د افغانستان اساسی قانون د بیګانه پرستی او آزادی ترمینځ

 

که خپلواکي د خلکو حق وي، دوی ته باید د خپل کلتور، تاریخ او باورونو پراساس د قانون د سیستمونو غوره کولو آزادي ورکړل شي. بدبختانه، په داسی وخت کې چې خلک د بهرني حکمونو څخه آزادی غواړي، بهرني اجنټان، مبلغین، او ساده خوشبینه ډلې په داسې شعارونو ټینګار کوي چې په یو اسلامي، اودودیز افغانستان کې لږ معنی لري. خلک باید په هغه اصطلاحاتو چې په زړه پوري ښکاری مګر په حقیقت کی فریب ورکونکي دي باید ټینګار ونه کړی. د افغانستان خلک باید هغه ارزښتونه غوره کړي چې د افغانانو لپاره ښه دي او د دوی دعقیدې او رواجونو سره سم دی. دوی باید له فریب ورکونکي اصطلاحاتو څخه کار وانخلی لکه ډیموکراسي، بشري حقونه، او نور. موږ به دا ځینې اصطلاحات ذکر کړو چې د کابل خلک پرې ټینګار کوي:

 

اسلامی جمهوریت

 

دا اصطلاح ګمراه کونکی ده: یو جمهوریت په تیوریکه معنی دادی چې ستر واک د خلکو وی او د دوی د استازو له لارې عملی کیږي. که څوک غواړی چې جمهوریت دی اسلامي شي نو دا د یوه روښانه قانوني چوکاټ ته اړتیا لري. اسلامي نظام او جمهوري نظام متضاد پایلې لري: په اسلام کې ځینې ارزښتونه نه بدلیدونکي دي. عالي واک د قران او سنت په تابعیت کی دی لکه څنګه چې څلورو مذهبونو باندی یوه شوی او یا د شیعه ګانو لخوا پیژندل شوي. البته په اسلام کی داسې ساحه شته چیرې چې د خلکو اراده په ریښتیني ډول، نه لکه د ځواکمنو هیوادونو د ډیموکراتیک سیسټمونو لخوا، پیاده او یا ترسره شي. نو، د افغانستان د راتلونکی لپاره لازمه ده چې دا روښانه کړي چې چیرې اسلامي اصول تعقیب شي او چیرې د خلکو د ارادی په اساس عمل ترسره شي، چیرې چې اکثریت افغانان یې غواړي. اوسنی اساسي قانون داسې کوم واضح متنونه نلري او د راتلونکی وخت لپاره دا خورا غولونکي ښکاري ځکه چې تل به د دی احتمال وی چې د بهرني قدرتونو پیرويان به د اوسني مبهم او نامعلوم اساسي قانون پراساس د افغانستان سوله او ټیکاو خراب کړي.

 

ډیموکراسي

 

هیڅ لوی هیواد مستقیمه ډیموکراسي نه لری. نماینده ډیموکراسي په مؤثره توګه د ګوندی سیستم له لارې د یو څو خلکو دآمريت په توګه عملی کیږی او د هیواد ټولنیز اواقتصادي جوړښت د یو څو محدودو کسانو په لاس کی وی، او د اکثریت په خوښه پورې کومه اړه نلري. قوي دیموکراتیک هیوادونه د پولیسو په حکومتونو بدل شوي او هر ډول اساسي بدلون غوښتونکی د دولت ضد په بیلابیلو تورونو باندی متهمیږی او په دی توګه د بدلون رامینځته کونکی د تعقیب سره مخامخ دی. افغانستان اوس په بد حالت کې دی. ولسمشر د استازو له رضایت او پوهې نه پرته حکمونه ورکوي دا په دی شرط که چیرې موږ موافق شو چې دوی اصلي ملی استازي دي. موږ یو حکومت لرو چې د ډیر کوچني اقلیت لخوا غوره شوی دی. که رښتیا وی ویلای سو چه هغه صرف د خپلو کارمندانو لخوا غوره شوی دی.

ایا ډیموکراسي له اسلام سره سازګار لری؟ لکه چه د جمهوریت په اړه مو ولیکل، یو لنډ ځواب دا دی چې داسې ندي. دا باید سوچه او سوتره ولیکل شي. هغه ارزښتونه چې له اسلام څخه غلا شوی باید وپیژندل شي او پلي شي ، او ښه اضافي ارزښتونه چې د اسلام سره مخالفت نه لری کیدی شي وپیژندل شي او عملی شی. نو ځکه، د دې تشریح کولو نه پرته چې د دیموکراسۍ کومه برخه باید عملی شي، هغه څوک چې لاهم په دېموکراسی باندې ټینګار کوي ممکن د افغانستان په لویدیځیتوب تورن شي چې د راتلونکي ګډوډیو احتمال لري.

 

 

دبشر حقوق

د بشری حقونو بشپړ تصور په تیرو وختونو کې د اروپایی لیکوالو لخوا د اسلام څخه غلا شوی. بشري حقونه لکه څنګه چې دوی اوس ولاړ دي د مذهبي ضد ډلو اراده منعکس کوي او نړیوال ارزښتونه یې له لاسه ورکړي دي. پرته له دې چې د هغه ریښتیني احساس او دائره تشریح کړي په بشري حقونو تاکید غولوونکی دی او له همدې امله د افغاني باورونو او ارزښتونو څخه لرې ده.

 

د بازار اقتصاد

د افغانستان اساسی قانون د بازار اقتصاد غوښتونکی دی؛ اوس کله ناکله بډایان شور او غږ پورته کوی او دهغه غوښتنه کوی. سرمایه دارۍ ترټولو ظالمانه نظام دی که یوازې پاتې شي. دا د اسلام ضد او د بشري حقونو ضد سیسټم دی. په اسلامي افغانستان کې که څوک  دهغه ادعا کوي ، نو دا باید د اسلام په احکامو سره تعدیل شي ترڅو چې انسان دوسته ارزښت پیدا کړی. د همدې لپاره ، د افغانستان راتلونکي اساسي قانون داسې احکامو ته اړتیا لري چې اسلامی بڼه ولری. دا مهال پدې کې داسی تفصیل شتون نلري.

موږ هیله لرو چې د خبرو اترو ټیمونه دې ټکو ته پام وکړي او خپل ایډیولوژیک جوش له لاسه ورکړي ترڅو ومومي چې څه شی ښه دی او څه د افغانانو لپاره ښه ندي. لیبرالان اسلامي ارزښتونه ومني او طالبان هغه څه ومني چې د قران او سنتو د روښانه متنونو په خلاف ندي. اسلامی نظر د څلورو مذهبونو څخه واخلی او هغه غوره کړی چې د ټولنې ګټو پراساس ولاړ وي. سربیره پردې ، هغه ارزښتونه کوم چې په قران او سنتو کې ندي ویل سوی، او د افغانستان د راتلونکي پرمختګ او خپلواکۍ لپاره ګټه لري هغه رد نکړی او افغانستان ځنی بیبرخه نکړی.