بسم الله الرحمن الرحيم 

صاحب الله (رحيمي)

نېټه : ۲۸ / ۵ / ۱۳۹۹ 

ديپلوماتيک پاسپورټ

څرنګه چې اداري سيستم دخدماتودعرضه کولوپه منظوردهيوادونواوحکومتونوهراداري نظام يودبل سره تفاوت لري، چې په ځيني هيوادونوکې چې بروکراسي په کې کمه اوداړتياوړاسناد دښاريانو(اوسېدونکو) ته په اسانۍ سره صادرکېږي يا ورکول اما په بعضې اداري نظامونوکې دغه لړۍ ډيره طاقت لرونکې  وي هم داداری لپاره اوهم دښاريانولپاره دسرګردانۍ سبب ګرځي يا سردرد پېداکوي ولې دفسادکوونکولپاره بيا دسؤاستفاده کولوښه زمينه برابروي .

متاسفانه زموږهېواديودهغه هېوادونودجملې څخه دی چې په اداري نظام کې يې نسبتاً پيچېده ګي شتون لري شايدمسؤلين دنوموړي ستونزې اصلي دليل داوږدمهاله خپرونې (برنامي)، فساد اوجعلي اسنادوزياتوالي مخنيوي  يعنې جعل کاري اونورپه ګوته کړي .

پداسې حال کې چې اوسنې وضعيت نه يوازې داچې په رسمي اسنادوکې جعل کاري مخنيوي نه دي شوي بلکې په هماغه شکل لکه څرنګه چې په پورته ډول ذکرشو فسادکوونکوته په اداروکې په زادانه ډول ښه زمينه برابره شويده.

چې ددي اصلي لامل دښاريانوناخبري(غيراګاهي) ، اوپه دولتي اداروکې داړتياوړاسنادو دپروسي صادرول، اوږدمهاله جنګونه، اودخدماتودوړاندي کولولپاره ديومنظم سيستم نشتوالي ،دپخوانيونظامونومطلقه حاکميت ،اوداسي نور د اداري اوښاريانو(اوسيدونکو) د جدي ستونزي څخه شمېرل کېږي.

تردامهاله دمختلفودلايلو له جملي څخه يوهم دکافي سوادنشتوالې ،دعامه پوهاوي لپاره ديودرست او واضح سيستم نشتوالي ، ښاريانوته ددولت دخدماتودپروسي پروړاندې ستونزي دي اوهغوي نه پوهيږي چې هغوي ديورسمي سند يا پاسپورت داخيستلولپاره کوم ځاي ته مراجعه وکړي ، اوسني سنديا پاسپورټ چې په يوفصل اوڅوبرخوکې ترتيب شوې دهيواد دنافذه قوانينوپه نظرکې نيولوسره پراخ شوي اوپه هيوادکې داداري سيستم دپروسي اوڅولنډي لارښووني په ځيني مواردوکې وليکل شي اودښاريانولاس ته ورسيږي.

هيله منديم چې وتوانيږم خپلوهيوادوالودلارښووني لپاره چې دستونزودفع کولولپاره هره ورځ اوساعتونه چې لري ډيريي سرګردانه کړي دي اوهمدارنګه په اداراتوکې دفسادکوونکوپه منګلوکې غورځيږي چې داهم ددوي ناپوهي اوناخبري ده .

نو دا چې مونږ اصلي په لنډه توګه د ديپلوماتيک پاسپورټ په اړه بحث ترسره کوو نو اړينه ده چې لومړې په عمومي ډول د پاسپورټ په اړه لنډ معلومات وړاندې کړم .

پاسپورت څه شي دي او ولي اړين دي ؟
پاسپورت يورسمي اوقانوني سند دي چې دهرهيواد تبعه يې کله چې وغواړي خپل هيواد ديوبهرني هيواد لپاره پريږدي په اختيارکې ولري پا په واک کې ولري .

