اسلام د غوره تفاهم، مشوری، مصلحت، جرگی، روغی، جوړی، مصالحی او پخلا کېدلو دېن دی. چی په عقل، فکر، علم اواستدلال سره د ستونزو هوارول غواړی او په صبر، حوصلی او معقولو تدابیروسره د جگړه کوونګو تر مینځه عادلانه مصالحی ته مسلمانان هڅوی، ترڅو په صلحه اوامنیت کی آرام، هوسا او سو کاله ژوند وکړی. زکه چی نړی د انسانانو گډ کوردی هرڅوک په کی د انسانی حقوقو او و جایبو په درک او عملی کولو سره د سوله ایز ژوندانه کولو حق لری د داسی جهان بینی او نړی دید په چا پیریال کی د ا سلام مقدس دین خپلو پیروانوته لارښونه کوی چی د مقابل لوری په موجودیت او باطنی احساس درک کړی او دواړو خواوته د منلووړمعقول داسی شرایط پیدا کړی چی د مخالفت، تعصب، جنگ او جگړی مخه ونیسې زکه چی د بنی اسرا ېل د مبارک سورت د (70) ایت له مخه انسانی کرامت بی د هرډول تبعیض څخه د هر انسان منل شوی حق دی، له دی کبله د الانعام د مبارک سورت په (109) ایت کی څرگندونه شوی ده چی: (ای مسلمانانو! تاسی هغه معبودانو ته کنځل مه کوی چی کفاریې پرته د الله څخه عبادت کوی.) زکه چی د عقیدی او فکر آزادی د هر چا فطری حق دی او د البقری د مبارک سورت د (256) ایت له مخی ددین منل په هیڅ کافر باندی په زور او جبر سره تحمیل کید لی نه شی. دداسی حکیما نه اسلامی غوره چال چلند په واسطه مسلمانان د نورو اد یا نو د پیروانو سره گډ مسا لمت امیزه آرام ژوند کول غواړی.
د اسلام سپیڅلی دین د حقیقت او واقیت په درک او منلوسره د مقا بل لوری سره د غوره چال چلند منصفانه تجویز وړاندی کوی، لکه دالممتحنه د مبارک سورت په (8) آیت کی چی لارښوونه شوی ده: (ای مو منا نو! لوی خدای تاسی د هغو کسانو سره د چا ل چلند څخه نه منعه کوی چی له تا سی سره یې جگره ګړی نه وی او تاسی ېی د خپلو کورونو څخه ویستلی نه یاست، چی نیکی او ا نصاف ورسره و ګړی، بی له شکه چی الله انصاف کوونکی خو ښوی.)
د اسلام مبین دین په دی ډول سره د مد برانه احتیا طی او عا قلا نه سلوک سپا ر ښتنه ګړی ده. په دی توگه د ا سلام معتدل دین یو نړی وال عام نظم او با قاعده ضابطه او انضباطی سیستم دی چی د حال او موضوع مطابق تدابیرغوره کوی. همدرانگه د اسلام حکیم دین د مسلمانانو د اتفاق او ا تحاد څخه وروسته په دوهم پړاوکی د مشوری او مصلحت کولو سپارښتنه د ال عمران د مبارک سورت په (190) ایت کی په دی توگه کوی:(ای محمده! د الله درحمت له کبله ته مسلمانانو ته نرم، مهربانه شوی نو که ته بد خویه، سخت زړی وی، هرومرو به مسلمانان ستا له شاو خواڅخه جلا، تار په تارشوی وای، نو بښنه ورته وکړه او عفوه ورته وغواړه او په کارونوکی ورسره سلا، مشوره وګړه.)
له دی کبله مشوره، مصلحت او د خلکو د عمومی آراوته مراجعه په هر چاروکی یو عادلانه تجویز دی، لکه چی د بدر په غزا کی چی یو شمیر اسیران ونیول شو نو حضرت پیغمبر (ص) د بندیانو د بر خه لیک د تاکلو په هکله د مسلمانانو سره مشوره و ګړه چی زیات شمیر مسلمانانو د ابو بکر صدیق (رض) په مشری د بند یا نو پرښودل وغوښتل تر څو هغوی پوه شی چی مسلمانان د قدرت په حال کی عفوی ته په انتقام باندی تر جیح ورکوی. حضرت پیغمبر د اکثریت د نظرله مخی بندیان ونه وژل او با سواده کسان یی مکلف ګړل چه بی سواده مسلمانانو ته دی یو بندی لوست او لیک زده ګړی او بیا دی ازاد شی. په دی ترتیب سره د اسلام نظام په شورا ولاړ دی او د اکثریت نظریات د مننی وړگینل کیږی.
نو کله چی اسلامی عدالت د ا حسان او شفقیت ایجاب لری، نو د مسلما نا نو تر مینځه مخالفت، د ښمنی او جگړه هیڅکله منلی نه شی. او هغوی عفوی او مصالحی ته هڅوی، لکه د شورا د مبارک سورت په (40) ایت کی چی سپار ښتنه شوی ده: (نو هر چا چی عفوه او مصا لحه وګړه نو اجرایی یواځی په الله باندی دی.) نو د قدرت په حال عفوه کول او د غلبی په صورت کی صلحه کول هغه اسلامی امتیازی خصو صیات دی چی د اسلام عظمت ثابت کوی. لکه د بقری د مبارک سورت په (224) آیت کی چی څرگند ونه شوی ده: ( ای مو منانو! نیکی به کوی او پرهیزگاری به کوی او د خلکو تر مینځه به روغه، جوړه، مصا لحه کوی.)
اسلامی نړی واله وروری ټاکلی حدود نه لری او ټول مسلمانان بی د هر ډول تبعیض څخه یو واحد امت او ملت گینل کیږی چی غم او ښادی یی هم مشتر که گینل کیږی نو اتفاق او اتحاد، مشوره او مصلحت د مسلمانانو د بین المللی تفا هم د پاره حیاتی ضرورت دی چی د بیت الله د زیارت او حج د منا سکو د اداء کولو فرضیت په یو مر کزکې د مسلمانانو د عمومی تفاهم په نسبت مدبرانه تجویزدی تر څو د نړی مسلمانان خپلی ستونزی یو بل ته ووایی او په مشوری او مصلحت سره په زړه پوری تصامیم و نیسی.
زما دا هیله ده چه افغانان د تاریخ تجاربو څخه عبرت واخلی او د نفاق څخه دی ځانونه وژغوری یو ځای او یو موټی دی شی او بریالی شی. (ومن الله التوفیق)