چې په ځوانۍ يي رانه شور واخیست
ما وی چې ټول بدن مې اور واخیست
زه يي عالم منځ کې تنها پرېښودم
ما یې په ټول عالم کې تور واخیست
زړه یې له نورو پړسېدلی شین وو
د بل په ټس کې له ما زور واخیست
ما ویلی زه به د جفا پور اخلم
هغې له ما د وفا پور واخیست
څوک د هوس او څوک د مینې لېوال
ما خوند له دې هغې له نور واخیست
ځواني د څو مستو شېبو یو څرک وو
ما نیم په تور نیم په پیغور واخیست
په هره موړګه او تاوکښ کې د ژوند
پر مخ مې سوک له هر یو لور واخیست
د دود ناخوالو او ترخو وختونو
زما له ژوند ټنګ و ټکور واخیست
شعروزمه خیالونه
01.09.2020
- شاه صداقت بابکرخیل
اکثره افغانانو اخری خبره دغه وی چی کله یی هیڅ وسه ونه رسیږی وی اخیرت شته حساب کتاب شته تری اخلوو حال دا چی موږ اخرت او خدای ته هم ملامت یو ځکه موږ ته یی صریح ویلی چی تاسو داسی امیر وټاکی چی عادل وی, په شریعت برابر وی, مسلمان وی, امر باالمعروف او نهی عنی المنکر پلی کړی, حدود قصاص تعذیری جزاګانی پلی کړی, له غله لاس پری کړی, زنا کار ته 80دوری ورکړی, شراب خور ته دوری ورکړی ,مقتول او قاتل,فساد, بد لمنی فحشا او عشق ورک کړی, لواطت, سود خور, غصب بی عدالتی ,او ټول مسلمانان دده تر چتر لاندی یو براب...
04.09.2020
- د،ب،هيښ
دا دسيكولر ، خر څ شوي او تپل شوي خبرى په خوله ويل ډير اسانه خو ثبوتول يى زور او سند غوا ړي . زه نه دامان الله خان او نه د نورو سلاطينو او اميرانو طرفداري كوم او نه د يوه داسى سياسي - اداري سيستم تاييد كوم ، چى د پورته لوري په خلكو په زور او يا نورو چلونو خپل واك چلوي . خو طبعاً د باچاهانو ، اميرانو او سلاطينو په منځ كى هم د ظلم د شدت او يا يو مثبت او منفي عمل له لوري تفاوت شته .
دامان الله خان مبارزه د انګريزانو سره ، د افغانستان د خپلواكۍ اخستل ، د انګريزي استعمار او اشغال ناولي...