سبا ته د افغان حکومت د سولې پلاوی قطر ته ځي،
د دوحۍ سولې غونډه کې طالب ته زما دا پیغام دی:
د سولې ښېګڼه
جګړې ناخوالو څخه پند واخله
چټک ګامونو په اوربند واخله
که ورور وژنه وي همدومره بس دی
سولې ښېګڼو څخه خوند واخله
دښمني ختمه کړه د کلي د کور
د قام، ټبر سره پیوند واخله
پرانیستې غیږي د ملت ته راځه
لاس د پردو له جوړغویمنډ واخله
وخت ځي په بېړه چا ته نه دریږي
ګام په دې لاره کې ګړند واخله
په جهنم دې ځانته ژوند بدل کړ
یو څه خوندونه دې له ژوند واخله
ویجاړۍ کچه دې په کلي ښار کې
له شاړو دښتو له سرکنډ واخله
وطن مو ټول شو هدېره هدېره
راځه له جنګ ځینې سوګند واخله
کور کې ملا او مولوي پریمانه
لاس له ملا د دېوبند واخله
پردی نوکر اجیر د بل ولې شې
د خپلو خلکو دې سرغند واخله
که حورې غواړي سوات درې ته لاړ شه
لږه دمه په ملکنډ واخله
یا په درو، رغو کې سر ښکاره کړه
یا یو سفر دې په ایلبند واخله
د وطن هره پیغله، نجونه حوره
د مینې لاس ورکړه، مړوند واخله
ترخې اوبه، کباب او شرنګ د رباب
میلو کې خوند ترې پنډ په پنډ واخله
جنت وطن لرې د ځمکې پر سر
نوم يي نومونو کې بلند واخله
سیندونه ډېر لرې بندونه غواړي
ګټه د خپل وطن له بند واخله
د ښو اړیکو او دوستۍ په هیله
یو څه بریښنا هم له تاشکند واخله
هر څه په کور شته د اړتیا په وخت کې
د اړتیا توکي له ګاونډ واخله
ګاز او تېل ډېر لرې مزار په ډنډ کې
بیا یورانیوم دې له هلمند واخله
مس او سرب دې په لوګر او کابل
اوسپنې کار دې له دایکنډ واخله
د جنګ قوه دې ودانۍ ته ورکړه
لاس دې عاجل له زوړ چلند واخله
فرصت تیریږي چانس بیا نه راګرځي
د تاریخ دا پیغام څرګند واخله
شعروزمه خیالونه