په قطر کې د افغان دولت او د طالبانو د سولې د خبرو پیل خورا لویه نیکمرغي ده، خو دا چې طالبانو یو څو کوڅه ډبي سپي ګومارلي دي چې د افغان دولت د ټیم غړي سپک کړي او یا هم د سولې خبرې سبوتاژ کړي، په ریښتیا چې د خپګان وړ ده . 

د طالبانو کوڅه ډبي فکر کوي چې د خلکو په سپکولو سره به دوی یو څه سیاسي لاسته راوړنه او بریا تر لاسه کړي، خو په بشپړ باور سره چې دوی به افغانانو او نړیوالې ټولنې ته خپل نجس، تور او پلید فکرونه لا نور هم زباد کړي . که څه هم چې ښاغلي نادري یې په سړه سینه او منطقي توګه ځوابونه وویل، خو د دې لپاره چې د طالب کوڅه ډبو پوښتنې پوره ځواب شوې وي، اړینه ګڼم چې د دوی پوښتنې یو ځل بیا ځواب شي . په دې سره به نه یوازې د دوی پوښتنې ځواب شي، بلکې د سولې د خبرو د سبوتاژ یا له  منځه وړلو مخنیوی به هم شوی وي . 

(د طالب پوښته) آیا افغانستان دولت لري؟؟ 

ځواب : هو افغانستان دولت لري . که افغانستان دولت نه درلودای، طالبان او د دوی پنجابي باداران به په ارګ کې ناست وای . همدا د افغانستان د دولت زور دی چې افغانستان نن الحمدلله پر خپلو پښو ولاړ او د هر چا کور ګرځېدلی دی . سربېره پر سلګونو زرو مهاجرینو چې افغانستان ته راستانه شول، نن هر مسافر په دې تمه او هیله دی چې ډېر ژر به خپل وطن ته راشي . د طالبان په توره دوره کې هر ګوره له انسان څخه نیولې ان تر ځناورو پورې په دې هیله او هڅه ول چې داسې یوه ځای ته پنا یوسي چې د ابوجهل د لښکر له ظلم څخه خوندي وي . نن چې طالبان په قطر کې پراته دي  او د سولې خبرو ته یې غاړه ایښې ده، لامل یې دا دی چې په افغانستان کې یو خپلواک او غښتلی دولت د دې ولس دفاع ته ځان سنګر کړی دی . که د افغانستان د دولت زور نه وای، پنجاب به هېڅ وخت طالبان نه وای ګومارلي چې سوله وکړي، تل تر تله به یې د زور له لارې د افغانستان د دولت د ړنګولو هڅې کولې، لکه د مجاهدینو دولت یې چې په طالبانو ړنګ کړ، او لکه د کرزي د حکومت د سولې پر بلنو چې طالبانو ملنډې وهلې . 

افغانستان دولت لري، که داسې نه وای، طالبان به اوس هم د پنجاب په بندیخانو کې د پنجابیانو تر ظلم او جبر لاندې شپې تېرولې او یا به امریکایانو په بګرام او ګوانتانامو کې د بې څښتنه سپیو په څېر بندي کول . همدا د افغان دولت زور دی چې پنجاب ولید او د افغانستان د نظام د ماتولو خوب یې له سترګو وتښتېده، اوس هڅه کوي چې طالبان د سولې له لارې په دولت کې ځای پر ځای کړي . همدا د افغانستان د دولت زور دی چې طالبان سربېره په زړو او تیاره فکرونو او د غلامۍ له کړیو سره سره بیا هم په خپله غېږه کې نیول غواړي او دېته یې هڅوي چې د خپل ولس، خپل ځان او خپلو ماشومانو پر ضد له جګړې لاس واخلي . 

 (د طالب پوښته) آیا تاسې زموږ په لیکو کې پنجابیان ولیدل؟

ځواب : یوه اوونۍ وړاندې د طالبانو مشران چېرې ول او له چا سره یې مشوره کوله؟؟؟ دومره سپین سترګي؟؟؟ تاسې او خدای چې کابو څلور اوونۍ وړاندې ملا برادر سره له  ټولې رهبرۍ پنجاب ته سفر نه درلوده؟ د څه شي لپاره ولاړل او له چا سره یې خبرې وکړې؟؟؟ 

آیا ټول طالبان د افغان دولت په پاسپورت قطر ته تللي دي که له ځینو سره د پنجاب پاسپورتونه دي؟  په دې هیله او ټینګار چې په قطر کې هر مېشت طالب د خپل پاسپورت کاپي په ټولنیزو پاڼو کې خپره کړي چې آیا دوی ټول افغانان دي که پنجابیان یې هم په منځ کې دي . 