اودوهمي هيواد چې دهغي دسفرهدف دي په پاسپورت باندي دويزي په صادرولولاس رسي ولري دسفارتخاني دقونسلي برخي له طريقه په هغه هيوادکې هغي ته دداخليدو اجازه ورکوي 

پاسپورت په نړيوالي عرصه کې ديوهيواد داتباع پېژندپاڼه ده يادپېژندپاڼي حيثيت لري متبوع هيواد مکلفيت لري چې دهيواد څخه بهر دخپلو اتباعوڅخه چې دهمدي سندله مخي پېژندل کېږي قانوني ملاتړوکړي اوتبعه حق لري چې دهيواد څخه بهرکه دکومي ستونزي سره مخامخ کېږي دخپل پاسپورت سره يوځاي دخپل دولت سفارتخاني ته اودهغي په نه موجوديت کې نړيوالي مرجع ته دمرستي لپاره مراجعه وکړي.

دافغانستان دپاسپورت قانون دويمه ماده: دتعريف په ځاي دغه سندداسي تعريف کړي دي.( پاسپورت رسمي سند دي چې دددي قانون داحکاموله مخي دباصلاحيته مرجع لخوادهيواد اتباعوته دمسافرت په هدف بهر ته (خارج) ته اوهيوادته دبيرته ستنيدولپاره ورکول کېږي.

دپورته ذکرشوي تعريف څخه داسي ثابتيږي چې پاسپورت يوازي دهيواد څخه دخارجيدو سند نه دي بلکې دهغي لرونکې په اعتبارسره کولاي شي دوباره خپل هيوادته راستون شي.

دپاسپورت دقانون څلورمه ماده: دپاسپورت داړتيا دليل داسي بيان کړي دي :

(لمړي فقره : هغه اشخاص چې دافغانستان څخه خارج اوياافغانستان ته داخليږي مکلف دي چې ددي قانون اودنړيوال تعامل له مخي دپاسپورت اويادمسافرت دتيريدوسندلرونکې وي .)

بناًء هرکله چې تاسي وغواړي هيواد دخارج لپاره پريږدي اويا هم هيوادته داخل شي بايد رسمي سند(پاسپورت اويا دعبورسند) ولري اوهغه دخارج کېدو په وخت کې اوياهم دداخليدو په مهال سرحدي مسؤلينوته وښايي لکه څنګه چې دغه موضوع په دويمه فقره کې پورته ماده کې داسي صراحت لري: (شخص مکلف دي چې دخارجيدواوياداخليدو په وخت کې سرحدي مهمونقاطويا دهيود دنړيوال هوايي ميدان کې خپل پاسپورت اودمسافرت دتيريدو سند مربوطه مؤظفينوته ارائيه کړي.)

څرنګه چې پورته مطالعه شوچې څوځلي دتيريدو سند(عبورسند) سره مخامخ شوي شايد تاسي ته سوال پيداشوي وي چې دپاسپورت څخه علاوه بل دغه دتيريدوسندبه څه وي؟

دتيريدوسند(سندعبوري)
دپاسپورت دقانون له مخي چې په دويمه فقري نهمي (9) ماده کې داسي راغلي دي .:

(دخارجي تبعه ديوعلت په اساس يي خپل پاسپورت دلاسه ورکړي وي اوقصداً غيرقابل استفاده يې ورڅخه کړي وي دهغه متبوع هيواد په افغانستان کې ديپلوماتيکه نماينده ګي ياقونسلګري ونه لري ددغه قانون ددويم نمبر ضميمي له مخي دتيريدوسندورکول کېږي . 

بناً څرنګه چې دذکرشوي قانون څخه په ګټه اخيستلوپوه شوي دتيريدوسند يوازي خارجيانوته يابهرني تبعه ته چې په قانوني شکل افغانستان ته داخل شوي اورسمي سنديعني خپل پاسپورت يي دلاسه ورکړي وي دغه سندصرف ديوځل لپاره دمعينه قيمت په بدل کې دپاسپورت رياست لخوانه صادريږي چې دهغي له مخي سرحدي مؤظفين هغي ته دهيواد څخه دخارجيدلواجازه ورکوي .

