شخص په ټولنیز مورالي ژوند کې شک رامنځ ته شي یا د قبیلي او توکمي ټولنې ترمنځ درز،یا شک را پیداکاندي (۳)
۴ . یو تر سره شوي ناوړه ناروا ناجایزه جنسي عمل یا د یوې ښځي یا د یو سړی په حق کې د جنسې اړیکو له لارې د بې عزته کولو هڅه وشي او یا تېرې ورباندې وشي. (۴)
۵  . د یو انسان پر شخصي ملکیت، ځمکه یا پر شخصي جایداد باندې  برید او یا د برید هڅه وشي (۵ )
ښاغلي ستیول په خوست کې د خپلو څیړنو په ترڅ  کې دې پایلي ته رسیږي، چې پښتونولي د پښتنو د عزت کوډکس، د پښتني حقوقو پوهنې بنسټ او د پښتني ټولنې د ټولنیزو اخلاقو بنسټ ایښودلي دی. دی لیکي، دا وضح خبره ده، چې د پښتونولي حقوقي پوهه په ټولنیزو حقوقي مورالې ایډیالونو باندې څرخیږي. څیړنوال لیکي په ډیر خواشینۍ سره پښتانه افغانان او پښتنه ټولنه تر اوسه په دې نه ده توانیدلي، چې په پښتنه ټولنه کې یو باثباته، دایمې، منظم ، تنظیم او لیکل شوي حقوقي افغاني اسلامي رسمي سیسټم را منځ ته کړي، په کوم کې چې د پښتنونولي حقوقي نورمونه راټول شوي وي او د پښتونولي حقوقي  سیستم ته په دولتي کچه رسمآ وده، ټینګښت او اعتبار ورکړل شي.
پښتانه پښتونولي د یو حقوقي او قانوني بنسټ په توګه پیژني. جرګه د افعانانو د ځانګړو حقوقي چارو لپاره یو ه مهمه موتبره مرجع او بنسټ دی. پښتونولي یو حقوقي سیسټم دي، چې خپله په خپلو پښو ولاړ دی او پښتونولي په خپله له ځانه سره مرسته کوي. کله چې یوه دعوه رامنځ ته شي، جرګه رابلل کیږي. سیمه ییزه جرګه کوم منظم تنظیم  شوي دایمي ادارې تشکیلات نه لري. جرګه په ځانګړي حالت کې، یوه دعوه یا د پښتونولي قانون، د اصولو، د نورم ماتولو او د تیرې په حالت او قضیایو کې رابلل کیږي. جرګه کوم قانون نه پلي کوي، بلکې جرګه یا مرکچیان د دعوه دوواړو غاړو ترمنځ د خبرو اترو له لارې د منځګړيتوب یوه با اعتباره موتبره مرجع ګرځي.
جرګه د حقوقي محکمه له حالت سره مطابقت لري، اروپايي حقوقپوهان، څارونکي او څیړونکې په دې اند دي، چې د جرګې بهیر د محکمې له جریان او بهیر سره ډیر مطابقت لري.دوی وایي، محکمي ته د جرګې ورتووالي د جرګې په ناسته، ډول، بهیر او اجرااتو کې لیدل کیږي او جرګه بهیر تر ډیره بریده د یو حقوقي مرجع په حیث د نړۍ او اروپایي عدلي او قضایي اساساتو تصوراتو سره سمون خوري. د جرګې دنده د پيښې په اړه رښتیا وموندل دي، تر څو په قضیه کې مجرم، ګناهکار، ملامت، ګرم او یا پړه غاړه مالوم شي. کله نا کله د ګناهکار او بېګناه سړی د مالومولو او ثبوت لپاره د جرګې  په بهیر کې د مرکچیان لخوا یوې او یا بلې غاړې ته په قران کریم قسم ورکول کیږي. جرګو او دعووې کې د قسم ورکولو دود یو مشرع توکې دی. ځکه پښتانه په خپلو دیني مذهبي اسلامي عقیدتي چوکاټ او حقوقي فلسفي مفکورکې په دې فکر او باور دي، چې که څوک په دوروغو لوړه کوي یا قسم خوري، دی به د الله (ج) د قهر سره خامخا مخامخ کیږي. که څوک  په دورواغو قسم خوري، دی د مرګ سزا سره هم مخامخ کیداي شي .
دغه ډول جرګې، مرکې په تیره بیا په قومي سیمه ییزو لانجو، شخړو او دعووې کې راغوښتل کیږي. د شخړي موضوع اکثرآ د ملکیت، مځکې، ځنګلونو، لرګیو او داسي نورو ګټه اخیستوونکې شیانو په اړوند وي.
د پيړیو پیړیو را هیسې د درست پښتون ولس او د پښتنې ټولنې سیاسي، ټولنیز فورم او توکمې جوړښت پرته له مرکزیته، دولتي چوکاټه او یا د یوې مرکزي سر مشریزه جرګې له خوا ایښودل شوي دی. له همدې امله پښتني ټولنه کې دغه خورا مهمې حقوقي چارې د سیمه ییزو جرګو د مشرانو په لاس ورکړل شوي دي.
د جرګې د رابللو شرط دا وی، چې د جرګې د راغونډیدو څخه مخکې د پښتونولي د اصولو سره سم چا بدل نه وي اخیستي او دوواړه غاړي په خوښه او غوښتنه د شخړي هواري د جرګو له لارې وي.
پښتونولي د خپلو حقوقي دعووې د بهیر د لیکلو لپاره لاسوندونه او زیرمتونونه یا ارشیفونه نه لري، چې مرکچیان د اړتیا په صورت  کې هغي زیرمتونونو ته مراجعه وکړي. جرګه وال یواځي په شفایي دول د پښتني تولنې حقوقي نورمونه او ټولنیز ارزښتونه ته پام کوي او وده ورکوي .
 
د  شپږمې برخي پای
 
اخیځلیکونه :
 
1. Steul, Willi: Paschtunwali. Ein Ehrenkodex und seine rechtliche Relevanz. Franz Steiner Verlag: Wiesbaden, 1981: 137 
 
2 .ibid.: 141. ,,Frauen" und ,,Land" gehören beim Paschtunen zum namus. Namus beinhaltet u.a. ,,Ehre, Ruf [und] Würde" des männlichen Paschtunen. (Janata, A. und Hassas, R.: Ghairatman - Der gute Pashtune. Exkurs über die Grundlagen des Paschtunwali. In: Afghanistan Journal, 3, Graz: 1975: 83-97. zitiert in Steul: 140.) 
3.  vgl. Steul: 141.
4 . vgl. Steul: 143-147. 
5 . ibid.: 152.