دجمهوریت او یا امارت خبري به مو ‌‌‌‌‌‌ډيري اوریدلې وي او د نن ورځي نه 47 کاله مخکي داوودخان د لمړۍ ځل له پاره په افغانستان کي جمهوري نظام جوړ کړ او داوود خان پخپله لمړنۍ افغان ولسمشر شو.  داوودخان غښتلې او په هیواد مین ولسمشر وو او هغه په ‌‌‌‌‌‌ډير کم‌‌‌‌‌‌وخت کي دافغانستان د آبادولو له پاره منظم اقتصا دي پلانونه لاس په سر شو.  داوودخان نه یواځي داقتصاد پياوړتیا له پاره بلکه په هیواد کي یی سیاسيونو ته هم پوره آزادي ورکړه. خو متاسفانأ د هماغه وخت آزادي او یا د نن ورځي دیموکراسي افغانانو ته څه ‌‌‌‌‌‌ډالېکړي دي او ‌‌‌‌‌‌یا ډالې کوي؟ 

د افغانستان لمړنۍ جمهوري نظام په وجود کي د اخوان المسلیمینو او نورو ‌‌‌‌‌‌ډلو د پنجاب، تهران او مسکو په لارښونه د جمهوريت په ضدتوطيئ شروغ او تر نن ورځي پوري په بیشرمانه ‌‌‌‌‌‌ډول دوام مومې چه بلاخره:

1- د هیواد راتلونکې پخپل لاس کي نه شو اخیستلاي او سرنوشت مو د یو نه بل هیواد ته لاس په لاس کیږي. 

2- دافغانستان زر کلن تاریخ خاوري او د سیمي په کچه دهماغه وخت پياوړي اردو او ملې شتمني چور او چپاول شوه. 

3- تعصب او ملې نه پخلاینه تر بل هر هیواد نه زموږ په هیواد کي ورځ تر بلې ‌‌‌‌‌‌ډيریږي او دهیواد ملې ارځښتونه د پښو لاندي کیږي.

4- یو وخت به ګاون‌‌‌‌‌‌ډي هیوادونه د افغانانو هوښياري او زړه ورتیا ته سلام وو. خو نن ورځ د ټولې دنیا ریشخند ګرځيدلې يو . 

5- په شپږو میاشتو کي ټاکنې نه شو ترسره کولاي چه په نتیجه کي يي دوه سره حکومتونه اعلانیږي او هر څه چه وکړو نتیجه نه ورکوي. ترڅو چه شمالې ټلوالې ته د حکومت پوره ون‌‌‌‌‌‌ډه ورنه کړي. 

6- دافغانانو تاریخ او ملې هوئت په هیواد کي د ننه تهدید کیږي دهغه چا له خوا چه پرون افغانان وو خو نن ورځ دافغانیت نه منکر اوځانونه خراسانیان بولي. 

د پورته ذکر شویو تهدیدو نه دا جوته کیږي چه افغانان د دیموکراسي وړتیا نه لري او یو قوي او یو موټۍ نظام ته اړتیا لیدل کیږي چه د هرڅه نه لمړۍ د هیواد هویت او بشپړتیا تظمینولې شي اود هر هغه چا خولې او لاسونه وروتړي چه د هیواد په ضرر تمام کیدلاي شي.