دپاسپورت ډولونه
څرنګه چې پورته ذکرشوچې پاسپورت يورسمي سنددي ديوهيواد اتباع دخپل هيوادڅخه خارج ته دسفرپه منظورورکول کېږي چې دهيواد څخه خارجيږي اوياهيوادته داخليږي .

دغه په سندکې دقانون په اساس بناً په رسمي برخو(درجو) افرادياخلک په مختلفوانواعوتقسيم شوي دي .

دغه تقسيم بندي دهيواد دپاسپورت دقانون ددريمي مادي په اساس په لاندي ډول قرارلري .

الف: ديپلوماتيک پاسپورت 

ب: خدمتي پاسپورت 

ج: تحصيلي پاسپورت 

د: عادي پاسپورت 

هـ : سوداګريزپاسپورت 

 

ديپلوماتيک پاسپورت 
شايد علاقمنداوسي ترڅوپوه شي چې دديپلوماتيک پاسپورت مستحقين څه ډول افراد وي اودکومي اداري لخواصادريږي . دپاسپورت قانون په دوهم فصل لسمي اويوولسمي مادي ستاسي دغي سوال ته داسي ځواب ويلي دي.

لسمه ماده: ديپلوماتيک پاسپورت دنړيوالي موازني له مخي دبهرنيو چارو وزيرپه امضاء ياهغه شخص چې دبهرنيوچارو وزير هغه ته صلاحيت ورکړي وي صادريږي .

څرنګه چې دپورته مادي په متن کې واضح اوروښانه راغلي چې دبهرنيوچارو وزيرپه امضاء صادريږي همدارنګه دهغي اداري اسناد هم دبهرنيو چارو وزارت دقونسلي امورو درياست له خوانه طي مراحل کېږي .

ددغه قانون په يوولسمه ماده کې مشخص شوي دي چې کوم اشخاص دديپلوماتيک پاسپورت مستحقين دي .

يوولسمه ماده:

۱)  ديپلوماتيک پاسپورت دمسافرتونوپه ټولوانواعوکې لاندې اشخاصولپاره صادريږي.

۱- اميرالمؤمنين اودمقام يار اودوست 

۲- دوزراو رئيس ،معاونين اودوزيرانوشورا غړي 

۳- دملي شورا دمجلسونورئيسان

۴- دستري محکمي رئيس اومعاونين 

۵- دديپلوماتيکونماينده ګيواوقونسلګريو رئيس اوغړي اودافغاني پوځي منصبداران 

۲)  ديپلوماتيک پاسپورت لاندې اشخاصوته صرف دعين رسمي مسافرت پرمهال صادريږي .

۱- دملي شورا غړي 

۲- دستري محکمي غړي 

۳- ولايتونوواليان اودکابل ښاروال 

۴- لوړرتبه مامورين اوياهغه مامورين چې په لوړو رتبوکې اويادهغي څخه لوړې دندې اجراکوي.

۵- هغه افسران چې دتورن جنرالي رتبه لري اودتورن جنرال په بست کې اويادهغي څخه په پورته دنده اجراکوي.

۶- هغه اشخاص چې درسمي چارو دترسره کولولپاره مؤظف کېږي دمربوطه اداري دتقاضا په اساس اودافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيوچارو وزارت په تشخيص .

۷- ددغه مادي د(2) فقري مندرج اشخاص ،په غيررسمي مسافرتونوکې خدمتي پاسپورت صادريږي.

او وپوهيدوچې دديپلوماتيک پاسپورت مستحقين څوک دي اودغه پاسپورت دکوم ځايه صادريږي.