(د طالب پوښتنه) ولسمشر په یو میلیون تقلبي رایو راغلی دی . آیا ده ته د افغانستان ولسمشر ویل کېدای شي: 

ځواب: هو! افغانستان ولسمشر لري، ولس ټاکلی دی او ولس ورسره بیعت کړی دی . که له طالبانو سره چا بیعت کړی وي، طالبان د مهرباني وکړي ولس ته دې په دې اړه خبر ورکړي چې دا بیعت څه وخت، چېرې او له چا سره د چا په شتون کې وشو . 

(د طالب ادعا) اوسنی نظام اسلامي نه دی!

ځواب : د افغانستان نظام اسلامي دی، ځکه چې د اسلامي نړۍ مخکښ او پېژندل شوي مفتیان یې ننګه کوي، خو هممهال طالبانو ته د خردجال او له اسلام څخه د لرې ځناورو او کرایي قاتلانو خطاب کوي . د افغانستان په جغرافیه کې نهه نوي سلنه مسلمانان ژوند کوي، دلته جوماتونه هره ورځ له خلکو ډک وي، آذان کېږي، دیني مدرسې په بې سارې توګه ډېرې دي، واده په محمدي شریعت سره کېږي، د هر ماشوم په غوږ کې آذان کېږي، هره مسئله د محمدي شریعت سره سم حل کېږي . نو آیا دا اسلامي نظام نه دی؟ 

د اسلامي نظام د پېژندنې لپاره باید هر سړی په خپله مسلمان یا هم په اسلامي ارزښتونو پوه وي . طالبان ملامت نه دي چې د افغانستان نظام ته اسلامي نظام نه وایي، ځکه چې دوی نه یوازې په سترګو ، بلکې همداسې په زړونو هم ړانده دي . طالبانو که په ریښتیا اسلامي نظام پېژندلای او یا یې اسلامي ارزښتونو ته درنښت درلودای، نو جوماتونه به یې په بمونو نه الوځول، محرابونه به یې په بمونو له خاورو سره نه ایره کول، اسلامي علما به یې په جوماتونو کې نه شهیدانول او په قرآن که به یې بمونه نه اېښوول . طالبان هرګوره ټول دغه جرمونه او جنایتونه په پوره ویاړ سر ته رسوي . 

(د طالب پوښتنه): آیا افغانستان اشغال دی که نه؟ 

افغانستان نه دی اشغال، خو که اشغال هم وي، دا د کفر او الحاد اشغال ته خو طالبانو پلمه جوړه کړه۔ طالبانو د خپل جهالت له امله دا مسلمان ولس د کفارو تر پښو لاندې کړ . اوس چې افغان دولت د کافرې امریکا پښې او لاسونه لنډ کړل، طالبانو د امریکا د قراردي قاتلانو دنده پر غاړه واخیسته . افغانستان که اشغال وي که نه وي، طالبان اشغال پای ته نه رسوي، بلکې اشغال لا نور هم غښتلی کوي . د کفر او الحاد له خوا اشغال ته داسې پای نه ورکول کېږي چې د دوی په ټانګونو پیره وکړي، خو خپل مسلمان ورور د لمانځه پر سر شهید کړي . 

(د طالب پوښتنه)  د افغانستان لاسته راوړنې څه دي په تېرو نولسو کلونو کې؟

ځواب:  نن چې پنجاب د افغانستان په هویت، ننګ او ناموس یرغل نه شي کولای، همدا تر ټولو ستره لاسته راوړنه ده . د طالبانو په وخت کې د افغانستان واکداران پنجابیان ول، هر څه پنجابیانو اداره کول، هر امر به پنجاب کوه، خدمت ته به یې طالبانو ولاړ ول . په تېرو نولسو کلونو کې د ټول هغو ولسونو پت او عزت خوندي شو چې طالبانو په پنجابیانو او عربو پلورلی وو . په تېرو نولسو کلونو کې طالبي او پنجابي تورو او زړو فکرونو او پلانونو ته د پای ټکی کېښوول شو . 

که طالبان سترګې ولري، باید د نولسو کلونو پخوا انځورونه له اوسني افغانستان سره پرتله کړي . په بشپړ باور چې د عقل خاوند به د سترګو په رپ کې پوه شي چې لاسته راوړنې څه دي . په لسګونو پوهنتونونه، په زرګونو ښوونځي، ټولنیز، سیاسي، اقتصادي او . . . بنسټونه، دینې مدرسې او . . . د نولسو کلونو لاسته راوړنې دې . تر ټولو اړینه دا چې افغانستان یوه سپېڅلې، مؤمنه او غښتلي اردو، استخبارات او پولیس لري چې د پنجابي او ایراني د سترګو خار ګرځېدلي دي . د افغانستان تر ټولو ستره لاسته راوړنه د افغان ولس د پت او عزت اعاده چې له بده مرغه په نامه مجاهدینو او طالبانو له دې ولس څخه اخیستی وو او په پنجابي، ایراني، عربي او انګلیسي سړیخورو یې پلورلی وو .