اګرچه په يوولسمه ماده کې په واضح ډول سره دديپلوماتيک پاسپورت لپاره واحدشرايط اشخاص مشخص کړي وه ولي غواړم چې يوه موضوع ووايم چې دپاسپورت اوسني نافذه قانون دطالبانوددورې دي دهيواد پارلمان تراوسه پوري نورو دقانونګذاري دمصروفيتونوپه سبب اوهمدارنګه خپل داخلي مسايل خپله په بهتره توګه رسنيوله طريقه دهغي شاهدان ياست دپاسپورت نوي قانون يي نه دي تصويب کړي پداسي حال کې چې دکورنيوچارو وزارت مسؤلين وايي چې دپاسپورت قانون مسوده يي دعدليي وزارت په واک کې ورکړي ترڅو ملي شوراته يي وليږي په همدي خاطرامارتي اصطلاحات په اميرالمؤمنين په شان په هغي کې ليدل کېږي چې په جمهوري نظام کې هماغه رئيس جمهوردي .

ب: خدمتي پاسپورت
خدمتي پاسپورت هم دپاسپورتونودډولونوڅخه پوري چې دقانوني صلاحيت له مخي دبهرنيو چارووزارت صادرولي شي . چې دقونسلي چارو رياست داسنادو طي مراحلومسؤليت لري .

دپاسپورت قانون څوارلسمه مادي په دريم فصل کې دانوعه پاسپورت داډول بيانوي.(خدمتي پاسپورت درسمي مسافرتونوپه هدف دامارتي وظايفوکې مخکې وړل اوپه خارج کې غيررسمي مسافرتونه ،دبهرنيو چارو دوزيردمعاون په امضاء اودياهغه شخص چې هغي ته يي صلاحيت ورکړل شوي دي لاندي اشخاصوته صادريږي .

۱- ددغه قانون ديوولسمي مادي مندرج متقاعد اشخاص.

۲- دهغه اشخاصولپاره چې درسمي چارو دترسره کولوپه غرض ددولت دتجويز په اساس خارج شي.

۳- دهغه شخص لپاره چې ددولت په تجويزپه علمي اوتربيتي مجالسوکې (کنفرانسونه) اوسيمينارونوکې اودهغي په شان نوروکې ګډون وکړي .

۴- دامارتي برحال متقاعد دريمه رتبه مامورينولپاره اوهغي څخه پورته اوهغي معددل په مسلحه قواوکې چې دحج دفريضي داداکولو،دعمري اداکولو،دمبارکېنودزيارت کولواودمعالجي لپاره يا دسياحت لپاره سفروکړي.

۵- دمريضانولپاره، معيوبين، اودمسلحه قواواومعلولين اوياهغه اشخاص چې دهيواد حريم څخه په دفاع کې معلول يا معيوب شويدي اودمعالجي لپاره دهيواد څخه بهرکې برابريږي .

۶- دهغه اشخاصولپاره چې په ورزشي فعاليتونوکې دګډون په موخه ،هنراونوروفرهنګي فعاليتونوددولت لخوا خارج کې برابرشي.

۷- ديوشميرهغه خصوصي متشبثين اوملي تجاران چې درسمي هئتانوپه ترکېب يوځاي خارجيږي.

۸- ددولتي تصديومامورينواومختلف اوخصوصي شرکتونولپاره چې ددولت په اجازه اوغوښتنه خارجيږي .

۹- بعضي اشخاص دادارو رسمي معرفي کېدو څخه وروسته بهرنيو چارو وزارت مربوطه .

څرنګه چې په پورته ډول ذکرشو هغه اشخاصولپاره چې رسمي مسؤليت اوذکرشوي شرايطوسره ونلري دهغوي لپاره داډول پاسپورت نه ورکول کېږي يانه صادريږي.

ج: تحصيلي پاسپورت
داډول پاسپورت څرنګه چې نوم يي دي هغه اشخاص چې دتحصيل لپاره دهيواد څخه بهرسفرکوي ددي مستحق ګڼل کېږي . هرکله چې تاسي برحال محصل ياستي دمربوطه پوهنتون دتصميم په اساس اولوړو زده کړو وزارت دتائيد په اساس کله چې دهيواد څخه خارج دتحصيل ددوام لپاره دتحصيلي بورسونوڅخه داستفادي لپاره مستحق وګڼل شي بايد دپېژندپاڼې مکتوب دلوړوزده کړو وزارت کې دبهرنيو چارو داړيکورياست څخه اويا هم دبلي اداري چې وزارت دغه مسؤليت هغوي ته ورکړي وي خپل ځان سره ولري .

ممکن دغه پېژندپاڼې دلوړو زده کړو وزارت دنوم رسان له لاري دبهرنيوچارو وزارت دقونسلي چاروادرس ته وليږي اوکه تاسي بايد دغه مکتوب دقونسلي چارو رياست اويايوبل رياست چې دهغي نوم دعنوان په شکل ذکرشوي وي ترڅودهغه تحصيلي پاسپورت له مخي ستاسي لپاره صادرکړي.

دتحصيلي پاسپورت دترلاسه کولولپاره دمربوطه اداري درسمي مکتوب څخه علاوه تاسي بايد دتذکري يوه کاپي، (3) قطعي عکسونه چې شاته پرده يي سپين رنګ او4\4 په اندازه وي دځان سره ولري .

اوکه چېري تاسي برحاله محصل نه وي دتحصيلي بورسونوله طريقه دبورسونودازمويني دلاري بريالي شوي ياست ترڅوخارج ته دتحصيل لپاره سفروکړي پدي صورت کې هم بايد پېژندپاني دلوړوزده کړو وزارت له لارې اوياهم هغه اداره چې تاسي دهغي له لاري دتحصيل دادامي لپاره مستحق ګڼل شوي دخپل ځان سره ولري ددي څخه بغيرددي نه نشي کولاي تحصيلي پاسپورت ترلاسه کړي.

دپاسپورت دقانون داتلسمي مادي له مخي (تحصيلي پاسپورت دتحصيل په هدف کثيرالمدت يا طويل المدت دمربوطه ادراي دپېژندپاڼې په اثردبهرنيوچارو وزارت له طريقه دوزيردمعاون په امضاء اوياشخص چې هغي ته صلاحيت حق ورکړل شوي صادريږي.) تحصيلي پاسپورت دخدمتي پاسپورت برخلاف زماني مودي مشخص اندزه يي نده معلومه دغه موضوع دهمدي قانون په نوولسمي ماده کې په دي ډول راغلي (دتحصيلي پاسپورت داعتبارموده دتحصيلي موسسودتصديق په اساس اويادديپلوماتيکونماينده ګي نماينده دتائيدله مخي ياپه خارج کې دافغاني قونسلګري يا دبهرنيوچارو وزارت ترتحصيل ترختم پوري معياد وي.)

بناکله چې تاسي مکتوب تصديق اوخپل پېژندپاڼه دعنوان په شکل دبهرنيوچارو وزارت ته ليږي بايد پدي نکته باندي دقت اوفکروکړي چې دهيواد څخه خارج ستاسي دتحصيل معياد څومره  دتحصيل معياد څومره وخت په برکې نيسي ترڅودهغي له مخي ستاسي دپاسپورت داعتبارموده معياد اووټاکل شي .

دمربوطه اداري دتصديق قانون ياديپلوماتيک نماينده ګي دهيواد دپاسپورت دتمديدپه مورد معتبرګڼل ولي که دابتداءڅخه دقيق اوسي دتحصيل پرمهال دهغي دتمديدلپاره ددرس څخه نه پاتي کېږي دهغي نه علاوه خپل دتحصيل څوورځي رخصتي صرف دپاسپورت دتمديدکې تيريږي.

ماخذونه
۱. تابان ، بسم الله ، انټرنيټ .

۲. www.google.com